هغه وويل: «زما هدف په لوېديځ کې د ختيځ په هکله بندیزونو ته ليوالتيا او د هغوی تهاجمي هڅو څخه دی، تر څو نور ملکونه هم دې ته اړ کړي چې خپل دغه ډول چلند ته تشویق شي، تر څو ېې حاکميت سلب او ځان ېې پرې مسلط کړی وي.»
لوېديځو هیوادونو په ۲۰۱۴م کال کې وروسته له هغې هم پر روسيې باندې د بندیزونو لړۍ وضع کړه کله چې روسېې د کریميا نيمه ټاپو د خپلې خاورې برخه وګرځوله. له دې کبله چې روسېې د روان کال په فبرورۍ کې پر اوکراين پوځي يرغل وکړ، لوېديځ پر روسيې تر مخکنيو بندیزونو لا د پام وړ ډير بندیزونه لګولي دي.
پوتين: روسېې هيڅ له لاسه نه دي ورکړي
روسېې د خپل پوځي يرغل له پيل راهيسې د اوکراین په ختيځ او سويل کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي، په داسې حال کې چې اوکراین بیا وايي د هغوی پر ضد ېې حملې پيل کړي دي.
مسکو په فبروري میاشت کې اوکراین ته خپل په لسونو زره ځواکونه داخل کړل او خپل دغه پوځي يرغل ته يې د «ځانګړي عملیات» نوم ورکړی دی.
پوتين د چهارشنبې په ورځ وويل چې روسېې پر اوکراين د خپل پوځي کمپاین د نتيجې په توګه تر اوسه هيڅ شی له لاسه ورکړی نه دی. له دغه اقدام څخه د روسېې هدف د خپل سويلي ګاونډي د پوځي ځواکمنتيا ځپل او د هغو افرادو د جرړلو ايستل دي چې روسېه ېې خطرناک عوامپالان بولي.
پوتین چې د روسېې په ولادي واستوک ښار کې یوه اقتصادي فوروم ته وينا کوله، وويل چې د روسېې دغه ټول اقدامات د دغه هیواد د حاکمیت د تقوېې او هغو«خلکو سره د مرستې» په خاطر دي چې د اوکراین په ختيځه سیمه دونباس کې ژوند کوي.پوتين وويل: «موږ هيڅ شی له لاسه نه دي ورکړي او هيڅ شی به هم له لاسه ورنه کړو.»
لويديځو هیوادونو بیا د روسېې دغه ادعاوې ردوي او دا په اوکراین کې د غضب شوو ځمکو د توجیه له پاره د مسکو هڅې بولي.
روسیه «هر هیواد» سره همکاري ته تیاره ده
خو پوتین په خپلو خبرو کې بیا هم ټينګار وکړ: «زموږ ټول اقدامات د هغو خلکو سره د مرستې په خاطر دي چې په دونباس سيمه کې اوسیږي.» پوتین زیاته کړه: «دا زموږ دنده ده او موږ به ېې تر پایه سر ته ورسوو. دا به په نهایت کې زموږ هیواد له داخله او همدارنګه د بهرني سیاست له اړخه تقویه کړي.»
لوېديځو هیوادونه همدارنګه پر روسيې باندې تور لګوي چې له خپلو ګازو څخه د وسلې په توګه کار اخلي. لوېديځ په جولای مياشت کې د اوکراین او روسې ترمنځ د غله جاتو تړون څخه مخکې هم پر مسکو تور لګاوه چې د اوکراین د غله جاتو صادرات ېې د جنګي موخو په خاطر بند کړي دي.
پوتین په خپلو خبرو کې ګازو او د غله جاتو تړون ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د اوکراین له بندرونو څخه غله جات د فقیرو هیوادونو پر ځای شتمنو هیوادونو ته ځي. هغه وويل: «له اوکراين څخه تقريباً ټوله غله د مخ پر ودي په درشل کې تر ټولو بې وزله هیوادونو ته نه ده صادر شوې، بلکې د اروپايي اتحادېې هیوادونو ته» ليږدول شوې ده.
اوکراین د نړۍ يو مهم د غله جاتو صادرونکی هیواد ګڼل کيږي. خو په دغه هیواد کې تر جګړې وروسته په ميلیونو ټنه غله جات بند شوي چې پر نړیوال بازار ېې هم مستقیم اغیز پرېښود. په جولای میاشت کې روسېې او اوکراین د ملګرو ملتونو سازمان او ترکېې په مرسته یو تړون لاسلیک کړ او د دغو غله جاتو صادرات بېرته نړیوال بازارونو ته پیل شول.
روسېې اروپا ته د پايپلاین له لارې د خپلو طبیعي ګازو لیږد په تدريجي توګه کم کړ. د روسېې ګازپروم شرکت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به د نورد ستریم ۱ پایپلاین له طریقه اروپا ته د ګازو لیږد ودروي چې دلیل ېې تخنيکي ترمیمات ښودلي وو.
پوتین په دې هکله وويل: «موږ ته یو توربين راکړئ، موږ به سبا د نورد ستریم ګاز چالانه کړو.»
د روسېې ولسمشر زیاته کړه: «موږ تيار یوو چې دغه کار همدا سبا وکړو، موږ صرف د ېوې تڼۍ فشار ته اړتیا لرو. اما موږ هغه څوک نه وو چې راباندې تحریمونه ولګول شول.» پوتين وویل چې روسیه تياره ده چې له «هر هیواد» سره همکاري وکړي.
لويديځ پر روسیه باندې پر اوکراین د پوځي يرغل په خاطر بندیزونه لګولي، دغه بندیزونه پر اروپا د روسېې د طبیعي ګازو پر بندیدو منتج شوې چې دې سره په اروپا کې د انرژۍ بیه آسمان ته پورته شوې ده.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.