څه ډول د نورو پر وړاندې خپل درناوی وساتو

ژباړه: رحیم رحیمي

986

څه ډول د نورو پر وړاندې خپل درناوی وساتو؟

۱- د ډېرو خبرو کولو پر ځای، ډېر غوږ ونیسئ:
انسان چې څومره ډېرې خبرې وکړي په همغه اندازه تېروتنې کوي او له ستونزو سره مخ کېږي. نو هڅه وکړئ څو چې کولی شئ کمې خبرې وکړئ. چې په دې سره به ستاسې شاوخوا کسان ستاسې په خبرو لا ډېر باور وکړي.

۲- خپل رازونه مو وساتئ:
د خپلو شخصي معلوماتو ساتونکي اوسئ او له خپل ژوند څخه یو پرانیستئ کتاب مه جوړو‎ئ. دا د دې سبب کېږي چې د نورو تصورات ستاسې په اړه بدلون ومومي.

۳- خپلې لاسته راونې عادي او کمې مه ګڼئ:
کله چې تاسې بریا ترلاسه کوئ او وایئ چې خوش چانسه یم… نو دا دې سبب کېږي چې یو څه درنښت له لاسه ورکړئ. نورو ته درناوی ولرئ خو خپل غرور وساتئ. کله چې څوک ستاسې بریا ستايي نو ور سره تایید یې کړئ او له هغې څخه مننه وکړئ او ووایئ چې زحمت مې ایستلی.

۴- په چټکه او مودبانه توګه خپلې تېروتنې ومنئ:
هغه څوک چې په ښکاره ځان په حقه بولي، تل خپل درناوی له لاسه ورکوي او خلک یې د فریب ورکوونکي په نوم پېژني.

۵- ځان کم مه ګنئ:
هغه څوک چې ځان کم احساسوي د نورو په پرتله خپل درناوی له لاسه ورکوي او د ځینې شیانو له ویلو لکه: «کېدی شي غلط وي» ځان ساتي.

۶- له تکراري بښنې غوښتو څخه ځان وساتئ:
بښنه غوښتل ښه کار دی، خو له حد څخه ډېره بښنه مه غواړئ.

۷- خپل احساسات مو کنټرول کړئ:
هغه کسان چې له خپلو احساساتو سره تر حد وتلې لوبه کوي، خپل درناوی له لاسه ورکوي.

۸- تر ډېره تصمیمونه پخپله ونیسئ:
ستاسې د خپلو تصمیم نیولو په اړه له نورو څخه نظر غوښتل په دې دلالت کوي چې پر ځان حاکم نه یئ او دا د دې لامل کېږي چې تاسې ته په درنه سترګه ونه کتل شي.

۹- تل وخت او زمان ته ارزښت ورکړئ:
هغه څوک چې خپل وخت ضایع کوي، د نورو له خوا خپل درناوی له لاسه ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.