د پاکستان فوځ د ( مارچ ۱۶/ ۲۰۲۴ ) پر افغان حریم ھوایي برید کړی چې په پایله کې یې د روژې په دې مبارکه میاشت کې زموږ د پکتیکا او خوست ولایتونو پر دوہ سرحدي ولسوالیو کې گڼ شمیر ھیوادوال په شھادت رسیدلي.
د بي بي سي د راپور پر بنسټ، وژل شوي افراد، ټول ښځې او ماشومان دي!
د جگړې لاملونه:
په ټوله کې د جگړو لاملونه په دوہ ډوله وي؛ ښکارہ او پټ یا ظاھري او حقیقي
۱- ښکارہ لاملونه:
ھغه چې په رسنیو کې ابلاغ کیږي او تیری کوونکي یې د خپل تجاوز د مشروعیت لپارہ کاروي لکه د یوولسم سپتمبر دروغ چې امریکې ترې پر افغانستان د تجاوز لپارہ د یوہ حقوقي مبرِر په توگه کار واخیست او یا ھمدا د پنجاب پرونۍ ھوایي برید چې په ظاھرہ یې د ټي ټي پي د حافظ بھ ا در گل یا عبد الله شاہ د ټولي په نښه کول یاد کړي و.
۲- پټ یا حقیقي لاملونه:
دا ھغه پټې موخې دي چې ورته د رسیدو لپارہ یې جگړې کیږي خو تر ډیرہ په رسنیو کې یې په اړہ څه نه ویل کیږي.
زہ غواړم د پاکستان د اوسني برید پر دواړو (ښکارہ او پټو) لاملونو یو ځغلندہ نظر واچوم.
الف: ښکارہ لاملونه
۱- د ټي ټي پي مجاھدین په نښه کول
۲- په نړیواله کچه له درغلیو ډکو انتخاباتو څخه د خپل ولس او نړۍ پام پر بله اړول
۳- د پاکستاني ولس په سترگو کې د فوځ د بایللي حیثیت او وقار اعادہ کول او نور…
ب: پټ لاملونه
په پاکستان کې تر مفتضحو انتخاباتو لږہ مودہ وړاندې ( ۱۱- ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳ م ) د پاکستان د فوځ مشر عاصم منیر د نورو جگپوړو فوځیانو سرہ یو ځای امریکا ته ولاړ.
ھغوی ھلته د امریکې دفاع وزیر لویډ آسټین، د بھرنیو چارو مرستیال وزیر، سټیفن بیگن، په امریکا کې د پاکستان لپارہ لابي کوونکيو ټیمونو او نورو فوځي او ملکي مشرانو سرہ لیدنې وکړې.
ھغه او ټیم یې ھمدا راز د سینټ کام (CENTCOM ) له لوړ پوړو چارواکو سرہ ھم اوږدې او مسلسلې ناستې لرلې.
سینټ کام د امریکا د فوځ د قومندې ھغه مرکز دی چې د افغانستان، عراق، خلیج، او مرکزي اسیا په شمول په ۲۱ ھیوادونو کې د جگړہ ایزو فوځي عملیاتو ماموریت او مسؤلیت په غاړہ لري. تر اوسه یې ډیرې جگړې رھبري کړي چې مشھورې یې د خلیج جگړہ، د عراق جگړہ او د افغانستان ھغه وہ. د سینټ کام مرکزي دفتر د امریکا په فلوریډا ایالت کې دی.
د پاکستان د نورو فوځي مشرانو سرہ په توپیر، د جنرال منیر د ملاقاتونو او مجلسونو جزئیات پورہ نه دي رسنیز شوي, خو په سیمه کې د دې مجالسو څخه را وروسته د پیښو شویو واقعاتو او په ټوله کې د سیمې د جیوپولیتیک مطالعې او تاریخي شالید په تناظر کې دا جزئیات لیدلای شو!
امریکې ته د پاکستاني جنرالانو سفر موږ ته د نورو پټو موخو تر څنگ پر افغانستان د ھوایي برید لامل ھم جوتوي.
د پاکستان فوځ په ۱۹۴۷ م کې انگریزانو د ھند د تقسیم پر مھال د دې لپارہ جوړ کړ چې په سیمه کې د پخواني او اوسني انگریز ( انگلستان او امریکا ) له گټو څخه دفاع وکړي.
دا فوځ په حقیقت کې د کرایې ھغه ټټو دی چې تل یې په جگه غاړہ او پورہ ویاړ د غرب لپارہ د ډالرو په مقابل کې خپل خدمات عرضه کړي.
په دوحه کې د امریکا او ملا صیبانو مخامخ مذاکراتو په سیاسي ډگر کې د پاکستان د رول ضرورت د صفر کچې ته را ټیټ کړ.
په تیرو څه باندې څلورو لسیزو کې دا لومړی ځل و چې د افغانستان په ستونزہ کې د پاکستان د سیاسي دلالۍ بازار سوړ پاته شو.
په نظامي ډگر کې ھم افغانستان د تیر پڅیر د مجاھدینو د مختلفو ډلگیو تر منځ و نه ویشل شو تر څو پاکستان یا بل چاته د خپلې خوښې د ډلگۍ له لیارې د نیابتي جگړې د پیل کولو فرصت په لاس ور شي، بلکې د الله عزوجل په خاص کرم او زموږ د پاکو شھیدانو د وینو له برکته، بشپړ افغانستان د ملا صیبانو تر ولکې لاندې راغی.
په افغانستان کې د ناټو د فوځي ماموریت اختتام، د پاکستان ھغه ارزښت ھم ور ختم کړ چې د ناټو قواو ته یې د وسلو او اکمالاتو د لارې په توگه درلود.
په واخان کې د چین دلچسپي، او د دې لارې پر مټ ځان د غرب له اقتصادې محاصرې خلاصول، د افریقا، اروپا، منځني ختیز او نورو ھیوادونو بازارونو ته تر گوادر ھم بھترہ، لنډہ، کم مصرفه او مؤثرہ لار پیدا کول ھغه څه دي چې امریکا او پاکستان یې په تشویش کې اچولي.
نو، د پورته تشریحاتو په رڼا کې ویلای شو چې پر افغانستان ھوایي برید د امریکا پر ایما او خوښه شوی.
ښایي مصارف یې ھم امریکا ورکړي وي؛ تر څو په افغانستان کې عامه نظم گډوډ او ھیواد بې ثباته کړي، تر څو پر دې لار د چین پانگونه ټکنۍ شي، تر څو پاکستان په سیمه کې خپل بایللی ستراتیژیک او سوق الجیشي ارزښت یو ځل بیا را خپل کړي.
د پاکستان راتلونکی اقدام:
د پاکستان ھوایي برید د ھر اړخه یو ناکام ھغه و چې د افغان دفاعي ځواکونو لخوا ورته پر پوله مؤثر او غاښ ماتونکی ځواب و ویل شو خو بیا ھم د پاکستان فوځ د دې برید له لارې د سیمې او نړۍ ذیدخله او ذیعلاقه قوتونو ته د دې پیغام په ورکولو کې بریالی و چې ھغوی ( فوځ ) اوس ھم کولای شي په سیمه کې تشنج را منځته کړي او اوس ھم که د چا دا راز خدمات پکار وي، پاک فوځ یې په خدمت کې دی.
د تیرې ورځې ھوایي برید نه لومړی و او نه وروستی.
پاکستان ښایي پر افغانستان د لا زیات فشار راوړلو لپارہ لاندې اقدامات تر سرہ کړي:
۱- نور ھوایي بریدونه؛ ښایي دا ځل کندھار، کابل، د چین او مرکزي اسیا سرہ پر پوله پراته شمالي ولایتونه، یا نورې ستراتیژیکې سیمې وي
۲- د داعش په وسیله په حساسو ځایونو ځانمرگي بریدونه ان په نژدې او لیرې گاونډیو ھیوادونو ھم او بیا دې پیښو ته د امریکایي استخباراتي ادارو په مرسته د افغانستان سرہ تړاو ورکول
۳- د افغان مھاجرینو د جبري اخراج لړۍ بیا پیلول
۴- په کراچۍ، بندر، تورخم او نورو سرحدي دروازو کې افغان تجارانو ته لا زیاتې ستونزې پیدا کول
۵- په رسنیو کې د افغانستان پر ضد تبلیغاتي کمپاین ته لا ډیرہ ھوا ورکول او نور
زدہ کړي درسونه
د پاکستان په ھوایي برید کې د بي بي سي، او نورو غربي او کورنیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ یواځې ښځې او ماشومان په شھادت رسیدلي!
خو؛
۱- د پاکستان دیني طبقي له ملا فضل الرحمان څخه نیولې تر ملا تقي عثماني، جماعت اسلامي او نورو پورې، یوہ ھم د خپل فوځ دا غیر انساني او وحشیانه عمل و نه غندہ
۲- د پاکستان قامپرستانو، د غفار خان او صمد خان له کورنیو څخه نیولې تر منظور خیلو پورې ھیچا ھم د افغان لوی ټبر د ماشومانو او ښځو پر داسې بیرحمانه وژنه اوښکې تویې نه کړې، نه یې دا عمل مردود وباله او نه یې د کوم پرلت له لارې وویل چې اِس کے پیچھے وردی ھیں
۳- د پاکستان سیکولرانو، د عمران ډلې او نورو ھم د خپل فوځ دا بزدلانه فعل تقبیح نه کړ
۴- د ښځو او ماشومانو د حقوقو نړیوالو دلالانو ھم مطلق سکوت اختیار کړ.
که چرته طا لب نه بلکې ھسې کوم د ږیري او پټکي خاوند کومه ښځه په څپیړہ وھلې وہ، اوس به مو لیدلي و چې دې نړیوالو بشري سازمانونو څومرہ چیغې وھلې او په موجود افغان دولت یې څرنگ ټاپې وھلې؟!!
موږ د دې پورته ذکر شویو بیلگو څخه دا زدہ کړہ کولای شو چې:
“ که د سپیانو کور په کور بدي وي، بیا ھم فقیر ته یې یوہ وي”
د پاکستان دیني طبقه، نشنلستان،
ازد خیاله روشنفکران او بل ھر یو د پاکستاني نظام د دفاع او حفاظت بې یونیفورمه فوځیان دي!!
دوی ته پاکستان تر دین، قوم، روڼ اندۍ او بل ھر اصل لومړیتوب لري.
فلھذا، موږ باید د خپلو سترگو څخه د غلط فھمۍ دا پټۍ نورہ لیرې کړو چې پاکستانی ملا، قامپرست، او روڼ اندی به د دین، قوم او انساني لوړو معیارونو په پار د پاکستاني استبلشمنټ د غیر انساني اعمالو په مقابل کې زموږ سرہ ودریږي!!
ھمداراز، موږ باید پوہ شو چې د غربي نړۍ د بشر د حقوقو ډرامه په حقیقت کې زموږ له ښځو سرہ د ھمدردۍ په پار نه بلکې د اوسني دولت د تضعیف او بدنامولو یوہ ھڅه دہ.
پایله:
امریکا په دوحه کې سیاسي او په افغانستان کې نظامي ماتې وخوړہ. شل کاله په یوہ داسې جگړہ کې لتاړ پاته شوہ چې دوہ اعشاریه درې تریلونه ډالر یې مصرف شول خو ھیڅ لاسته راوړنه یې نه لرله.
پاکستان د دوحې مذاکراتو پر مھال له ھغه رول څخه محروم پاته شو چې تل به یې د افغانستان په مسائلو کې د دریمگړي په توگه لوباوہ او د افغانستان څخه د ناټو د مکملې انخلا سرہ، نه یواځې دا چې پرې د اکمالاتو د ترسیل څخه په لاس ورغلې ډالر بند شول، بلکې ستراتیژیک ارزښت یې ھم سخت متضرر شو.
که د واخان پروژہ عملي کیږي، چین ته د گوادر بدیل په لاس ورځي او د پاکستان سخت متضرر شوی ستراتیژیک اھمیت په صفر کې ضربیږي.
امریکا دا نشي کولای په افغانستان کې خپلې تیرې شل کلنې پانگونې، خوارۍ د خپلو عسکرو قربانۍ او بې حسابه مصرف شوې پیسې یو دم ھیرې کړي، میدان چین، روس، ایران او نورو ته پریږدي.
پاکستان ھم خپله روښانه راتلونکې په یو تحت الحمایة، زبون حاله او متشتت افغانستان کې ویني.
ھمدا لامل دی چې د پاکستان د ھر تیري، (ھوایي، ځمکنۍ یا د داعش له لیارې) تر شا به د امریکا خوښه او رضا خامخا وي.
که امریکا پاکستان ته د حملې شین څراغ و نه ښئیي، پاکستان پخپل سر، دا جرئت نه کوي. د ھمدې قرارداد د تر لاسه کولو لپارہ خو پاکستاني جنرالان امریکا ته تللي و.
څه باید وکړو؟
۱- د ھوایي ځواک بیا رغاونه:
موږ د ډاکتر نجیب تر وخته ھم مجھز ھوایي ځواک درلود. د امریکایانو په راتگ مو دا ځواک مطلق فلج شو، ځکه ھوا د ھغوی په لاس کې وہ نو ضرورت یې نه احساسوہ بل څوک ځان سرہ پکې شریک کړي.
که ھمدا اوس پاکستان یا بل څوک کندھار، کابل یا د افغانستان کومه بله سیمه بمبارد کړي، موږ یې په ځواب کې، بې له ښیرو بل کوم بدیل نه لرو..
افغان دولت چې څومرہ ژر او ھر راز ممکنه وي، باید د ھوا دفع پیدا کړي؛ د چین، روس او یا ھم د وسلو نړیوال مارکیټ ته مخه کړي.
۲- د روسانو له وخته را پاته د لیرې واټن ویشتونکي توغندي په سرحدي سیمو کې ځای پر ځای کړي
۳- روغتیایي چوپړ:
موږ تر ھغې د پاکستان له احتیاج څخه نشو خلاصیدای، تر څو مو ھیوادوال د پاکستان په دروازو کې د معالجي لپارہ په کتار کې ولاړ وي.
دا پر افغان دولت، د لمونځ پڅیر فرض دہ چې خپل روغتیایي سستم داسې عیار کړي ھیوادوال مو نور د علاج لپارہ پاکستان ته پر تگ مجبور نشي
۴- د مھاجرینو را ستنیدل
افغان دولت باید له ھمدا اوسه د مھاجرینو د بیا آباد کارۍ په فکر کې شي، تر څو یو ځل بیا د پاکستان د ناروا فشار تر بوج لاندې را نشي
۵- افغان دولت باید په سیمه کې یو متوازن او متعادل سیاست ولوبوي. نه باید امریکا دومرہ تخریش شي چې خپل کوم گوډاگي ته پر موږ د حملې شین څراغ ورکړي او نه باید امریکا ته دومرہ نژدې شي چې په سیمه کې پیدا شوي فرصتونه له لاسه ورکړي.
والله المستعان
_____________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۲۳/ ۲۰۲۴ م
لندن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.