زوړ استعمار او نوی استعمار؟

مقتصد

718

د استعمار یا کالونیزم عمومي مانا د یو هیواد لخوا په تدریجي ډول د بل هیواد یا سیمې په سیاسي او اقتصادي توګه د لاندې کولو پالیسي بلل شي.

د مثال په توګه په اسیا کې د منګولیانو پراختیا په طبیعت کې یوه استعماري پالیسي وه، په وروستیو وختونو کې استعمار د اروپایي قدرتونو لخوا په پنځلسمې او شپاړسمې پېړیو کې د جغرافیي کشفونو راهیسې جنګونو، فتوحاتو او او په بهرنیو هیوادونو کې د غیر اشغال شویو سیمو د استعمار کولو هڅو ته اشاره کوي.

استعماري قوتونه د استخراج، استعمار او جګړې له لارې استعماري قدرتونه بلل کېږي، چې په دې لړ کې اسپانیا او پرتګال هغه هیوادونه وو چې د استعمار یا کالونیزم بنسټ یې کېښود، انګلستان، فرانسې او هالنډ ددوی ملکیتونه ونیول او بیا دغو هیوادونو خپله استعماري امپراطورۍ لا پسې پراخه کړه.

وروسته ډنمارک، ناروې او سویډن هم ځینې سیمې لاسته راوړې، د نولسمې پیړۍ په پای کې اروپایي استعمار چې سیاسي او اقتصادي انګېزه یې درلوده خپل اوج ته رسېدلی و، په اسیا او افریقا کې هم د اروپا د استعمار پراختیا د قدرت د مبارزې له امله وه او بهرني فتوحات د ملي ځواک نښه ګڼل کېدل.

له بلې خوا صنعتي انقلاب د ساینس او ټکنالوژۍ په مرسته، په اروپا کې د قومي پانګوالۍ د ودې، ازاد تجارت، د خامو موادو عرضې او د محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړه، د برتانیې، فرانسې او هالنډ سربېره بلجیم، جرمني، ایټالیا، متحده ایالاتو او جاپان هم د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې مهم استعماري دولتونه ترلاسه کړل.

د استعمار د تسلط او حکومت لپاره بیلابېل دلیلونه وړاندې کېدل او حتا دغه استعماري قدرتونه له یو بل سره ونښتل چې په نتېجه کې یې لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه رامنځ ته او د ډېرې لویې تباهۍ لامل وګرځېدې.

استعماري نظام تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په ړنګېدو شو او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ اکثریت مستعمره سیمې د ملي ازادۍ د غورځنګونو او د ملتونو په هڅو خپلواکي شوې.

استعماري هیوادونه په صنعتي او اقتصادي لحاظ پرمختللي وو او د دوی تمدن د ماشیني دورې محصول و، دا په داسې حال کې چې مستعمره اقتصاد وروسته پاتې وو، د صنعت او تعلیم خو یې هیڅ څرک نه لیدل کېده، په ټوله کې مستعمره سیمې د واکمنو قدرتونو د محصولاتو بازارونه او د خامو موادو مرکزونه بلل کېدل.

په داسې حال کې چې اوس دغه ښکاره استعمار پای ته رسېدلی، امپریالیستي قوتونه هڅه کوي د اسیا، افریقا او لاتینې امریکا هاخوا هیوادونه تر خپل سیاسي او اقتصادي نفوذ لاندې وساتي او د همدې موخو د ترلاسه کولو لپاره له مختلفو لارو چارو څخه کار اخلي.

لکه په اړونده هیوادونو کې د فوځي اډو جوړول یا د پخوانیو اډو دوامداره ساتل، د ملتونو انحصار، په کورنیو جګړو کې ډیپلوماتیک او غیر مستقیمه فوځي مداخله، د سیاسي زور او کودتا له لارې د خپلو نفوذي ډلو واک ته رسول او داسې نور…

همدارنګه بهرنۍ مرستې یې لومړنۍ اقتصادي وسیله ده چې له مخې یې دغه هیوادونه په خپل کنټرول او انحصار کې ساتلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.