غزل

آمنه فنا

227

رپ رپ اورمه له تانه موسیقي
ستا په سترګو کې جانانه موسیقي

ستا له رګ رګ نه راګونه زده کوم
د زړګي درزا دې ګرانه موسیقي

زه دې عشق داسې سندره کړم اشنا
چې راګوري اوس حیرانه موسیقي

د غزل هره مصرع مې نڅوي
غږوي مې زړه کې ځوانه موسیقي

سره پلو کې مې یوه ګېډۍ نغمې
شنه لمن کې مې پرېمانه موسیقي

دا څپې څپې پردې پردې موزیک
سمندر کې ده روانه موسیقي

زه راڼه راڼه لفظونه شرنګوم
ما زده کړې له بارانه موسیقي

د ژوندون شېبه شېبه سرود سرود
له بهاره تر خزانه موسیقي

هېروي ورنه غمونه اندېښنې
په فنا ده مهربانه موسیقي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.