د پښتون د فکري دنیا د انقلابي اوښتون شعوري سرلاری

همت عمرزوی

423
د پښتو ادب د داستاني جهان د زړه ور ليکوال ارواښاد استاد سعدالدین شپون د وفات تازه ورځي اوشپې وې، د راډیو د ملګرو سره مي دا موضوع شریکه کړه چې د استاد د یاد اودرناوي په پاربه یوه خپرونه خاص د ده لپاره ځانګړي کوو او د نوموړي پرشخصیت او داستاني تخلیق به بحث کوو، د همکارانوهم دا وړاندیز په ډېراستقبال راسره خوښ سو او په دې فکرکې سو چې د بحث لپاره به څوک را مېلمه کوو؟ تریوڅه فکري لټون وروسته مي ذهن ته د نصیراحمداحمدي صاحب نوم راغی، د مبایل شمېره مې له کوم ناول څخه را واخسته او زنګ مي ورته وواهه، ترسلام اوستړي مه سي وروسته مي موضوع ورسره شریکه کړه، په خورا ورین تندي او ښه لېوالتیا يې راسره ومنله، خپرونه په ژوندی بڼه خپرېدله د کابل څخه مي د تلیفون پرکرښه پر استاد شپون بحث اوشننه ورسره وکړه، خدای ج سته د هغې خپروني ښکلې خاطره مي تراوسه د زړه په غوږونو کې مکرر ساز او آوازکوي. ارواښاد احمدي لکه څنګه چې يې جسامت اوهیکل ښکلی اوجذاب وو، په همدې تناسب يې ږغ هم د تاثيراوکشش څخه ډک اودلچسپ وو، په ټولیز ډول د استادشپون له وفات څخه وروسته د پښتو د داستاني ادب د خیالوري اومنوري کلا یو کلک اوپولادي ستون ارواښاد احمدي وو، په دې کيسه ایز جهان کې د سړي سترګي ترډېره حده په ده ډکېدلې اوخوږېدلې، د اروښاد احمدي د هنري کار د ډېرو ښو ممیزاتو یوه عمده برخه د هغه سیاسي مفکوره وه، نوموړي د اصيل اوطبیعي نثرپه ژبه د پښتانه د فکرپه دنیا کې نرم اواغيزمن سیاست وکړ، اوداچې څوک د ټولني په ناخوداګاه دنیا په دغسي اغيزشيندونکي او خوځونکي انداز ورننوزي اوهلته د جمود لوړدېوالونه په قلمي تبر رانړوي زه دا ترټولو بریالی اوغوره مثبت سیاست ګڼم، زه فکرکوم چې د عمومي فکري بدلون مبارزه تل ستړې او ستونزمنه ده، اودا مبارزه نېغ په نېغه ډېرکله د شدید ټوليزغبرګون، ټولنیزپريکون اوبېلتون سره مخ کېږي، اما د لوی فکر او لوړ مرام لوی هنرمندليکوالان اوهنرمندان دا مهارت او تکتیک درلودلای سي ترڅو ددې مبارزې لاري، وسایل اومیکانیزمونه په غوره توګه اوپرځای وکاروي، چې ښاغلي احمدي دا چاره په خورا لازمه او غوره توګه ترسره کړې ده، کومه زړه ورتیا او ژمنتیا چې ارواښاد احمدي په دغه سپېڅلي لارکې ښودلې ده په ډېرو کمو فکري او شعوري هنرپنځوالو کې يې موندلای اوليدلای سو، مرحوم احمدي په افغاني ټولنه کې د یو خوځنده مثبت معاصر ذهني تغیر بلفعله غوښتنه درلوده، د نوموړي د ناولونو محتواته که سړی ځېر سي نو دا اخستنه په وضاحت سره ترې کېږي چې په دومره لنډ زمان او دومره ډېرکار کې ده څه ویل اوڅه کول غوښتل؟
د ملي آرمانونو خاوند هنرمند ترډېره بریده د ټولني د ايډیال پرمختللي ژوند او تکامل په شور اوتلوسه کې دومره غرق اولاهو وي چې خپل شخصي اوفردي ژوند يې هډو هېر وي، دی د ولسي غم او ملي درد دباو دومره ځپلی او زودولی وي چې د ځان درد يې د حواسو له دایري وتلی او شړلی وي دده هره ساه اوهره څړیکه د خپلو لویو وطني او ولسي دردونو د آه اوفریاد سره مل او حل وي، زمونږ د یوشتمي پېړی ځوان لیکوال ښاغلی احمدي د ځان ساتني اومحافظه کاری څخه مبرااو دغسي په هيوادني ویراوغم کې غرق اوپرق وو، نوموړی د واضح او روښانه پېغام او د ځانګړي لار او منفرِد مقام باشهامته اوبادرایته ليکوال وو، د خپل سبک نوښتګرپنځوونکی وو، زه د نوموړي د خوږ اومعناداره نثر پرتخنیکي اړخ ځکه نه ږغېږم چې ددې برخي شننه د مجربو او مسلکي لویولیکوالو اوکره کتونکوکاراوصلاحیت دی، ما د احمدي صاحب د ښکلو ناولونو د لوستلوترڅنګ  بغدادي پير په ږغيزه بڼه هم اورېدلی دی، ددې ناول د پېغام او منځپانګي خوږلني خو لکه لمر خپل زریني پلوشي زمونږ د ذهني دنیا په ژوروتورو سمڅوکې د ويښتیا اوروښانتیا په موخه خپروي، او کوم باریکبین او ذره بین ظرافتونه چې زمونږ دې لوی ليکوال په یاد ناول کې کارولي دي هغه دده پر ذهني ذکاوت او هراړخیزمعرفت ښه دلالت کوي، ارواښاد احمدي ددې ناول د نثر د مکالمو سایکولوژیک او روحي حالت داسي په مهارت سره جوړه کړی چې هم د متکلم اوهم د مخاطب روحي اورواني حالت راسپړي او په ولولو يې راولي د هري صحني او هري واقعې لپاره يې هغسي وړ او مناسب الفاظ غوره کړي دي لکه څنګه چې ورته لازم دي، مخکي مي وویل چې د تخنیکي نظره د ښاغلي احمدي د ناولونو شننه او سپړنه بېل وخت او ځانته اهل خلک غواړي، زه په دې برخه کې پوره ډاډمن یم چې دا چاره به ارومرو ترسره کېږي، اوس بحث دادی چې ځوانیمرګ احمدي خو د مرګ کرونایي ښامار رانه واخست، اومونږ يې لکه دده د ناپایه ملي آرمانو وناپایه افسوس او تلپاته حسرت ته کښينولو اما دده د تخلیقي سبک پرانستي لاربه هم د مزله په نيمه کې همداسي بې ګامه او ناتمامه پاتېږي؟
اوکه به د دې مزل سرپه لاس لاروي د ټاکلي منزل د مراد مزلونه لاهم په هغسي راز اوهغسي اندازمخ پروړاندي وهي؟
ارواښاد نصیراحمد احمدي د پښتو داستاني ادبیاتو نه هېرېدونکی اونه جبرانېدونکی لوی نوم دی چې اوسنی او راتلونکی ادبي کهول به يې د تشي اونه شتون تاوان د اوږدو زمانو لپاره پرې کوي.
روح دې آرام او لاري ته دې زمونږ پام وي.
په پېرزوینه اودرناوي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.