(کیسه ګۍ(مینیمالېزم

کره کتونکې: فاطمه اعظم

1,118

یاده کره کتنه؛ توصیفي کره کتنه ده، چې د الهام جمالزي د کیسه ګۍ په ټولګه شوې.

مینیمالیزم، لنډه لیکنه یا ساده ګرایي داسې هنري مکتب دی، چې د اثارو او بیان بنسټ یې په ساده ګرایي، لنډو او له معمولو پېچلتیاو په تش او ساده لارو چارو بنا دی، چې په وړو جملو کې لوی مفهوم لېږدوي. همداسې له احساساتو او له عواطفو ډکې جملې دي.

اوسني عصر کې دا ډول کیسو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي، ځکه او خلک وخت ته ارزښت ور کوي او غواړي داسې څه ولوي چې د دوی د وخت نیولو سبب نه شي.

کیسه ګۍ(مینیمالیزم)

په ۱۹۶۰ م ل کې د مینیماليزم غورځنګ زیاترو هنرونو ته لاره پیدا کړه.

په همدې وخت کې مینیمال داستانونه رامنځته شوه او ورو ورو دیوه ځانګړي ژانر په توګه وپېژندل شوه.

د مینیمال کیسو د ځانګړنو په اړه ویل شوي، چې دا ډول کیسې ساده طرحه لري، زیاتره کرکټرونه عادي خلک وي، ژبه یې ساده د کرکټرونو او پېښو په برخه کې پوره اندازه سپما شوې ده.

یانې په دې ډول داستانونو کې د یو کس د شخصیت ټول اړخونه او یا د ژوند ټولې یا ډېرې پېښې نه راځي بلکې په ورځینیو پېښو تته رڼا اچوي.

په لنډه کې ووایم د یوه کس د ژوند یوه شېبه په هنري ډول راخلي.

د مینیمال کیسو کلېمې او جملې لنډې وي ښه به وي چې دا ډول کیسو ته یوه کليمه د څو کلیمو او یوه جمله د څو جملو ځای ونیسي.

په کیسه ګۍ کې باید لنډو کلمو او جملو ته پام وشي چې دا لنډې جملې باید لوی مفهوم ولېږدوي.

د پخواني تصور پر خلاف ژانرونه تل ثابت نه وي، یو ژانر ممکن یو وخت ډېرو ته منلی وړ وي؛ خو د وخت په تېرېدو سره یې کېدای شي بل ژانر ځای ونیسي یا پکې د زمان له مخې بدلون راشي.

د مینیمالستي کیسو منځ ته راتګ هم همداسې یو ضرورت زېږنده بللی شو.

موږ به چې کله کیسه لیکله؛ نو په اوږده مقدمه به مو پیلوله له ضرورت پرته به مو اقلیم تشریح کاوه او پېښې به مو رسامي کوله؛ تر څو چې د کیسو پېښو ته رسېدو لوستونکی به مو ښه ستړی کاوه.

په افغانستان کې نږدې له هر نوښت سره تل یو ډول مقابله موجوده وي، د نوي ازاد شعر په مقابل کې هم همداسې ضدیت موجود و.

زموږ یو شمېر مشرانو به ان په ازاد شعر کله کله ملنډې وهلې، ځینو به ویل مقاله ولیکه ځای ځای یې په پنسل بېرته پاکوه چې غیر منظمې کرښې جوړې شوې، دې ته ازاد شعر وایي، چې پیل اوپای یې معلوم نه دی، له منځه پیلېږي او دې ته ورته خبرې.

مینیمال یا کیسه ګۍ په ادبیاتو کې د لنډې جملې په مانا دی، دغه جمله باید خلاصه وي؛ هم پیچلې، هم فکر ته اړیستونکې، هم ښکلې او هم باید ټکی ونه لري ترڅو وښيي چې کله پای ته نه ده رسېدلې او لوستونکی ذهن د دوام جوړولو تهاړ شي.

یانې مخاطب باید خلاصه شوې برخه ومومي او اصلي پیغام راوباسي، د کیسې د کرکټرونه عادي وګړي وي او ژبه یې هم د کلي کوڅې ژبه وي.

خبرې لنډوم راځم اصلي موضوع ته، دا فورم اوس په ټوله نړۍ کي د ډېر زیات لوستونکي او مینوال لري، چې وخت، پیغام، هنریت هر څه پکې شتون لري.

په مینیمال یا کیسه ګۍ کې لیکنه کې تر ټولو اړین څيز پېغام او موخه ده، لومړی باید معلومه شي د لوستونکي ته څرنګه پیغام او موخه ولېږدول شي.

کیسه ګۍ باید د یو انسان دردونه، غمونه، خوښي او احساس ونغاړي او یو انځور ولري.

د کیسه ګۍ جوړښت زیاتره یوه جمله، درې جملې یا یوه دوه پرګرافه وي.

د کیسه ګۍ ځانګړنې:

لومړی: دا چې په منځ کي ټکی نه لري، یانې د یوې لنډې انځوریزې کیسې دوام دی او داسې ځای په کې نه راځي چې د جملې د پای اړتیا پکې پېښه شي.

دویم: په  پای کې تل درې ټکي لري، یانې کیسه په بشپړه توګه دلته نه ده ختمه شوې.

درېیم: کیسه ګۍ عالمانه وینا نه دي، او نه هم شعارونه دي، ګیسه ګۍ د لنډې کیسې ډېره لنډه بڼه ده چې تر ډېره ورځیني ژوند کیسې نندارې ته ږدي.

د بېلګې په توګه:

یتیمه:

نکاح نا اشنا ملا تړله، پوښتنه یې وکړه د ناوې وکیل خو یې پلار دی؟

د نجلۍ نیکه په لړزيدلو ګوتو د چوپ اشاره ورته وکړه او تر سترګو یې اوښکې وڅڅېدې…

په دې کیسه کې جمالزي صاحب د یوې یتیمې نجلۍ تصویر په ښکلي او هنري ژبه وړاندې کړی دی، که موږ د کیسه ګۍ جوړښت په نظر کې ونیسو نو دې پایلې ته رسېږو چې په اوصولو برابره او په تول پوره کیسه ګۍ ده، چې د جوړښت په اړه یې پورته یادونه شوې ده، جمالزي صاحب په دوو جملو بشپړ مفهوم وړاندې کړی، د هغې نجلۍ چې پلار یې مړ دی او نیکه یې په څومره بې وسئ سره ملا ته اشاره کوي او د بې وسئ اوښکې په مخ څڅېږي.

بله بېلګه:

په پلاستکي بوټونو کې د باران د اوبو او پښو د چړپ چړپ منظم غږ د موټر د توند بیک په ویرونکي غږ پای ته ورسېده…

په دې کیسه کې د الفاظو منظم راوستل دا خپله د لیکوال یوه ځانګړنه ده چې داسې الفاظ وټاکي چې په کیسه کې روان والی، خوږوالی رامنځته کړي او په لوستونکو او اورېدونکو خوږ ولګېږي.

په کیسه ګۍ کې د انځور برخه یې ډېره غښتلې ده، لوستلو کې داسې احساس کوو لکه دغه پېښه چې زموږ د سترګو پر وړاندې ترسره شوې وي.

موږ وایو چې د شعر نه هر لوستونکی ځانته مانا اخیستلی شي زما په اند له کیسې څخه به یې هم اخیستلی شي، کېدای شي زه د کرکټرونو له حالت څخه یوه موخه واخلم بل لوستونکی بله مانا، دا چې څومره سم او ناسم بریښي پر دې به راتلونکي کې بحث کوو.

خپل وطن:

د ټولن پېژندنې استادې په ډېر او لږ نفوس بحث کاوه، ما په خپل د مطالعې په کتاب د افغانستان نقشې ته کتل، ذهن مې کابل ته لاړ، کله به چې بازار او کوڅو کې ګرځېدم په دې به مې فکر کاوه چې د هیواد د نفوس څو فیصده خلک به زه پېژنم، هلته دا فیصدي ټیټه راته بریښېده خو اوس په دې باور یم چې دا نهه نوي فیصده ټول پېژنم…

په دې کیسه ګۍ کې هم الهام صاحب د یو مسافر ژوند ډېر ښکلی انځور کړی دی، چې دی بهر کې ژوند کوي او د خپل وطن ټول خلک ورته خپل ښکاري او داسې احساس کوي دا ټول خلک دی پيژني.

مطلب موږ چې خپل وطن کې ژوند کوو هر څه راته عادي ښکاري، او د شیانو اشخاصو پر وړاندې بې احساسه یو خو کله چې مسافر کېږو نو د وړو شیانو په مقابل کې هم ډېر احساساتي کېږو، کټ مټ لکه په دې پورته کیسه کې چې مسافر کس ته د ټول افغانستان خلک خپل ښکار او لکه ټول چې پيژني.

په واده کې ځانمرګي:

د ناوې شین شال په ګردونو پټ مخ باندې وښویېده، سترګې یې وغړولې چوپتیا وه، غوږونو یې څه نه اورېدل، د موټر د ماتې شیشې دروازې یې په سختۍ پرانیستله، ورخطا یې شاوخوا وکتل او وړاندې د زوم په پرې شوي سر او ځان له خپل مات شوي لاس سره پړ مخې ور وغورځېده…

په دې کیسه کې هنریت او انځور کشي له ورایه ښکاري، د ناوې شین شال په ګردونو پټ مخ… دلته چې کوم الفاظ کارول سوي او کله چې لولو زموږ په احساساتو اغېز ښندي، داسې لکه دغه پيښه زموږ سترګو پر وړاندې شوي وي.

که د جملو جوړښت ته وګورو نو دې پایلې ته رسېږو چې تړلې جملې په خورا باریکۍ سره اوبدلې دې او مفهوم په لېږد کې یې مثبت رول لوبولی دی.

بې وزلي:

ښوونځی يې له کلي ډېر لیرې و، له ټولو به یې وختي  ښوونځي ځان رسوو تر څو له ټولو اول ورسېږي او هېڅوک یې ونه ویني؛ کله به چې ښوونځي ته ورسېده بوټونه به یې په پښو کړل…

د کیسه ګۍ ځانګړنه دا ده چې په لنډو جملو کې لوی مفهوم ولېږدول شي، که موږ د ځینو کیسو جوړښت ته ځیر شو نو بې د کوم دلیل څخه به لومړی طبیعت تشریح کړي او ورو ورو به کیسه اوږدوي خو په کیسه ګۍ کې دا هر څه برعکس کېږي.

دې کې د یو بې وزلي ماشوم چې د دې له وجې چې بوټونه يې زاړه نه شي ښوونځي ته په رسېدو خپل بوټان په پښو کوي.

د سختیو مقابله:

پلار زوی ته وویل ته راته لیکه چې له ذهن نه مې ونه وځي؛ اوړه، غوړي، بخارۍ، لرګي، چای، بوره … څه شېبه وروسته چوپتیا خوره شوه، زوی یې د خپل رسمونو کتابچه کتله او پلار یې په سوچ کې ډوب و، زوی یې پوښتنه وکړه: ابا! په هغو حیواناتو کې چې کوم تا لیدلي دي، کوم دې ډېر خوښیږي؟

پلار یې په ارامه ځواب ور کړ: کیشپ…

دلته یې پلار د دومره سختیو او د ژوند ستونزو کې ګیر دی او زوی داسې ښکاروي چې ته لست ولیکه چې زما هېرېږي په داسې حال کې چې د ده حافظه ډېره هم قوي ده، خو کله چې ترې پوښتنه کوي چې ستا د خوښې حیوان کوم دی، پرته له سوچ څخه ځواب ور کوي چې کیشپ.

رواج:

دعا ته په راتلو ښځو کې یوه بلې ته ور په غوږ شوه او ویې ویل: بېچاره ډېره په ځوانۍ کې پاتې شوه، ښځې ځواب ور کړ: هو خدای پاک دې سړی له داسې درده ساتي او بیا به دا بېچاره له هغه لېوره سره څه کوي؟….

دې کې یې زموږ د ټولنې انځور یې په ډېر ریښتیني بڼه وړاندې کړی دی، کلمې یې تصویري بڼه راغلي، د پښتنو د ناوړه دود بیان یې په ښکلې هنري ژبه کړی دی.

نهیلي:

د پلار کور ته یې د خسر ګنۍ دردونه راوړي و، اوښکې پرې راتوییدې او د خواښې خسر او خاوند له خوا یې د وهل کېدو کیسې په ټول درد سره بیانول چې ښه یې زړه تش کړ لور یې په حیرانۍ ترې وپوښتل: ادې! انا خو کڼه ده نه اوري بل نو څوک کله شته چې ته لګیا یې؟…

دې کیسه ګۍ کې د ښځې هغه درد پروت دی، چې زموږ د ټولنې ډیری ښځې له دې درد سره دا د ژوند دروند بار وړي. دلته په داسې حال کې چې دا پوهېږي هم، چې مور یې کڼه ده؛ خو دا بیا هم د خپل د ژوند هغه ستونزې چې د خسر په کور کې لري دې ته وایي او غواړي په دې سره یې زړه سپک شي.

د دې او دې ته ورته د الهام جمالزي کیسه ګۍ په هر چا اغېز کوي او خوند ترې اخلي.

پايله:

په ټوله کې ویلی شو، چې دا نوی ژانر چې د جمالزي په مرسته پښتو ادب ته ور اضافه شو د الهام صېب یو شهکار دی.

ښاغلی جمالزی زموږ د تکړه لیکوالانو څخه دی، چې دې نوي ژانر ته يې غاړه کېښوده او ښایسته کتاب یې په کې زموږ تر لاسونو راورسوه.

د جمالزي صاحب په هره کیسه کې کتاب کتاب خبرې دي.

ماخذ:

۱.جمالزي، الهام (کیسه ګۍ)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.