د استاد شپون یاد

لعل پاچا ازمون

1,058

یو خوږ استاد، معنوي پلار، خوږ انسان او یو مهربان دوست را سره وروستۍ خدای پاماني وکړه.

نن مې د خپلو اوښکو په بدرګه د مانا کوه طور او دخپل خواخوږي استاد پر خوماري سترګو تورې خاورې واړولې.

د استاد څېره ډېره ښکلې وه، نورانی وه، زه بدبخته وم چې ما پر نور خاورې اړولې او دی موسکی و، په لوی لاس مې د ځمکې نور ومروړه، د تورټکو ملنګ دېره په دېره وګرځېد، زمانو ته کیسې وکړې او بالاخره د ژوند ستړی بار یې دلته له اوږو کېیست، د تورټکو دا چینه دلته په دې جل وهلې بیدا کې پنا شوه، بس دا د رب رضا وه چې تر دا وخته یې زموږ تنده ددغو تورو رڼو ټکو په چینه خړوبوله.

د تورو ټکو دغه څراغ تر نیمې پېړۍ زیات عمر زرینې وړانګې خپرې کړې او بلې لمبې یې وکړې. ډېر سړې تودې یې وګاللې. توپانونه پرې راغله، خو دې څراغ لا لمبې کولې، لا یې شعلې شیندلې، لا ې د مرګ په کور کې د ژوند سندرې ویلې، لا یې د زړه پر پردو د مینې سندرې لیکلې، مرګ یې په سترګو کې ګرځېده، خو د ژوند کیسې یې کولې، یوه څپه راغله او نور یې دده له سترګو وتروړه.

زما غږ څوک اوري که نه!! ای لارویانو یو د لفظونو شپون رانه په سره بیدیا کې تری تم شو

نو ای ځمکې!

ای دککریو خزانې!

ای د هستیو کوربنې

د خدای روی مې دروړی

زما د استاد به ډېر خیال ساتې. زما استاد ستا په غېږکې د ابدي خوب ارمانجن و، دا دی تاته په پټو سترګو راغی.

ای هوا ! خاموشه نه شي

ای سینده! ترانې وایه

ونو او بوټو شاعرانه نغمې غږوئ، ستاسې تر سیوري لاندې ستاسې ارمانجن خوب وړی دی، تاسې ته یې غوږ دی. ستاسې په شور پايي.

ونو او بوټو شاعرانه نغمې غږوئ، ستاسې تر سیوري لاندې ستاسې ارمانجن خوب وړی دی، تاسې ته یې غوږ دی. ستاسې په شور پايي.

ځمکې د خدای روی مې دروړی

چې خاورې نه کړې نازولي صورتونه

هغه خبر نه و چې وروستی کور یې دلته دی

کره مهال یې رانه هېر دی، خو ۱۳۸۴کال و، ګرمۍ نوې نوې خوله لګولې وه، استاد مې د میراجان سیال یاد غونډې ته جلال اباد ته بوت. ما ورته وویل: استاده! ګرمۍ خوله لګولې او ته مې په دې ګرمۍ کې په عذاب کړې. ده راته وویل: پروا نشته، د امریکا سړو مې هډوکي کنګل کړي، پرې چې د وطن په ګرمۍ دا کنګل مات کړم، بچیه اندېښنه مه کوه. یوه ورځ ګرمۍ تنګ کړو، برېښنا هم نه وه، ما ویل استاده راځه چې چېرته چکر درکړم، ده راته وویل: خوګیاڼو ته مې بیایې ، ما ویل: هلته به هم کله لاړ شو، خو اوس دې چېرته دسین غاړې ته بیایم، خوګیاڼو ته به کومه ورځ سهار وختي لاړ شو، اوس خو مازیګر دی. ویل یې سمه ده، له خندا یې وښکي لاړل راغله او راته ویې ویل: هی هی بچیه! زه خدای پاک تاته پاتې کړم. هه هه هه سره وموخندل .

مازیګر مهال و، خلک ګرمۍ رااخستي و، درونټه کې ډېره ګڼه ګوڼه وه، یوه هیندواڼه مې واخسته، ما ویل: استاده! دلته خو د ناستې ځای نشته، ځه چې مخ په کابل لاړ شو. ده راته کړل: نو خو هلته په کوټه کې زما غوټه پاتې ده. ما ویل کابل ته نه ځو، ددې لغمان په شاوخوا کې دسین په غاړه کېنو، هم به منظره وکړو او هم به هېندواڼه وخورو. ویل سمه ده. د الفت صاحب له مزاره تېرېدو، مخ یې راواړاه ویل یې: لول پاچا( لعل پاچا)! دا پاچا صاحب ډېر مهربانه او ښه سړی و، ښه لیکوال و، خوږ انسان و، په ځوانانو یې پام و، دا نور دې خدای راپرېباسي، پاچا صاحب مې اشنا و، خوش خلقه انسان و، ښه نثر یې لیکه. زه پرې ګران وم، زما دنثر په استادانو کې یو هم دغه پاچا صاحب و.

بیا یې راته وویل: والکه ته خو نور کابل ته نږدې کېږې، چېرته مې بیایې؟ ما ویل استاده راځه دلته په دې سرخکانو کې د سین غاړې ته دې کېباسم، ښایسته پاکې رڼې اوبه دي، هلته هلته ګڼ ځنګل هم شته، شاعرانه ځای دی.

د سرخکانو څلورلارې ته ورسېدو، مخ په لغمان تاو شو، پله ته څېرمه کیڼې ډډې ته تاو شو، موټر مو ودراوه، استاد چې اونې ولیدې ویل: بچیه! رښتیا چې شاعرانه ذوق لرې، کوټه کې دې وروست کړم، خو سهار به دې دلته راوستی وای. بیا د سین غاړې ته کېوتو، استاد کېناست او پښې یې په اوبو کې واچولې، ما ورته هېندواڼه ماته کړه، یو څو کلۍ یې وخوړه، ویل یې: عجب خوند یې وکړ، بچیه! داسې ځایونو ته مې بیایه. لغمان مې خوښېږې، خلک یې ډېر ښه خلک دي، لغمان ښایسته وطن دی، خو ګوره خوګیاڼي هم ځانته څه یایي. تر ماښامه مو دلته بنډار وکړ. کله به چې پر دې لاره تېرېده، نو ددغه ځای ستاینه به یې کوله، خو څه خبر و چې وروستی کور به یې همدلته وي.

سپوږمۍ ته دشپانه لیک

پوهېږې؟ دا لیک له کوم ځای نه راغلی؟

– نه!

– ته صبر زه یې اوس درته لولم ښه!؟

– نو کوم ځای نه راغلی؟

– دا لیک ستا له خوګیاڼیو نه راغلی دی.

– واه، زما له خوګیاڼیو نه؟ زما خوګیاڼیوال هم ګوره دادی لیک لیکي.

– هو، دا له سپین غره نه راغلی دی، اول خو به یې مچې کړم، ځکه د سپین غره هوا پرې لګېدلې ده، سپین غر کې ډېر یادېږي، ډېر مې خوښېده، عجیبه غر و.

سپوږمۍ ګلې! دا سپین غر چې دی، دا خو د نندارې غر او زړه د سکون سیمه ده، بیا چې لا له خوګیاڼیوالو سره کېنې او مجلس ورسره وکړې.

– شپونه! بس د خپلو خلکو صفتونه کوه!

– نو تا چې د لغمانیو صفتونه کول؟

– ما ته خو ټول یو شان دي.

– ماته هم یو شان دي، خو خوګیاڼي خوګیاني دي.

دواړه سره ونښتل، ددوی نښته داسې نه وه چې ګوندې تربګني سره وپالي، ددوی لفظي سوال و ځواب د اورېدونکي توجه نوره هم ځانته جذب کړه، په ما دا دواړه غږونه ښه لګېدل، ما به دا دواړه غږونه ډېر اورېدل، دا نو د لیکونو پروګرام و، امریکا غږ راډیو وه، شپون او سپوږمۍ به دواړو په ګډه لیکونه لوستل، وامې ورېدل، له هغه غږ سره چې د سپین غره لیک له مخې اشنا شوی وم، هغه هم تت شو، مړاوی شو او باد پوپناه کړ، شپون څو کاله وړاندې رانه مخه ښه واخیسته، لفظونه یې راته پرېښودل، کیسې یې راته پرېښودې، دادی سپوږمۍ هم په وریځو کې ډوبه شوه، داسې ډوبه، ډوبه روانه شوه چې بالاخره پو پناه شوه.

 بیا به په دې اسمان سپوږمۍ راوخېژي؟ بیا به د وریځو له منځه د سپوږمۍ څرک ولګېږي؟ بیا به د سپین غره هغه کیسې راته څوک وکړي؟ بیا به د سپین غره لیکونه څوک ولولي؟ څومره ښکلی غږ و!؟ سپوږمۍ خو یوازې د ښکلا سمبول نه وه، د سپوږمۍ غږ، د سپوږمۍ حرکت او د سپوږمۍ د لفظونو شور ددې وطن د ښکلا غږ و، داسې غږ و چې د نښترو او د نمنځو له شوره او منځه راواته، نېغ یې زړه ته لار کوله.

سپوږمۍ د دنګو ونو په منځ کې داسې پټ پټونی کاوه چې د ونو پاڼې یې شرنګولې او موږ ته یې زموږ د زمانو خلک راپېژندل، د تېرو زمانو کیسې یې کولې، له شپون سره به لګیا وه او ورو، ورو به یې د شپون د لفظونو شور تنخاوه، شپون به یې وتخڼاوه، شپون به سبا ته د لفظونو رمه مخکې کړه، ورپسې به و او د سپوږمۍ رڼا ته به یې ددې وطن سندرې ویلې، د سپوږمۍ په رڼا به یې ددې وطن د سندرو شور لیکه، د سپوږمۍ په رڼا به یې د زخمي، زخمي نښتر او نمنځو کیسې لیکلې.

د سپوږمۍ رڼا، د سپوږمۍ ښکلا، د سپوږمۍ سندریز غږ اوس هم د سپین غره په غوږنو کې انګازې کوي.

سپوږمۍ په ورېځو کې ډوبه، ډوبه روانه وه، ما د بلۍ سرته کټ وخېژاوه او د سپوږمۍ رڼا ته ناست وم، د سپوږمۍ د غږ په شور مې سندریزې کیسې لیکلې.

دا خبره مې نه هېرېږي:

– وه شپونه! دا وطن دې خدای جوړ کړي، ستا له کلي نه هغه دی لیک راغی، لغمان نه هم کله ناکله لیک راځي، افغانستان څومره خوږ وطن دی!؟ څومره خواږه خلک یې دي؟ څومره خواږه لفظونه کاروي؟ څومره له ماو تا سره مینه کوي؟

شپون به په کړس کړس وخندل او ورته وبه یې ویل:

– سپوږمۍ! دا لکه چې ستا برکت دی، سپوږمۍ! ستا په څېره کې رښتیا هم د افغانستان شور ګورم، له کاکله دې د غرونه غږ راځي، زه چې ستا غږ اورم او زه چې ستا له خلکو سره مینه لولم، نو ساه راکوي.

دواړو به ښه مجلس وکړ، لیکونه به یې ولوستل، زموږ د ټولو پام سپوږمۍ ته و، سپوږمۍ موږ نه وه لیدلې، د شپون عکسونه خو مو په کتابونو کې لیدلي وو.

– دا سپوږمۍ به څه ډول وي؟

– خو همدا ده کنه، دا پاس په اسمان کې چې ګرځي، همدومره ښکلې ده، همدومره دنګه ده، همدومره غټې، غټې سترګې لري.

– واه! دا خو په خپلو خلکو ډېره میینه ده، دا خو په خپلو غرونو او خپله خاوره ډېره میینه ده، دا سپوږمۍ ولې نه راځي؟

ددې سپوږمۍ رڼا او د غږ شور ته به ناست وو، کیسې به مو کولې، سپوږمۍ به مو یادوله، سپوږمۍ به مو لیکله، د سپوږمۍ د لفظونو شور به مو یاداوه او په همدې به پایېدلو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.