دوینې فشار څرنګـه اندازه کړو

1,383

په نړۍ کي نږدې ۷۵٪ وکړې دویني لوړ فشارلرې، چي ۵۰% سلنه ېې له خپلې ناروغۍ ناخبره دي.

په افغانستان کې ددې ناروغۍ په اړه کره شمیرې نه شته خو ګومان کیږي چې یو ګڼ شمیر خلک د وینې لوړ فشار لري او زیات شمیر یې په خپلې دې ناروغۍ نه دي خبر.

په ۲۰۰۱ میلادي کال دنړۍ د ۷،۶ میلیونه مړیني او ۹۲ میلیونه معیوبیتونو کې دوینې د لوړ فشار لاس و.

دوینې لوړ فشار دانسان مهم غړې لکه دماغ، زړه، پښتورګې، سترګې او رګونو سیستم اغیزمنوې.

زموږ په هیواد کې هم د روغتیاېې اسانتیاوو په ډیریدو ددغي ناروغۍ پیژندل زیات شوي اود وینې دلوړ فشار دناروغانو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږې.

ددي ناروغانو زیات شمېر پخپلو کورونو کې دفشار آلې (sphygmomanomter) هم لرې چې خپل فشارونه ورباندې ګوري.

دغه کار کله کله د ډاکټر او ناروِغ تر منځ د بې باورۍ او ګیلو سبب کېږې، نو لازمه ده چې دوینې د فشار په کتلو اوتوپېرونو یو څه رڼا واچوو.

که بيړنی حالت نه وي نو د ویني دفشار کتلو لپاره لاندې شرائط پکار دي.

۱: فشار آله باید په سمه توګه فعاله او مناسبه وي.

۲: د فشار آلې دساعتګر یعنی مانومتر ستن باید پخپل ځای او فعاله وي.

۳: د فشار الې په توپ کې باید پخوانۍ هوا پاتې نه وي.

۴: ستاتسکوپ یا غوږۍ مو فعاله او خلاصه وي.

۵: ناروغ باید لږترلږه دپنځو دقیقو لپاره په یوه چوکۍ کیني او دناروغ پښي باید په ځمکه ولګیږې( په چپرکټ نه).

۶: دکوټې چاپیریال باید ارام او هوا ېې برابره وي.

۷: ناروغ باید به تېر نیم ساعت کې تمباکو او کافې نه وي کارولي.

۸: ناروغ باید له روحي پلوه ارام وي.

۹: فشار باید په ناسته چې ناروغ تکیه کړې وي او یا هم په ملاسته ياپروتي وکتل شي.کله کله ډاکټر صیبان دیوی ځانګړې موخې لپاره په ولاړه هم فشار ګوري.

۱۰: مټ باید پوره لوڅ وي.

۱۱: دفشار آلې لستوڼی باید نه سست اونه هم ډیر کلک وتړل شي.

۱۲: دناروغ لاس باید دزړه په سویه پورته او تکیه شي.

۱۳: فشار آله باید د څنګلې له کوتې دوه نیم سانتي متره پورته وتړل شي.

۱۴: په لاس کې باید شریانbrachial art) ) پیدا او غوږۍ ورباندې کیښودل شي.

۱۵: فشار آلې ته باید په ارامه هوا ورکړل شي او کله چې درګ اواز بند شي نو ۲۰-۱۰ درجو پورې نوره هوا ورکړل شي.

۱۶: د فشار آلې هوا باید بېرته په ارامه کمه شي ( دوه درجې په هره ثانیه کې).

۱۷: د رګ په سر لومړی اواز تاسو ته

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.