پر پرواز مالیه Departure Tax يانې څه؟
وړمه ورځ یو ملگري پېغام رالېږلی، چې د افغانستان سرپرست حکومت پر هوايي پروازونو سفر کوونکیو باندې مالیه وضع کړې، ما زر وپوښت په څه ډول؟ ویل يې، چې داخلي پروازونو کې به په میدان کې لس ډالر او خارجي پروازونو کې به ۲۰ ډالر تحویلوې! پوه شوم، چې پر پرواز یا تلنې مالیه/ټکس Departure Tax یادوي.
**********
پر پرواز مالیه یا Departure Tax او ولې اخیستل کېږي؟
په اصل کې پر پرواز مالیه په ډېری هېوادونو کې په ټکټ کې داخله وي، په نړۍ کې دا مالیه له صفر (یانې نهاخیستل کېږي) څخه شروع ان تر ۴۰ ډالرو پورې رسېږي، د دې مالیې عمومي هدف د نړیوال هوايي ډگر فیس یا Airport Improvement Fees دی، چې پههمدې موخه اخیستل کېږي، چې په راټولشویو پیسو به د نړیوال ډگر د لا پیاوړتیا او رغونې او لهپاره کار ترسره کېږي. په نړۍ کې تر ټولو لوړه د پرواز مالیه د انگلستان هېواد ده.
*********
د وطن د ترک مالیه او پر پرواز مالیه څه توپیر لري؟
دلته مو یو ټکي ته پام وي، چې د نړۍ اکثره هېوادونه، د کاناډا، امریکا، اسټرالیا، جرمني، هسپانیا، جرمني او نورو په گډون پر پرواز مالیه نهلري یانې Departure Tax نهشته، خو کله چې دا یاد هېوادونه ترک کوئ، یانې ترک پهدې مانا چې ته دې خپل موټر، د اوسېدو کور، او نوره ټوله شتمني پلورې او په یو بل هېواد کې استوگن کېږي، نو تاسې اړ یاست چې د هېواد د ترک مالیه ورکړئ چې دېته Exit Tax یا Expatriation Tax هم وايي، چې پر «پرواز مالیه» سره لږ توپیر لري، په ځينو هېوادونو کې د هېواد د ترک کولو فیس یا مالیه د وگړو د شتمنیو اندازه پورې اړه لري.
ایا پر پرواز مالیه په افغانستان کې نوې خبره ده؟
د افغانستان د ماليې وزارت پر خپله وېبپاڼه د عوایدو د لوی ریاست لهلوري یو طرزالعمل، چې غالباً په ۲۰۱۰ یا ۱۱ کې ترتیب شویدی، لیکي چې د افغانستان د ۲۰۰۹ز کال د عوایدو راټولولو قانون پر پرواز کومه مالیه نهلري، خو بیا هم لهدې وروسته به په کورنیو پروازونو ۵۰ افغانۍ او په خارجي پروازونو به ۵۰۰ افغانۍ مالیه وضع کېږي، چې د دې قانون لهمخې که اوس ۵۰ افغانۍ ډالر ته واوړي نو کابو نيم ډالر او که ۵۰۰ افغانۍ ډالرو ته واړوو، نو کابو ۵ ډالره کېږي.
**********
په نظامونو کې ټکس/مالیه د حکومت د اقتصاد د ملا تير جوړوي، موږ که غواړو چې پهخپلو پښو ودرېږو، نو مجبور یو، چې ټکس ورکړو، خو یو ټکي ته باید پام وکړو، چې وگړي ټکس یوازې او یوازې پهدې موخه ورکوي، چې په بدل کې ورته مناسب حکومتي خدمات عرضه شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.