فرض که مباح؟

حفیظ الدین پیرزادہ

543

ای کاش! زموږ‎ سترو علمای کرامو، شیوخو او استادانو د خالد الحنفي صاب د خبرو تصحیح کړ‎ې وہ

تر څو زما پشان د کم علم او ټیټې سویې مبتدي طالب په دې اړ‎ہ څه لیکلو ته نه و اړ‎ شوی!

که موږ‎ د علم کلمې ته ځیر شو نو و به وینو چې د قرآن کریم  د نزول په پیل کې الله عزوجل د  انسان د خلق د علم خبرہ کوي.

الله عزوجل خپل اقدس ذات  انسان ته د خپل تخلیق د علم له لیارې ور پیژني، الله عزوجل وایي:

اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ…..

بیا فرمایي: عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ؛ مانا داچې انسان په ھیڅ نه پوھید او ټول علوم ورته الله عزوجل ورکړ‎ل.

لومړ‎ی الله عزوجل خپل ذات ورته داسې ورپیژني چې ھر څه الله تعالی پیدا کړ‎ي: “اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقْ “

او بیا د عمومي علم خبرہ کوي .

د مباح او غیر مباح خبرہ پکې نشته، ځکه ټول علوم الله عزوجل انسان ته ورکړ‎ي.

د آدم علیه السلام فضیلت پر ملایکو ھم د علم له لیارې شوی، ھلته ھم علم په مجموع کې یاد شوی.

الله عزوجل وفرمایي: وَعَلَّمَ ءَادَمَ ٱلْأَسْمَآءَ كُلَّهَا…..

یانې ما انسان ته د ھر څه علم ورکړ‎، دلتة ھم د کلِّھا کلمة عمومیت راولي چې ټول علوم پکې شامل دي؛ دیني او دنیوي۔۔۔۔۔

دا خو بیا وروسته علم پر دیني او دنیوي قسمونو وویشل شو؛ ھغه علم چې انسان پرې مسلمان/مومن کیږ‎ي

او خپل روزمرہ دیني واجبات پر اداء کوي، فرض عین او نور یې کفایي فرض دي! دلته ھم د مباح او غیر مباح خبرہ نشته.

د علم زدہ کړ‎ہ له واجباتو څخه دہ چې یوہ برخه یې فرض عین او بله یې د ټولنې د احتیاج او اړ‎تیا له

مخې کله کفایي او کله ھغه ھم فرض عین وي!

د ستر امام شافعي رحمه الله او ھمداراز زموږ‎ د جمھورو علماو په نزد د ھغه دنیوي علم زدہ کړ‎ہ

فرض عین دہ چې د مسلمانانو ټولنه ورته اړ‎تیا ولري!

که شیخ خالد صیب کله په تورخم کې له ھغو مریضانو سرہ په کتار کې ودریږ‎ي چې پاکستان ته

د علاج لپارہ ځي نو زہ متیقن یم چې د طب علم د زدہ کړ‎ې فرضیت ته به قایل شي!

اوس که پورتني بحث ته ځیر شو نو پوہ به شو چې د علم مطلقه زدہ کړ‎ہ فرض دہ، چې بیا وروسته د

دیني او دنیایي اړ‎تیاو له مخې پرفرض عین او کفایي ویشل شوې دہ؛

د مباح خبرہ اصلاً مطرح نه دہ!!

د علم په فرضیت کې به تر دې بل پورته دلیل څه وي چې پیغمبر علیه السلام ورته د “فریضة” کلمة کارولې

 ( طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ ).

مباح څه ته وایي؟

زموږ‎ علمای کرام مباح ھغه عمل ته وایي چې پر کولو یې ثواب او پر نه کولو یې عذاب نه وي.

فقھاء ټول شیان پر پنځو کټه گوریو ویشي چې دوہ یې روا ( فرض او مستحب ) او

دوہ یې ناروا ( حرام او مکروہ ) دي او د دې شیانو په منځ کې مباح موقعیت لري.

زموږ‎ په فقه کې یوہ سترہ قاعدہ ھم د مباح په اړ‎ہ دہ:

الأصل في الأشياء الإباحة مانا دا چې ھر څه مباح دي تر څو یې تحریم نه وي ثابت شوی،

د ھغه څه چې فرضیت، استحباب، تحریم او کراھیت ثابت وي تر دې کټه گورۍ لاندې نه راځي؛

 بیلگې یې ډیرې زیاتې دي خو زہ به دلته قراني بیلگه راوړ‎م.

الله عزوجل فرمایي: وَأَحَلَّ ٱللَّهُ ٱلۡبَيۡعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰاْۚ……

دلته بیعه حلاله یا مباح گڼل شوې په دې مانا چې اخیستل، خرڅول، تجارت او نور ټول مباح اعمال دي

 چې پر نه کولو یې سړ‎ی نه گناھگاریږ‎ي!

که د علم زدہ کړ‎ہ ھم مباح وگڼل شي نو د علم پر نه حصول باید سړ‎ی گناھکار نه شي! او که د شیخ خالد صیب

خبرہ سمه وگڼو نو بیانه یواځې  فرایض له منځه ځي بلکې ورسرہ زموږ‎ ټول ھغه احکام چې

د معاملاتو پر فقھې پورې اړ‎ہ لري ھم له منځه ځي!

ھمدا راز په قران کریم کې څه د پاسه پنځه سوہ آیات الأحکام او نور ټول ھغه مبارک احادیث چې د

عباداتو او فضایلو په اړ‎ہ نه دي ھم خپل اھمیت او ضرورت له لاسه ورکوي، استغفر الله ثم استغفر الله!

بله مھمه خبرہ دا وہ چې شیخ خالد د مباح او امیر د حکم په اړ‎ہ وکړ‎ہ؛ ھغه وایي چې کله د مباح او د امیر

 تر منځ تعارض راشي، د امیر حکم منل واجب دي!

دا خبرہ پخپل ذات کې تر یوہ حدہ سمه دہ خو د تعلیم په اړ‎ہ ځکه سمه نه دہ چې تعلیم زموږ‎ د ټولو علمای کرامو،

 مجتھدینو او سلفالصالح په نزد فرض دی نه مباح!

ھمداراز د امیر لخوا مباحاتو ته حد ټاکل یا تصرف پکې کول ھم په ټوله کې سم نه دی! ځکه چې:

۱-  موږ‎ په اسلامي فقه کې دې ته یوہ سترہ قاعدہ لرو چې وایي:  تصرف الإمام علی الرعیة منوط بالمصلحة یانې

د مسلمانانو امیر په مباحاتو کې د مصلحت له مخې تصرف کولای شي.

بیا مو علمای کرام مصلحت په دوہ کټه گوریو ویشي، خاص او عام. که چرته د امام فعل د عامو امورو

 په اړ‎ہ وي نو امر یې باید شرعاًنافذ نه شي.

په نص ثابت مباحات مقید کول زموږ‎ د جمھورو علماو په نزد اصلاً جواز نه لري!

۲- دا مصلحت باید ټولنې ته د نفعې رسولو او یا د ضرر د دفعې لپارہ وي، یانې د ټولنې یو ستر مصلحت ورپورې تړ‎لی وي؛

 د تعلیم  (دیني او دنیوي ) مخه نیول نه د ټولنې په نفعه دہ او نه پکې د ضرر دفع موجودہ دہ.

۳- که امام المسلمین په خاصو مصالحو کې ھم په آزاد مټ تصرف ته پریښودل شي نو ډیر کم وخت پکار وي چې

د صالح امام څخه یومطلق العنان دیکتاتور جوړ‎ شي، چې بیا دا ھر څه په ټولنه کې د شرعي نظام اساسات متضررہ کوي.

۴- که زموږ‎ علمای کرام، تکړ‎ہ لیکوالان او نور اھل خِبرہ خلک په داسې مسائلو کې د مضر احتیاط یا خپل موقف ساتلو

لپارہ سکوت اختیاروي نو په حقیقت کې د دې مبارک حدیث “ الدین النصیحة” اصل تر پښو لاندې کوي!

چې ضرر یې بیا تر ټولو زیات ام ارت او ټولنې ته رسیږ‎ي!

راځئ! اشخاص په امارت وپیژنو، د اشتباھاتو د اصلاح کوښښ یې وکړ‎و نه دا چې اما رت په اشخاصو وپیژنو!

ھیله دہ ملگري راڅخه خفه نه شي!

والله اعلم بالصواب

______________________________________

حفیظ الدین پیرزادہ

د سپتمبر ۲۸/ ۲۰۲۲ م

لندن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.