د یوه ادبي متن کره کتنه

پوهاند لعل پاچا ازمون

1,092

د یوه ادبي متن کره کتنه

سریزه

ادبي متن هغه متن دی چې هنري ارزښت ولري. هنري ارزښت د شاعر او لیکوال خپلې ذهني، نفسي او کیفي تجربې دي. لوستونکی د تخیل له لارې په دغو تجربو کې ور ګډېږي.

په دې لیکنه کې غواړو دا څرګنده کړو چې د یوې ادبي لیکنې پر متن څنګه کره کتنه وکړو؟ لومړی باید ادبي متن وپېژنو، بیا یې د کره کولو لپاره لارو چارو او اصولو ته پام وکړو.په نسبي توګه په هره برخه کې یو لړ معیارونه شته دي، اړینه ده چې د نسبي معیارونو او دلایلو له مخې ادبي متن ته د کره کتنې لاره پیدا کړو.

موخه

ددې لیکنې یوازینۍ موخه د یوه ادبي متن کره کتنه او سپړنه ده. دا څرګندول دي چې د ادبي متن او نورو متونو د کره کتنې په برخه کې توپیر شته دی، دغه توپیر برسېره ول غواړي.

کلمې

ادب، متن، کره کتنه، کلمې، لفظونه، ترکیبونه، روح، سکښت، موضوع، لید…

لنډیز

د یوه ادبي متن د پېژندنې لپاره کره کتنه اړینه ده، د ادبي متن کره کتنه د نورو علومو او فنونو له کره کتنې سره په توپیر او پرتلنې دا څرګندوي چې  د ادبي متن کره کتنه، د کلمو، لفظونو، ترکیبونو، جملو، مسرو او ادبي روح له مخې توپیر لري. د ادبي متن توکي کلمې، د غږونو آهنګین تړښت، ترکیبونه، وزم ، مسریز جوړښت، لفظي او معنوي خواووې دي.

د ادبي متن د کره کتنې لپاره اړینې خواووې، تر هر څه وړاندې د متن اډانه، روح، موضوع، ژبه، لفظي او معنوي ترکیبونه دي، نو کره کتونکي ته بویه چې د یوه ادبي متن د کره کولو لپاره د متن اډانه او سکښت مطالعه کړي او په شننه کې یې له ادبي نسبي معیارونو ګټه واخلي.

پوښتنې

۱ ـ ادبي متن، ل، د ټولنیزو، فلسفي، علمي او ساینسي علومو له متن سره څه توپیر لري، که نه؟

۲ ـ د یوه ادبي متن د کره کتنې لپاره څه کول په کار دي؟

فرضیه

د ادبي متن کره کتنه د نورو علومو او فنونو له کره کتنې سره توپیر لري.

د ادبي متن کره کتنه ادبي او هنري ارزښتونه را پېژني.

آره سکالو

پر هر اثر کره کتنه کېدای شي، هیڅ یو اثر له کره کتنې اوچت او خالي نه دی، په پوهنیز، فني او هنري اثارو کره کتنه ځانته ځانګړنې لري. پر ادبي اثارو سربېره نور علمي، ټولنیز او ساینسي اثار هم کره کتنې ته اړتیا لري، خو ددې هرې برخې بنسټونه او کره کتنیز اصول بېلابېل دي، هېڅ مهال د یوه ساینسي، فني او یا علمي اثر کره کتنیز اصول او بنسټونه پر ادبي اثر نه شو تطبیقولای. ځکه ادبي، علمي، فلسفي او ساینسي لیکنې په جوړښت او سکښت کې سره توپیر لري، ادبي اثاره اغېزښندونکې او پارونکې ژبه غواړي، علمي، فلسفي او ساینسي اثار په معلوماتي ژبه لیکل وړاندې کېږي، نه په پارونکې او اغېز ښندونکې ژبه.

ددې لپاره د یوه ادبي متن روح، په هغه کې ښېګڼې او بدګڼې او ارزښت رابرسېره شي، نو اړ یو چې پر یوه ادبي متن د کره کتنې لپاره دغه لاندې ټکي په پام کې ونیسو:

لومړی ـ د متن اډانه یا جوړښت

ادبي اثار د جوړښت یا اډانې له مخې لومړی په دوه لویو برخو ( نظم ـ نثر ) ویشل کېږي. کله چې موږ ادبي اثر وایو نو موضوع ځانګړې او ټاکلې ده، مطلب یا موخه مو له هغه اثارو ده چې هغه ادبي ارزښت ولري، ادبي ارزښت نه مو موخه څه ده؟

په پخوانیو زمانو کې ټول اثار ادب او ادبي ګڼل کېدل، خو کله چې د علومو ډګر پراخېږي نو ورسره څانګیزې برخې رامنځته کېږي، ددې لپاره چې یو اثر ښه وپېژندل شي، په څانګو، څانګو ویشل کېږي، علوم، فنون او هنرونه سره بېلېږي.

 ادب د هنر څانګې پورې مربوطېږي، ادب کې دوه برخې دي، یوه یې دتحقیق او څېړنې برخه ده او بله یې هم د ایجاد یا تخلیق برخه ده.

د څېړنې په برخه کې یو لړ اصول او لارې چارې دي چې هغه نسبي منل شوي دي، نو د هماغو نسبي اصولو پر بنسټ پر یوه ادبي اثر خبرې کېدای شي، تخلیق د تحقیق لپاره مواد برابروي، تخلیق د ادب او هنر ور پرانیزي، په منظوم او منثوره برخه کې یوه نوې دنیا رامنځته کوي، دغه نوې دنیا یا فضا د هر لیکوال یا شاعر په ذهني، شخصي، ذوقي او سلیقوي تجربو پورې اړوندېږي.

دا تجربې د یوه حساس ذهن څښتن د ټولنې له لید را اخلي، حافظې ته یې سپاري او وروسته پرې ذهني او نفسي تجربې کېږي او په پایله کې ورته د اظهار ژبه پیدا کېږي.

نو دلته د هر شاعر او لیکوال ادراکي ځواک فعال وي، دی څه درک کوي؛ هغه حافظې ته سپاري، حافظې ته پر سپارل شویو موادو ذهني او نفسي تجربې تر سره کوي، ددغو تجربو نه وروسته د اظهار ژبه پیدا کېږي، درک او ادراک دواړه له ټولنې او طبیعت سره مستقیم ارتباط لري.

د انسان ذهن او نفس ادراکي مواد را اخلي او هغه باندې یوه نوې تجربه ترسره کوي، په نوې تجربه کې د څیرونو بڼه او جوړښت او د بیان ژبه د انسان ذهني او تخلیقي قوې پورې مربوط ده، څنګه یې درک کړی؟ څنګه یې مواد را اخیستي؟ دده ذهنیت او نفسیت د موادو په پخولو او وړاندې کولو کې څه او څومره ونډه اخیستې ده؟ دلته هر لیکوال او شاعر په خپل عینیت کې ذهنیت او نفسیت شاملوي، عیني تجربې را اخیستل او بیا هغه په ذهني تجربو بدلول هنري پنځونه ده.

دغه پنځونه چې په هغه کې د لیکوال او شاعر عینیت، ذهنیت او نفسیت شامل دی،  بالاخره د اظهار ژبه پیدا کوي.

ژبه کلمې ګوری، کلمې ددغه تصویرونو د وړاندې کولو لپاره یو چوکاټ یا فورم برابروي.

دلته د متن اډانه یا جوړښت رامنځته کېږي، دا جوړښتونه یا په منظومه بڼه او یا په منثوره وي، که په منظومه بڼه وي، نو دلته لیکوال او شاعر له کومو اصولو ذهني او عیني تجربو نه کار اخیستای دی؟ او که په نثری بڼه وي؛ هلته د لفظونو اوډون د لیکوال یا شاعر په نفسي او ذهني تجربو پورې اړه لري چې په دواړو حالاتو کې کیفیت رابرسېره کېږي.

کیفیت خوږلني او د لیکنې جوهر دی، هغه څه دي چې  لیکوال یا شاعر له بهرنۍ دنیا نه مواد راخیستي ، درک کړي، د ادراک قوې پر هغې کار کړی او بالاخره یې ورته د اظهار ژبه پیدا کړې ده، نو د اظهار دغه ژبه ټولې کلمې او متن برابروي او په یوه مشخص یا ځانګړي فورم یا چوکاټ کې یې اچوي.

کله چې موږ په یوه ادبي متن کره کتنه کوو نو ګورو چې د لیکوال یا شاعر درک او عیني  تجربې څنګه په ذهني تجربو، نفسي او کیفي دنیا  بدلې شوي دي او د اظهار ژبه یې په کوم فورم یا چوکاټ کې وړاندې شوې ده!؟

دلته د لیکوال یا شاعر حسي، عاطفي، نفسي او ادراکي قوې فعاله وي او کار کوي، د بېلګې په توګه:

په طبیعت کې هر سړی ونې  ، کاڼي، بوټي، غنې، غر، لمر، سپوږمۍ، ستوري او …ګوري، د دوی شکلونه ټولو ته یو ډول دي، خو کله چې د یوه حساس او هنري ذوق څښتن دغو څیزونو ته ګوري؛ د دغو څیزونو له درک او وهمیاتو وروسته دوی پر دغو موادو ذهني او نفسي تجربه ترسره کوي، بیا ددغې تجربې د وړاندې کولو او کیفیت ښودلو لپاره داسې یوه ژبه پیدا کوي چې کلمات یې عاطفي، حسي، کیفي، اغېز ښندونکې او پارونکې وي، دوی له نورو سره دا توپیر لري چې هغوی کټ مټ لمر ،ستوري ، غنه، ونه، دره او هرڅه په خپله بڼه یادوي، خو د لیکوال یا شاعر ژبه بیا له هغوي بېله ده، دلته د کلماتو په وړاندې کولو کې لوبه او جادوګري کېږي، کلمات یو له بل سره داسې پېیل کېږي چې یوه نوې بڼه را خپلوي، حسي تجربې ، عاطفي او کیفي ارزښت او خوږلني پیدا کوي.

داسې نه وایي چې ته ماته په سترګو وګوره، که موږ ووایو چې ته ماته په سترګو وګوره، نو دا به د یوه عادي او معلوماتي جمله وي، خو که ووایي چې:

ماته په سترګو کې حال وایه، دلته د سترګو او حال ویلو تر منځ یوه ذهني، عاطفي او کیفي تجربه شامله ده چې له یوه حسه  د بل حس کار  اخلي.

یا وایو: دا چنار دی، ونه ده، پاڼې لري، سیوري ته یې خلک دمه کېږي، دا یو حقیقت دی، خو همدغه چنار کله چې د یو لیکوال او شاعر ذهن ته ورځي، دا له نورو موادو سره چې په حافظه کې تیار موجود دي، ګډوي او له دغې ګډې تجربې نه یوه نوې بڼه رامنځته کوي، دغه نوې بڼه یوه هنري بڼه ده.

《چنار خبرې کوي》د کاروان صاحب د کتاب نوم دی، چنار خبرې کوي، نو اوس دلته د خبرو او چنار تر منځ اړیکه راسپړل کېږي چې چنار خو یو داسې موجود دی چې د خبرو نه دی، د انسان غوندې خبرې نه کوي، بشر دی خو انسان نه دی، نو څنګه چنار ته یوه انساني بڼه او روح ورکړل شوی دی؟

دا ټول موجودات لومړی له خاورو را زرغونېږي، روح لري، په روح کې ټول سره شریک دي، خو د دوی کړنې او چارې بېلې دي، چنار ته د انسان ژبه ورکول، له بشر سره د انسان حسي او عاطفي تجربه او مینه ښیي، چنار ځان ښیي، چنار انسان ښیي او د د بشر په څېر پالنه او ورسره  مینه کول؛ انساني اخلاق رابرسېره کوي.

دلته د چنار په څېره کې یوه بله څېره نغښتې ده، دغه بله څېره د انسان څېره ده چې خبرې کوي، نو دلته د چنار سره زموږ سلوک، روان او کړنې انساني دي، ځکه چنار ته د انسان په سترګه کتل شوي دي او چنار کې د انسان څېره کتل شوې ده، چنار ژبه پیدا کړې، چنار خبرې کوي، چنار موسېږي او چنار غږېږي. خبرې، غږېدل، موسېدل هغه څه دي چې د لوستونکي یا اورېدونکي ذهن ناطق یا نطق کوونکي ته بیايي. همدا یې قرینه ده، په تشبه کې وجه شبه او په استعاره کې وجه جامع او قرینه هغه څه دي چې د ددوو څیزونو یا کیفیتونو تر منځ په ورته والي، تضاد او مناسبت ذهني تړون را منځته کوي.

د لیکوال او شاعر چلن له ټولنې سره انساني شیانو ته صورت ورکول دي، کاڼی ژاړي، کاڼی په انسان بدلول د شاعر یا لیکوال نفسي او ذهني تجربه ده، یوه نوې بڼه ده چې ددوه څیزونو له اړیکو رابرسېره کېږي، دغه اړیکه نفسي، عاطفي او حسي ده، څه یې لیدلي؟ څه ورته وایي؟ څه پرې تېرېږي؟ او څنګه یې بېرته ټولنې ته وړاندې کړي؟

دلته د کاڼي او انسان تر منځ یوه بله اړیکه وښودل شوه، نو له ټولو څیزونو سره د شاعر یا لیکوال چلن عاطفي، حسي او انساني دی، دغه چلند نوې تصویرونه رامنځته کوي، نوي تصویرونه د هر انسان د ذهن تخلیق او ایجاد دی، دا د هر لیکوال او شاعر په شخصي، سلیقوي او کیفي تجربو پورې تړلي وي، نو که کله موږ پر یوه ادبي اثر کره کتنه کوو نو د متن اډانه یا جوړښت ته به پام کوو، ددغې اډانه یا جوړښت په رامنځته کېدو کې د لیکوال یا شاعر نفسي، کیفي او ذوقي تجربې شاملې دي چې دا بیا بېلابېلې بڼې لري، دغه بڼې ځینې  لوېږي،  ځینې یې بدلون مومي  او ځینې همداسې دوام مومي.

نو کره کتونکي ته بویه چې د ادبي متن د کره کتنې پر مهال د متن هنري ارزښت، کیفیت او د هنرمن نفسي، کیفي او ذهني تجربو ته پام وکړي، هغه ژبه چې دی پرې خپلې تجربې وړاندې کوي، ددې جوګه شوې چې ادبي تومنه پیدا کړي؟

بېلګې یې:

په ولسي ادب کې موږ ډېرې داسې بېلګې لرو چې اوس نه پالل کېږي، په لیکني یا دیواني ادب کې  هم داسې بېلګې شته چې له پخوا زمانې راهیسې تراوسه پالل کېږي، یوه بېلګه یې د غزل ده، غزل له څو پېړیو را په دې خوا په پښتو ادب کې مشهور او معروف دی،  اوس هم غزل په پراخ میدان لري.

ذوقي فردي دي، د متن چوکاټونه یا اډانه د ذوق او کیفي ارزښت پورې مربوط ده، نو ذوق د وخت په تېرېدو سره بدلېدونکی دی، په خپل حال نه پاتې کېږي، ذوق چې کله بدلېږي، نو دلته د لیکوال یا شاعر کیفي او ذهني تجربې کلمات را اخلي او یوه نوې بنه ورته پیدا کوي، یعنې د خبلو تجربو د اظهار لپاره لیکوال یا شاعر یو نوی چوکاټ یا تصویر رامنځته کوي، چوکاټونه هم  په ذوق، ذهني او کیفي تجربو پورې تړلي دي، نو د یوه ادبي متن کره کتونکی باید له چوکاټونو یا فورمونو سره د لیکوال یا شاعر د ذهني تجربو اړیکه راوسپړي او وګوري، هغه تصویرونه چې د لیکوال یا شاعر په ذهن کې جوړ شوي، په کلماتو کې یې څنګه رانغښتي، د اظهار او وړاندې کولو چوکاټ یا فورم یې څنګه دی؟

دلته کله نا کله ځینې محدودیتونه وضع شي، مثلاً په قافیه وال شعر کې قافیه مخې ته غورځي، قافیه معنوي، انځوریز او لفظي چوکاټ هم برابروي، قافیه د یوې ادبي وینا لپاره اډانه یا سکښت په برابرولو کې ونډه اخلي. معنوي او ښکلاییز  بستر ورته غوړوي، دلته قافیه کله ناکله محدویت او کله بیا یو کیفي ارزښت  دی، دغه کیفي ارزښت د لیکوال په نفسي او ذهني تجربو پورې تړلی دی.

دویم ـ د متن کلمې او لفظي ترکیبونه

کلمې او لفظونه

لفظونه او کلمې دواړه د لیکوال یا شاعر په حسي تجربو پورې تړلي دي، دا چې کله د انسان له ذهنه بهر څیزونه له عیني تجربو نه وروسته په عیني او ذهني کیفیت کې را نغاړل کېږي؛ دلته د تجربو د رامنځته کولو لپاره لفظونه او کلمې په خپله د انسان له حافظې نه راځي او دغه تصویرونه را اخلي.

لفظونه او کلمې یا په انفرادي او یا په ترکیبي بنه باندې د تصویرونو د وړاندې کولو ژبه پیدا کوي، ددغې ژبې توکي او موادد  لفظي او معنوي څرګندتیا په جوړښت او اډانه کې ځان ښیي، نو د یوه ادبي متن کره کتونکی باید د ادبي متن د سپړنې او پر هغه د نقد لپاره د ادبي متن کلمې، ترکیبونه او لفظونه څرګند او کره کړي، دلته موږ دوه اړخونه لرو، یو د کلمې معنوي او مفهومي ارزښت دی او بل یې هم موسیقیت دی، کلمې او ترکیبونه د مفهوم له مخې په یوه متن کې څه ډول رانغښتي دي؟ هغه څه چې لیکوال یا شاعر له یوې بهرنۍ دنیا راخیستي او هلته یې ذهني تجربه پرې ترسره کړي ، کره کتونکي ته بویه چې دا په ډاګه کړي چې، دشاعر یا لیکوال ذهني، عیني، نفسي او کیفي تجربې  دده کلمو او لفظونو په سمه توګه ټولنې یا بهرنۍ دنیا ته بېرته رسولې او که نه؟ کلمې په هماغه مفهوم چې تصویر باید وړاندې کړي، رانغاړل شوي؟ او پېیل شوي دي او که نه؟ کلمې او لفظونه په یوه لړ کې څنګه رانغاړل شوي؟ موسقیت او اهنګ یې څنګه دی؟

دویمه برخه یې همدا د موسقیت یا اهنګینه برخه ده،  دغه کلمې او لفظونه چې د لیکوال ذهني او عیني شرایط او تصویرونه وړاندې کوي، د وړاندې کولو ژبه چې هدف ترې همدا کلمې او لفظي ترکیبونه دي، په داسې توګه وړاندې شوي چې په هغې کې یو اغېز او راښکون موجود وي او که نه یوازې او یوازې د عادي وینا په څېر تش د خبرو یا لفظونو وړاندې کول دي؟!

په دې برخه کې نصیحتي، تعلیمي او ساینسي مسایل شاملېدای شي چې هغه هم د اظهار ژبه غواړي خو هلته د کلماتو او لفظونو ترکیبونه په یوه  داسې لړ کې  نه دي پېیل شوي او وړاندې شوي چې په هغه کې  د یو کیفي او اغېز ښندونکی حالت انځور وړاندې شي .

دلته کره کتونکي ته بویه چې د یوه ادبي متن، د کلمو، لفظونو، ترکیبونو او په لړ کې پېیلو ته یې هم پام وکړي او هغه د نورو متونو په څېر بې ارزښته ونه ګڼي، ځکه د نورو علومو یا فنونو خلک د خپلو تجربو د څرګندولو لپاره خام مواد لري، شاعر او لیکوال خپله ماڼۍ له لفظونو او کلمو څخه جوړوي، نوله لفظونو او کلمو نه جوړه شوې ماڼۍ ښکلاییز او اغېز ښندونکې ارزښت لري.

دریېم ـ د متن روح

متن په څه غږېږي؟ په متن کې څه شی را نغاړل شوی دی؟ ارزښت یې په څه کې دی؟ ایا لیکوال یا شاعر چې څه غوښتي، هغه یې وړاندې کړي دي؟ وړاندې کولو ژبه او کیفي دنیا یې خوندي کړې او که نه؟

د متن روح په معنوي او کیفي ارزښت پورې تړلې دی، د متن عمومي منځپانګه څه ده؟ او کیفي اغېز او ارزښت یې په څه کې دی؟

دغه معنوي، مفهومي او کیفي ارزښت د متن روح برابروي، کره کتونکي ته بویه چې پر یوه ادبي متن د کره کتنې لپاره تر هر څه وړاندې د متن روح را وسپړي، ایا دغه متن چې دی پرې کره کتنه کوي، په ټولنه څه اغېز ښندلی شي او ښندلی یې دی که نه؟ لیکوال یا شاعر چې څه غوښتي؛ وړاندې کړي یې دي که نه؟ د متن روح په معنوي او مفهومي لحاظ څنګه دی؟ منځپانګه یې څنګه ده؟ له نورو سره څه توپیر لري؟ ددغه متن روح پر ټولنه څه اغېز ښندي؟

دلته د متن روح یا اډانه چې په هغه کې  لفظي او معنوي کیفیتونه شامل دي، راخیستل کېږي او  ارزښت یې ښودل کېږي، ارزښت یې همدغه معنوي او کیفي خواوې دي.

څلورم ـ د متن موضوع

د یوه ادبي متن د کره کولو لپاره لومړی د متن موضوع را برسېره کېږي. متن په څه لیکل شوی دی؟  په متن کې واقعیتونه او حقیقتونه څه ډول نغښتل شوي او وړاندې شوي دي؟ موضوع یې څه ده؟ او د بیان ژبه یې بیا څه ډول ده؟ که د یوه متن موضوع سوله وي؛ د سولې د ترسیم او انځورګرۍ لپاره څه شوي دي؟ په موضوعي لحاظ متن پر دې توانېدلی چې دغه موضوع په هنري  اغېز ښندونکي او پاروونکې ژبه وړاندې کړي؟

کره کتونکي ته بویه چې د متن موضوع هم په پام کې ونیسي، د متن موضوع روح، کلمې او لفظي جوړښتونه د متن لفظي او معنوي اډانه برابروي. په دې کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې کره کتونکی باید دا جوته کړي چې موضوع په کلماتو کې څنګه او څه ډول وړاندې شوې ده، کله ناکله داسې کېږي چې د موضوع روح د کلماتو په ځل وبل تت شي، موضوع ګونګه شي، کله بیا داسې هم کېږي چې موضوع ډېره په زړه پورې وي خو د وړاندې کولو ژبه یې اغېزښندونکې نه وي.

پنځم ـ هنري ارزښت

د یوه متن هنري ارزښت د کلماتو، لفظونو او  ترکیبونو په اوډون کې نغښتی دی، هنري ارزښت د متن د ژبې په څرګندولو کې راسپړو. ایا ژبه یې معلوماتي ده او که پاروونې یا اغېز ښندونکې ده؟ که د متن ژبه یوازې او یوازې معلوماتي وي، نو بیا دا متن د ارزښت له مخې هنري ارزښت نه لري، دا متن معلوماتي یا علمي متن دی، خو که په متن کې پاروونکې او اغېز ښندونکې ژبه فني او هنري ژبه وي، یا متن په اغېز ښندونکې او پاروونکې ژبه وړاندې شوی وي؛ نو همدا د متن هنري ارزښت دی.

هنري ارزښت داسې ښودلی شو: باد لګېږي، د باد د لګېدو خبره هر څوک کوي، خو که داسې ووایو چې: باد نڅېږۍ، د باد او نڅا تر منځ تړښت هنري ارزښت ښودل دي، باد موږ بېرته په یوه انساني صورت کې ګورو، باد ته انساني صورت ورکول لکه وړاندې مو چې وویل؛ د متن هنري ارزښت راسپړي. کره کتونکي ته بویه چې دداسې ترکیبونو جوهر او ارزښت د هنري منطق په تله وتلي.

په هنري ارزښت کې تشبه، استعاره، کنایه، سېمبول، پراډوکس، هنري صفت، اسطورې او له دې اخوا تصویري دنیا شامله ده چې هغه لوستونکی را وپاروي او خپلو تجربو کې یې له ځان سره ګډ کړي. زه د یوې سیمې په باب معلومات یا خپل لید لیکم، که زما معلومات او لیدلوری یوازې په معلوماتي ژبه وي، مثلاً ووایم:

کونړ د افغانستان یو ولایت دی، دومره نفوس لري، دومره مساحت لري، دا کومه پاروونکې یا اغېز ښندونکې ژبه نه ده او نه په دغه څو جملو کې پرته له معلوماتو بل څه شته، خو که ووایم:

کونړ د حماسو کور دی،  د دنګو غرونو او شنو نښترو چې قد یې ان تر اسمانه رسي، په شور کې را ایسار دی، د کونړ سین په شور او زوږ بهېږي.  شور یې لکه ستا خوږې خبرې زما تر غوږ راځي.

دلته یوه فضا په بله فضا کې ګډه شوه، د کونړ موقعیت او د سین څپو ته یو بل رنګ ورکړل شو، دلته متن دوه فضاګانې ګډې کړې، ددغه دوه فضاوو ګډول هنري ارزښت رامنځته کول دي.

 هنري ارزښت د لفظونو او کلمو په ټکر یا تضاد، ورته والي او مناسبتونو کې نغښتې ده.

نو کره کتونکي ته بویه چې کله هم پر یوه ادبي متن کره کتنه کوي، نو دی باید د متن هنري خواوو او ارزښت ته پام وکړي چې د ده مخ ته د پروت متن په کومو ځایونو کې هنري تومنه شته او په کومو ځایونو کې یې نه شته!؟

شپږم ـ د متن ژبه

د  ادبیاتو په باب مشهور جمله دا ده چې:  ادبیات ژبنی هنر دی، موږ چې کله ژبنی هنر وایو، هلته د کلماتو او لفظونو سره یو جادویي برخورد دی، کلمات او لفظونه په داسې بڼه  وړاندې کېږي چې هغه حسي، کیفي او هنري ارزښت ولري، نو د متن ژبه تصویري وي، دغه تصویرونه عیني او ذهني کیفیت لري.

د متن ژبه د نورو متونو په څېر معلوماتي نه وي، بلکې دلته د متن ژبه معلومات په حسي او کیفي جامه کې رانغاړي.

که ووایو:  نن هوا توده ده. دا معلومات دي، خو که داسې ووایو: نن هوا دومره توده ده لکه غومبسې چیچل کوي، دلته مو هوا په یوه بل جسم کې  مجسمه کړه.

 کره کتونکي ته بویه چې د یوه ادبي اثر د کره کتنې په برخه کې د متن ژبه چې دا هم د متن د اډانې یا جوړښت  یو مهم توکی دی، په پام کې ونیسي.

 د متن د وړاندې کولو فصاحت او بلاغت چې د کلام د ښایست او زېور دی، سپړنه او کره کتنه په کار ده، کله چې موږ د بلاغت او فصاحت خبره کوو. په بلاغت او فصاحت کې د کلمو، جملو، ترکیبونو او لفظونو اوډون چې موسقیت او اهنګینه برخه جوړوي او ورسره معنوي تړښت راسپړل کېږي.

کره کتونکی باید د متن په ژبه کې د فصاحت او بلاغت د وړاندې کولو تومنه  راوسپړي.

پایله

په پایله کې ویلی شو چې کره کتونکي ته بویه چې د یوه ادبي متن د کره کتنې لپاره د متن کلمې، لفظونه، روح، موضوع، هنري ارزښت، ژبه، فني اړخ او په ټوله کې د یوه ادبي متن اډانه یا سکښت تر کره کتنې لاندې را ولي، کره کتونکي ته بویه چې د یوه ادبي متن د تحلیل، تفسیر کره کولو او نیوکو  لپاره تر هر څه وړاندې ادبي متن له نورو متونو سره توپیر کړي. د توپیر او پرتلې له مخې متن ته وګوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.