لیکنښې د سم لوستلو او سم لیکلو لپاره مهمې دي

محموده تقوا

1,044

لنډیزلیکنښې د لیک هغه نه بېلېدونکې او اساسي برخهده چې یوازینۍ دنده یې په لوستلو کې اساني او ارتباط را منځته کول دي، خو بې ځایه کاریدل یې په ارتباط او د محتوا په تسلسل کې خلل  او دخل را منځته کوي، ځکه لیکنښې په متن کې د لوستلو د سهولت او فصاحت لپاره کارول کېږي چې لوستوکي په متن کې د محتوا د اړیکو او ارتباط په موخه ترې استفاده کوي، خو په اصل کې بې معنی علامې دي مګر انسانانو د قرارداد او توافق له مخې هغه ته یوه ټاکلې معنی ورکړې.

د لیکنښو کاریدل په متن کې د موقعیت په لحاظ د نړۍ په ټولو ژبو کې یو ډول نه دي بلکه په هر لیکدود کې یې کاریدل توپیر کوي، لکه څنګه چې د هرې ژبې د جملو سکښت یو له بل سره توپیر کوي.

ویل کېږي چې د انسانانو د اړیکو وسیله په لومړیو کې د لاس اشارې وې او د وخت په تېرېدو سره دغه نښې او اشارې پیچلې شوې او ځای یې الفاظو ونیولو، انسانانو د لاس اشارې او الفاظ په قراردادي توګه معنی داره کړل؛ یعنې هرې نښې ته یې په خپل منځ کې په قراردادي توګه یوه ټاکلې معنی وټاکله.

نن په هر ځای کې نښې او علامې شته دي، لکه: په سړکونو کې د لارښونې علامې، د موسیقي الفبا یا علامې، د ریاضي، فزیک، کیمیا، مثلثاتو او نورو علامې، د خطر علامې او داسې نور.

چې هره نښه یا علامه په خپل ذات هیڅ معنی نه لري ولې انسانانو هغو ته په قراردادي توګه یوه ټاکلې معنی ورکړې او هغه یې د لوستو یا پوهیدو وړ ګرځولې.

په دې لیکنه کې زما سیده هدف په متن کې لیکنښې دي؛ ځکه کله کله د متن له محتوا څخه د ناسمو لوستو له امله هر ډول معنی اخستل کېږي یا هم هیڅ مطلب نه ترې اخستل کېږي. لیکنښې د متن په سمو لوستو او د مطلوب هدف په تر لاسه کیدو کې مرسته کوي.

 آر ویيونه: لیکنښې، کامه، شارحه، سیمي کالن، لحن، آهنګ، خج، ابهام.

سریزهلومړی غواړم د لیکنښو په سمه او پر ځای کارونه خبره وکړم. « سمه او پر ځای کارونه» دوه جلا معناوې لري.

 «سمه» په دې معنی چې په متن کې لیکنښې د موقعیت له پلوه په هغه ځای کې چې اړتیا یې وي په داسې بڼه وکاروو چې هره لیکنښه اړوندې کلمې ته نږدې کیږدو او له لیکنښې وروسته بیا فاصله ورکړو نه له لیکنښې مخکې.

«پرځای» په دې معنی چې چیرته چې لیکنښې ته اړتیا وه باید هلته یې وکاروو، بې ځایه او پرته له اړتیا د لیکنښو کارونه د متن لوستل نه یوازې دا چې اسانه کوي یې نه بلکه لا یې سختوي چې د ابهام او تیروتنې سبب هم کېږي.

ډېر وخت د یوې ژبې ویونکي بله ژبه له هره پلوه له خپلې ژبې سره ورته بولي او ژبنیو تفاوتونو ته یې چندان پام نه کوي حتی د لیکنښو د کارولو په برخه کې هم؛ حال دا چې لیکنښې په هیڅ ژبه کې په عین ادرس نه کارول کېږي، لکه دا لاندې جملې:

پسر، دانشمند جوان را دید.

پسر دانشمند، جوان را دید.

که دغه دوې جملې له فارسي ژبې څخه پښتو ژبې ته را وژباړو او هڅه وکړو چې لیکنښې په دغه ډول چې په فارسي کې راغلې وکاروو ممکنه نه ده ځکه په لومړي سر کې که دغه جملې پښتو ته ژباړو د جملو سکښت او ترتیب یې بدلون کوي او بیا لیکنښې په هغه ټاکلو ځایونو کې چې  په فارسي کې راغلي نه راځي نو ویلی شو د لیکنښو کاریدل په هره ژبه کې توپیر کوي البته د موقعیت په حساب؛ نه د لیکنښو د نوعې او ډول په حساب، مثلا کامه د نړۍ په هره ژبه کې په نسبي شکلي توپیر همدا یوه علامه لري مګر ځای یا ادرس یې په یوه جمله کې د هرې ژبې لپاره یو نه دی.

په دې لیکنه کې د لیکنښو په اړه عمومي بحث شوی او تر څنګ یې د لیکنښو ډولونه او د کاریدو ځای یې په بیلګو کې واضح شوی.

اصلي موضوع: شفاهي خبرې تر لیکنې ډېر فصاحت لري. په دې معنی چې کله یو څوک خبرې کوي نو د ځان ژبې  یا ( body language) په کارولو، وضاحت ورکولو، مکس، سکون، سکوت، خج، لحن، فشار او آهنګ سره خپلو خبرو ته لا روښانتیا او ښه وضاحت ور په برخه کوي او د مخاطب د پوهولو او د خپل مطلب د رسولو پوره پوره چانس په لاس کې لري اما که عین هماغه خبرې د کاغذ پر مټ تر لوستونکي او خپل مخاطبه رسوي نو بیا لیکوال د دې چانس نه لري چې دا هر څه په خپله وکړي ځکه دا پاس هره وسیله د ویناوال د غیابت په صورت کې غایبه وي نو ویناوال چې په لیکوال بدلېږي باید د مخاطب د پوهولو لپاره له یوې بلې وسیلې کار واخلي څو ابهام، غلط فهمي او نورې تیروتنې د متن او لوستونکي تر منځ نه وي، چې هغه بله وسیله لیکنښې دي.

« لیکنښې: هغه نښې دي، چې په لیکنه کې د معنی د روښانولو، د نحوي اجزاوو د بېلولو، د متن، لغت یا تورو د سمو لوستلو او د احساساتو د څرګندولو لپاره  په کارېږي». (ذکي، ۱۳۹۸: نشانه ویب پاڼه)

ویل کېږي چې لیکنښې لومړی په یوناني او رومي لیکنو کې استفاده شوې ځکه د هغوی لیکنو له سمبول څخه د لیک خواته حرکت کړی نو تر هغې چې لیک یې د دې جوګه کیدو چې مخاطب ته خپل مطلب ورباندې سم او پوره ورسوي د توریو تر څنګ یې لیکنښو ته چې د غږونو برخه نه وې ځای ورکړ. له هغه وروسته لیکنښو ورو ورو په نورو ژبو کې هم ځان څرګند کړ او د اسلام په راتګ سره د لیکنښو ارزښت په شرقي ژبو کې لا لوړ شو ځکه قرانکریم په بې حرکته تورو لیکل شوی وو او د ګڼو عجمو لوستونکو لپاره یې پرته له حرکاتو او نښو لوستل ګران وو. د ۶ هـ پیړۍ په شاوخوا کې  د محمد بن ابي یزید او په شمس الدین او ابوالفضل سجاوندي مشهور له خوا قرانکریم ته نښې او علایم وټاکل شول.

د تکنالوژۍ په پرمختګ او د چاپ له ماشین سره یو ځای د لیکنښو په برخه کې نوې هڅې وشوې. بېلابېلې لیکنښې رامنځته شوې. د الدوس مانوټيوس په نوم یوه سړي د لیکنښو په معیاري کولو کې خورا ډېر زیار وویست.

وړاندې له دې چې د لیکنښو په ډول او د کارېدو په ځای یې خبرې وکړو؛ په دې به لنډې خبرې وکړو چې په شعر کې لیکنښو ته اړتیا شته کنه؟  ځکه په نثر کې دا خبره حل ده او ټول پوهېږي، چې کله دا خبره حل شوه بیا د لیکنښو د کارولو خبره ساده کېږي.

په شعر کې لیکنښو کارولو ته اړتیا شته؟

دا پوښتنه به د متن له تعریف څخه پیل کړم چې متن څه ته وايي.

«متن په لغت کې شا، د یو شي منځ ، لوړې ځمکې، د کتاب د ننه او د حاشیې مقابل لوري ته وایي»

( حقپال، ۱۳۹۸، ۲۶)

چې نثر او نظم دواړه په کې راځي. نو کله چې نثر او نظم دواړه د متن په محوطه کې راغلل پس لیکنښې د متن لپاره یوه حتمی اړتیا ده. لکه څومره چې لیکنښې د نثر لپاره په کار دي په هماغه اندازه د نظم لپاره هم په کار دي، ځکه لیکنښې د متن لوستل ساده کوي یا لوستونکی له هغه هدف سره جوخت ساتي چې د لیکوال مراد وي او که لیکنښې په نظم کې نه وي کارېدلې د نظم لوستل ستونزمن کېږي، یو خو ډېر لوستونکي په اسانۍ سره د نظم او شعر په معنی سم نه پوهیږي یا یې مات مات لولي او ډېری خو په دې اند دي چې د شعر یا نظم معنی د شاعر په ذهن کې ده نو هر لوستونکی له خپل فکر سره تړلې معنی ترې اخلي د دې پر ځای چې حد اقل د شاعر موخیزې معنی ته ځان ور لنډ کړي. د دې ستونزو اصلي علت دا دی چې یو خو شاعرانو په تیرو وختونو کې په لوی لاس نه غوښتل چې څوک یې د شعر معنی ته په اسانۍ ورننوځي خو اوسني ډېری شاعران په شعر او نظم کې د لیکنښو استعمال ته چندان پام نه کوي او لوسونکي په غیرقصدي توګه په ستونزه کې اچوي.

د دې لپاره په نظم کې لیکنښو ته توجه کمه ده چې ډېری قالبي یا فورم لرونکي شعرونه د هغه د خپل وزن، آهنګ او ټاکلي خج له امله ښه روان لوستل کېږي مګر لیکنښې ورته اړینې دي ځکه د لیکنښو په تعریف کې مو څو ټکي یاد کړل چې د نورو مسایلو تر څنګ د لیکنښو استعمال د احساساتو د څرګندولو لپاره هم کېږي نو شعر خو فوق العاده د احساساتو څرګندولو وسیله ده که لیکنښې په کې نه وي نو د ډول ډول احساساتو بیان او درک به یې د لوستونکي لپاره په لفافه کې نغښتی وي.

له فورم لرونکو شعرونو که را تیر شو ازاد شعرونه که بیا لیکنښې ونه لري لوستل به یې فوق العاده سخت او له غلطیو ډک وي ځکه ازاد شعرونه د فورم لرونکو شعرونو په څیر منظم وزن، آهنګ او ویشلی خج نه لري نو په کار ده چې لیکنښې ښې منظمې په کې وکارول شي.

((په سندرو یم مینه

د نغمو یم لېونۍ

په یو چا مې زړه بایللی

غږوي ښکلې شپېلۍ

یو تاویز ورباندې وکړه

چې ما ګل کړي د پګړۍ

د بر کلي صایب زاده دی

یو یې آس یوه شړۍ)) (لیوال، ۱۳۸۹: ۹)

په پاس شعر کې شاعر د بل چا د خولې خبره په ډېره امانتدارۍ سره په لیندیو کې راوړې، که دا کار یې نه وی کړی د شاعر او بل کس د الفاظو توپیر به ګران شوی وو.

٬٬ زما سترګې لوی کتاب دی

ډک د عشــق له شور او شره

راتــــــه ګوره چې څه وایـــم

لیونیـــــــــه مــــــــساپـــره! ٬٬ (لیوال، ۱۳۸۹: ۶۵۸)

په دې شعر کې د بل چا د وینا تر څنګ چې په کوتیشن نښه کې لیکل شوې یوه ندایه هم کارېدلې ده چې مسافر ته یې خطاب کړی، سره له دې چې هلته یوه ګرده (هـ) هم د همدې موخې لپاره کارېدلې ولې که د نامه په پای کې ندایه راغلې وي هغې (ه)  ته هم اړتیا نشته.

ټکي (.):  دا نښه په متن کې د پوره او بشپړې دمې، د خبرې د تمامیدو  یا د جملې د تمامیدو نښه ده، چې د خبري او امري بشپړو جملو په پای کې را ځي.

ټکی له دې سربېره په لاندې برخو کې استعمالیږي:

  • د ساده او مرکبو جملو په پای کې:

درخانۍ پوهنتون ته لاړه.

چې زه راغلم هغه تللې وه.

  • په ماخذونو کې د کتاب پیژندنې د معلوماتو په پای کې:

سحر، علم ګل، ۱۳۹۱، زه یم تږی ته اوبه یې، کابل: مصور خپرندویه بسټ.

  • له مخففاتو یا له هغه اختصاري توریو وروسته چې د اشخاصو، مشهورو ځایونو، سازمانونو او داسې نورو  د نامه څرګندويي کوي:

م.ع. سادات (د محمد علي په ځای)

م.م. (ملګري ملتونه)

کامه(،): «دا نښه ډېر وخت د یوې لنډې دمې لپاره کارېږي چې له ټکي څخه کمه وي، یا هم د ټکي نیمايي دمه. په یوه جمله کې که سړی وغواړي لږ ځنډ وکړي نو دغه نښه راوړل کېږي، مګر ډېری وخت د کلمو او نیمګړو خبرو تر منځ د عطف لپاره هم راځي» (تمیم، یاران ویب پاڼه)

کامې ته تړونی هم وايي ځکه چې د کلمو او جملو تر منځ تړون را منځته کوي لکه د ځنځیر د دانو سره تړل او یو په بل کې اچول. په حقیقت کې دغه نښه لومړی د وینا د توکیو په منځ کې مناسبه او د اړتیا وړ فاصله رامنځته کوي او بیا یې بیرته اړیکه سره پیدا کوي او ژبني عناصر یې سره تړي.

 ډېر وخت د نومونو تر منځ د فاصلې په موخه هم کارېږي چې د فاصلې تر څنګ یوه لنډه دمه هم را منځته کوي.

د افغانستان مشهور ښارونه عبارت دي له: کابل، کندهار، ننګرهار، مزار او هرات.

یا:

کامه ډېر وخت د کلمو او لغتونو د جلا کولو یا هم د مفاهیمو د نه ګډېدلو لپاره هم استعمالېږي:

هغه ځوانې ډاکترې، نجلۍ معاینه کوله.

هغه ځوانې ډاکترې نجلۍ، معاینه کوله.

دلته د کامې د ځای په بدلیدو سره له یوې جملې دوه مفهومه اخستی شو.

کامه په ماخذونو کې د کتاب پېژندنې د معلوماتو په منځ کې هم استعمالیږي لکه:

سحر، علم ګل، ۱۳۹۱، زه یم تږی ته اوبه یې، کابل: مصور خپرندویه بسټ.

یا هم لکه د ښاغلي جهاني په دغه لاندې شعر کې:

د زماني له بدو سترګو لرې.

کله کیسې، کله ګیلې، کله قولونه کوو.

(جهاني، ۱۳۸۵: ۴۶)

ممکن له کامې پرته به هم دغه شعر لوستل شوی وای اما دومره موسیقي چې د کامې د مکس له امله په دغه شعر کې را منځته کېدای شي پرته له کامې به ممکنه نه وي.

شارحه(:):

دې نښې ته شارحه یا څرګندونۍ وايي او د هغه جملو او کلمو په پای کې لیکل کېږي چې شرحه او تفصیل ولري او د «ځکه»، «له دې کبله» په معنی ده.

په اصل کې د یوې کلمې یا یوې جملې د سپړنې او څارنې علامه ده؛ یعنې د هغو کلمو او جملو په پای کې لیکل کېږي، چې وروسته ور پسې شرحه او سپړنه راځي.

 او معمولا د فرعي سرلیکونو په پای کې لیکل کېږي یا هم د یوې موضوع د نامه تر څنګ لیکل کېږي ځکه چې هغه سرلیک او نوم شرحې ته اړتیا لري او یا د خبرونو په سرټکو کې د نقل قول په موخه له نقل قول وړاندې لیکل کېږي، لکه:

ملګري ملتونه: په افغانستان کې باید شوي جنګي جرمونه د نړیوالو جرایمو د محکمې له خوا وڅېړل شي.

دلته شارحه په دې معنی ده چې ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې باید شوي جنګي جرمونه د نړیوالو جرایمو د محکمې له خوا وڅیړل شي.

یا هم که په یوه ځای کې د افغانستان په اړه معلومات راغلي وي او افغانستان عمومي سرلیک وي خو د افغانستان د اوبو، غرونو، معادنو او ولایتونو په اړه معلومات په کې راغلي وي نو د هر فرعي سرلیک په پای کې هم شارحه راځي ځکه چې هغه بیا شرحه لري لکه:

کابل: کابل ولایت د افغانستان پلازمینه ده. او یو له مرکزي ولایتونو څخه دی.

په جمله کې ( او، کامه) یو ځای نه سره کارېږي.

سیمي کالن یا ځنډ نښه(؛): چپه پېښ د زیاتې وقفې لپاره په کارېږي، مګر د کلمو تر منځ نه راځي، بلکه د هغو مرکبو جملو او فقرو په منځ کې راوړل کېږي چې په معنی  او د هدف په پوره کیدو کې یو له بل سره تړلې وي یا هم د شرطیه جملو تر منځ، لکه:
که ته ښه زیار وباسې؛ نو بریالی به شې.

په دې معنی چې سیمي کالن د هغو جملو ترمنځ راځي چې له ګرامري اړخه بشپړې وي خو په معنایي لحاظ یو بل ته اړتیا ولري.

او د هغه نا بشپړو جملو په پای کې چې له دا ډول عبارتونو وروسته راځي: «په لاندې توګه»، «په لاندې ډول»، «عبارت دي له»

له کرونا څخه د خوندیتوب په موخه باید لاندې موارد په پام کې ونیسو:

یو له بله یو متر واټن لرل؛

ماسک او دستکش کارول؛

له سي ویټامین څخه استفاده؛

یا هم د متن په منځ کې، لکه:

باد را الوتی؛ خو ستا له تورو زلفو سره لوبې نه کوي، (لیوال، ۱۳۸۹: ۱)

دې نښې ته ځنډ نښه هم وايي ځکه نه دمه ده نه پوره وقفه بلکه یو منطقي ځنډ دی چې یو ژبنی عنصر له بل سره وروسته له هغه ځنډه تړي چې اړتیا یې شي، لکه: که د پاکۍ خیال ونه ساتې؛ نو هرو مرو به ناروغه شې. د لومړۍ فقرې په پای کې دغه نښه وکاریده او یو منطقي ځنډ یې را منځته کړ، صرف دومره ځنډ چې دویمه فقره ځان ورته را ورسوي څو یوه پوره جمله را منځته شي او د دواړو په منځ کې د ځنډ تر څنګ یو توصل هم را منځته شي.

ستوری(*): یو ستوری په متن کې، لکه د شمیرې په شان دنده تر سره کوي، که په متن کې لیکوال داسې کلمه واردوي چې باید وضاحت ورکړي مګر هغه یې ځای نه وي ځکه د خبرو یې یا تسلسل خرابېږي یا یې خبره اوږدېږي له همدې کبله له هغه کلمې سره یا یو ستوری ږدي یا شمېره ورکوي او وروسته په لمن لیک کې هغه کلمه شرح کوي، خو یو ستوری په هغه صورت کې ږدي چې په متن کې د شرحې او تفسیر وړ کلمات ډېر کم راغلي وي مګر که زیات لغتونه شرحې ته اړتیا لري په هغه صورت کې شمېره ورسره ږدي.

اوس دنیا بل ډول ده

اوس هغه تیره دنیا نه ده وروره

اوس دنیا بل ډول ده

اوس د یوه غوایي په ښکر باندې ولاړه نه ده

د علم مټ باندې ولاړه ده اوس

او اوس یوازې سلیمان نه دی(*)

اوس په ځمکه کې نور خلک هم اوسیږي.

شاعر یا لیکوال په ستوري باندې نښه شوې کلمه په لمن لیک کې داسې شرحه کوي:

(*) په سلیمانخیلو کې داسې متل دی وايي ( پاس آسمان، لاندې سلیمان) دوی فکر کوي یا یې ځینې اوس هم دا فکر کوي چې په نړۍ کې یوازې دوی دي او ټر ټولو زورور دي.

(سحر، ۱۳۹۱: ۱۲۵)

یو ستوری حتی په شعر کې هغه وخت استفاده کېږي چې یو شاعر د بل شاعر کوم بیت میت په اریت سره راوړی وي؛ نو په شعر کې له هغه بیت سره یو ستوری ږدي او په لمن لیک کې یاددښت وړاندې کوي چې دا بیت د فلاني شاعر دی.

له پاس مواردو سربېره یو ستوری لاندې نور موارد هم لري:

ژبپوهان یو ستوری له هغه جملو سره ږدي چې په ګرامري لحاظ مشکل لري.

لکه د دستار نامې په متن کې د لومړي حمد شریف وروستی مسره.

مایم خاک پای کف هر دوزاده*.

چې په اصل کې «خاک کف پای هر دوازده» یې سم ترکیب دی.

درې ستوري (***): چيرته چې د يوې مقالې یا یوې لیکنې يوه برخه تمامه شي او بله برخه شروع کيږي؛ نو د دواړو بر خو تر منځ دغه نښه يعنې درې ستوري ليکل کېږي چې يوه برخه له بلې نه بېله شي.

د منظومو او یا ازادو شعرونو د موضوعاتو د بېلېدو تر منځ هم استعمالېږي اما ځینې کسان یې د ستایل یا د ډیزاین لپاره هم کاروي چې هلته د لیکنښو حساب نه شو پرې کولی.

باد

خوځوي تار په تار

زلفې د ښکلې نجلۍ

د سترګو شنه اسمان کې

د جنت رنګ لري

دغه زموږ کلي ته

بیګا راغلې نجلۍ

***

یو شین کتاب یې څنګ ته

وای:

«پیغمبره یمه»

د عشق سندرې لرې

شونډو کې غلې نجلۍ

***

(لیوال، ۱۳۸۹: ۱۱۷)

ګڼه یا شمېره (۱، ۲، ۳): که په متن کې لیکوال داسې کلمه واروي چې باید وضاحت ورکړي مګر هغه یې ځای نه وي ځکه د خبرو یې یا تسلسل خرابېږي یا یې خبره اوږدېږي له همدې کبله  هغه کلمې ته شمېره ورکوي او وروسته په لمن لیک کې هغه کلمه له خپلې ټاکلې شمېرې سره شرح کوي، البته که په متن کې زیات لغتونه او موضوعات شرحې ته اړتیا لري په هغه صورت کې شمېره ورسره ږدي کنه یو ستوری ورسره ږدي.

لکه: «دابیت په فراقنامه (۱) کښې وارد شوی دی»

«چې یوه موجزه مختصره رساله پښتو کړم انشاء(۲)»

او بیا یې په لمن لیک کې په ترتیب سره چې لیکوال هر څومره شمیرې په یوه مخ کې ایښې وي داسې شرحه کوي:

(۱) په چاپي نسخه کې «فقرانامه» راغلې ده.

(۲) د اکېډمۍ په قلمي نسخه کې «پښتو انشاء کړم» جمله راغلې ده.

له دې علاوه شمېره نن سبا د سملاسي متني ماخذ ښودنې لپاره هم د لنډون په موخه استفاده کېږي، لکه: (۵: ۲۵) یعنې د ماخذونو په عمومي لست کې د پنځم ماخذ ۲۵ پاڼه.

د کتابونو په فهرست یا لړلیک کې اوس عمومي څپرکو یا موضوعاتو ته شمېره ورکول کېږي او وروسته فرعي او فرع فرعي ته هم په ترتیب د څپرکي شمېره ورکول کېږي، لکه:

۱ـ اشتقاق او ترکیب

۱-۱ د کلماتو په اشتقاق کې ځینې قاعدې.

۲-۱ ….

۱-۲-۱ د پښتو کلماتو جوړونه

دلته لومړی عمومي سرلیک دی چې یوه شمېره ورکړل شوې دوه نور فرعي او وروستی فرع فرعي سرلیک دی اما پخوا وختونو کې به عمومي ته اول مبحث، فرعي ته اول یا دویم اصل او فرع فرعي ته به یې اول یا دویم جز ویلو.

ندایه( ! ): دا نښه د خطاب، غږ یا ندا،  تعجب، تحسين او افسوس لپاره کارول کېږي.

«مګر په اصل کې د خبر دارۍ او تنبیه نښه ده او په دې وجه د مخاطب امر په اخر کې هم راځي، لکه: وروڼو ملا وتړئ! د هېواد ناموس وساتئ!» (حیا، ۱۳۹۹: کاروان ویب پاڼه)

د غږ پر مهال هغه ښځینه نومونه چې په زور ختم شوي وي په اوږده (ې) اوړي او نرینه نومونو ته ځینې کسان په پای کې زور ور کوي اما که زور ورسره ونه لیکل شي هم ستونزه نه شته.

زرمینې!

احمده!

دلته په زرمینه  او احمد باندې غږ یا ندا شوې.

پام کوه!

مه را نږدې کېږئ!

دلته د مرګ خطر دی!

په دا پاس دریو جملو کې مخاطب ته د پاملرنې یا توجه په موخه خطاب شوی.

زویه افرین!

افرین!

ډېر ښه!

دلته د تحسین په موخه د ندایې نښه کارېدلې ده.

خدایه! سوله، نور جنګ بس دی!

درېغه چې مرګی نه وای!

دلته د افسول په موخه کارېدلې.

په معاصرو لیکنو کې خصوصا په ټولنیزو پاڼو کې سوالیه او ندایه یو ځای راغلي وي ډېرو لیکوالو کله یې چې په لیکنښو څه لیکلي دا یې رد کړي دي خو اوس د ندایې او سوالیې یو ځای لیکل ډېر عام شوي، ماته خپله ډېر غیر منطقي نه برښي ځکه دواړه د داسې جملو په پای کې یو ځای راغلي وي چې هم د پوښتنې مطلب ترې اخستی شو هم د تعجب، ندا او تنبه؛ نو که دواړوه ونه کار و پس د دې ډول جملو په پای کې باید کومه نښه کیږدو؟ ځکه د جملو په ډولونو کې یواځینی ټاکونکی شی چې د جملې نوعیت ښيي او هغه ته خاص آهنګ ټاکي هغه نښه ده.

دغه جمله چې هم پوښتنه ده هم تعجب او تنبه، په کار ده دواړه علامې یا نښې ورکړل شي ځکه که دواړه نښې ور نه کړو هغه هدف چې له دغه جملې څخه د لیکونکي مراد دی نه تر لاسه کېږي.

لکه: د خدای لپاره دا څه حال دی ؟!

د هغو کسانو به څه پېژندګلوي وي چې نوم مستعار او په مخونو یې نقاب وي؟!

نن سبا د څو ندایو استعمال هم ډېر دود شوی (!!!) کله چې په خبره یا جمله کې د یوې ندایې له سویې او حوصلې پورته تنبه، تعجب او حیرت ته اړتیا وي؛ نو د یوې پر ځای څو دانې هم کارول کېږي اما ډېر وخت یې ځینې کسان په لیکنو کې د ستایل لپاره کاروي؛ خو د څو ندایو کارول ډېر په هنري او داستاني نثرونو، نظمونو او ازادو شعرونو کې دود دي، لکه:

سترګې دې، دې خواته راواړوه لږ

لاره تیاره ده،

چې تیندک ونه خورم،

ونه لویږم!!! (سحر، ۱۳۹۱: ۱۳۳)

خو ته! ډېره سړه، ډېره بې پروا، ووایې!

٬٬ یوازې خیال او تصور !!!٬٬ (لېوال، ۱۳۸۹: ۴)

پوښتن نښه (؟): دا نښه د پوښتنیزې جملې په پای کې لیکل کېږي او بیرته یوه ځوابي جمله د هغه انتظار باسي.

لکه احمد چیرته لاړو؟

ښونځي ته.

او یا هم له ځان او نا معین مخاطب څخه د حیرت او تعجب پر مهال پوښتنه کې کارول کېږي ولې موخه یې دا نه وي چې کوم ځواب تر لاسه کړي.

لکه:

دا ژوند به تر کله داسې روان وي؟

خدایه! څه وکړم نور؟

که چېرې په جمله کې چېرته چې اړتیا وي دغه نښه ونه لیکل شي د لوستلو په تون کې یې توپير راځي او هغه ډول چې باید ولوستل شي نه لوستل کېږي؛ نو کله چې سمه ونه لوستل شوه سمه او موخیزه معنی نه ترې اخستل کېږي.

ځکه «تون د جملې د آواز د لوړېدو او ټيټېدو یوو ډول جامه ده، لکه خج چې د جملې په جوړښت کې حتمي دی تون هم یو له مهمو توکونو څخه دی» (محبوب شاه، ۱۳۹۶، ۳۹)

چې تون بیا په څو ډوله دی لکه پوښتني تون.

سبا اختر دی؟

خبري تون، لکه: احمد راغی.

او ګماني تون، لکه: احمد راغی!

چې په وروستۍ بېلګه کې یې جمله ټيټه پیلېږي او جګه ختمېږي؛ نو که په لیکلو کې یې لیکنښې ونه لیکل شي لوستل کېږي هم سم نه، د تون په څېر لحن او آهنګ هم عین شکل د لیکنښو په استعمال پورې اړه لري چې د جملې موسیقي برابره کړي.

قلاب، لوی یا ولاړ قوس [ ] دا نښه هلته په لاندې مواردو کې کارېږي:

کله چې په يوه معترضه جمله کښې بله معترضه جمله يا کلمه راشي نو دغه د واړه جملي داسې ليکي. که رښتيا ووايم [خدای پاک مي دې غاړه نه نيسې ] دا سړی ډير بد سړی دی.

کله چې مصحح د زړو متونو د تصحح پر مهال ګمان کوي چې په متن کې کوم څه حذف شوي دي؛ نو هغه د قلاب په منځ کې راوړي.

«لوی یا ولاړ قوس د بل چا په خبره یا مطلب کې  د یوه مطلب  یا یوې توضېح د اضافه کولو لپاره په کارېږي، توضېح ممکن یوه کلمه، عبارت یا یوه جمله  یا هم تر دې ډېر څه وي؛ لکه: تاسې  [ تاسې روڼ اندي او د قلم خاوندان] د دې وطن ویاړ او عزت یاست» ( احمدي، ۱۳۸۶: ۱۵۵)

«په خطي نسخو کې لوی قوس د تصحح وړ کلماتو او مطالبو د اضافه کولو لپاره کاریدلو؛ که کوم څه ته وغواړو توضېح ور کړو نو هغه په قوس کې لیکو څو یې له اصلاح شویو مطالبو څخه توپیر وشي» (بدیعي و قندي، ۱۳۸۲: ۱۶۰)

لیندۍ، هلال، پرانتز یا کوچنی قوس(): په پښتو کېدې نښې ته ليندۍ  وایي. دا نښه د خاصو نومونو، د توجه وړ شیانو او په منځ کې رالویدلو جملو د ښودلو لپاره لیکل کېږي، چې ډېر وخت د قوس د منځ جملو په خذفولو سره اصلې جملې ته کوم معنایي او تخنیکي زیان نه ور اوړي او هغه څه چې په لیندۍ کې راغلي وي له هغه الفاظو سره چې له لیدنۍ بیرون وي معادله وي او په اصل کې د یا او یعنې په معنی ده، لکه:

حامد کرزی ( د افغانستان پخوانی ولسشمر) پرون کندهار ته ولاړ.

په پاڼه کې د لنډ ماخذ ښودلو لپاره هم استعمالیږي، لکه: ( ۵:۱۶)

د هغه اصطلاحاتو د لنډون لپاره  چې د پیغمبرانو، اصحابو او د الله پاک له نامه وروسته راځي، لکه:

محمد (ص)،  الله (ج)…

دوه قوسونه (()): کله چې يو عبارت له کوم کتاب څخه رانقلوو يا کومه مقوله را وړو نو په دغو کرښو کې لیکل کېږي لکه……….زموږ ﻻرښونکي ويلی دي (( د وطن مينه د ايمان برخه ده ))

د دوو منحني لیندیو په ځای کله کله دغه نښه هم په همدې موخه کارېږي («»).

یا «ددې نښې په منځ کې د بل چا خبره، نظریه، د یوکتاب عبارت او یا د زیاتې توجه وړ نا آشنا کلمه راوړل کېږي، لکه: سید جمال الدین افغان وایي: (( هر پرهیزګار عالم چې د شریعت په باره کې فکر وکړي، نو دا به ورته معلومه شي، چې د ژوندانه پوهنې اوعلمونه له دین سره هېڅ مخالفت نه لري)). په دې ورځو کې د (( مود)) او (( متود )) کلمې ډېرې ګرادنېږي.» ( حیا، ۱۳۹۹: کاروان ویب پاڼه)

ګیومه یا د نقل قول نښه، کوتیشن: («»/ ٬٬ ،،): په لاندې برخو کې د استعمال وړ ده:

کله چې کومه کلمه یا لغت ډېر نه وي عام شوی یا نوی وي نو د توجه په موخه په ګیومه کې نیول کېږي، لکه:

په دې وروستیو کې دا پدیده «ښکارنده» ډېره عامه شوې.

په نقل قول کې، لکه: ملګري ملتونه وايي: کوم بشري جنایتونه چې په افغانستان کې شوي د بښنې وړ نه دي.

د نقل قول لپاره دغه درې نښې معمول دي او ډېرې استعمالیږي (٬٬ ٫٫)، (« »)، (( )) خو لومړی شکل یې ډېر په انګلیسي لیکنو کې تر سترګو کېږي اما بهتره ده چې هماغه لومړی شکل وکارول شي ځکه نسبت دوه نورو نښو ته معمول او رایج دی.

د تکرار علامه (//): دغه نښه په متن کې د هغه کلمو یا لغتونو په ځای لیکل کېږي چې په متن کې ډېره ښکاره او ډېره کارېدلې وي نو کله چې یو ځل ذکر شي په وروسته پاڼو او سطرونو کې یې په ځای دغه نښه لیکل کېږي تر ډېره دغه نښه داسې دنده تر سره کوي لکه ضمیر چې د نامه له تکرار څخه مخنیوی کوي دا نښه هم د مشخصې کلمې له تکرار څخه مخنیوی کوي، لکه لاندې بېلګه:

پوهنیار احمد ستومان کابل

//   صمیم اکبري //

سلش یا ممیزه (/): دغه نښه په لاندې برخو کې استعمالیږي:

د هغه کلمو تر منځ چې د وخت په تېرېدو سره یې بدلون کړی وي یا یې توري یو په بل اوښتي وي، لکه:   پختون/ پښتون…

د کال، میاشتې او نیټې د بیلولو لپاره، لکه: ۱۵/۵/۱۳۹۹

منفي خط  یا کش(-): «دې نښې ته کش یا بیلنۍ وايي او د یوې جملې د بېلونې لپاره کارول کېږي، په ځانګړي ډول په سوال او ځواب کې د هرې جملې په سر کې راځي  لیکونکی او اورېدونکی له ( تا وویل) او ما (وویل) له تکرار څخه ژغوري» (تمیم، یاران ویب پاڼه)

 مثلآ:
ـ دلته څه کوې؟
ـ ملګري ته مې په طمع یم.
ـ څه یې کوې؟
ـ غواړم لوبې ورسره وکړم.
دا نښه کله ـ کله د دوو کلمو په منځ کې چې په تکراري ډول راغلې وي هم راځي.
لکه: په منډه – منډه، جلا ـ جلا ، افسوس ـ افسوس، زر – زر.

اوس دغه نښه  ډېره د کیسو د کرکترونو د خبرو اترو په سر کې هم راځي.

او د ازادو شعرونو په خبرو اترو کې هم د استعمال وړ ده، لکه:

مګر د خپل کاله د زرو او لالونو هغه کان د څه کړ؟

  • ټول مې بچو ته پرېښود.

خدای مه کړه وږي نه شي.

هسې هم زه ترینه خبره نه وم.

چې هغو ټول وپلوره.

  • مګر بچي خو د اوس هم وږي دي؟!
  • هغوی ښیرا ووهل.
  • د چا؟
  • د خپلو هغو وروڼو.

چې یې د دوی د نیکمرغۍ لپاره

په دعاګانو کې ړندې شوې سترګې.

خو دوی ونه پوهیدل.

ځکه دعاوې په ښیرو واوښتې.

(لیوال، ۱۳۸۹: ۳۶ )

خط کش له لیندۍ سره تقریبا مشابه استعمال لري او له پاس مواردو سربېره دا نښه په لاند برخو کې هم کارېږي:

د توضېحي مواردو لپاره په کې اضافي توضېح  لیکل کېږي چې له لیندۍ بیرون مطالبو څخه یې اهمیت کم وي

سمندر- چې مخکې مې یې په اړه درته ویلي ووـ له ماسترۍ فارغ شو.

هغه ښځه مړه شوه – پرون مې یې چې په اړه درته ویلي وو.

 هغه زما همکاران نامزاد شول – چې درته ویلي مې وو.

د مرکبو کلمو د برخو د جلا کولو لپاره هم په کارېږي، لکه:

سیاسي – فرهنګي، فکري – عقیدتي.

د هغه جملو تر منځ چې «له»، «تر» په کې هدف وي، لکه:

د کابل – کندهار لویه لار تر ترمیم لاندې ده.

د فاصلې خط یا علامه د جملې یا معترضه عبارت د جدا کولو او په سرلیک کې زیاتره د یوې مرکبي دوه جز‌‌ئي کلمې د اجزاوو د پیوند لپاره په کار وړل کېږي.

د لنډ او اوږدده دش د استعمال تر منځ باید یو څه دقت وکړو چې لنډ او اوږد دش چېرته وکاروو.

چې  «هایفن لنډ دشونه دي چې دوې کلمې سره وصلوي لکه: «Long- Time»، او En  دشونه لږ ترې اوږده دي لکه: (ــ).» ( وحدت، ۱۳۷۹: ۸۴)

درې ټکي (…): څو ټکي یا درې ټکي څنگ په څنګ ايښودل د خبرو د قطع کولو او د ځينو کلمو دنه ليکلو علامه ده یعنې هغه څه چې لیکوال یې یا د وخط د سپما لپاره یا هم د رمز او نه ښودلو په موخه نه لیکي لکه: د افغانستان د خلکو تر ټولو غټ دښمن … دی.

 یا: په نننۍ غونډه کې دغه لاندې کسانو راسره ګډون کړی وو:

احمد، محمود، مدثر، دعا، خالد، ذبیح الله، ابوبکر، مصور، عبادالله…

نن یوه ملي سوداګر د خپلې سیمې بیوزله کورنیو ته د خوراکي موادو بستې وویشلې چې په کې وریجې، غنم، لوبیا، غوړ …او داسې نور لومړني خوراکي توکي شامل وو.

ډېر وخت د حذف لپاره یا د درېیو ټکو پر ځای یو اوږد پروت خط هم استفاده کېږي.

( = ) مساوي یا دوه غبرګ کشونهدې نښې ته ( سم سمۍ ) هم وایي. دا نښه د دوو نومونو او خبرو د برابرۍ او انډول ښودلو لپاره راځي، لکه: 2+2=4

پایله:

د دې لیکنې په پای کې دې نتیجې ته رسېږو چې لیکنښې د لیک هغه نه بېلېدونکې او اساسي برخه ده؛ چې یوازینۍ دنده یې په لوستلو کې اساني او ارتباط را منځته کول دي، په حقیقت کې هره لیکنښه د هغو بدني او سایزو حرکاتو مجموعه ده چې انسان یې د شفاهي خبرو اترو پر مهال کاروي او هڅه کوي چې خپل مخاطب ته خپل هدف، احساس، د احساس څرنګوالی، فکر، علاقه، دقت، بې توجهي، د عمل نوعیت حتی د خبرو جریان او وخت ولېږدوي او خپل مخاطب په خپله ټوله موخه هسې وپوهوي چې زړه یې غواړي، لکه خج، ربط، عطف، بیلتون، پیوستون، سوال، خبر، تعجب، تنبه، د لاس، سر او سترګو، مخ، او خولې حرکات او داسې نور.

 مګر کله چې ویناوال په لیکوال او اوریدونکی په لوستونکي اوړي؛ نو دا هره حاضره وسیله په غایبه وسیله چې عبارت له لیکنښو څخه دي اوړي او په متن کې د لیکنښو په منظم او دقیق استعمال سره لوستونکی له دوو او متناقضو نظریاتو، ابهام، ناسمو لوستلو او غلط فهمۍ څخه ژغول کېږي او د لیکوال هدف په خپله اصلي معنی تر لاسه کوي.

هر لیکوال ته په کار ده چې په متن کې د لیکنښو استعمال ته خورا ډېر دقت وکړي او دا به یې له لوستونکي سره نه بلکه له خپل ځان او خپل اثر سره مرسته کړې وي.

ډېر کسان د خبرو پر مهال له بدني ژبې څخه ډېر کار اخلي او په عین ضمن کې ډېر ښه او فصیح تقریر هم کوي مګر که همغه کس ته محدوده وضع شي چې نور باید د خبرو پر مهال  لاس، مخ، سر او سترګې ونه ښوروي او نه هم د ښه یا بد احساس کومه څرګندونه وکړي، نو په دې صورت کې هغه کس بالکل خبرې نه شي کولی سره له دې چې ژبه او خوله به یې نه وي تړلي او په اختیار کې به یې وي.

پرته له لیکنښو متن یا لیک به عین حالت ولري چې توري به لري، املا او انشاء به یې پرځای وي خو نور به ګونګ وي.

ماخذونه:

۱- احمدي، جاویده. ۱۳۸۶، ویرستاري پیام مطبوعات، کابل: بنیاد انتشارات پرنیان.

۲- بدیعي، نعیم، قندي و حسن. روزنامه نګاري نوین، تهران: دانشګاه علامه طباطبایي، چاپ سوم ۱۳۸۲.

۳- تمیم، ګلستان. څو لیک نښې؛ دلته یې زده کړئ، یاران ویب پاڼه.

۴- جهاني، عبدالباري. ۱۳۸۵، پایکوب، کوټه: یونایټید پریس.

۵ـ حقپال، محمدآجان. ۱۳۹۸، لرغوني متون، کابل: د کابل پوهنتون مطبعه.

۶- حیا، عادله. ۱۳۹۹، پښتو ادبیاتو کې لیک نښې چېرته وکاروو؟، ویاند ویب پاڼه.

۷- ذکي، نېک محمد. ۱۳۹۸، په شعر کې لیکنښې وکاروو؟neshananews.com/Pashto.

۸- سحر، علم ګل. ۱۳۹۱، زه یم تږی ته اوبه یې، کابل: مصور خپرندویه بسټ.

۹- سمايي، سید مهدي. کاربرد نشانه ها در خط فارسي، مرکز اطلاعات و مدارک علمي ایران: علوم اطلاع رساني، دوره ۱۹، شماره ۱ و ۲.

۱۰- لیوال، عبدالغفور. ۱۳۸۹، ته زما ټوله شاعري یې!، کابل: افغان مسلکي چاپخانه.

۱۱- محبوب شاه، محبوب. ۱۳۳۹۶، پښتو ژبدود، جلال آباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۱۲- وحدت، عبدالسمیع. ۱۳۹۷، د سمونې لارښود، کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.