د قصیدې او بوللې ترمنځ توپیر

فاطمه اعظم

1,412

په ادبي نومونو(اصطلاحاتو) کې موږ ډېر ځله داسې کوو چې یوه اصطلاح په شعوري یا ناشعوري توګه ناسمه کاررو؛ داسې ځکه کوو چې دا اصطلاحات همداسې دود شوي ده. یو له دغو ادبي ټرمینالوژيو څخه د ژانرونو د نومونو مساله ده. موږ دوه ډوله ژانرونه لرو، یو د شفاهي ادبیاتو ژانرونه دي او بل د دیواني ادب ژانرونه دي. شفاهي ادبیات یا ولسي ادبیات هغه دي چې ولس پنځولي وي، ټاکلی لیکوال ونه لري او د ټول ولس ګډ مال ګڼل کېږي. د شفاهي ادبیاتو ژانرونو نومونه هم کوم ټاکلي کس نه لري، بلکې ولس ایښي دي. په یوه سیمه کې به ورته خلک لنډۍ، ټپه، مصرعه…دا نومونه ولس ایښي دي. په یوه سیمه کې به ورته خلک لنډۍ وایي، بله سیمه کې ټپه او بله کې مصرعه.

ښه دا خو د شفاهي ادبیاتو خبره وه، کله چې موږ دیواني ادب ته سر ور ښکاره کوو، هلته نو بیا ځیني ژانرونه له نورو ژبو څخه پښتو ته راغلي دي او د دې ژانرونو نومونو کې زیاتره لیکوال تېروځي یا له ستونزو سره مخ کېږي. له دې ژانرونو څخه یوه هم د قصیدې ژانر دی چې زیاتره کسان یې په پېژندلو کې تېروځي او هر اوږد نظم ورته قصیده ښکاري. په دې لیکنه کې قصیدې باندې غږېږو چې قصیده وپېژنو او دې باندې بحث کوو چې ایا بولل ه د قصیدې پښتو نوم دی او که دا یو بېل ژانر دی.

د قصیدې او د بوللې ترمنځ توپیر

مخکې له دې چې د قصیدې او بوللې ترمنځ توپیر په ډاګه کړو، لومړی به قصیده او بولله تعریف کړو چې څه ته وایي، البته د تعریفونو په اړه يې ډېرې خبرې کېدلی شي او هر لیکوال په خپلو الفاظو تعریفوي؛ خو دلته به یې یوې لنډې پېژندنې ته اشاره وکړو:

قصیده عربي نوم ده، په لغت کې قصد او ارادې ته وایي. په اصطلاح کې دا هغه منظوم فورم یا چوکاټ دی، چې په هغه کې لفظونه د یوه ځانګړي قصد په موخه په موزونه ژبه وړاندې کېږي. د قصیدې په اړه داسې هم ویل کېږي چې دا تر یوې مطلع لاندې ویل کېږي.

موضوعي تسلسل له مخې قصیدې ته ورته ده؛ خو د قصیدي نور شرایط نه بشپړوي.

توپیر:

ځیني لیکوالان په دې اند دي چې قصیده عربي او بولله یې پښتو نوم دی؛ خو اصلا داسې نه ده.

قصیده یو لفظي فورم دی، چې خپل ځانګړی جوړښت لري. موږ ته قصیده له فارسي ژبې څخه راغلې ده او په فارسي ژبه کې قصیده خپلې برخې او خاص جوړښت لري. کله چې قصیده پښتو ته راغله، په لومړيو کې قصیدې د فارسي جوړښت سره سمې ولیکل شوې او د قصیدو برخو ته پکې هم پام وشو؛ خو وروسته ورورسته د قصیدو برخو ته پام کم شو او له هر چا څخه به چې غزل اوږد شو، ایسته به یې ورباندې د قصیدې نوم کېښوده. قصیده له څلورو برخو جوړه شوې ده:

۱- تغزل یا تشبیب: تغزل په لغت کې د مینې خبرو کولو ته وایي، چې د محبوب یا ښځو ستاینې، د طبیعت ښکلا، مناظره او داسې نور د خوښۍ یا غم خبره پکې وي راوړل کېږي.

۲- ګریز یا تخلص: چې د تغزل څخه اصلي موضوع ته راځي.

۳- مدحه: دا دستاینې پراو دی. شاعر د یوه کس یا شي په ستاینه پیلوي او نېغ موضوع ته ځي.

۴- دعایه: دا د قصیدې ورورستی پړاو دی چې شاعر د ستایلو وړ شخص ته دعا کوي او په همدې برخې قصیده هم پای مومي.

اوس که د پښتو قصیدې جوړښت ته واچو؛ نو د پښتو په زیاترو قصیدو کې دا برخې پالل شوې نه دي. د لرغونې دورې قصیدو ته که سر ور ښکاره کړو هغه په تول پوره دي او د قصیدې ټولې ځانګړنې پکې شته دي. وروسته چې کومې قصیدې خوشحال خان خټک او نورو شاعرانو لیکلي دي، هغه کې د قصیدې برخې په ترتیب سره نه دي مراعت شوي. اوس به د لرغونې دورې له قصیدو څخه چې یوازې دوه قصیدې یې موږ په لاس ګې لرو، یوه د ښکارندوی غوري او بله د شیخ اسعد سوري.

له دې څخه به د ښکارندوی غوري قصیده راواخلو او د قصیدې دا څلور برخې به پکې په ګوته کړو:

د تغزل د برخې پیل:

د پسرلي ښکلونکي بیا کړه سینګارونه

بیایې ولونل په غرونو کې لالونه

په غورځنګ غورځنګ له خولې ځګونه باسي

لکه شڼ هاتې شڼا کاندې سیندونه

د دې قصیدې دویمه برخه چې ګریز برخه ده دا برخه له نولسم بیت څخه پيلېږي او پر درویشتم بیت پای مومي.

د ګریز د برخې پېل:

نه به چونی په ستایه د ګلو موړ سي

نه به موړ سم د سلطان په صفتونه

د ګریز د برخې پای:

نه یې څوک مخ ته دري د میرڅمنو

نه یې تورې ته ټینګېږي کلک ډالونه

د ښکارندوی د قصیدې درېیمه برخه چې د مدحې یا ستاینې برخه ده، دا برخه د ۲۴ بیت څخه پیلېږي او پر ۴۳ بیت پای مومي.

د ستاینې د برخې پیل:

د اسلام د دین شهاب د نړۍ لمر دی

نورستان یې کړ رڼا په جهادونه

د تغزل د برخې پای:

په رڼا اوسې ته تل د دین شهابه!

نو دې تل وه پر دریځ په نمزد کونه

د دې قصیدې څلورمه او وروستۍ برخه ددعاییې برخه ده چې له ۴۴ بیت څخه پیلېږي او د قصیدې پر اخر بیت پای مومي.

د دعاییې د برخې پیل:

په رڼا اوسې ته تل د دین شهابه!

نوم دې تل پر دریځ په نمزدکونه

څو راڼه چې ستا په توره د هند لوریه

څو چې نېست کړي له نړیه بودتونه

پورته مو د ښکارندی د قصیدې شننه وکړه چې ټولې برخې پکې په ترتیب سره مراعت شوې وې او د قصیدې نورې ځانګړتیاوې یې هم درلودلې؛ ځکه نو موږ ادعا کوو چې په پښتو ژبه کې په تول پوره قصیده ده. دغه راز، که د شیخ اسعد سوري قصیده هم راوسپړو، هلته هم دا ټولې برخې په ترتیب سرع راغلې دي؛ خو کله چې موږ کلاسیکې دورې ته راځو، هلته د قصیدې په نوم اوږده نظمونه لیکل شوي ي، خو چې د قصیدې هغه جوړښت، ځانګړتیاوې، برخې او نورې خبرې په پام کې ونیسو، بیا نو دې ته قصیده نه شو ویلی. د بیلګې په بڼه به د خوشحال خان خټک یوه قصیده راواخلو چې د بیتونو شمېر یې ۲۳ دی او موضوع یې(د دنیا بې وفایي) ده؛ خو د قصیدې نور شرایط یې نه دي پوره کړي، دلته یې یو څو بیتونه راوړو:

زړه سفر دې له دنیا

په تحقیق دی په رښتیا

که څه زر کاله پایېږي

هم دې نه وینم حیا

راشه وګوره همزولي

چې یې ځای دی په بیدیا

د باطن خیری ورکېږي

په صحت د اصفیا

یو سجود په اخلاص ښه دی

نه سل زره په ریا

همګي د ښو خویونو

وابسته دي په حیا

د خوشحال ژوندون په خدای دی

نه شهباز دی نه یحیا

دلته په دې قصیده کې ګورو چې د قصیدې هغه برخې پکې نشته دي او که کومه برخه پکې شته دی هم هغه ترتیب یې سم نه دی پالل شوی. اوس پوښتنه راولاړیږي چې که د خوشحال خان خټک قصاید قصیدې نه دي؛ نو څه شی ورته ووایو یا کوم نوم ورته ورکړو؟

استاد ازمون او یو شمېر نور پوهان په دې اند دې چې کله کله داسې ګېږي چې له یوه ژانر څخه نور ژانرونه وزېږي لکه د نثر برخه کې چې له ناول، ناولېټ او بیا لنډه کیسه او کیسه ګۍ وزېږیدلې.دغه راز له قصیدې څخه هم د تغزل برخه رابېله شوې او د غزل فورم یې جوړ کړی دی. غزل ځکه له قصیدې بېل شو چې پخوا به قصیدې په دربارونو کې ویل کېدلې، همدا لامل دی چې ځیني پوهان قصیدې ته درباري فورم وایي. وروسته بیا له خلکو سره دومره وخت نه و چې دومره اوږدې اوږدې قصیدې واوري، بیا نو شاعرانو داسې وکړل چې د تغزل برخه یې له قصیدې بېله کړه او د غزل په نوم فورم یې ترې جوړ کړ. اوس نو که موږ د خوشحال خان خټک او نورو اوږده اشعار ګورو، دا هم داسې ښکاري چې له قصیده ته بوللې نوم ور کړو او داسې به وګڼو لکه دا بولل ه چې هم له قصیدې څخه زېږیدلې ده. لامل یې دا دی چې دا تش په نوم قیصدې دي د قصیدې ټولې ځانګړنې نه لري.

پایله:

له پورتنیو ټولو خبرو دې پایلې ته رسېږو چې پښتو ادب ته قصیده له فارسي ادب څخه راغلې ده او په پښتو کې قصیدې لومړی ځل په لرغونې دوره کې ولیکل شوې. له هغې قصیدو څخه یوازې دوه قصیدې موږ په لاس کې لرو او همدې ته په کتلو موږ دا ادعا کولای شو چې پښتو ادب کې په تول پوره قصیدې چې د قصیدې د ټولو ځانګړنو درلودنکې دي. همدا دوه قصیدې دي چې یوه د ښکارندوی غوري او بله د شیخ اسعد سوري قصیده ده.

پاتې نورې قصیدې چې په کلاسیکې یا معاصرې دورې کې لیکل شوې دي، دا د قصیدې ټولې ځانګړنې او برخې نه لري.

ځینې پوهان وایي چې ښه به وي چې د خوشحال خان خټک او ځینو نورو شاعرانو قصیدو ته قصیدې نه بلکې بوللې ووایو، ځکه چې په دې شعرونو کې د بوللې ځانګړنې پرتې دي نه د قصیدې.

ماخذونه:

۱- ازمون، لعل پاچا.(۱۴۰۰ل). ادب تیوري، کابل: سمون خپرندویه ټولنه.

۲- خټک، خوشحال خان.(۱۳۸۷ل). د خوشحال خان کلیات، پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۳- استاد ازمون لکچر نوټ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.