سمسور ودان

آصف بهاند

208

د فرهنگ په بڼ کې نوی غوړېدلای گل

د دې بـاغ گـلونـه لـږ دي خـوشاله

تازه تر تر تازه ترو نور غوړېـږي

 

ما په دې وروستۍ دوو میاشتو کې د خپل فیسبوک په بڼ کې یو څه نوي بزغلي کېنول چې ډېری یې په بدو بوټو واوښتل، خو ځینې یې داسې ښې میوه لرونکې ونې شوې چې په کلونو ـ کلونو به یې سیوري او د میوو حاصل ته ناست یم. په دغو ښوو میوه لرونکو بوټو کې یو ښاغلی عابد الله سمسور ودان دی.

له سمسور ودان سره مې د پېژندنې پیل، د ده د مایوسۍ د یو پیام په لوستلو وشوه. د ده لومړنی پیام چې ماته په مخه راغی، د ده د یأس هغه غږ وچې د مایوسۍ له کنډو نه راوتلی و:«

ــ خو زه د اندروني دردونو او څړیکو له امله بیخي مایوسۍ ته لنډ شوی یم!

ــ … یوه اوږده خدای پاماني درسره کوم.»

پر سمسور ودان باندې به یا فشار و او یا به له حالاتو او د روان ژوند له پېښو نه مایوس شوی او د ټولې نړۍ درد به د ده واړه او نازک ځیگر ته ورننوتی وي چې ارام ته یې اړتیا پیدا شوې ده او  داسې تصمیم یې نیولی دی، هیله ده چې له خپله هوډه واوړي.

دا یې د پیام بشپـړ متن دی:

خـنـجر چلے کـسی پـہ تڑپتے ہیں ہـم امیرؔ

سارے جہاں کا درد ہمارے جگر میں ہے

(امیر مینائی)

دا ډیره موده سم ستړی شوی یم، دومره چې هیڅ ځان نشم راټولولی! پوهېـږم ملګري مې ښه نازوي، له هرې لیکنې او پوسټ وروسته راسره د زړه خواله کوي، ډیر نوي یاران راسره پیدا شول؛ خو زه د اندروني دردونو او څړیکو له امله بیخي مایوسۍ ته لنډ شوی یم!

ښايي په دې پوسټ به مې ځينې ملګري خواشیني کړم، ډير به راته نصیحتونه ولیکي، خو رښتیا دا ده چې زه ارام ته اړتیا لرم… ارام!!! او بس ارام.

نو تر هغو چې زه په دې ویـړو کایناتو کې ارام پیدا کوم په خدای مو سپارم. یوه اوږده خدای پاماني درسره کوم.

رښتیا! بله دا رایاده شوه چې په تلو، تلو کې هم باید یو څه ښه درته ووایم: نو هغه دا چې بل ځل راځم، دوه ناولونه به درته pdf تیار کړم! تاسې تر هغو د ځوانیمرګ فرید باراني کلیات پیدا کړئ او ښه په خوند یې وګورئ چې له اصیلې شاعرۍ خبر شئ!

شل کاله وروسته چې زه

د خلکو زړونه په خپل واک کې واخلم

بیا به د چوک په سر ولاړه یې

تور ببر سر به دې نیولی وي

د چم د لېونیانو په څير

زما تابلو به دې په لاس کې وي

او جار به وهې

چې دا شاعر د زمانې شاعر دی…

… زه به یا ورک یم

او یا به هم څو کاله مخکې

له شېبو سره د جنګ په خاطر

پروت یم تر خاورو لاندې

د هغې تورې شېبې حال دې راته اوس ووایه

ته به زما د ستړې ورکې پسې

پر ځمکه څومره ستړې مندې وکړې؟

د قبر سر ته به مې څومره ژاړې؟

باراني»

ما ښاغلي سمسور ودان ته په کامنټ کې داسې ولیکل:

«ودان صاحب سلامونه!

په لوی لاس مو په نیمه لار کې مه پرېـږده.

فرید باراني ته مې په دوو شعرونو او یوه مقاله کې ویلي و چې:

دا خبرې چې ته کوې او دا افکار چې ته یې وړاندې کوي، دا د منصور په شان خبرې او افکار دي، که خدای مه کړه ته نه اوسې، موږ به څه خاورې پر سر بادوو.

يوه ورځ مو د مسنجر له لارې خبرې سره کولې، همدا پاسنۍ خبرې مې مخامخ هم ورته وکړې، کړس په خندا شو ویل یې چې ښه استاده.

باراني تورو لاسونو رانه واخیست او اوس موږ پوه شه د ده افکار، اشعار او غمجن یادونه.

نو تاسو هم موږ ته درد او ویر مه راډالۍ کوئ!!!»

سمسور ودان بېرته په ځواب کې داسې راته ولیکل:

«وعلیکم السلام…!

دروند او خوږ بهاند صیب! خدای مو راته تل تر و تازه لره! هیله من یم چې د مسافرۍ ورځې و شپې به درباندې ښې تیرېـږي.

د باراني په یوې شعري ټولګې او یا ښايي کلیات باندې مې ستاسې پياوړې لیکنه ولوستله. اخ چې ځوانیمرګ یوازې نه لاړ، بلکې د ډيرو یارانو خوښې څیرې یې هم مړاوې کړې.

نه پوهېږم ولې؟ خو دا ډيره موده راته ځان داسې ښکاري لکه د باراني په پل چې پل ږدم او یا لکه د اردو ژبي شاعر صدیقي غوندې تباهي ته ورلنډېـږم. هر څومره چې کوښښ کوم، سکون نه موم؟! که نه څوک به وغواړي، چې د یارانو له څنګه ځان ورک کړي؟

درنښت!»

د دې پیامونو تر لېـږدرالېـږد وروسته مې له ښاغلي سمسور ودان سره تیلیفوڼي خوږه مرکه وشوه او دې ته قانع شو چې ناامیدي او منفي افکار له سره اوباسي.

عابد الله سمسور ودان ډېر زلمی دی، تر اوسه د ژوند د دوه ویشتو پسرليو شمال پرې لگېدلی دی، خو فرهنگي تولیدات یې گواهي ورکوي چې له وطن ـ فرهنگ ـ خلکو او انسانیت سره لیونۍ مینه لري؛ د مطالعې ښه بگروند او له فرهنگي کار سره پوره علاقه او د ترسره کولو له پاره یې د غره په څېر حوصله او انرژي هم ورسره ده. ده په دې کم عمر کې ډېره څه لوستي دي او د دې لوستلو له لارې یې داسې قلموال پېژندلي او مطالعه کې دي چې اوس د ده لپاره سرمشق شوي او د همدې له پاره یې فرهنگي تولیدات هم ښه په تول تللي، د حساب وړ او ډېر دي.

عابدالله سمسور ودان

د سمسور ودان پېژندنه:

 ما چې کله د دې مقالې د لا غنا او ښکلا په پار د سمسور ودان بیوگرافي ورنه وغوښته، تر دویم ځل یادونې وروسته یې د خپل ځان په باب په تفصل سره معلومات راولېـږل چې زه یې دلته په لږڅه لنډون سره وړاندې کوم:

«پېژندنه:

نوم: عابدالله «سمسور ودان»،

د پلار نوم: محمد علي «عظمت غزال»،

زوکړه: د ۲۰۰۰م کال د جولايي ۱۴مه،

اصلي ټاټوبی:  لوگر ــ خوښۍ ــ دوبندی،

زده کړې:

لومړنۍ:

د کډوالو له پاره د یونیسف ښوونځی (د بټۍ ازاخیلو بیفیر مکتب) او امېد لېسه.

منځنۍ:

د زاخیلو منځنی ښوونځي او الفت عالي لېسه ــ پېښور،

لیسه:

د سرورخان عالي لېسه ــ ننګرهار،

د انگلیسي ژبې لومړنۍ زده کړې د ننگرهار په سیریت او مسلم انگلش سنټرونو کې،

د کمپیوټر لومړنۍ زده کړې او افس پروگرام له خپل تره او د ښوونځي استاذانو څخه،

د قران کریم ترجمه له خپلې درنې دانشمندې مور او د نحوې او صرف ترڅنگ څو مروج دیني کتابونه له خپل عالم او درانه پلار څخه.

کار او دندې:

ــ له یونیسف او د روغتیا نړیوالې ادارې سره د پولیو له منځه وړلو برخه کې د عامه پوهاوي مسؤل او سوپروایزر،

ــ په حراء ښوونځي او سرورخان عالي لېسو کې ۳ کاله د ښوونکي په حيث،

ــ د ښوونکو د ظرفیت لوړونې او همغږۍ په اړه د څو سمینارونو لارښود او مرستیال لارښود،

ــ له افغان بنسټ تعلیمي موسسې سره د کمپوزر او ژباړونکي په توګه کارمند،

ــ له بیلا بیلو ویبسایټونو سره د سپورتي او ادبي خبرونو/ راپورونو په برخه کې همېشنی همکار،

ــ د اطلاعات و کلتور وزارت اړوند د اخباري رسنیو له ریاست سره قلمي همکار،

ــ د همدې وزارت اړوند په افغان فلم ریاست کې د فلم لیکنې آمر،

ــ د سایه ادبي ټولنې برحاله غړی او مرستیال.

ادبي فعالیت:

لومړنی بیت چې الهامي غږ یې بولم د ۶ ټولگي په یوې خپلمنځۍ سیالۍ کې مې د دولسو کلونو په عمر تر خولې ووت. بیا مې په اتم ټولگي کې د ټپیزو لیکل شروع کړل، چې لامل یې د مشهور پښتون سندرمار کرن خان ټپيزې اورېدل و. خو که سپینه یې ووایم، په دې عمر مې هسې د ځوانۍ تاو او جوش ته خوله ورکوله. په بهم ټولگي کې مې د پنځلسو کلنو په عمر لومړی غزل ولیکه او وروسته مې د سلیمان لایق د سپین شعر تر اثر لاندې څو ازاد شعرونه هم ولیکل، خو په تېرو اوو کلونو کې چې ما څومره شاعري وکړه، د غزلونو برخه پکې ډیره ده.

که یې سپینه ووایم د اقتصادي ستونزو له امله تر اوسه هیڅ شعر د کتاب تر پاڼې نه دی رسېدلی. خو که راټول یې کړم، نو یوه، یوه د غزلونو، ازادو شعرونو، نظمونو او ژباړل شویو بیتونو او هندي/اردو سندرو ټولګې لرم.

په نثر کې مې تر بل هر څه زیات رومانوي لنډې کیسې او پولیسي ناولونه خوښ دي. رومانوي کیسې مې ځکه وویل، چې ما په پښتو ادب کې لومړی د مصطفی سالک (پاتې شه باران دی) ناول لوستی او د نالول په اخیر کې د (مرمرو زړه) کیسې بیخي له ځانه سره اخیستی وم. پولیسي ناولونه مې بیا ځکه خوښ دي، چې په لیکلو کې یې ښه یم او پښتو ادب کې یې هم برخه خواره ده.

نو که خبره راټوله کړم وبه وایم چې ناول لیکنه مې د تنکۍ مینې پر مهال هغه وخت پیل کړه، چې د یوې ادم زادې سپېڅلې څيرې مې سترګې واخیستې. بیا مې نو د پټ ساتونکي (سیکریټ گارډ) تر نامه لاندې یو ناول ولیکه، چې لیکلو یې څه دپاسه دوه کاله وخت واخیست. لامل یې زما کمه تجربه او له پېښوره د کډې راوړل و، چې زما مصروفیت یې څو چنده زیات کړل.

تر دې وروسته مې د یو ملګري په خواهش د هندي فلم (ویر زارا) پښتو ته وژباړه او تر دې وروسته مې قلم له تخلیق او ژباړې و نه درېده.

هر کال مې یو ناول ولیکه او یا مې وژباړه. تر سیکریټ گارډ وروسته مې یو ناول د ښکلا تر نوم لاندې پيل کړ، خو چې خبر شوم په همدې نوم استاذ ګل رحمان رحماني لا پخوا ناول لیکلی، نو نوم مې «ښکلې» ته بدل کړ، خو هغه ناول مې دوه کاله وړاندې د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره کې ورک کړ، چې تر اوسه مې زړه وینې پسې غورځوي. تر «ښکلې» ناول وروسته مې (د امپریالیست شهزاده لمسۍ) ناول ولیکه، وروسته مې د «ایرانۍ مینې» او «الوداع» په نامه دوه نور ناولونه لیکل پیل کړل، چې پای ته رسېدلي او یوازې ایډيټینگ یې پاتې.

په ژباړل شویو ناولونو کې مې بیا شاهکار اردو ناول «الف» نیمايي وژباړه او ترڅنگ مې د همدې ژبې د یوې بلې درنې ادیبې پښتنې (امنه اقبال احمد) ناول «دهند» ژباړې ته هم لاس واچاوه. لا به مې په دې ژباړو زړه یخ نه و، چې د «دل سې نکلې جو اواز» په نوم د یو بل نوم وتي ناول ژباړې ته هم اړم شوم او ژر ده چې د دریو واړو ژباړې به تمامې شي.

له شعرونو او ناولونو پرته زیاتې لنډې کیسې، هنري نثرونه او تکلونه هم لرم.

له هغه سنه چې یوازې بریت مې درلودل، ځینو ویبسایټونو سره مې په سیاسي، ټولنیزو، روغتیايي او سپورتي موضوعاتو لیکنې پيل کړې، چې د همدغو خوروورو لیکنو شمېر تر څلورسوو زیات دی.

په لسم ټولګي کې وم چې د ډرامې د پېژندنې او اغېزو په اړه مې خپلو ټولګیوالو ته یو لنډه رساله ولیکله.

همداراز مې په ټولنیزو رسنیو کې د اردو او نړیوال ادب د ځینو مخورو شاعرانو/ لیکوالانو بیوګرافیانې هم ولیکلې/ وژباړلې…»

عابد الله سمسمو ودان تر اوسه د خپل عمر له دوه ویشتم کال نه پښه وړاندې نه ده ایښي، خو که تخلیق، څېړنې او ژباړې یې ولیدل شي؛ په قلم او عمل سره یې ثابته کړې ده چې تر خپل سن یې ډېر قدمونه وړاندې ایښي دي او تر ډېرو قلموالو یې فرهنگي پرودکشن ډېر او پوخ دی. یوه وړه بېلگه به یې دلته وړاندې کړم. سمسور ودان دغه متن د پیرمحمد کاروان ورځې ته لیکلی دی:

د #چنارونوشاعر ته!

کله چې د نړۍ ټول څراغونه

مړه شي

او پر اسمان د یوې سپوږمۍ

راج شي

د شاعر الهام وپارېـږي

او ستا پر حسن

د غره له نغمو

د نښترو له نڅا

او د اوبو له چغاره

د نړۍ تر ټولو پیاوړی شعر

ولیکي

د هغه شعر عنوان وي:

دنگه لکه سروه که چنار غوندې؟

په دې شاعرانه پیام کې ډېر لوی هنر کارول شوی دی او توري په کې په هنرمندانه ډول ځای پر ځای شوي دي.

د سمسور ودان اردو او انگلیسي ژبې ښې روانې زده دي، زه مشوره ورکوم چې: دی باید خپل ډېر وخت د ژباړې له پاره بېل کړي، له یادو ژبو نه پښتو ته داسې څه راوژباړي چې په اوسني وخت کې پښتو او پښتانه اړتیا ورته لري، دا ژباړې به یې د مورنۍ ژبې پښتو په غنا کې ډېرې موٍثرې وي.

دا لنډې جملې د سمسور ودان د یوې وروستۍ ژباړې یوه وړه داسې بېلگه ده چې نوی نسل له چوکاټي ژوند څخه د وتلو له پاره هڅوي:

«هغه کتابونه ولولئ! چې پابندي پرې لګېدل،.

هغو ځایونو ته ورشئ! چېرې چې ورتګ منع دی،

له هغو خلکو سره وګورئ! چې ټولنه یې غلط/ خراب بولي،

ډیر څه به زده کړئ!

ژباړه»

زما له نظره سمسور ودان د اوږې، لویې او مهمې مطالعې خاوند داسې شخصیت دی چې د خپلو لوستلو شوو مطالبو، کتابونو، مقالو او شعرونو ټولې برخې یا ډېرې برخې نه راژباړي، بلکې د اوسنۍ زمانې د دې غوښتنې چې د تکنالوژۍ او بوختې زمانې په دوران کې د وخت د نشتوالي د په پام کې نیولو له مخې د مطالعه شوو موادو لنډې، خو داسې مهمې برخې راژباړي چې د لویو مقالو او علمي کتابونو مفهوم رانغاړي. دې بېلگې ته یې پام وکړئ:

«ښځه تر هغو ستا ده؛

تر څو چې درنه خفه کیږي، جنګ درسره کوي، ناز درباندې کوي او اوښکې درته بهوي.

هر هغه څه بې ډاره او بې ویرې وايي چې زړه کې یې راشي.

خو کله چې پوه شي د خفګان او اوښکو یې په چا اثر نشته، نو یو دم خفه کېدل او اوښکې څڅول پریږدي. خپل ځان را ټول او د کشپ/ شمشتۍ په څير یې خول/ پوست کې پټ کړي.

او نارینه…

نارینه فکر وکړي چې هر څه سم شوي. دی دومره نه پوهیږي چې د مېرمنې په زړه کې یې توپان روان دی. هغې د خپلو هیلو غاړې ور پرې کړې.

نو پوه شه!

اوس هغه څه (ښځه) ستا نه ده چې څنګ کې دې ناسته ده.

مېرمنې ته که مینه کمه هم ورکوې، ډيره پرواه نه کړي؛ خو عزت باید پوره ورکړې (ډیره پاملرنه ورته وکړې!»

وروسته له دې چې مې له سمسور ودان سره تریوه بریده پېژندنه وشوه په فبیسباکه کې سره ملگري شوو، زه یې د فیسوک بڼ ته ورننوتم او هلته مې ولیدل چې د ښاغلي سمسور ودان فیسبوکپاڼه یوه واړه، خو مهم ښوونځي ته ورته دی. هلته واړه مطالب، لوی مفاهیم د لوستونکو هرکلی کوي.

دا لاندې مطلب یې د بېلگې په ډول ما راواخیست چې ظاهراً یوه واړه فیسبوکي مطلب ته ورته دی، مگر په حقیقت کې یوه مهمه علمي مقاله ده چې یوه شاعر په باب اړین علمي معلومات او د هغه د کلام د بېلگو تحلیل یې گڼلی شو. وگورئ:

«اطہر نفیس د اردو ژبې عجیب شاعر و، په اګره کې پیدا او کراچۍ کې وفات شو. ټول عمر یې واده ونکړ او تنها پاتې شو. له ماشومتوبه به یې خپلې مور ته (امي/ مور) نه ویل، بلکې په آپا به یې غږ ورکاوه.

ده ته د اردو شعر (شهاب ثاقب) ویل کیده. د میرتقي میر د نرم او نفیس مکتب پیروی و. شعر کې یې تضاد نه لیدل کېده او ټولې کرښې یې د حقیقي ژوند آینه وه. ګڼ غزلونه یې د اردو/هندي ژبو هنرمندانو ویلي. دوه شعري ټولګې یې نشر شوې، لومړۍ یې (کلام) نومیږي او بله یې د (وہ صورت گر کچھ خوابوں کے) په نوم ده، چې دا نوم یې اصلاً د غزل له یو بیت نه را اخیستل شوی:

ہم نغمہ سرا کچھ غزلوں کے، ہم صورت گر کچھ خوابوں کے

بے جذبۂ شوق سنائیں کیا، کوئی خواب نہ ہو تو بتائیں کیا

د همدې بیت پوره غزل بیخي په تول پوره لیکل شوی او په هرې مسرې یې بیل بیل بحث کېدلی شي. دلته یې د یو بل بیت باریکتیا وګورئ:

پھر آنکھیں لہو سے خالی ہیں یہ شمعیں بجھانے والی ہیں

ہم خود بھی کسی کے سوالی ہیں، اس بات پہ ہم شرمائیں کیا

د ۱۹۸۰ کال په اکتوبر کې د اردو ژبې ستر شاعر ساحر لدهیانوی د تل له پاره سترګې پټې کړې او اهل ذوق یې د غم په ټغر کېنول، خو لا به دا غم سوړ شوی نه و، چې شهاب ثاقب هم پوره ۲۶ ورځې وروسته په ساحر پسې ورغی. د ده د قبر په شناختې دا بیت لیکل شوی:

وہ عشق جو ہم سے روٹھ گیا، اب اس کا حال بتائیں کیا

کوئی مہر نہیں، کوئی قہر نہیں، پھر سچا شعر سنائیں کی

دلته یې یو بل غزل هم لوستلی شئ:

سو رنگ ہے کس رنگ سے تصویر بناؤں

میرے تو کئی روپ ہیں کس روپ میں آؤں

کیوں آ کے ہر اک شخص مرے زخم کریدے

کیوں میں بھی ہر اک شخص کو حال اپنا سناؤں

کیوں لوگ مصر ہیں کہ سنیں میری کہانی

یہ حق مجھے حاصل ہے سناؤں کہ چھپاؤں

اس بزم میں اپنا تو شناسا نہیں کوئی

کیا کرب ہے تنہائی کا میں کس کو بتاؤں

کچھ اور تو حاصل نہ ہوا خوابوں سے مجھ کو

بس یہ ہے کہ یادوں کے در و بام سجاؤں

بے قیمت و بے مایہ اسی خاک میں یارو

وہ خاک بھی ہوگی جسے آنکھوں سے لگاؤں

کرنوں کی رفاقت کبھی آئے جو میسر

ہمراہ میں ان کے تری دہلیز پہ آؤں

خوابوں کے افق پر ترا چہرہ ہو ہمیشہ

اور میں اسی چہرے سے نئے خواب سجاؤں

رہ جائیں کسی طور میرے خواب سلامت

اس ایک دعا کے لیے اب ہاتھ اٹھاؤں»

په فیسبباکه کې مې چې د سمسور ودان د خپرو شوو مطالبو ژبه، محتوی او سویه ولیدل، نو مې دې ته راوباله چې له اروپا څخه خپرېدونکي علمي پورتال، «افغان جرمن پورتال» سره خپله قلمي همکاري پیل کړي، ده هم په ورین تندي ومنله او خپله قلمي همکاري یې پیل کړه، تراوسه پورې یې په یاد پورتال کې گـڼـشمېـر مطالب خپاره شوي دي. د لاندې لینک په پرانستلو سره درانه لوستونکي کولای شي د ده خپرو شو مطالبو ته لاسرسی پیدا کړي:

http://www.afghan-german.com/tahLiLha/EditAutor.aspx?130

سمسور ودان د خپل فرهنگي کارونو له پیل نه د فرهنگ ډېرو برخو کې قدم ایښی دی:

ــ شاعري کوي،

ــ لنډې کیسې لیکي،

ــ ناولونه لیکي،

ــ ژباړې کوي،

ــ څېړنیزې لیکنې هم کوي،

ــ او د دې تر څنگه ژورنالیستي لیکنې او اداري کارونه هم کوي.

له عابدالله سمسور ودان سره په خبرو کې، د هغو معلوماتو له مخې چې په میډیا کې خپاره شوي دي او ما ته یې د خپلې بیوگرافۍ د رالېـږلي متن په استناد، د ده له یو شمېر اثارو سره اشنا شوی یم. زه یې تر اوسه شپاړس (۱۶)  تخلیقي، څېـړنیز او ژباړل شوي اثره پـېـژنم، نومونه به یې له تاسو درنو لوستونکو سره شریک کړم:

تخلیق:

الف ــ ناولونه:

۱ـ پټ ساتونکی،

۲ــ ښکلې (ورک شوی)،

۳ــ د امپریالیست شهزاده لمسۍ،

۴ــ الوداع،

۵ــ ایرانۍ مینه (نیمګړی)

ب ــ لنډې کیسې:

۱ ــ د لنډو کیسو ټولګه (لنډکۍ کیسې)،

۲ ــ تر یخ سیوري لاندې (هنري نثرونه او د مینې لیکونه)

ج ــ شعر:

۱ ــ بې واکه (د سپـینو شعرونو ټولگه)

۲ ــ د ماشومتوب غزل مې (د غزلونو ټولګه)

ژباړل شوي ناولونه:

۱ــ میر سارا،

۲ــ دُهند/ لړه،

۳ــ دل سی/ له زړه نه،

۴ـ الف (نیمګړی)،

۵ ــ یوه خوله خندا (د طنزونو ژباړه)

څېړنه:

۱ ــ ډرامه او په ټولنې یې اغېزې (رساله)

۲ ــ د هنر د نړۍ ځینې استازي (ژوند او هنري کارنامې).

سمسور ودان وایي چې د اقتصادي توان د ضعف په وجه یې تر اوسه هېڅ کتاب چاپ شوی نه دی.

یو ځل مې وپوښته چې د خپلې شاعرۍ په باب څه راته ووایي، ده د خپلې شاعرۍ په باب د مسنجر پر مټ داسې راته ولیکل:

«د شاعري مې څو کاله کېدل؛ خو د کورنۍ ډیر غړي راباندې خبر نه و. پلار مې له کوم درکه خبر شوی و، مور ته مې یې ویلي و، چې دا هلک ولې ما ته خپل شعر نه را ښکاره کوي؟ مجبور شوم، چې هر څه ورته روښانه کړم. بیا مې دا غزل ورښکاره کړ؛ چې څنګه یې نهم بیت ولوست، نو ویې خندل. هغه بیت اوږده کیسه لري، که نه ستړي کېدلئ، لاندې یې وګوروئ! نوې شاعري خو هسې هم راسره نه شته؛ په دې زوړ غزل به سره خولې خوارې کړو!

ستا راتگ دومره ښاغلی دی مرشده

د زړه درد مې قراریږي په رکود دی

ها ابلیس ګوره حاسد ستا په خلقت شو

دا بنده ګوره باداره چې سجود دی

راشه بېا یې که زرې چې راټول نشی

رغېدلی مې ریزه، ریزه وجود دی

درد و څړیکې سره سوی هم پکې شته خو

پرهرونو کې مې آهه ستا کمبود دی

په لک اخله په یوه یې بېرته پلوره

د حالاتو جبر دغه رنګې سود دی

د ښارې وحشت یې سترګې رڼوي نه

د ښار ړوند پاچا د بل جهان موجود دی

مونږ په اور ماحول کې مسته مینه پالو

دی په شته ؤ فرصتونو کې نابود دی

نیت یې بد دی، دا زما د رقیب حق دی

خو د یار نظر نو ولې د حسود دی

په سپین مخ باندې د هر چا پېرزو بویه

د ایاز تقدس وړی ترک محمود دی

د یارانو مجلس ګرم په سپوږمۍ ده

د سمسور نظر د ستورو په سعود دی

۲۵/ ۷/ ۲۰۲۱ جلال کوټ

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د بیت په لومړۍ مسره کې (په سپین مخ باندې د هر چا پېرزو بویه) یوه فطري خبره ده. منو یې چې ښکلا او حسن انسان ځان ته راکاږي؛ نو حتماً به ښکلی په سترگو ښه لگیږي.

دوهمې مسرې (د ایاز تقدس وړی ترک محمود دی) کې د سلطان محمود کیسې ته پام شوی. دی چې تاریخونو کې یې له نوم سره غزنوي هم لیکل شوی، له اصله د غزني نه و، یوازې هلته حکمران و. د محمود مور د زابل پښتنه وه، که نه نور دی له اره د ترکیې و؛ ځکه خو بیت کې (ترک محمود) ورته ویل شوي.

محمود چې نیږدې ۱۰ پېړۍ وړاندې یې په غزني کې راج چلاوه، د آیاز په نوم یو غلام درلو چې روایتونو کې یې د بې سارې ښکلا صفات شوي دي. ایاز هغه څوک و چې غزنوي ساتلی و او له هغه سره یې د لاثاني مینې عجیبه کیسې شته. ده ته دومره ستره درجه ورکړل شوې وه، چې له وزیرانو یې هم زیات امر منل کېده. نو دا دومره ډیر عنایت بې څه نه و؛ ځکه خو شاعر ادعا کړې چې ایاز هومره هم ناپاک نه و، یوازې سپین مخی و. اصل کار په سلطان کې و، چې د ده تقدس یې یوړ. دا کټ مټ د اردو ژبي شاعر (مجاز) خبره ده چې وايي:

«کچھ تمہاری نگاہ کافر تھی

کچھ مجھے بھی خراب ہونا تھا»

یا لکه پروین شاکر چې د یو غزل په دوو بېلو، بېلو مسرو کې ویلي:

«اب کیسی پردہ داری، خبر عام ہو چکی

ہونا تھا جس کو پیار میں بدنام ہو چکی»

دا شوه د سلطان محمود د ښایستوکي غلام (ایاز) کیسه؛ مګر زمونږ په کلي کې هم هوبهو داسې کیسه وه.

یو ګاونډی مو ایاز نومېده، چې نهایتاً خبیث انسان و. ده د کلي له دریو رذیلو ملکانو سره لاره جوړه کړې وه او ټول کلیوال یې له فساد، جګړو او سپیتوبه پوزې ته راغلي وو. عجیبه اتفاق یې لا دا چې دی هم ساتل شوی هلک پاتې شوی و. نو پلار مې بیت په دواړو معناوو واخیست؛ ځکه خو یې وخندل!

سترګې خو هر چا تورولې

په دې ميرات کلي کې زه وشرمېدمه»

د خپلې شاعرۍ په باب د سمسور ودان نظر، شعر یې او د شعر توزیحات یې یوه بامطالعې پنځوس کلن مجرب شخص ته پاتې کېـږي. زما هیله دا ده چې دی له خلکو، وطن او انسانیت سره د مینې په دایره کې  خپل فرهنكي فعالیتونه، مطالعه او زدکړې په لا جدیت سره تعقیب کړي، څو وکولای شي خپلو انساني ارمانونو ته په گړندي او بریالي ډول ورسېـږي.

د سمسور ودان په باب بحث به د اوس له پاره وتړم، په راتلونکو کې به بیا د ده نورو فرهنگي کارونو ته په کتو سره دا بحث پسې وِغځوم.

د دې مقالې د ښه پای لپاره به درنو لوستونکو ته د سمسور ودان د شعر یوه بله بېلگه هم وړاندې کړم:

غـــــزل

زه یې غواړمه رودونه، ته یې غواړه څو ګوټ جامه

زه یې غواړمه له خدایه ته یې غواړه له خپل رامه

روښنايي روانه غلې، د اسمان تورې سینې نه

چې تیاره ده زوروه، که د دوی اړیکه خامه

راشه واخله ځلاګانې، له تاریکو تورو سترګو

د ابد رڼايي غواړم، دا کیسه دې که تمامه

دوه قدمه دنیا ګوره، سره مخ شو سره بیل شو

دا پردې ځوړنده ښې دي، له یو ګامه تر بل ګامه

د دې ګردې دایرې راز را معلوم دی، ته یې اورې؟!

په دې ګرده دایره کې، زندګي پر موږ حرامه

زمانې ډيره مننه، ډېر خواږه دې زهرجن کړل

ستا خندا سخته په غوږ مې، د رقیب تر بده سامه*

کابل، ۲۰۲۲/۷/۱۲ ــ ۲:۵۹pm

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

*سام هغه ویدي منتر و چې پخوانیو زمانو کې به د جنګ پر مهال غږول کېده. بل سام د نوح علیه السلام د زوی نوم هم دی؛ خو دلته یې لومړنۍ معنا را اخیستل شوې!

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.