د کاکړ پښتنو تاريخ

1,613

زموږ پښتو پوهان او توکم پيژندونکي کاکړ د پښتنو د غرغښت په ټولنيز ګروپ پورې يوه اړونده قبيله ګڼي ٠
د پښتنو د عنعنوي شجرو دروايا تو له مخې ده غر غښت د زوی داني په څلورو زامنو کې کاکړ تر ټولو مشر و چې اولاده يې نن په يوه لويه او پر اخه سيمه کې پر اته دي٠
د يوه بل روايت پر بنسټ کاکړ د کاک نيکه او لاده ده چې د هغه دنا مه له کبله په کاکړو سره مشهور شوي دي او داسې ويل کيږي چې کاک نيکه يو زاهد او نيک انسان و چې د سلطان غيا ث الدين غوري د واکمنۍ په وخت کې وفات شو او مزار يې دهرات دجامع جومات ته څېر مه دی٠
په پخوانيو زړو تاريخي متو نو کې د کاکړو اصلي او پخوانی ټا ټوبی د کا کړ ستان په نا مه ياد شوی دی او تر اوسه پورې د سهيلي پښتو نخوا خلک دژوب او بورې تاريخي ناوې د کا کړستان په نا مه يادوي٠
په تاريخ حيات افغاني کې د کاکړو دسيمې په اړوند داسې راغلي دي:
” دکاکړو دملک شمالي خواته دغلجيو د سيمې جنو بي برخې پر تې دي ،شمال لويدېځ ته يې دارغسان سيمه او هم دتوبې هغه بر خه مو قعيت لري چې اڅکزي درانيان پکې او سيږي٠ لويدېځ او سهيل ته يې دبلو چستان سيمه دسپينو ترينو دعلا قې يوه بر خه او دسليمان غره يو ښاخ پروت دی٠
د کاکړو ټوله سېمه له هرې خوانه د درې سوو شپیتو ميلو په اندازه پلنوالی لري او ټوله سېمه يې غرنۍ او دغرونو له خوا احاطه شوې ده او تر ټو لو لوړ غر يې د شمال نه جنوب خواته غځيدلی دی٠ که چيرې ددغه غره د لويديزې خوانه څوک شمالي خواته راشي نو لو مړی به دسيو ناداغ سيمې ته راورسيږي چې يو لوړ ميدان دی چې يوازې دڅارويو دڅرولو لپاره مناسب ګڼل کيږي، خو لويديز ته يې ډېرې لو يې وادي ګانې چې دغرونو تر مينځ پرتې دي شته چې په هغو کې د تورې مرغې، برشور،ترين، توګي او هنه وادي ګانې ډېرې مشهورې دي ٠”
ارواښاد استاد عبدالرؤف بينوا په خپل مشهور اثر پښتونستان کې دکاکړو سيمې داسې راپيژني:
١-د برشور درې کاکړان:
دغه وادي له لوړې چينې نه پيل او دپشين تر سيمې پورې غځيدلې ده،شمال ته يې دتوبې سيمه ده٠ په دغې درې کې دکاکړو دقبيلې دتره غري او سنټيا ښاخونه اوسيږي٠
٢- هنه دره:
د هنه وادي دشال دعلاقې سره لګيدلې ده٠ داعلاقه د افغا نستان دټولواک اعليحضرت احمد شاه بابا ابدالي له خوادقلات والي نصير خان ته دده دهغه خد متونو په بدل کې ورکړل شوې وه چې ده ورته سر ته رسولي ول٠
٣- د کنچوغې دره:
دايوه تنګه دره ده چې د کنډ دغره لويدېز ته پرته ده چې ډېرې ښې ځمکې لري او زياتره ځا يو نه يې ښه اباددي٠ دپسرلي په مو سم کې ددغې درې غرنې سيمې شنې او له ګلانو نه ډکې وي٠ دکنچوغې دوادي پورتنۍ برخه تنګه، خو کښتنۍ بر خې يې په تدريج سره پراخيږي او تقر يبا دېرش ميله اوږدوالی لري٠ په دې سيمه کې دکاکړو دقبيلې دسنټيا ښاخ استو ګنه لري اوددې سيمې خان په ورګس کې اوسيږي٠

٤- د بوري سيمه:
دايوه ښه اباده او زرخېزه سيمه ده٠ يورود هم پکې بهيږي٠ ددغه ځای ځمکې په غر نيو ويالوسره خړوبيږي په دې سيمه کې دکاکړو دقبيلې دولس ښا خونه اوسيږي چې په دغو دولسو ښا خونو کې د اري خيلو دښاخ دخلکو شمېر زيات دی٠
په پورتنيو سيمو سر بېره توره مرغه،ترين او تو ګي يې هم مشهورې درې او سيمې دي٠

ټــل:
په ټل کي زیات شمیر کاکړ اوسي . دلته دمیاعبدالحکیم صاحب ( نانا ) صاحب ارامګاه زیارت دلته ده چي ګڼ شمیر زیارت کونکی ورځي.

د بادني او کمردین سېمه؛
دا سېمه خورا میلمه پاله خلګ لري چي جلالزیې ملازیې اونوري پښی پکي اوسې پردې بر سېره دسهيلي پښتو نخوا په لا ند نيو سيمو کې هم کا کړ ژوند کوي:
د بادیني دافغانستان اړخته دشملزو په ولسوالي کي دفرضي کرښي تر څنګ ډیري کاکړ اباد دي .
١-دکوټې په هنه، غبرګ. کچلاغ، سره غوړګۍ، نوی کلی او کوټوال کې…

په کلا عبدالله کی استوګن کاکړان:
سنزرخیل. پړیزون؛
عبدالرحمان زی. حبیب زی کلازی بدوان. مسیزئ. مئ زئ پوپلزی. محمدزی او دا ترغ نیکه اولاد…
سلیمانخیل نورک سلیمانخیل او په لږ شمیر احمدخیلان او سنټیا په ګلیستان کی میشت دی
٢-د زیارت ږرنده،ورچوم.احمدون،ګوګۍ،چونګۍ،کڅ،مڼه ،چینه ،سنځاوۍ ،ریګوړه،سملن اوپوئ.بغاوه کې.
٣-دمسلم باغ په کان مهتر زی،تور غبرګی او چرمیان کې ٠
٤-د کاریزات په خانزی،بلوزی،شرنه،ګوال،خانی،زرغون اورود ملازی. کې٠
٥-د سیوۍپه کړک،خجک،زردالواوکهوست کې ٠
٦- دږوب په شیرک کلا،مرغه کیبزۍ،شاهیغالو،پلن کلی،بندات موسی زۍ،قمر دین،لاکا بند،اغبرګی،سورکڅ،مینا بازار،زاروزي،زرداومسافر پور کې.
٧- د کلای سیف الله په ګوال حیدرزۍ،ښرن جوګیزي ،تریخ کلی،سیب زي ،باران کلی.چارګل برج،تانیشپه،تنګی زیرت ،کلی چینه ،سنځل بند.باغ اوانځرګۍ کې٠
٨- د.لورلايي په بوری،پټانکوټ،زنګي واله،پوټی.ټاټۍ،باور،درګۍ شبوزي،میختز،کینګرۍ،راړاشم،ږړ کاریز،رودلین،خانکۍ،اصغر لون، اونوي کلي کې٠
٩- د پښین په سرانان، یارو برشور او توبه کاکړي ګانګلزۍ کې٠
١٠- د چمن په نورک سلیمانخیل، مئ زۍ،حبیب ز،.عبدالرحمان زۍ اومجک کې٠
دکاکړو دقبيلې ښا خونه :
دکاکړو قبيله په ډېر زياتو ښا خونو او څانګو با ندې يشلې شوې ده خو دلته به ددغې قبيلې دځينو مشهورو ښاخونو يادونه وکړو:
١- سنځر خېل:
درواياتو له مخې سنځر نيکه يو تورزن مشر او منلی روحاني شخصيت و چې دمغولو پر خلاف يې اوږدې مبارزې کړي دي او يل کيږي چې دده مزار دژوب په کوسه نومي ځای کې دی چې ډېر شمېر خلک دده مزار ته ورځي٠
اودولس زامن یه درلودل
دسنــــځردولــس زویان
په ګوسه تل اوري بارن
پروفيسر ولي محمد خان سيال کاکړ دسنځر خېلو کاکړو په اړوند په خپل کتاب” پښتو او پښتانه په سهيلي پښتونخوا کې” کې داسي ليکي:
“دکاکړونوابي او سرداري له پخوانه دسنځر خېلو په لاس کې ده او دوی دشمېر له پلوه دکاکړو تر بل هر ټبر زيات دي٠”
دسنځر خېلو ښاخ په لاندنيو څانګو او خيلو نو باندې ويشل شوی دی:
علي زي، عبدالله زي، کب زي،برن خېل،سنخېل،هر مز ئي، تيمني، عرب خېل، پڼيزون،نيسي، کديزي او دومړ باڅیی ( پاتوزي) مردانزي جلالزیي غوریزیي دی.
غوريزیې نیکه نه9 زامن وو 5 پنځه زامن خیبر پښتونخوا په ایالت ټانګ کي اباد دی او 4 زامن صوبه بلوچستان ضلعه کلا سیف اللّٰه کي آباد دی
دخیبر پښتونخوا داوسیدونکو5 زامنونومونه پدی ډول دي
بدین زیې، فیروز زیې، شموزیې ، لښکر زیې او اسماعیل زیې
ابراھیم زیې . البته سنځرخیل دزابل دکاکړ خاک افغان کي هم سته
په ځانګړي ډول باڅیي غوریزیي عبدالله زیي مردانز یي او جلال زیی.

٢- سنټيا:
دتاريخي روايتو نو له مخې دوی دسنټ نيکه او لاده دي ٠ دتاريخ په اوږدو کې سنټيا کاکړانو ډېرې تورې وهلي او تا ريخي رجال او شخصيتونه يې پيدا کړي دي ٠ په کا کړو کې دشمېر له پلوه له سنځر خيلو وروسته دسنټيا کا کړو شمېر زيات دی٠ هيبت خان کاکړ چې دخانجهان لودي له لوري د سمانا حاکم او دمخزن افغاني په تاليف کې لويه بر خه لري دسنټيا کا کړو نه و٠
دوی په هندوباغ، کان مهتر زي، کچلاغ، هنه، سره غوړګی، سره خوله ، نو حصار، غبر ګ غو څکی، خانوزي، بلوزي، رود ملازي، مستنګ او په ځينو نورو ځايو نو کې ميشته دي٠

دکا کړو دسنټيا ښاخ په لاند نيو خيلو نو ويشل شوي دي : پانيزي، مهتر زي،بازيان، سا رينګ زي، شموزي، ملا زي او عيسی خېل٠

٣- تره غري:
.تر غزی درې ښاخه دی. احمد خیل. بارکزی. سلیمان خیل.
برښور توبه کاکړی کی هم ترغری سته او دغسی په کاریزات نورک سلیمان خیل او ګلستان کی هم ترغزی اباد دی.
په کندهار کی هم سته. لکه بابا ولی چی ترغزی و د توبې کاکړی څخه تللی و.
دکاکړو دغه ښاخ دکاکړ ستان دبوري دتاريخي ناوې په موسی خېل تحصيل کې مېشته دي ٠ په کندهار، زابل، سيوۍ او دغزني په ولايت کې له پخوانه موسی خېل کا کړ استو ګنه لري٠

٤- کسايي:
کسايي د کاکړو ښاخ دی چې دشال په دره کې استو ګنه لري ، خو احمد شاه ابدالي دا دره دبلو څو مشر نصير خان ته دهغه دخد متو نو په بدل کې ورکړې وه٠اوس دغه دره دبلو چستان يوه بر خه ګڼله کيږي٠
همدارازپه بيلا بيلو تاريخي منا بعو او اثارو کې دکاکړو دقبيلې شجرې کښل شوي دي چې دځينوښا خو نو نو مو نه يې دادي: سام خېل، يونس خېل ،موسی زي، تره غري، سر ګړي، درپي خېل،جلال خېل، ختن خېل،چرمي خېل، زڼغوزي،سيڼ، سوران،عيسی زي، يعقوب زي،شادي خېل، با جو خېل،ايوب خېل،مندوزي،شادزي،انګوزي، فاطمه زي،انوزي، الياس زي،تاجوزي، مما خېل، با جو خېل،سالار خېل، سودان زي،علي خېل، برات خېل،هرم زي، اتمان خېل،کيوي، خضر خېل،عبدلزي، شازي، زکوزي، مرزي، غوري زي،ملي زي، اميزي، ابر اهيم زي،انوزي، محمد زي،رجر زي،حسن خېل، يا سين خېل،،احمدزي، کمالزي،ابو سعيد زي، مردان زي،ادو خېل، شکور خېل، سنټيا، پا نيزي،مهترزي، بازيان،سارينګزي،شموزي،عيسی خېل،موسی خېل،سنځر خېل، سنټيا،تره غري، کسايي ،پڼيزون، موسی زي،درپي خېل، سام خېل او نور٠٠٠

د هندوستان کاکړ:
په پښتنو کې به يوه داسې لو يه او کو چنۍ قبيله نه وي چې دهندو ستان په بېلا بېلو سيمو کې دې شتون ونه لري ددې له کبله چې پښتانه دلر غو نو زمانو نه دسوداګريزو چارو دتر سره کو لو او نورو خواريو او مزدوريو لپاره دې هېواد ته تلل او له بلې خوا هند دافغا نستان په ګا ونډ کې يو هيواد و چې موږ تل ورسره ښې اړيکي درلودل٠ له بله پلوه دتاريخ په اوږدو کې ډېرو پښتنو واکمنانو پر هندو ستان واکمني کړېده چې ښې بيلګې يې غلجيان
( خلجيان)،لوديان او سو ريان دي٠ ددغو واکمنيو په وخت کې ډېر پښتانه دمنصبونو او دپو ځي دندو دتر لا سه کو لو لپاره دې هيواد ته تللي دي چې ځينو يې نو موړو پښتني واکمنا نو ته دچو پړ په بدل کې ډېر جاګير ونه هم تر لا سه کړي دي٠
دپير نګيانو نه د هندو ستان دخپلواکۍ تر وخته يعنې د١٩٤٧ زېږدېز کاله پورې يوازې په هندوستان کې ٥٠ پښتني ريا ستو نو شتون درلود چې ددغو ريا ستو نو مشري به يوه پښتون نواب ته ورپه غاړه وه چې ددغو ريا ستونو په لړ کې کولای شو چې دبهو پال، ټونک، فرخ اباد ،رامپور، ملير کو ټلې او ځينو نورو نو مو نه واخلو٠
کاکړ هم دنورو پښتنو په څېر دهندو ستان په بېلا بيلو بر خو کې ميشته دي٠ لکه دتاريخ حيات افغاني په قول چې له ننه ١٤٦ کلو نه وړاندې ليکل شوی دی د هندو ستان دهاريانا دايالت درهتک دضلعې په کو هانه نومې سيمه کې د کاکړو داولادې دعلي خيلو له ښاخ نه دابو سعيدزي څانګه او نور کاکړ استو ګنه لري ٠ ويل کيږي چې په هند کې دپښتون واکمن سلطان ابر اهيم لودي دواکمنۍ په وخت کې دعبدالمالي يا عبد العلي ابو سعيدزي کا کړ دسهيلي پښتو نخوا دبوري له سيمې نه له خپلو دريوو روڼو سره هندو ستان ته لاړ او په کو هانه کې ميشته شو٠ دسلطان ابر اهيم لودي تر مړينې وروسته نو موړی بېرته خپل اصلي ټا ټوبي بوري ته ستون شو، خو دهغه دوه نور وروڼه له نورو کاکړو سره هلته پاتې او هما غلته ميشته شول چې په هغه وخت کې دوی شمېر٠ ٣٠ تنه ښودل شوي
دي٠
همداراز دتاريخ حيات افغاني دليکنې پر بنسټ د هند داتهر پراديش دايالت دبلند شهر په ولسوالۍ کې هم دپښتنو ٩٦ سيمې شته چې په هغو کې ١٢ سيمې يې زيا تې مشهورې دي او هلته هم ګڼ شمېر پښتانه کا کړ اوسي، په تېره بيا ددوی زيات شمېر په خو رجه نو مې سيمه کې هم مېشته دي چې شمېر يې د٤٠٠٠ کسا نو په شا اوخواکې اټکل شوی دی٠
همداراز دهند په بينګال ،دکن او دراجستهان دمرکز په جيپور کې هم کا کړ استو ګنه لري٠
په دې وروستیو کې د هندوستان د جیپور په ښار کې د هندي پښتنو له خوا د ”کاکړي ګلدان” په نامه یوه ټولنه هم رامينځ ته شوه چې موخه یې په دغه سیمه کې د پښتو ژبې او د پښتني دود او دستور ژوندي ساتل او وده ده.ددې ټولنې بنسټ اېښودونکې شیلپي بترا ده چې ځان پښتنه کا کړه بولي او د پښتو ژبې او دکاکړو پښتنو ددوداو کلچر را ژوندي کول غواړي٠

کاکړان په افغانستان کي:
دغزني کاکړ دمقراو دواغظ ګیر و په ولسوالیوکي اوسي مشهور اشخاص یه روحاني شخص شیخ نجم الدین آخند زاده صاب او ملانوح بابا چي دغزني کندهار په لویه لاره یه زیارت ده په ملا نانو بابا شهرت لري اوکاکا ملاصاب صاب چي ده کراچي په ښار کي دفن دهمدغي خواري له سترو څیرو څخه وو .
د غزني د واغظ، ګيرو او زنخان ولسوالۍ چې سنزرخيل او موسخيل پکې دواړه آباد دي. د لوګر په خروار کې هم ګڼ شمېر موسه خیلان سته. د ننګرهار، کابل، شمالي، بګرامیوکي کاکړان سته
د کابل ولایت اړوند زیات شمیر کاکړ په کره باغ او نور یی د بګرامیو ولسوالی مربوط په حسین خیلو کی شیوه کیو د شیخدل بابا تر څنګ او په بنی حسار کلای خندر کی زیات شمیر استوګن دي .
د سروبي د تيزين او وزبين د درې کاکړان د پيښور د چارسدې کاکړان له یاده ونه باسئ
دکندهار ولا يت کا کړ ددغه ولا يت په مرکز کندهار ،پنجوايي، ارغنداب، پا شمول او ځينو نورو ولسو اليو کې استو ګنه لري٠
د هرات ولايت کاکړ ددغه ولا يت په مرکز هرات او همداراز داوبې، پښون زرغون ،کرخ ، ګذرې،ادرسکن او انجيل په ولسو اليو کې استو ګنه لري٠
د هلمند ولايت کاکړ ددغه ولايت په مرکز لشکر ګاه،ناوې ،نادعلي ،مار جې او ځينو نورو ولسواليو کې او سيږي ٠
د بادغيس ولايت دمر غاب په ولسواليو کې دکاکړو په نا مه يوه سيمه شته چې زه ددې مقالې ليکوال هلته تللی يم او له نږدې مې ليدلې ده چې خلک يې زياتره دپسونو او رمو له لارې خپله ګوزاره کوي اودکرنې دلږو ځمکو په درلودلو سره خپل ژوند مخته بيايي٠
دفارياب او سر پل دولايت په بيلا بيلو ولسواليو کې هم يو شمېر کاکړ استو ګنه لري٠
د کندز ولايت په مرکز دامام صاحب، خان اباد ، دشت ارچي، چاردره، علي اباداوکلای ذال په ولسواليو کې هم ډېر شمېر کا کړ استو ګنه لري٠ چې دځينو مشرانو نو مو نه يې غلام محمد خان، صالح الدين خان ، وکيل ميرزااو رئيس عبد الله دي٠
د تخار ولايت کا کړ ددغه ولايت په مرکز او دخواجه بهاوالدين،درقد او خواجه غار په ولسواليو کې استو ګنه لري٠
دارزګان ولايت کا کړ ددغه ولايت په مرکز او ځينو نورو ولسواليو او په تېره بيا دچار چينو په سيمه کې استو ګنه لري٠
د زابل ولايت کا کړ ددغه ولايت په کلات اوپه ځينوو لسو اليو او له هغې جملې نه دشهر صفا، سيوري او ارغنداب په ولسواليو او ده کاکړخاک افغان اود دایچوپان په سيمه کې استو ګنه لري٠
دایچوپان دشوي بایلوغ باڅیانو او…
دچلکور ماره په سېمه کي هم اوسی.
د پروان ولايت کا کړ ددغه ولا يت دغو ربند په ولسوالۍ کې دخيشکو دقبيلې په ګا ونډ کې استو ګنه لري٠
د غور ولايت کا کړ ددغه ولايت په مر کز او ځينو نورو ولسواليو کې استو ګنه لري٠
دکابل ولايت دسروبي او ده سبز په ولسوالۍ کې هم يو شمېر کاکړ پښتا نه استو ګنه لري٠
د لغمان دولايت کا کړ ددغه ولا يت په مر کز دمهتر لام دښار پورې اړوند دديوې او عمر زيو په کليو کې استو ګنه لري چې دافغا نستان ستر مورخ پو هاند محمد حسن کا کړ دهمدې سيمې کاکړ پښتون دی ٠
دننګر هار ولايت کا کړ ددغه ولايت دسره رود، بهسودو او چپر هار په ولسواليو کې استو ګنه لري٠ دچپر هار کاکړو ته خلک په درنه ستر ګه ګوري او دستانه وو په نا مه ددوی درناوی کوي٠

د کاکړو دقبيلې مشهور شخصيتونه:
١- مولوي حبيب الله مشهور په محقق کند هاري٠
٢- دپښتو ژبې ستر ليکوال ، محقق او نو ماند مورخ ارواښاد علا مه عبد الحی حبيبي چې په سلګو نو کتا بونه او په زرګو نو علمي مقا لې يې کښلي دي ٠
٣- دپښو ژبې شاعر پير محمد کا کړ٠
٤- دپښتو ژبې شاعر دوست محمد کاکړ٠
٥-دپښتو ژبې شا عر شمس الدين کاکړ٠
٦- دپښتو بو ستان منظو مه شاعره زر غونه کاکړ٠
٧- دافغا نستان وتلی مؤرخ پو هاند ډاکټر محمد حسن کا کړ٠
٨- ارواښاد پو هاند عبد الغفار کاکړ٠
٩- عبد العلي اخندزاده کا کړ ٠
١٠- دافغا نستان د خپلو اکۍ دلارې ملي مبارز حاجي محمد ايوب کاکړ ٠
١١- شهيد ملک احد کاکړ چې په ١٨٩٣ زېږديز کال کې په پښين کې دانګرېزانو له خوا شهيد شو٠
١٢-ميا عبد الحکيم کاکړ مشهور په نانا صاحب ٠
١٣-سخي خان احمد خان دسهيلي پښتو نخوا دکچلاغ دسيمې پا نيزی کاکړ ٠
١٤- دسهيلي پښتو نخوا نامتو ليکوال او مؤرخ پروفيسر ولي محمد خان سيال کاکړ٠
١٦- د پښتو ژبې ليکوال محمد فاروق خان کاکړ٠
١٧-شهيد مولوي عبد الغفار بر يا لی کاکړ٠
١٨-عبد السلا م جو ګيزی٠
١٩- ډاکټر کرام الد ين کاکړ٠
٢٠- خان محمد سرور خان کا کړ٠
٢١- دمير ويس خان هو تکي دپوځ مشر يو نس خان کاکړ٠
٢٧-ايډو کيټ عزيز الله خان کاکړ مشهور په عزيز ما ما٠
٣١- دافغا نستان دپوځ پخوانی جنرال هاشم خان کاکړ٠
٣٢- د پير نګيا نو پر خلاف مبارز شهيد شير جان کاکړ چې په ژوب کې اعدام شوی و٠
٣٤- سردار شاه وزير کاکړ ٠
٣٦-جنرال عبد الو حيد کاکړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.