Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
سږ کال د نوبل د ادبیاتو جایزه نارویژی الاصله شاعر او نمایشنامه لیکونکي یون فوسه ته ورکړل شوه – DawatMedia24

سږ کال د نوبل د ادبیاتو جایزه نارویژی الاصله شاعر او نمایشنامه لیکونکي یون فوسه ته ورکړل شوه

عبدالهادي هادي

643

سږ کال د نوبل د ادبیاتو جایزه نارویژی الاصله شاعر او نمایشنامه لیکونکي یون فوسه Jon Fosse ته ورکړل شوه.هغه د ۱۹۵۹ ام کال د سپتامبر پر ۲۹ مه د نروژ په هوګسوند کې زېږېدلی او د برګن په پوهنتون کې یې تطبیقي ادبیات لوستي دي.
فوسه د نروژ او نړۍ له ډېرو مطرحو شاعرانو،لیکوالو او نمایشنامه لیکونکو څخه دی.
فوسه ته د هغه د آثارو په خاطرمعاصر هنریک ایبسن وایي، دا ځکه چې د ده نمایشنامې د نمایشي سنت مډرن دوام ګڼل کېږې او نمایشي سنت په نونسمه پېړۍ کې د نارویژي لیکوال هنریک ایبسن له خوا ایجاد شویدی.سنتی نمایش هغو نندارو یا نمایشونو ته وایي چې د یوه خاص قشر، اتنیکي ډلې او خلکو په عقایدو ، باورونو او انګېرنو کې منل شوي وي.
یون فوسه په ۱۹۹۲ کې د (یو څوک را روان دی) په لیکلو د نمایشنامه لیکونکو پر ټولي ورګډ شو، له همدې وخته تر اوسه د هغه ډېر شمېر آثار خپاره او د لوستونکو له هرکلي سره مخ شول. د فوسه آثار د دنیا څلوېښتو ژبو ته ژباړل شوی، چې له هغې ډلې ایراني لیکوال او ژباړن محمد حامد د نوموړي پنځه اثره (د نمایشي آثارو ټولګه)(ښکلې او د مني تصور)(پر څوکۍ ناسته جنکۍ)(شپې خپلې سندرې ویلې) او (زېړجمپرې جنۍ)فارسي ته ژباړلي دي. زه نه یم خبر چې د دغه معاصر او یاد لیکوال کوم اثر تر اوسه پښتو ته ژباړل شوی دی او که نه.
له یون فوسه تر نمایشنامو سربېره د شعر، لنډو کیسو او مقالو ټولګې هم خپرې شوېدي. د یادولو وړ ده چې د نوبل د ادبیاتو له سږنۍ جایزې سره یوولس میلیونه سویدي کرون (نیژدې یو میلیون ډالر)هم مل دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.