معشوق

آمنه فنا

166

زما معشوقه!
عشقه زړګيه
شکر چې ته یې
خوږه لالیه
ته زما زړه یې
که ژوندون اور دی
خو ته اوبه یې
ته یې چې زه یم
بې له تا نه یم
ته مې هر څه یې
زه دې هر څه یم
تاسره مینه
عجیبه کیف دی
عجیب سکون دی
په تا مې څومره
رنګین ژوندون دی

زما معشوقه
عشقه زړګيه
شکر چې ته یې
خوږه لالیه
چې شم غمجنه
په منډه راشې
له مینې ډکه
غېږ راته واکړې
سترګې مې ښکل کړې
باڼه مې وچ کړې
له رڼو اوښکو
ما دلاسه کړه
لکه ماشومه
نازونه راکړې
ما درپخلا کړې
خوله مې خوږه کړې
مچکې راکړې
پر ما دې نه دي
پېرزو غمونه
تل رانه تاوو کړې
میینه لاسونه

زما معشوقه
عشقه زړګيه
شکر چې ته یې
خوږه لالیه
چې توره شپه وي
زړه مې خپه وي
بالښت مې خیشت وې
په اوښکو اوښکو
سترګې مې پاس وي
چت کې ګڼډلې
خوب رانه لرې
وي تښتېدلی
وړې سلګۍ مې
خاموشي اوري
چا مې زړه مات وي
بس خدای خبر وي
ته خواته راشې
په زړه مې کېږدې
پاسته لاسونه
راسره نیم کړې
واړه غمونه
یو یو کړې لرې
رانه دردونه
تر سر مې لاندې
کړې مړوندونه
بېرته ستانه کړې
تللي خوبونه

زما معشوقه
عشقه زړګيه
شکر چې ته یې
خوږه لالیه
چې کله کله
ته رانه ورک شې
له مانه ورکې
وي ټولې لارې
ما وې لاسونه
له ژوند اخیستې
دې لوی جهان کې
مې زړګی تنګ وي
بې تا جنت هم
راته بدرنګ وي
خو چې ته راشې
بیا په ځان نوره
هېڅ نه پوهېږم
درنه چاپېره
ګرده تاوېږم
درته نڅيږم
درته نڅېږم
له خوشحالۍ نه
لیونۍ کېږم

زما معشوقه
عشقه زړګيه
شکر چې ته یې
خوږه لالیه
جانه که چیرې
راسره نه وای
یوه نجلۍ به
غم کې فنا وه
یوه نجلۍ به
په ژوندانه کې
ورکه اروا وه
یوې نجلۍ به
د زړه خبرې
چا ته کولې؟
یوې نجلۍ به
دومره سندرې
څنګه بللې
یوه نجلۍ به
خاورې ایرې وه
یوه نجلۍ به
څه بې اسرې وه
یوه نجلۍ به
نه شرنګېدله
یوه نجلۍ به
نه غږېدله
یوې نجلۍ به
زړه غوټه غوټه
یوه نجلۍ به
خپلو دردو کې
فناکېدله فناکیدله
یوه نجلۍ به
نه رغېدله

زما معشوقه
عشقه زړګيه
شکر چې ته یې
خوږه لاليه
پام چې تنها مې
کله پرېنږدې
ماسره وېره
ستا د بېلتون وي
زړګی مې خوړین وي
یوازې ته یې
چې په ډاډه زړه
درته کومه
د زړه خبرې
یوازې ته یې
چې مې غمونه
راسره ژاړې
د هر درد ژبه
مې راته ژباړې
غواړم چې ته دې
راسره مل وي
آن تر ابده
زه به جنت کې
ستا په ارمان یم
ستا محبت و
چې جنتي يې
په دې جهان کړم
زما زړګيه
درنه قربان شم
غېږ ته مې راشه
غواړم چې نن دې
بوسه باران کړم
زما معشوقه!
عشقه زرګیه
فنا دې جار شه
شعره لاليه
شکر چې ته یې
شکر چې ته یې.

د شعر ورځ❤️

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.