پاکستان کې بریدونه او تر شا یې پټ احتمالات

حفیظ الدین پیرزادہ

170

له تیرو څو ورځو راھیسې بلوڅ ازادي غوښتونکي مبارزین د پاکستان په مختلفو سیمو کې پر فوځي تنصیباتو حملې کوي.

په دې حملو کې تر ټولو ډیرہ خونړ‎ۍ یې د بلوچستان په تربت کې د سمندري ځواکونو پر اډې وہ.

د پاکستان رسمي سرچینو د څلورو بلوچ مبارزینو د وژلو ادعا کړ‎ې خو د خپلو تلفاتو په اړ‎ہ یې څه نه دي ویلي.

بلوڅ مبارزین فوځي قرار گاہ  ته ور ننوتي او بیا یې په جگړ‎ہ لاس پورې کړ‎ی. ښایي د فوځیانو تلفات ډیر لوړ‎ وي، چې پاکستان یې د نه ښکارہ کولو له لیارې غواړ‎ي د خپلو عامو فوځیانو لویدلی مورال د لا پسې لویدو څخه وژغوري.

بلې خوا ټي ټي پي ھم پر فوځ د خپلو بریدونو لړ‎ۍ تیزہ کړ‎ې.

فقر، فساد، انفلاسیون او پور ځپلی پاکستان د سیاسي بې ثباتۍ په رنځ ھم اخته دی.

په پاکستان کې یواځینۍ قوت چې دا ټولې ستونزې پرې ھیڅ اثر نه پریباسي، ھغه د دې ھیواد فوځ دی. ځکه چې فوځ په حکومت کې پخپله یو جلا بل حکومت دی.

دا په نړ‎یواله کچه یو مشھور مقال دی چې وایي: ھر ھیواد یو فوځ لري خو د پاکستان فوځ یو ھیواد لري.

څه مودہ وړ‎اندي ( دسمبر ۲۰۲۳ م ) د پاکستان فوځ مشر، د استخباراتو کسان او نور مھم جنرالان امریکا ته په سفر تللي وو.

څرنگه چې پاک فوځ په سیمه کې د غرب د گټو مدافع دی، ښایي د ا مریکا څخه یې د سیمې لپارہ د یوې نوې ستراتیژۍ قرارداد اخیستی وي.

که په سیمه کې د حالاتو ډرامائي اوښتون ته لږ‎ ژور نظر وکړ‎و نو دا لاندې ذکر شوي احتمالات به مو خامخا په ذھن کې خطور وکړ‎ي:

۱- پر پاکستان د حملو تر شا ښایي ھماغه اسرائیلی تاکتیک پروت وي، یانې غلیم تخریش کړ‎ہ او بیا یې پریږ‎دہ چې حمله وکړ‎ي، تر څو تاته پرې د یوې سترې جگړ‎ې تحمیلولو مجوِز په لاس در شي.

دا داسې یو تاکتیک دی چې اشغالگر پکې د مظلوم او له ځان څخه د دفاع په رول کې څرگندیږ‎ي، یانې لیوہ پکې مظلوم او پسه ترھگر معرفي کیږ‎ي.

په غزہ کې اسرائیل اوس ھم ځان مظلوم او د غزې خلک ظالمان ښیئي او پرې حمله له خپل ځان څخه دفاع!!

دا خو د خواله رسنیو برکت او د فلسطینیانو ویښ ذھنیت دی چې د ھر ناروا خونړ‎ي برید او اسرائیلي وحشت مستندې ویډیو گانې پر خواله رسنیو خپروي چې اسرائیل او امریکا یې د کنترول څخه عاجز دي، که نه لیوہ اسرائیل به سرې سترگې د پسه پوټکی اغوستی گرځیدہ!

ښایي په پاکستان کې بریدونه ھم پخپله آی اِس آی د امریکا په خوښه او لار ښوونه تخریش کړ‎ي وي تر څو :

الف: په سیمه کې د تشنج پیدا کولو له لیارې،  (په ځانگړ‎ي ډول افغانستان او ایران کې ) د چین اقتصادي پلانونه ټکني کړ‎ي

ب: پنجاب یو ځل بیا د تروریزم د ځپلو په بھانه د امریکا په مالي مرسته خپل ازلي دښمنان پښتون/بلوچ ووھي

ج- په پښتون میشتو سیمو کې د ټي ټي پي د ټکولو او کمزوري کولو له لیارې د داعش زرغونیدل او غوړ‎یدل یقیني کړ‎ي، تر څو د امریکا په ھدایت داعشۍ پروژہ له دې لیارې، ایران د افغانستان شمال، او مرکزي اسیا ته صادرہ کړ‎ي

د- د امریکا د خوښ ساتلو له لارې د آی ایم إف د پور راتلونکي قسطونه اخیستل ځان ته آسان کړ‎ي تر څو پر مټ یې د فوځ لخوا نصب شوی غیر منتخب حکومت د دیوالي کیدو او حتمي سقوط څخه وژغوري

څه باید وکړ‎و؟

په افغانستان کې د شوروي اتحاد او امریکا ماتې، د مرکزي اسیا د ھیوادونو خودمختاري، د افغانستان او سیمې سیاسي جغرافیه ور بدله کړ‎ہ.

ھغه افغانستان چې یو مھال د لویو قدرتونو تر منځ بفر زون و، اوس د نړ‎ۍ په یوہ مھمه تجارتي څلور لارې بدلیدونکی دی.

دا ھر څه په داسې وخت کې پیښیږ‎ي چې موږ‎ ته الله عزوجل پس له ډیرې مودې او پریمانه قربانیو داسې صادق، کم مصرفه، د ولس له منځه راوتلي متدین مشران او په دین او ھیواد مئین  حکومت را نصیب کړ‎ی چې که لږ‎ له سیاسي درایت څخه کار واخلي، په بې ځایه فرعي مسائلو وخت ضایع نکړ‎ي، تعلیم عام کړ‎ي، ولس د دیني ادرسه تحقیر نه کړ‎ي  نو افغانستان به په ډیرہ لنډہ مودہ کې د سیمې د ھیوادونو نه، بلکې د نړ‎ې د پرمختللیو ولسونو سیال شي ( ان شاء الله،  وما ذلك على الله بعزيز ) !

په داسې حساس وخت کې چې افغانستان د ستر سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ټولنیز بدلون او اوښتون مرحله تجربه کوي، موږ‎ د ھیچا سرہ د ھیڅ راز جگړ‎ې، وړ‎ې او لویې متحمل کیدای نشو.

خو که څوک جگړ‎ہ د افغانستان انگړ‎ ته راوړ‎ي، بیا نو افغان دولت ھم مجبور دی چې غاښ ماتونکی ځواب ورکړ‎ي.

که پاکستان بیا ځل پر افغانستان ځمکنی، ھوایي او یا د داعش په وسیله برید کوي نو تر ھر څه لومړ‎ی، افغانستان باید دا لاندې اجرأت  سمدلاسه وکړ‎ي:

۱- سفارتي اړ‎یکې معطلې کړ‎ي.افغان سفیر له اسلام آباد څخه بیرته را وغواړ‎ي او د پاکستان ھغه ور وشړ‎ي

۲- د کراچۍ پر بندر خپل انحصار را کم کړ‎ي. ھسې ھم د کراچي بندر ته مالونه د سور سمندرگي څخه د ھرموز پر تنگي را تیریږ‎ي.

چین او روسیه د ایران له لاري د یمن حوثیان تقویه کوي، چې خپلې سمندري حملې لا پسې زیاتې کړ‎ي.

که په سور سمندرگي کې گډوډي لږ‎ہ نورہ ھم زیاته شي، ایران به د ھرموز تنگی وتړ‎ي چې دا کار به نړ‎یوال بحران را منځته کړ‎ي، پر اروپا به د عربو تیل او گاز چې تر اتیا سلنې ډیر د ھمدې لارې ځي، بند شي. اروپا به مجبورہ وي چې د خپلو اړ‎تیاو د پورہ کولو لپارہ د روسیې څخه تیل او گاز را ونیسي او روسیه به بیا خپل شرایط پر ږ‎دي.

که د ھرموز تنگی وتړ‎ل شي چې دا کار به حتما کیږ‎ي نو اروپا به یوکراین روسیې ته و بایلي. کیدای شي روسیه اروپا مجبورہ کړ‎ي چې د مرکزي اسیا په نورو ھیوادونو کې ھم لاس وھنه و نکړ‎ي( دا بیل بحث او بیله لیکنه غواړ‎ي ) .

که د ھرموز تنگی وتړ‎ل شي نو د کراچۍ بندر ته به ھم د مالونو راتگ کچه اتیا سلنه کمه شي او که زموږ‎ انحصار پر کراچۍ وي نو ھغه د اردو شعر به رښتیا شي چې وایي:

ہم تو ڈوبے ہیں صَنَم تُم کو بھی لے ڈوبیں گے ( پاکستان  خو غرق دی، موږ‎ به ھم له ځان سرہ غرق کړ‎ي ).

افغان دولت باید:

الف- پر چابھار بندر پانگونه وکړ‎ي

ھسې خو افغان دولت تر دې دمه پر چابھار ۳۵ میلونه ډالر ( ښایي زما احصائیه دقیقه نه وي ) پانگونه کړ‎ې، دا باید نورہ ھم زیاته شي.

ب- ملي تجاران وھڅوي/ مراعات ورکړ‎ل شي چې د کراچۍ پر ځای خپل واردات د چابھار  له لارې وکړ‎ي.

نوټ: ځینې تجاران کراچۍ ته پر چابھار فوقیت ورکوي. ھغوی د خپلو ناچیزہ شخصي گټو لپارہ دا کار کوي او یا ھم په پاکستان کې کورونه، شناختي کارډونه، تجارتونه او نور لري

افغان دولت  یې باید په سپارښتنو غوږ‎ و نه ‎گروي!

ج- د یوې فعالې دیپلوماسۍ له لارې ھندوستان و ھڅول شي په چابھار کې د افغان دولت سرہ مرسته وکړ‎ي

د- د واخان پروژې ته پر نورو ټولو کارونو اولیت او فوقیت ورکړ‎ي او ژر تر ژرہ یې تکمیل کړ‎ي!

نوټ! که دولت د مالي ستونزو سرہ مخ وي، ښایي د مشر شیخ صیب یا ریس الوزراء په خصوصي امر د کابل له ښاروالۍ څخه پیسې واخیستل شي او یا ھم د ولس څخه مرسته وغوښتل شي!

۳- د شمال له لارې د مرکزي اسیا  ھیوادونو سرہ تجارتي راکړ‎ې ورکړ‎ې لا زیاتې شي، د بیلگې په توگه د ریل په پټلۍ لا نورہ پانگونه وشي

۴- د پاکستان ټول ترانزیت چې د افغانستان له لارې مرکزي اسیا سرہ کیږ‎ي، مطلق بند شي

۵- پر حساسو او مھمو دندو د لگول شویو چارواکیو پلټنه ( تصفیه ) وشي، ھغه چې لا ھم په پاکستان کې کورونه، جایدادونه، پخپلو یا د نورو په نومونو تجارتونه او یا شناختي کارډونه لري، له مھمو دندو گوښه شي

۶- خپل شیوخ القرآن و الأحادیث او نور علمای کرام وھڅوي چې د تقریرونو او تحریرونو له لارې د پاکستان د مرتد فوځ او منافقو سیاسیونو څیرې د قران کریم او نبوي ارشاداتو په رڼا کې ولس ته وښائي!

پایله

افغانستان په وچه کې ایسار، غرنی ھیواد دی. د نړ‎یوالو قوانینیو له مخې داسې ھیوادونه چې په وچه کې ایسار وي

( land locked countries ) ورسرہ نژدې د بل ھیواد سمندري بندر ته د ترانزیت مکمل حق لري.

( د زیاتو مالوماتو لپارہ دې په وچه کې ایسارو ھیوادونو په اړ‎ہ د ملگرو ملتونو د ۱۹۸۲ م کال کنونسیون  یا UNCLOS ته مراجعه وشي!

په نړ‎ۍ کې ۴۴ په وچه کې ایسار ھیوادونه دي چې له دې جملې ۳۲ وروسته پاته ھیوادونه دي او افغانستان له بدہ مرغه د ھمدې وروسته پاته  ھغو په سر کې ځای لري!!!! )

خو پاکستان د افغانستان دا حق تل د یوې سیاسې حربي او ناروا فشار په توگه کارولی.

که د پاکستان او افغانستان تر منځ بیا نښته راځي، نو پاکستان به یو ځل بیا د تجارتي لارو پر تړ‎لو پر افغانستان فشار واردوي.

پر پاکستان اوسني بریدونه پخپله ای اس ای تخریش کړ‎ي تر څو پرې په سیمه کې د تشنج له لارې د امریکا لپارہ د چین پرمختگ ټکنی کړ‎ي؛ تر څو افغانستان نا ارامه شي او دې ته اوزگار نشي چې ترې د خپل حق غوښتنه وکړ‎ي!

افغان دولت باید له ھمدې اوسه د پاکستان د بریدونو د مخنیوي او یا ھم متقابل ځواب چارې وسنجوي!

ھمت مردان، مدد خدا

__________________________

حفیظ الدین پیرزادہ

د مارچ ۳۱/ ۲۰۲۴ م

لندن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.