برېښنا شرکت:د روانې میاشتې تر پایه به د ازبکستان هېواد ټول پورونه ورکړو

575

برېښنا شرکت:د روانې میاشتې تر پایه به د ازبکستان هېواد ټول پورونه ورکړو

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې د روانې میاشتې تر پایه به د ازبکستان هېواد ټول پورونه ادا شي او له یاد هېواد سره به د برېښنا واردولو نوی تړون لاسلیک کړي. دغه څرګندونې د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي ریيس ملا محمد حنیف حمزه د ازبکستان هېواد د برېښنا ملي شبکې له رییس او نورو مسوولینو سره د ویډیویي کنفرانس له لارې وکړې. د فغانستان برېښنا شرکت وايي، چې په دغه کنفرانس کې د ۲۰۲۲ کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون پر پلی کولو ټینګار، د سرخان ـ پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټ پروژې او پورونو د تادیې په اړه خبرې شوې دي.

بل خبر دا چې:

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، له چین څخه د افغانستان لومړۍ سوداګریزه محموله باریږي. د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر بخت الرحمن شرافت ویلي چې دغه سوداګریز کارګو چې له چین څخه بارېږي ډېر ژر به قرغزستان او له هغه ځایه د ازبکستان د اوش د اورګاډي تم ځای او بیا د افغانستان د حیرتان بندر ته ورسېږي. شرافت وویل چې دا به د افغانستان د خودکفای او سوکالۍ په لور لومړی ګام وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.