د زړه اوښکې

نوید صهیب

1,359

ژوند لکه ګلاب داسې دی، هره پاڼه یې یو خیال او هر اغزی یې یو حقیقت، دا ډیره اسانه ده چې له نورو سره مینه وکړې؛ خو دا ډیره سخته ده چې نور له ځان سره په مینه کولو مجبور کړې. که غواړې خوشاله ژوند ولرې، د کینې زړي د له زړه وباسه! نرم او ښایسته اخلاق د تلو لپاره یوازینۍ لاره او ریښتینولي د تفاهم او اړیکو ژبه وګرځوه. ښه خوی او نېک سیرت د زیتون د ونې په څېر دي چې ورو ورو لویېږي مګر بیخي ډیر عمر کوي.

د هغه چا د تېر ایستلو هڅه مه کوه څوک چې مینه درسره لري، په زړه کې یې اوسې او پام درباندې کوي، کیدای شي د هغه له فراق وروسته ډیر ژر په دې پوی شې چې تا د ستورو د شمېرلو په وخت سپوږمۍ ورکه کړې او سترګې د ځیر نکوي !

سترګې د عقل کړکۍ ندي؛ خو عقل د سترګو دروازه ده، فکر د عقل لپاره د تیارې او رڼا په مثال دی، که د فکر تیاره ۇ عقلي بصیرت دې خپل اهمیت بایلي او لید ورباندې نشې کولی، که د فکر رڼا ؤ خامخا به عقلي ځیرتیا  هم ولرې. ډیر کله یو ډیر ښکلی انسان د هغه د فکري بدرنګۍ په وجه د سړي لپاره د نفرت وړ  وي؛  خو هېڅکله بیا داسې نه ده پېښه چې یو کس چې په افکارو یې تا زړه بایللی وي، د جسمي بدرنګۍ په وجه دې له هغه سره خپله مینه او اړیکه پرې کړې. ځکه خو فلسفه وایي: »ښکلا عقلي احساس دی، او عقل د ظواهرو اتباع نه مني«…

که د یو چا ظاهري ښکلا سترګې ورجلبوي؛ خو اخلاق او ښه خوی په زړونو د راج کولو هنر دی. د ښکلا لپاره هڅه وکړه، ښایسته باهنره ژونده کوه،  ښایسته خبرې کوه، په چوپتیا کې د ځان لپاره ښکلا ولټوه، او د نورو له زړونو او احساساتو سره نرم چلېږه، د بورې یوه وړه کاچوغه د ټول ګیلاس چای خوند وربدلوي، یوه وړه خبره او دریځ د انسان ټول شخصیت انځوروي، یوه وړه خبره

کولای شي ستا په اړوند د خلکو اندونو ته بیخي ډیر تغیر ورکړي. هغه خلک چې زموږ ژوند ته داخلېږي؛ ځینې یې داسې راځي او تیرېږي لکه د قمر/کاڼي په سر د باران اوبه، راشي او لاړ شي، نه یې کوم اثر پاتې شي، نه ګلان شنه کړي او نه میوې ترې وشي. ځینې بیا داسې تیرېږي لکه د شاړې ځمکې په سر له کلونو د وچ کارېز اوبه چې مخکې ترې یوازې وچ او تندې ځپلي فصلونه پراته وي، وروسته تر شا شنه بخملین چمنونو او اوبدلي باغونه پرېږدي. ځیني بیا د بې مهاره سېلاب په څېر راشي، آبادۍ ونړوي، څاروي ووژني او انسانیت وکړوي/وځوروي… همدغه د تلو راتلو له تسلسل څخه د ژوند کیسې جوړېږي، بې اثره هېریدونکې، خوږې او په زړونو منقشې، سختې او ورانوونکې…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.