د ښځو تعلیم

لیکوال: محمد اعظم سیستاني ژباړه: فاطمه سیال

1,214

د ښځو د تعلیم لپاره د امان الله خان هڅې او د روحانینو مخالفت.

د مستورات ښوونځی ۱۲۹۹ هـ ش کال کې د سلطنتي کورنۍ د ۴۰ تنه ښځینه زدکوونکو په ګډون د ملکه ثریا لخوا د علیا حضرت(شاه مور) په حضور – کابل کې تاسیس شو. اسما رسمیه – د ملکې مور د مدیرې، خیریه عنایت سراج – د ملکې مشره خور د مرستیالې او ملکه ثریا د هیئت په توګه، په فعالیت پیل وکړ. ۱۳۰۳ هـ ش کال په خوست کې د ګوډ ملا په مشرۍ بلوا(شورش) پیل شوه. د بلواګرو(شورشیانو) د بلوا یو دلیل د مستوراتو ښوونځی و. په همدغه کال زر کسیز لویه جرګه په پغمان کې د شاه امان الله خان په مشرۍ جوړه شوه، ۹ ورځې دوام وکړ.

د لویې جرګې جر او بحث او ملایانو ته د شاه امان الله ځواب، ډاکټر سید عبدالله کاظم راټول کړي دي، د (۱۳۰۳ هـ ش کال په لویه جرګه کې د شاه امان الله خان ویناوې) تر سرلیک لاندې افغان جرمن انلاین پورټال کې خپره کړې. د دغه سرلیک، یوولسمې برخې څخه معلومیږي، چې د افغانستان روحانینون په دولتي مکاتبو کې د انجونو د تعلیم او تحصیل کلک مخالف وو.

شاه امان الله خان د عقلي او منطقي دلایلو لمخې د انجونو تعلیم او تحصیل د ټولنې لپاره د ژوند اړتیا وګڼله او ویې ویل: که مور په دیني او شرعي امورو پوه وي، کولی شي په ښه توګه خپل ماشومان تر ۷ کلنۍ او ۸ کلنۍ په دیني امورو پوه کړي او له بلې خوا به ښه روزل شوي ماشومان ټولنې ته وړاندې کړي. خو ملایانو په لویه جرګه کې د شاه امان الله خان له دې خبرې سره موافق نه وو؛ متنفذ ملایانو شاه ته یوه عریضه وړاندې کړه، پکې لیکل شوي وو:

“موږ د افغانستان ملایان، سادات او مشایخ، اعلیحضرت غازي امان الله خان ته عرض کوو: لکه څرنګه چې همایوني ذات د دولت او ملت د پرمختګ او هوساینۍ لپاره بلیغ جد او جهد کړی او کوي، تر دې چې د مستوراتو ښوونځی یې تاسیس کړ. الله تبارک او تعالی دې اعلیحضرت غازي مبارک ژوندی لري، چې همیشه همداسې د دولت او ملت پرمختګ ته کار او پاملرنه وکړي. خو د مسلمه مسایلو او د مفتي د روایتونو پر اساس چې د فقهې شریف لمخې کړي، د ښځو تعلیم او تحصیل باید کورونو کې د محرم لخوا ترسره شي؛ ترڅو د دیني تعلیم څخه چې زموږ د ملت اسلام منصبي فرض دی، محرومې نشي. د خپل غیرتمن، خودمختار شریعت پرور اولی الامر څخه هیله کوو چې د ښځو تعلیم باید په ښوونځیو کې ترسره نشي، ترڅو د حجاب او ستر مسئله چې د مسلمانو ښځو لپاره یو ضروري امر دی، په ښه او غوره توګه تامین شي.”

شاه په ډیرې حوصله مندۍ او متانت د هغوی اعتراض د اسلام په رڼا کې د انجونو تعلیم اړتیا، په مستدلل ډول ځواب کړ. هغوی یې عقل ګرایۍ ته را دعوت کړ، او د انجونو د ښوونځیو مخالفینو ته یې په لویه جرګه کې وویل:”که څه هم ستاسې مفکوره په دې مسئله کې ومنم، خو بیا هم موږ او تاسې باید عقلي فکر وکړو. په دې باید روادار و نه اوسو چې زموږ انجونې په یو عالم جهالت، ناپوهۍ او ذلالت کې ژوند وکړي. د انجونو تعلیم ډیر ضرور دی. موږ او تاسې باید د (طلب العلم فریضه علی کل مسلم و مسلمه) حدیث شریف خلاف ورزي ونکړو. موږ باید دا و نه وایو چې موږ افغانان یو او زموږ ښځې دې باید د خدای او رسول له لارې څخه ناخبرې پاتې شي او په یو عالم جهالت او ناپوهۍ کې ژوند وکړي. موږ باید د خپلو هغو ماشومانو پر حال چې تر ۸ کلنۍ پورې د خپل ژوند لومړني پړاوونه د خپل مور، خور، خاله، عمه او نورو ښځینه خپلوانو ترڅنګ تیروي، رحم وکړو. لومړنی ښوونځی د مور غیږه ده، که غواړو چې ددغه فیوضاتو څخه خپل ماشومان محروم نکړو، نو باید هغوی په ضروري مسایلو اګاه او پوه کړو. پر موږ او تاسې لازم دی چې خپلو انجونو او ښځو باندې علم وکړو؛ په فرایضو، واجباتو، سننو، مندوباتو او نورو اړینو مسایلو يې پوه کړو؛ ترڅو په ماشومتوب کې ماشومانو ته تعلیم وښیي، کوم چې پیغمبر صلی الله (کالنقش فی الحجرت) ورته ویلي او اهل سلف همدغه تعلیم ته وايي:(با شر اندرون شده با جان بدر شود.) ماشومان به له ښو اخلاقو، عاداتو او اطوارو څخه ګټمن شي، او په حسنه صفاتو او ادابو به مزیین شي.”

په لویه جرګه کې د انجونو د تعلیم په پار د ملایانو د رضایت ترلاسه کولو لپاره، شاه امان الله خان مجبوریږي چې ووايي:”زه هیڅکله ددې پلوی نه وم او نه یم، چې کومې انجونې بلاغت ته نږدې وي، ښوونځیو ته دې لاړې شي. بلکې زما فکر او نظر هغو لویو ګټو او ملحوظاتو ته ده چې مخکې مې ورته اشاره وکړه. وړې انجونې دې په پوره ستر او پرده کې ښوونځیو ته لاړې شي. ښوونځي یې کامالاً محفوظ او مستور دي، ښوونکي یې هم ښځینه دي. که تاسې علماء اوس هم وایئ چې د صبیاتو(وړو انجونو) وتل د تعلیم لپاره مستحسن ندی، بالفعل تاسې سره همغږی یم، خو فکر نکوم چې د هند، سند، مصر، مکه معظمه، مدینه منوره، شام، بیت المقدس، بغداد، بصره، کوفه او ترکیې اسلامي علماء تاسې سره همغږي وي؛ ځکه په دغو ټولو سترو اسلامي ښارونو کې د ښځو ډیر ښوونځي شتون لري.”

شاه امان الله خان چې ولید ملایان له خپلې خبرې نه اوړي، د ملایانو د فشار له امله مجبور شو چې ووايي:”زه خپله بالفعل د همدغو حضراتو د مفکورې پر اساس حکم صادروم چې د صبیاتو(انجونو) تعلیم په کورونو کې وشي. او زیاته یې کړه: ستاسې ترمنځ غلط فهمي شوی، بحث مکوئ. تاسې معظم حضرات د معصومو انجونو او کوچنو ماشومانو د خانه نشینۍ دعوه کړې، زه سمعاً او طاعتاً ستاسې دعوه په محض ددې چې تاسې وایئ زموږ شرع شریف حکم دی، منم. زه غواړم تاسې قدرمن ملایان یو بل امر ته را دعوت او تکلیف کړم، هغه دا چې په کلیو بانډو او لیرې پرتو سیمو کې دې تنکۍ انجونو، پیغلو انجونو، کوچۍ او د غرونو اوسیدونکي ښځو او د افغانستان ټولو میشتو اوسیدونکو ته د حجاب او ستر په اړه باید لازمي بیان، وعظ او نصیحت وشي او تر راتلونکي لویې جرګې پورې په ټول افغانستان کې چې کوم حجاب پاک شریعت د مسلمانو ښځو لپاره مقرر کړی، جاري او تطبیق شي؛ که په دې اړوند د حکومت اجازت او تسهیلات غواړئ، نو په خدمت کې مو دي. خو کچیرې تر راتلونکي لویې جرګې پورې حجاب او ستر د ټولو ترمنځ رایج نه شو، او یا هم ددغو ښځو احده برخه چې هره ورځ بې حجابه ګرځي، ولیدل شول، د هغوی مسولیت سره د ناغګۍ ستاسې معظمو حضراتو له غاړې ده.”

خلاصه دا چې د خوست بلوا ترڅو چې ارامه شوې نه وه، شاه مجبور شو د مستورات ښوونځی مسدودول د لویې جرګې د ملایانو او مشایخو په غوښتنه ومني. خو کله چې د خوست بلوا وځپل شو، د مستورات ښوونځي دروازې بیرته د هیواد د راتلونکو میندو(انجونو) پر مخ خلاصې شوې. انجونې بیرته د درس او تعلیم فرصت پیدا کړ.

د انجونو د تعلیم او تحصیل په اړه د لویې جرګې بحث څخه ښه پوهیدلی شو چې شاه امان الله خان د ملایانو او په ځانګړې توګه مجددي حضراتو سره په دولتي ښوونځیو کې د انجونو د تعلیم او تحصیل اړوند څومره ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.