د ادبي اثارو عمر او ژوند

لعل پاچا ازمون

975

دا ډېره ګرانه ده چې د یو ادبي اثر عمر او ژوند وټاکو. د ادبي اثر عمر او ژوند د اثر په افاقیت کې دی. افاقیت په دې معنا چې ادبي اثار د ادبي ارزښتونو له مخې په هر مهال لوستونکي او د درناوي وړ ځای ولري، له خپل لیده یې وارزوي او په بار بار لوستو ترې نوې خبرې او نوي مسایل پورته کړي چې څومره لوستل کېږي، هغومره تازه کېږي او نوې ګوټونه پکې رابرسېره شي، بېلګه یې داسې ورکولی شو؛ تاسې د خوشال بابا کلیات پنځه کاله مخکې لوستي، هغه مهال چې تاسې دا کلیات لوستل؛ نو غورچاڼ مو پکې وکړ، بیتونه مو راویستل او په یوه کتابچه کې مو ولیکل، پر همدې بیتونو هغه مهال تاسې کېدای شي، لیکنې کړې وي، له بېلابېلو زاویو مو شنلي وي، هماغه بیتونه اوس یو ځل بیا مخې ته کېږدئ، دا ځل به تاسې په دې بیتونو کې نوې خبرې پیدا کړئ، ستاسې د لید زاویه به بدله وي.
له دې اخوا اوس خوشال یو ځل بیا ولولئ، دا ځل ممکن تاسې نور بیتونه غوره کړئ، نوې خبرې او نوي مسایل به مخ ته درغلي وي، دا ځل ستاسې د لید زاویه هم نوې شوه. همدا کلیات که بیا ولولئ، په بیا لوستو کې به بیا نوې خبرې او نوي مسایل مخې ته درشي؛ نو چې څومره تاسې دا کلیات لولئ، هغومره در ته نوې خبرې کوي. کلیات هماغه دي؛ خو دا چې د هر مهال ذوق خړوبوي او ټولنې ته د دوی له غوښتنو سره سم نوې خبرې لري؛ نو د داسې اثارو عمر هم اوږد وي. هره زمانه، هرمهال په داسې اثارو کې ځان ویني. د دې لپاره چې د ادبي اثارو د عمر او ژوند په باب خپل نظرونه نور هم سره وړاندې کړو، د مهال له مخې اثار په دې توګه وېشو:
1 ـ ۱: اوږد مهالي اثار:
هغه اثار چې هره زمانه او هر مهال پکې ځان وویني او خپل یې وبولي. په هر مهال چې لوستل کېږي، د هغه مهال غوښتنو او هیلو سره برابر خبرې او رنګیني ولري، معلومات او ژبه یې افاقي، ژوندۍ او ښکلې وي. دا ډول اثار د کلاسیکیت تومنه لري. هر مهال کې تازه کېږي. دغه ډول اثار له دوو لاملونو له مخې په ټولنه کې منلي ګرځي:
۱: د معنا له مخې
په هغو ادبي اثارو کې چې د کلاسیکیت تومنه لري، فکر پکې د خیال په رنګ رنګېدلی دی. د مهال په دا ډول اوږدمهالو ادبي اثارو کې بشرپالنه، د انساني ټولنې ارزښتونه، د تېر او راتلونکي مهال ترمنځ فکري او تخیلي تړښت ولري، خپل نسلونه د دغو اثارو له لارې له تېر ژوند سره داسې اشنا کړي چې هم ترې خوند واخلي او هم یې پرمختګونو ته وهڅوي، په دا ډول اثارو کې افاقي ذهنیت موجود دی، فکري کچه یې لوړه او دومره پراخه وي چې د یوې محدودې کړۍ او مهال په خدمت کې نه وي. لید یې براخه وي. د هر مهال تنده ماته کړي. هر مهال ته نوي وي.
۲ـ د جوړښت له مخې
د نظم او نثر په جوړښتونو کې نوې سا پو کړي، څومره چې لوستل کېږي، هغومره یې جوړښتونه لا تازه او روان شي. همدا زاړه جوړښتونه چې په اثر کې پالل شوي، هر مهال ته د معنا او لفظي جوړښت له مخې نوي وي او هم نویو جوړښتونو ته لار پرانیزي. مثال په پښتو کې د غزل پر فورم له اکبر زمینداوري رانیولې تر ننه پېړۍ پېړۍ واوښتې؛ خو دغه فورم چې کومو شاعرانو پاللی او لا یې تازه او ښکلی کړی دی، د همدغه فورم ښکلا د هغو شاعرانو د اثر عمر او ژوند هم اوږد کړی چې دغه فورم یې پخپله زمانه کې ښه وپاله. د خوشال او حمزه غزلې چې څومره لولې، هومره تازه او ښکلي کېږي.
د دې ترڅنګ ټپه یو داسې فورم دی چې اوس یې اغېز نورو ژبو کې څرګند شوی دی، د ټپې سندریز او انځوریز شور او لنډ چوکاټ دومره منلی شوی چې اوس دغه ولسي فورم د اوسني مهال شاعران هم پالي، پر دې فورم هم پېړۍ اوښتې دي؛ خو رنګ او ښایست یې لا هم د خلکو په زړونو کې دی.سپین نظم هغه فورم دی چې هر ادب پاللی دی او له پېړیو پېړیو رادېخوا په زیاتو هېوادونو کې خپل ویناوال لري، همداسې پسې کیسه، ناول، طنز، رومان او … درواخله چې په هره پېړۍ کې تازه شوي دي. د هومر الیاد او اودیسه، د ګېلګمېش حماسه هغه اثار دي چې پر لفظي ښکلا سربېره کیسه‌یي ښکلا لري، د کیسې پرمختللې بڼه هم له همدې نکلونو راوتې ده. د حماسې معنوي او ډرامې لفظي ژانر اوس هم دومره منلي دي چې خپل ځانګړي لیکوال او اثار لري. په دې فورمونو کې د ژوند بېلابېل انځورونه خبرې کوي او ذهن په حرکت راولي. دلته فورمونه د بڼې او مفاهیمو له مخې تړل کېږي.
۳ ـ د ژبنۍ ښکلا له مخې
هغه کلاسیک اثار چې په ښکلې ژبه لیکل شوي وي، د ژبې خوږلني او ښکلا یې د هرې زمانې او مهال لپاره ژوندي انځورونه دي. د ژبې له ښکلا نه موخه، د غږونو، کلمو، ترکیبونو او عباراتو ښکلی اوډون او د کلمو او ترکیبونو حسي کول او انځوریز کول دي. ژبه په داسې مهارت او ښکلو کلمو کې معنا وړاندې کړي چې پر لوستونکي اغېز وښندي او حواس پاروونکي وي. انځورونه یې داسې راڼه وي چې لوستونکي یا اورېدونکي له ځانه سر د ژوند په خوږوکې ګډ کړي، د خبرو هنر او په خبرو کې خبرې ولري. مصنوعي ژبه نه وي، طبیعي، روانه انځوریزه او ولسي ژبه وي. کلمې او ترکیبونو یې داسې کارول شوي وي چې د اصلي معنا تر شا ضمني او تخیلي ښکلا ولري.
روح یې ادب وي. روح نه موخه ښکلا ده. هغه څه چې حواس پاروونکي او اغېز ښندونکي وي.
۴ ـ له نورو علومو، فنونو او هنرونو سره د اړیکې له مخې
ادبي اثار له نورو علومو، فنونو او هنرونو سره څنګزنه یا غیرمستقیم اړیکه لري؛ لکه ارواپېژندنې، فلسفې، تاریخ، ټبرپوهـنې، ساپوهنې، ژبپوهـنې، انسان پېژندنې، لرغونپوهـنې او… .
ساینس چې یو وچ او تخنیکي علم دی، د ادب اړیکه هم ورسره شته، مثلا خوشال ستورپوه و، د ستور پوهـنې علم د ساینس علم دی یا په ساینس کې پخوانی حساب او د هغه وسایل، د نظم د وزن پېژندنې په برخه کې مرسته کوي.
ولې تر اوسه پخواني اسطوره‌یي نکلونه لولو؟ لاملونه یې ډېر دي؛ خو دا څو پکې د دې زمانې یا مهال ذوق هم خړوبوي. په پخوانیو اسطوره‌يي نکلونو کې ساینسـي خبرې شته چې نویو تجروبو ته یې لار پرانیسته. د سانیس‌فېشکن ښې بېلګې پکې دي.
بل لامل یې د ژبې خوږلني، طبعي‌والي او ولسیتوب دی. په تېر ژوند کې د نوي ژوند خبرې کوي. هر مهال ته نوی پیغام او نوې خبرې لري.
۵ ـ د لیکوال د نړۍ لید له مخې
په ادبي اثارو کې د لیکوال نړۍ لید د اثر پر عمر او ژوند اغېز کوي، هغه اثار چې پیغام یې د ژوند، بشریت او انسانیت وي، هغه په یوه محدود چاپېریال کې نه پاتې کېږي، د هغه د لوست چاپېریال پراخه وي.
د لیکوال په لاشعور کې لویه نړۍ پرته ده، دی غواړي هغه خبرې وکړي چې هغه د ټول بشـر او انسانیت لپاره دي. د لیکوال دغه نړۍ لید دی، د هرې ټولنې هنري مفسـر او استازی ګرځوي، له محدود چاپېریاله د لیکوال وتل او په یو لوی چاپېریال یې ورګډول د اثر عمر او ژوند غځوي، د ده نړۍ لید د یوې مشخص مهال او مکان نه وي. دی د ماضي او مستقبل پل وي، هغه څه وايي او لیکي چې بشـر ته د ژوند نوې لاره او نوی ور پرانیزي، لفظونو، کلمو او انځورونو ته روح ورکوي، دنیا ته له یوې نوې زاویې ګوري، دنیا یوازې د ژوند د تېرولو غېږ نه بلکې د جمال او جلال نوم یې بولي، په خپل نړیوال لید ټولنې ته نوی ژوند او نوې ساه وربښي. د همدغه نړۍ وال لید له مخې د ده اثار هره ټولنه د خپل ژوند، ارمان او لویو موخو هنري تفسیر او د ژوند ساه بولي. بېلګه یې د تولستوی، دا ستایوفسکي، شکسپیر؛ خوشال، فردوسي، ټاګور او… ورکولی شو.
۶ ـ د ټولینز پرمختګ له مخې
ټولنیز پرمختګونه چې د ټولنې له متنه راپورته شوي دي، د لیکوال د ذهن او لید پر فضا هم سیوری غوړوي؛ ځکه ټولنیز پرمختګونه د ټولنې د وګړیو سهولتونو، فکري او ذهني کچې په لوړولو کې ارزښتمن او اغېزمن وي. ادب له ټولینز پرمختګ سره تړلی دی، ټولنې ته فکر لوری ورښیي، ټولینز پرمختګونه بیا په اثارو کې نوې مفکورې او نوی خیال زېږوي. د ټولنیزو پرمختګونو هنري انځورونه د ټولنې د پایښت او نسلونو د روزني په پار وي. نسلونه د همدغو انځورونو له لارې له خپلو خلکو او تېر ژوند سره تړل کېږي. که د انسان فکري او ذهني مزل ته وګورو له اساطیرې ژونده رانیولې تر دا دمه، یو لړ ټولنیزو پرمختګونو د دوی ژوند بدل کړی او دغو بدلونونو د ادب روح تازه کړی دی. اسطورې سوچه ادب دی، په اسطورو کې ټولینز پرمختګونه دا وو چې دوی د ژوند او اشتراکیت مفکوره رامنځته کړه، پخپلو کې یې د مذهبي او ټولنیزو قراردادونو له لارې ذهني تجربې وکړې، دغه تجربې د ادب روح شوې. ادب ورسره ژوندی شو. بېلګه یې
د ګلګېمش حماسه ورکولی شو چې د پاڼې په ارزښت سره یې ژوند ته ساه ورکړه، پاڼه یې د ژوند لپاره سېمبول کړه. دی بشر ته د ابدي ژوند په هیله ووت.
کله چې د مذهب تر سیوري لاندې زمانه راځي او هر څه د دوی تر سیوري لاندې وي؛ نو رنسانس ټولنیز حرکت ته اړتیا لیدل کېږي، په دغه زمانه کې د (ورک شوی جنت) اثر رامنځته کېږي، همدغه اثر د ژوند په چارو کې بدلون ته خلک هڅوي او نوي ژوند ته یې رابولي. په پښتني قبایلي ټولنه کې د میچن او جولاګري کسب یو ټولنیز حرکت او بدلون و، دغه حرکت پر ادب داسې اغېز وکړ چې په ناولونو، کیسو او نظمونو کې یې نوښت رامنځته کړ.
ملي هېنداره د پښتانه د ژوند یوه داسې هنري تابلو ده چې تر عمره عمره به د پښتون په کور کې د ذوق خړوبولو او له تېر ژوند سره تخیلي تړون بېلګه وي. په دې اثر کې اسطوره‌یي او قبایلي ټولنیز پرمختګونه ځان راښیي. ژمنتیا او ژبه کول چې د پښتنو د پېژندنې یو بنسټ دی، همدغه بنسټ پالنه، د مومن‌ خان و شيرینۍ، ادم خان و درخانۍ، موسی ‌خان و ګلمکۍ او … په نکلونو کې لولو، دلته خلک حرکت او له نورو خلکو سره پېژندګلوۍ ته هڅېږي، په داسې اثارو کې د یو قوم یا ملت اصلي څېره او هویت ښکاري؛ نو د همدغو ټولنیزو پرمختګونو له لارې دا اثار ژوندي وي او په هر مهال کې لوستونکي لري.
په نړۍ کې کرنیز، صنعتي او ساینسي انقلابونه د ټولنې په ذهني پرمختګ او روڼتیا کې درنه برخه لري، دغه انقلابونه پخپله ټولنیز پرمختګونه دي چې د بشر لیدلوری بدلوي او ذهنیتونه جوړوي. د ذهنیتونو جوړول او د انسان په ژوند کې دغه پرمختګونه داسې ادبي اثار رامنځته کوي، چې د دغو پرمختګونو هنري تاریخ یې بللی شو.
رڼې بېلګې یې د موډرنېزم، پوست موډرنېزم، ریالېرم او فېمېنېزم خوځښتونه دي چې په ادب کې یې شهکار اثار رامنځته کړل.
په افغاني ټولنه کې استاد الفت یو له هغو لیکوالو څخه دی چې ټولینزو پرمختګونو او فکرونو یې په اثارو کې هنري بڼه موندلې ده. دی موږ ته د تېر ژوند په افسانو کې د نویو پرمختګونو خبرې کوي، له تېرو افسانو سره زموږ ذهن بلد و، د دې لپاره چې د خپلې زمانې ټولنیز پرمختګونه او د انسان په ژوند کې د بدلون خبره وکړي؛ نو لومړی راباندې تېر ژوند لولي، بیا د همغې ماضي په هېنداره کې راباندې نوې پرمختګونه ګوري. د لیکوال کمال هم همدا دی چې نوی فکر د زاړه فکر په هېنداره کې وځلوي، دا څرګنده کړي چې څه شوي، څه کېږي او څه به وشي؟ دی دغه د زمانو تر منځ د وصل یوه کړۍ ده. د ده غوره نثرونه به د دنیا د میناتورۍ او انسان‌پېژندني موزیم په تاختونو کې ایښي وي. هر مهال به د ده په هنري نثرونو کې خپله څېر ویني، د ده د نثر ژبه او تصویرونه به دغه ټولنه ژوندۍ ساتي.
بل اثر چې هغه هم د ټولنیزو بدلونو په ترڅ کې رامنځته شوی یو فلسفي اثر دی هغه د استاد سید بهاوالدین مجروح ځانځاني ښامار دی، دغه ادبي فلسفي اثر د محتوا او شکل د رنګینۍ او نوښت له مخې ژوندی دی.
1 ـ ۲: لنډ مهالي اثار
هغه اثار دي چې یوازې د تېر او اوس خبرې ولري او د وخت د غوښتنو وسیله وي. یو مهال دا اړتیا وه چې د خلکو د ښه پوهـاوي او زده‌کړې لپاره نظم وسیله کړي؛ نو دوی دیداکتیک یا پوهـنیز او روزنیز نظمونه رامنځته کړل، دغو نظمونو هغه مهال په ټولنه کې خلک تعلیم ته خلک وهڅول، یا د مذهب په حاکمیت کې خلکو مذهبي کیسو او نظمونو ته مخه کړه؛ خو کله چې دا څپه والوته؛ نو هغو نظمونو هم سر وخوړ. دغه ډول اثار د وخت له ذوق او غوښتنو سره سم رامنځته کېږي؛ خو دا چې هره زمانه خپل ارمان، غوښتنې او ذوق لري؛ نو دغه لنډ مهالي ذوقونه او غوښتنې هم د وخت په تېرېدو سره بدلېږي. یا نظامونه، ډلو تپلو، ایډیالوژیکو خوځښتونو ادبي اثار د ځان په خدمت کې د وسیلې په توګه رامنځته کړي وي، دا هم لنډ مهالی عمر لري؛ ځکه په فکري حرکتونو کې هم د علمي کچې د لوړولو او د ټولنې له ذهني بدلون سره سم بدلونونه راځي. دغه اثار د یو تاریخي ارزښت په توګه خوندي کېږي.
یو مهال به خلکو شپې، شپې په کیسو اورېدو رڼولې، دا هغه زمانه وه چې نور پرمختګونه او سهولتونه نه وو؛ نو خلک به یوازې همدې اوږدو کیسو او اوږدو چاربیتو اورېدو ته ناست وو، په ادبیاتو کې یې هم د خلکو له ذهنیت سره سم موضوعګانې رامنځته کېدلې، د خلکو له دیني، مذهبي او اسطوره‌یي یا پیتاوي کیسو سره مینه وه؛ نو دې کیسو مهالنی مزل وواهه؛ خو چې د خلکو تر منځ راشه درشه، د ژوند په برخه کې نوی سهولتونه رامنځته شول؛ نو دا اثار هم ډډې ته شول. دغو اثارو محدوده جغرافیه، د وخت غوښتنې او بېل ذوق لاره.
په لنډ مهالو کې داسې اثار هم وو چې تر اوږد مهاله یې ځان رساوه؛ خو په لار کې پاتې شول، دغه اثار اوس خلک یوازې د ماخذ په توګه کاروي یا په ټولنه کې محدود ذوقونه خړوبوي؛ لکه چاربیته یو داسې فورم دی چې اوس یې هم سندریز شور په نوي رنګ کې نوي مفاهیم وړاندې کړي دي؛ خو دا فورم له دې رنګینۍ سره، سره په محدود چاپېریال کې را ایسار دی. (۱)
ماخذ
۱ ـ ازمون، لعل پاچا ، ( ۱۳۹۹ل). دا دبیاتو فلسفه، د افغانسان د علومو اکاډمي، کابل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.