د تشویش او سټرس کمولو لارې چارې

زکریا رحیمي

0 876
په هر انسان کې د سټرس او تشویش پیدا کېدو لامل توپیر لري خو ځینې عام یې لاندې یاد شوي. د تشویش له منځه وړلو لپاره لمړی باید د تشویش پیدا کېدو لامل پیدا کړئ.
 
په ځینو خلکو کې لمړي ملاقاتونه، د خلکو په مخ کې خبرې او یا یوه چاره ترسره کول تشویش او سټرس پیدا کوي، په ځینو خلکو کې سفر، په ځینو کې جنتیکي وي، په ځینو کې عادت پرېښودل لکه نسوار سګرټ او یا هم د درملو پرېښودل، په ځینو کې د درملو بد اغیز وي، په ځینو کې اوږد مهاله ناروغۍ د سټرس او تشویش لامل کیږي لکه د زړه ناروغۍ، شکر او داسې نور، په ځینو کې اوږدمهاله درد، په ځینو کې کافیین لکه کافي، چای او یا هم نیکوتین لرونکي لکه سګرټ او نسوار او په ځینو کې بیا نورې عصبي ناروغۍ وي.
 
د تشویش علایم
ذهني او فزیکي نا ارامي
وېره
د زړه تېز ضربان
د بدن خولې کېدل
د لاسونو لړزېدل یا رپېدل
کمزورتیا یا ستړیا
په تمرکز کې ستونزه
تېزه سا اخیستنه
 
په کمو خلکو کې سټرس یا تشویش د ګرمۍ یا سړو کېدلو احساس، سر ګرزېدل، زړه بدوالی، سا بندېدل یا لنډه سا اخیستنه هم پیدا کوي.
 
که چېرې د لنډ مهال لپاره وي او له ځینې وضعیتونو سره مو تشویش او سټرس تړاو لري نو لاندې چارې ترسره کړئ
که چېرې سټرس کوونکي وضعیت سره مخ شی او د زړه ضربان مو زیات شي، یا هم له سختو چارو سره مخ یاستی او د لاسونو رغوي مو خوله کوي دا تشویش دی، سټرس ته زمونږ د بدن غبروګون دی. همداسې که چېرې له یوه نوي کس سره مخ شئ نا بلده ځای کې مو لمړۍ ورځ وي لکه په نوې دنده کې لمړۍ ورځ او یا هم د خلکو په مخ کې خبرې کوی دې ډول وضیعت ته د هر کس د بدن غبرګون توپیر لري. په دې ټولو وضیعیتونو کې څرنګه د سټرس برید کنټرول کړو ؟
 
کله مو چې سټرس یا تشویش تمرکز له منځه وړي او یا هم ستاسې د چارو او فعالیت مخنیوی کوي په دې وخت کې ستاسې ذهن کې منفي فکرونه خپلې ریښې خپروي. د کنټرول لپاره له خپل ځان څخه سم دلاسه پوښتنه وکړئ چې ایا دا منفي فکر او ویره رښتیا ده ؟ دوېمه پوښتنه دا وکړئ چې څرنګه خپل کنټرول ترلاسه کړم؟
 
له سټرس کوونکي او تشویش پیدا کوونکي وضعیت مخکې ډوبه سا واخلئ، د سا اخیستو پر وخت مو ذهن داسې ارام کړئ لکه خوب ته چې ځان چمتو کوی. همدا چاره د مطالعې پر وخت هم ډېره مرسته کوي. نفس تېز مه اخلئ بلکې په تدریجي توګه خپل سږي د پوزې له لارې په تنفس ډک کړئ او په خوله یې بېرته پرېږدئ. تر پنځه دقیقو همدې چارې ته ادامه ورکړئ.
 
بوي لرونکي تېل لکه د شنشوبي او یا داسې نور تېل د مساج لپاره وکاروئ دا هم د سټرس او تشویش په مخنیوي کې خپل رول لري.
 
له تشویش پیدا کوونکي وضعیت مخکې تر ۱۵ دقیقو پورې یوګا وکړئ یا مو د ټول بدن عضلې کش کړئ، شخي وباسئ او په دې وخت کې ډوبه سا واخلئ.
 
خپل فکرونه ولیکئ. هر هغه فکر ولیکئ چې تاسې ته تشویش یا سټرس پیدا کوي او خپل ځان سره د ځان په اړه مثبتې خبرې وکړئ.
 
خو که چېرې تشویش او سټرس مو هر وخت په ژوند کې بیا ځلې رامنځته کیږي خپله درملنه پیدا کړئ. درملنه هم په درملو مه کوئ بلکې د وېرې، تشویش او سټرس په اړه مو له مسلکي یا تجربه لرونکي کس سره په خبرې وکړئ. که چېرې په دې نه پوهېږی چې له کومه ځای څرنګه پیل وکړی د عصابو له ډاکټر سره پرې خبرې وکړئ.
 
د خوړو رژیم هم د سټرس په کنټرول کې اړین رول لري. د خوړو رژیم مو بدل کړئ او یا هم له خپلو خوړو سره نور اضافه خواړه وخورئ. د سټرس یا تشوی د کنټرول لپاره لاندې خواړه ګټور دي:
 
د لیمو بام (lemon balm) نعنا ته ورته بوټی دی
اومېګا-۳ غوړ اسید ډېری د کبانو په ځینې ډولونه کې پیدا کیږي
د (ashwagandha) په نامه بوټی
شین چای خو زیات نه
د (valerian root) د بوټي ریښې دي
کاوا کاوا (kava kava)
تور چاکلیټ
 
پورته یاد شوي خواړه که چېرې په دوامداره توګه تر درې میاشتو له نورو خوړو سره اضافه شي سټرس او تشویش مو له منځه وړي.
 
د ذهن او بدن روغتیا ساتنه هم سټرس او تشویش له منځه وړي. د ذهني او بدني روغتیا لپاره تر ټولو اړین هره ورځ سپورت، مختلف ډوله خواړه، کافي خوب چې له ۷ ساعتو باید کم نه وي، له سمو خوش طبیعتو خلکو سره ټولنیزه اړیکه ستاسې روغتیا ساتي.
 
که چېرې مو سټرس او تشویش بې کچې زیات وي، ډاکټر ته مو ټوله تجربه منظمه وایئ او د ډاکټر په مشوره مناسب درمل وکاروئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply