ماریا

605

په یوې وړې بانډه کې د (Marie Sklodo wska) ماریا سکلوډو وسکا په نوم پیغله اوسیده، چې کوچنیانو ته یې د پیسو په بدل کې درسونه ور زدکول، د ۱۹ کلو وه، چې د یوې شتمنې کورنۍ کوچنیانو ته یې په درس ورښودلو پیل وکړ.
د شاګرد مشر ورور پر ماریا زړه و بایلود او په قرار قرار یې د هغې زړه را خپل کړ، کیسه تر دې ورسیده چې د شتمنې کورنۍ زلمي ماریا سره د واده هوډ وکړ، خو هغه څه پوهیده چې په دې خبرې به یې مور ځمکه او اسمان یو کړي.
د هلک مور ماریا له ویښتو ونیوله او د لویې حویلۍ انګړ ته یې راکش کړه، ټولو مزدورانو او خدمتګارانو ته یې غږ کړ، د هلک مور په ماریا ښه ریشخند وواهه ورته یې کړل، ته زما دکور د اینګور کیدلو خوب ګورې په داسې حال کې چې د یو جوړ زړو کاليو پرته د اغوستو له پاره څه نه لرې، په ورځ او شپه کې یو وخت په مړې خیټه ډوډۍ نه شې خوړلی.
راټولو شویو خدمتګارانو او مزدورانو هم د ماریا په حال په زوره زوره وخندل.
د هلک مور ماریا له کوره بهر کړه او دروازه یې پسې پورې کړه.
دې پيښې ماریا سخته غمجنه کړه، په زړه یې ورته اور بل کړ، لکه چا چې پرې تیزاب اړولي وي. لنډه دا چې د سپکاوي له یو ژور خفګان سره مخ شوه، له قهر او درده یې غږ ټپ و، توکاڼې یې نه تیرېدې له ځانه سره یې پریکړه وکړه چې له نن وروسته به یو داسې مقام یو داسې شهرت ته ځان رسوي چې یواځې ددې کلی څه چې ټول پولینډ به یې په نوم ویاړ کوي.
له پولینډ پارس ته راغله او په پوهنتون کې یې د فزیک په برخه کې زدکړې پیل کړې، د کلي کوچنیانو ته د سبقونو ښودلو له لارې یې چې کومې پیسې جمعې کړې وې په هم هغې یې خپله ګوزاره روانه کړې وه. د ورځې به یې یو شیلنګ مصرف کوه نور یې نو په اتاق کې نه بريښنا وه او نه هم د اور بخارۍ. د ژمي په یخو شپو کې به یې وجود لړزیده خو د ځان ګرمولو له پاره یې څه نه درلودل، چې ساړه به ډير شول مجبوره به شوه او خپل ټول کالي به یې په ځان را واچول او ځان به یې په کې له یخنۍ پټ کړ خو ساړه به نه کمېدل.
پوره پنځه کاله یې د سړې ډوډۍ له وچو کپونو پرته بل څه باندې خپله لوږه کمه نه کړه، تر دې چې د کمزورتیا له امله به کله کله ماریا بې هوشه شوه، تر دې چې یوه ورځ په صنف کې بې هوشه شوه له معایناتو وروسته ډاکټر ورته کړل، چې ته د دوايي پرځای یو ګیلاس شیدو ته ضرورت لرې.
ددې ټولو سختيوسره سره سره ماریا په ډير همت ژوند مخ ته وړ، د زدکړو په دوران کې یې د پایري په نوم د پوهنتون له یو ساینس پوه سره واده وکړ، د دواړو ژوند او حال یو ډول و، پرته له دوه بایسکلونو دواړو سره نور هیڅ نه و او په همدې حال کې یې زدکړې تر پي آیچ ډي پورې ورسولې.
ماریا د خپل تحقیق له پاره ډيره په زړه پورې موضوع وټاکله، ماریا غوښتل دنیا ته ښکاره کړي چې ولې يورانیم رڼايي کوي؟ دا یوه سخته موضوع وه خو ماریا ورته ملا وتړله، د څیړنو پرمهال ماریا یو داسې عنصر وموند چې د یورانیمو په پرتله یې ۲۰ لاکه کرته د رڼا کچه ډيره وه.
ددې عنصر یو خاصیت دا و چې شعاګانې یې له لرګي، اوسپنې او حتی کاڼي څخه اخوا تېرېدلی شوې، ماریا پرې د ریډيم نوم کیښود، دا د ساینس په نړۍ کې یو لوی انقلاب و، ددې تجربې د اثبات له پاره ماریا او د ژوند ملګري پایري ۴ کاله زحمت وګاله، په یواځې ځان یې ۸ ټنه اوسپنه وسوځوله او د نخود د دانې هومره ریډيم یې ترې تر لاسه کړ. په داسې حال کې چې د بټۍ د ترخو لوګیو له امله د ماریا په پیپړيو کې سوري وشول خو ځان یې تر بري ورسوه تر دې چې د ماریا د ایجاد پر وړاندې ټول ساینس دهغې په پښو کې پریوت، ریډيم د کینسر د سلګونو زره مریضانو له پاره د ژوند پیغام له ځان سره راوړ.
دا چې نن مونږ او تاسې د شعاع په مرسته د درملنې کوم خبرونه اورو دا هم هغه د ماریا ایجاد ریډيم دی چې د کینسر په څېر د وژونکي مرض درملنه پرې کيږي.
ماریا د نړۍ یواځينۍ هغه ساینس پوهه ده، چې په خپل ژوند کې یې دوه ځله د نوبل نړیواله جایزه تر لاسه کړې ده، او د چا له کبله چې نن د ساینس زدکړیالان د پولینډ د نوم په اورېدو سره په سینه د تعظیم لاس ږدي.
کله چې لويو کمپنیو ماریا ته د هغې د ایجاد په بدل کې د میليونونو ډالرو د ورکړې وړاندیز وکړ نو پوهیږۍ ماریا ورته څه شرط کیښود؟
ماریا وویل چې دا به خپل ایجاد یواځې هغې کمپنۍ ته ورکړي چې په کینسر مرض مبتلا د پولینډ یوې زړې میرمنې درملنه وکړي، دا هم هغه شتمنه میرمنه وه چې یوه ورځ یې ماریا له غوږه نیولې او دخپل کور له دروازو یې د باندې شړلې وه.
هغه میرمن اوس د کینسر په وژونکي ناروغۍ اخته شوې وه او ماریا سکلوډو وسکا د هغې د درملنې له پاره خپله قیمتي پانګه د خلکو په وړاندې ایښې وه…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.