ام ارت د ډاکتر قلندر عباد پر ځای مولوي نور جلال د عامې روغتیا وزیر وټاکه.
لومړی یې رنځپوہ طبیب دی، دویم یې نه دی.
آیا کار یې و اھل ته وسپارل شو؟
راځئ! دې پوښتنې ته تر ځواب ویلو مخکې د پرمختللې نړۍ تعامل د دا شان مسائلو سرہ وگورو.
ویکټوریا اټکنس ( Victoria Atkins ) د پارلمان وکیله او د انگلستان د عامې روغتیا برحاله وزیرہ دہ. تر دې مخکې د مالیې او تر ھغې وړاندې د عدلیې وزیرہ وہ. ھغې قانون لوستی او یو څه مودہ یې د انگلستان په محاکمو کې د مدافع وکیلې په توگه دندہ اجرا کړې.
( Mansukh Laxmanbhai Ma) مُکیش لکمنبھائی د ھند د روغتیا وزیر د زراعت پوھنځۍ لوستې او بیا یې په سیاسي علومو کې دکتورا اخیستې.
ھاویر بسیرا ( Xavier Becerra ) د جو بایډن په کابینه کې د عامې روغتیا وزیر دی.
تر دې وړاندې د امریکا د کالیفورنیا ایالت لوی څارنوال و. ھغه ھسپانوي نژاد امریکایي قانونپوہ دی.لوړې زدہ کړې یې ھم د حقوقو په برخه کې تر سرہ کړي.
کترین واټرین ( Catherine Vautrin ) د فرانسې د عامې روغتیا وزیرہ دہ. ھغه تر اوسنۍ ټاکنې وړاندې د ښځو د حقوقو وزیرہ وہ. ھغې خپلې لوړې زدہ کړې د سوداگرۍ قانون کې سر ته رسولي.
که برہ ذکر شویو بیلگو ته ځیر شو نو و به وینو د ھیڅ پر مختللي ھیواد د صحت وزیر د طب ډاکتر نه دی، إلا ماشاء الله!
کار و د ھغه اھل ته سپارل ھیڅکله دا مانا نه لري چې د روغتیا وزیر، ریس یا بل کوم چارواکی دې د طب ډاکتر وي، د دفاع وزیر دې فوځي وي، د زراعت وزیر دې د زراعت متخصص وي، د مخابراتو وزیر دې انجنیر یا کمپیوتر پوہ وي او ھمداسې نور.
د کابینې وزیران، د سترو ریاستونو ریسان، د حساسو ادارو مدیران او نور لوړ پوړي چارواکي تل خپلو نظامونو، سیاسي پارټیو او حکومتونو ته ژمن سیاسي خلک وي چې مربوطه ارگانونو ته د خپل سیاسي او ایډیالوژیک اند له مخې لیدلوری یا وژن تعینوي تر څو د ولس خدمت وکړي.
ھوښیار حکومتونه ھیڅکله خپل مسلکي
کدرونه په اداري پوستونو نه مصروفوي.
یو متخصص ډاکتر باید په روغتون کې د معالجې په چارو بوخت وي، نه د روغتیا ریاست پر مدیریت !!
کار او اھل یې:
قرانکریم مسلمانانو ته امر کوي چې کارونه اھل خلکو ته وسپاري:
إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا… سورت النساء
خو که د الله عزوجل له دې امر څخه سرغړونه وشي، نتیجه به یې څه وي؟
ځواب یې په دې مبارک حدیث کې موندلای شو. پیغمبر علیه السلام فرمایي:
إذا وُسِّدَ الأمرُ إلى غَيرِ أهلِه فانتَظِرِ السَّاعةَ. رواہ البخاري
( ھغه خلک دې د قیامت انتظار وکړي چې کارونه نا اھلو ته سپاري).
تیرې ادارې کارونه نا اھلو ته سپارلي و نو قیامت پر راغی!
سرہ له دې چې د پورته ذکر شوي مبارک آیت شان نزول د کعبې شریفې د کیلي په اړہ دی چې د عثمان بن طلحه په قبضه کې وہ، خو حکم یې عام دی او ټول کارونه، دنیوي او اخروي، پخپله ځولۍ کې را نغاړي.
د ابن حجر، ملا علي قاري، ابن باز او نورو سترو علمای کرامو رحمھم الله تعالیٰ اجمعین په نزد په پورته ذکر شوي حدیث کې د کارونو څخه مراد دولتي دندې دي.
د اھلِ کار اوسنی تصور:
کار د ھغه اھل ته د سپارلو اوسنی تصور زموږ سرونو ته د غرب څخه راغلی او غلط تزریق شوی!
زموږ ډیری په دې اند دي چې د صحت وزیر باید خامخا ډاکتر، د دفاع وزیر، فوځي، د اوبو او بریښنا وزیر انجنیر او ھمداسې د نورو مسلکي ارگانونو مدیران د ھماغو برخو متخصص افراد وي.
غرب پخپله دا کار نه کوي خو موږ ورته ھڅوي.
که موږ د غربي ھیوادونو د صحت، دفاع، زراعت، تیکنالوجۍ او نورو مسلکي برخو برحاله وزیرانو ته ځیر شو، یو یې ھم د طب ډاکتر، فوځي، د زراعت متخصص، انجنیر یا د بل اړوند مسلک متخصص نه دی.
ھمدا رنگ د ټول شموله مسئله ھم دہ.
ھیڅ غربي حکومت خپل سیاسي مخالف د ځان سرہ په واک کې نه شریکوي خو موږ ته یې سپارښتنه کوي.
وزارتونه، ریاستونه، او د نورو لوړو ارگانونو مدیریتونه سیاسي/اداري پوستونه دي چې که پرې متخصص کدرونه بوخت کړو نو بیا به مو کار د ھغه اھل ته نه وي سپارلی بلکې خپل مسلکي کدر به مو په نامناسب ځای کې مصروف کړی وي!
د ماشومانو متخصص طبیب باید په روغتون کې د ناروغو ماشومانو پر درملنه بوخت وي نه د کوم مدیریت یا ریاست پر مخته بیونه و ھلُمّ جرا !
د کار اھل څوک دی؟
ھغه چې د ورسپارل شوې دندې د اجراء وړتیا ولري.
د کار اھل باید ځینې مواصفات ولري چې مھم یې دا لاندې درې دي:
۱- مسلکي وړتیا
تر ټولو مھم شرط دی؛ یو جراح ډاکتر نشي کولای د قانونپوہ دندہ اجراء کړي او نه یو قانونپوہ په روغتون کې د جراحي عمل د ترسرہ کولو وړتیا لري.
که یو څوک په کوم روغتون کې د ډاکتر په توگه مقرریږي نو باید په طبي برخه کې یې زدہ کړې، کړي وي، او ھمداسې نور ھم.
خو یواځې مسلکیتوب ھم څوک د کار اھل نه گرځوي تر څو دا دوہ لاندې شرائط پورہ شوي نه وي.
۲- ژمنتیا
دا ھم یو ډیر مھم اصل دی.
داسې کسان چې حکومت او نظام ته وفادار نه وي، یا د بل چا نظام او حکومت ته وفادار وي او گټې یې په بل چا پورې تړلې وي، د کار اھل نه گڼل کیږي، باید په سترو او حساسو دندو و نه گومارل شي.
د اشغال پر مھال د غرب څخه ډیر پر نیکټایانو مُزّیَن د لوړو زدہ کړو خاوندان راغلي و، خو تر خپل نظام زیات ھغو غربي ھیوادونو ته وفادار ول چې دوی ترې راغلي و, نو ځکه یې ھیواد او ولس ته ھیڅ خدمت ونکړای شو.
۳- سپیڅلتیا
په دې مانا چې په لوړو پوستونو د تقرر او کار اھل ھغه و گڼل شي چې د مالي، اداري، اخلاقي او نورو فسادونو ریکارډ و نه لري.
د غني او عبد الله په پنځوس/پنځوس حکومت کې ځینې داسې د گوتو په شمیر کسان ھم و چې لوړ تحصیلیافته او حکومت ته وفادار ول، خو چا یې اخلاقي دوسیې لرلې چا مالي او څوک د فساد په نورو ډولونو ککړ ول، نو ځکه بریالي نه و.
پایله
که وغواړو مالومه کړو اوسنی د عامې روغتیا وزیر د ورسپارل شوې دندې اھل دی که نه؟ او بیا یې د برہ ذکر شویو درې مواصفاتو په ترازو کې واچوو، نو بیا په ځغردہ وویلای شو: ھو، کار و د ھغه اھل ته سپارل شوی.
ځکه، د وزارت رھبري کول، اداري وړتیا او واضح سیاسي لیدلوری غواړي. مولوي نور جلال دا وړتیا او تجربه لري، په دوحه کې د یارانو د سیاسي ټیم غړی پاته شوی او ھمداراز تر فتحې مخکې او را وروسته یې د ام ا رت په لوړو اداري پوستونو کار کړی چې آخري یې د کورنیو چارو وزارت اداري معینیت و.
نظام سرہ د ژمنتیا اوږدہ سابقه لري. د دې نظام د سرلوړی لپارہ یې وینه او مینه ورکړې او تر اوسه پرې د فساد او اختلاس کوم تور ھم نشته.
ښایې دا لیکنه د عامې روغتیا تر نوي وزیر صیب و رسیږي ، نو زہ ھم د ھمدې موکې څخه په گټه اخیستنې، غواړم په لنډہ توگه یو څو وړاندیزونه ورته وکړم:
محترم وزیر صیب!
د انسان عمر ډیر لنډ او تر ھغه ھم لنډ د اقتدار عمر دی.
خوشال بابا وایي:
ښه خو دا چې یې ښه نوم پکې یادیږي
په فاني دنیا به نه وي ژوندی تل څوک
اوس چې الله عزوجل تاسې ته د خدمت موکه درکړې، ھیله دہ ھرہ گړۍ یې د الله عزوجل د مخلوق په چوپړ کې تیرہ کړئ! عربان وایي: سید القوم خادمھم.
غواړم د خپل ما فی الضمیر یو څو نکتې
مو مخې ته کیږدم:
۱- خیانت په دوہ ډوله دی؛ یو یې مباشر یا نیغ په نیغ ناوړہ یا غیر مشروع استفادہ او دویم یې د وخت ضایع کول.
زہ د پخواني وزیر صیب په اړہ حُسنِ ظن لرم، ښایي له خپل مقام څخه یې ناوړہ گټه نه وي پورته کړي خو دا چې نژدې درې کاله یې مطلق وخت ضایع کړی، ھیڅ کار یې نه دی کړی، کوم مثبت بدلون یې نه دی راوستلی، دا پخپله د خیانت یو ډول دی.
ھیله دہ تاسې به دې نکتې ته متوجې واست.
۲- تر کومه ځایه چې ماته مالومه دہ، موږ ستاسې د وزارت په چوکاټ کې د عامې روغتیا ملي پالیسي نه لرو.
نه پوھیږم پخوانی وزیر صیب تیر درې کلونه په وزارت کې په کومه کبډۍ بوخت و؟!
دا خو حیاتي مسئله دہ چې نشتون یې د وزارت ټول کارونه إخلالوي!
ھیله دہ دې مسئلې ته ژر، کلکه او عاجله پاملرنه وکړئ!
۳- موږ د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې په نړیواله کچه نه، بلکې د سیمې په کچه ھم یو معیاري مجھز روغتون نه لرو.
ھمدې احتیاج مو ولس اړ کړی چې د منافقو گاونډیانو د سفارتونو او سرحدي دروازو په کتار کې تر سوځاندہ لمر لاندې د خپلو مریضانو سرہ په ورځو ورځو ولاړ پاته شي!
ھیله دہ د پلازمینې په شمول په ھر سرحدي ولایت کې کم له کمه یو مجھز، معیاري روغتون جوړ کړئ!
که په دې اړہ د نړیوالې ټولنې او نړیوالو صحي ارگانونو سرہ د قوي دیپلوماسۍ او دروازو تر شا سیاست ( Backdoor Politics ) څخه کار واخیستل شي، زہ یقین لرم چې ډیرہ بِلا عوضه مرسته به تر لاسه شي!
۴- مسلکي کدرونه په اداري پوستونو مه مصروفوئ! ھغوی ته باید موکه ورکړل شي چې د خپل مسلک مطابق ولس ته خدمت وکړي.
د یوہ ولایت، روغتون یا کوم صحي یونټ مشري باید داسې کسان وکړي چې اداري وړتیا ولري نه طبي مسلکي پوھه!
۵- قوي مطبوعاتي ټیم او د وزارت فعالیتونه رسنیز کول.
داسې ټیم جوړول چې په کم له کمه ھرو دوہ میاشتو کې ولس ته د رسنیو له لارې حساب ورکړي!
جناب وزیر صیب!
وخت د چا انتظار نه کوي!
که پخواني وزیر کار کړی و نو زما پڅیر یو عام افغان به نه اړکیدہ چې تاسې ته داسې یو لیک ولیکي.
که خدای نخواسته تاسې ھم د مخکیني وزیر پر پل قدم کیږدئ، نو بیا به یو بل عام افغان اړ وي، نوي وزیر ته ھمداسې یو لیکی وکاږي خو ھغه مھال به تاسې، زہ او دا لیک د تاریخ یوہ برخه یو!
و الله المستعان
_____
حفیظ الدین پیرزادہ
د جون ۴/ ۲۰۲۴ م
لندن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.