زيــړ یا زېــړی

1,264

زيــړ زېــړی يــا Jaundice

زيړي زېړی هغه ناروغي ده چې هر څوک ورسره آشنائي لري ،
مګر په طبابت کې د ډېرو پيچلو ناروغيو په قطار کې راځي٠
زيړ رنګ د انسان په بدن کې څنګه را پيدا کيږي ؟

زيړ رنګ د انسان د وينې د سرو حجرو (RBC) د تخريب يو محصول دی ٠
د سرو حجرو (RBC) عمر په متوسط ډول ١٢٠ ورځې ده.
پدی موده کی هره ګړۍ تازه حجرې جوړيږي او زړې حجرې له منځه ځي٠
کله چې د سرې حجرې (RBC) عمر پوره شي ، د نورو موادو تر څنګ ، يوه زيړ رنګه ماده چه د bilirubin په نامه ياديږي هم آزاديږي٠
په طبيعي حالت کې دا ماده د وينې د جريان په واسطه د بدن لابراتوار يعنې ځګر (liver) ته انتقاليږي،
ځګر دا زيړ رنګه ماده د ويني د دوران څخه حاص او د صفرا (bile) په جوړلو کی ترې کار اخلي،
صفرا په ځګر کې تر جوړيدو وروسته د صفرا په کڅوړه کې ذخيره او د ضرورت په وخت کې د خوړو غذا Food د هضم لپاره وړو کولمو ته ازاديږي٠
د دې لنډو معلوماتو نه داسې برېښي چه زيړی د انسان په بدن کې د دې زيړ رنګه مادې
يعنې د bilirubin د زياتوالي په اثر رامنځ ته کيږي٠
ددې متن نه دا هم جوتيدای شي چه د انسان په بدن کې bilirubin په لاندنيو ميخانيکيتو نو زياتيږي.

١- د زيړ رنګې مادې يا bilirubin د توليد زياتوالی٠
د دې مادې توليد هله زيات شي چه يو ګڼ شمير د وينې سرې حجرې په غير طبيعي يا ابنارمل ډول په يو ځلي تخريب او يو زيات مقدار زيړ رنګه ماده (bilirubin) ازاده کړی شي٠
ددی ډول ناروغيو مثالونه ډير دي خو د هغې نه د ملاريا ناروغئ ځکه مهمه ده چه متاسفانه اوس هم هر کال په زرګونو هيوادوال ددې ناروغئ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي٠
په ځينو ناروغانو کې د وينې سره ګردي ( سرې حجرې) د جوړښت له نظره په ذاتي ډول نميګړتياوې لري٠
ددی ډول ناروغيو پايله داسي چه سره حجرات لنډ عمر لري او په اسانې سره تخريبيږي٠
دا ناروغان کافي وينه نلري
کمخون ، anemic) وی،
د پوټکي رنګ ئي د کورنۍ د نورو غړو په تناسب کمرنګه ښکاري کيدې شي
چه له همدې سببه ځيني خلک پدې عقيده وي چه دا ناروغان په “سپين زيړي ”
اخته شوې دي ،
مګر په عصري طبابت کې د سپين زيړي اصطلاح وجود نلري.

٢-د زيړي دويم ميخانيکيت د ځګر د ناروغئ دي
پدی ډول ناروغيو کی ځګر نشي کولای چه د ويني د سرو حجرو د طبيعي تخريب نه ازاده شوي زيړ رنګه ماده (bilirubin)، دويني د دوران څخه جلا کړي٠
په پايله کی د زيړ رنګه مادې غلظت په وينه کی زيات او په پوټکي او سترګو کې زيړی ليدل کيږي٠
زموږ په هيواد کی دا ډول ناروغئ خورا ډيرې دي٠
ددی ناروغيو عوامل هم خورا زيات دي خو تر ټولو عمده ئي هغه ويروسي ناروغئ دي چه ځګر ته صدمه رسوي٠
دي ډول ناروغيو ته viral hepatitis
(يرقان انتاني) ويل کيږي٠
ددی ډول ويروسونو له ډلئ نه
Hepatitis A
Hepatitis B
او
Hepatitis C
مهم دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.