!آزموده ها را آزمودن خطاست

عبدالهادي هادي

625
هغوی چې فکر کوي د جمهوریت تنظیمي غله، مفسدین، تالانګر او د نظار شورا فاشستان، قومپالي یا بګیل شوي جنګسالاران د تالیب د وحشت، استبداد او بدویت بدیل دي، په غلطه روان دي.
تالیب به بد وي، له پرمختګ، تمدن، بشري حقونواو د معاصر ژوند له هرې نښې سره به دښمني لري، د حکومت کولو، واک چلولو، افغانستان جوړولو، له نړۍ سره د سیالۍ او ګډ ژوند وړتیا به نه لري، وحشي به وي خو موږ ته پته ده چې د جمهوریت د وخت تنظیمي غله، ځیره خواره او شیک پوشه مفسدین فقط په ظاهره او مفشنو څیرو کې له ننني وحشي او مستبد تالیب سره فرق لري، که دوی افغانستان جوړولای یا یې دې هیواد ته د څه کولو وړتیا درلودای نو شل کاله فرصت یې درلوده چې دوی په غلا، د یو بل د پښو په وهلو، تالان او دې ورځې ته د افغانستان په رسولو تیر کړ.
افغانان له تالیبي وحشت او استبداده کرکه لري خو هیڅکله د جمهوریت څلوېښتو مفشنو، نیکتایي لرونکو غلو ته د تالیب د بدیل په نظر نه ګوري.
په اتریش کې د څلوېښتو مشهورو، فیشني غلو راټولېدنه او پر تاریخ تیرو ، بګیل شویو څیرو پانګونه د افغانستان د اوسنۍ غمیزې پر اوږدولو او دوام ورکولو د بیا پانګونې مانا لري.
آزموده ها را آزمودن خطاست!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.