!آیا د پاکستان پوځ مرتد دی؟

335

مخکې له دې چې پورتنۍ پوښتنې ته د شرعي نصوصو او تاریخي شالید په رڼا کې  د ځواب ویلو ھڅه وکړ‎م، راځئ چې د مرتد پر مانا یو ځغلندہ نظر واچوو.

د کلمې اصل یې الردّ دی د رجعې، واپس کیدو، نه منلو، او بیرته گرځیدو په مانا.

الرِدَة د ر په زیر ھم د ھمدې کلمې مصدر دی.

د دې مصدر څخه ډیر مشتقات راوتلي، چې  ځینې یې موږ‎ پخپلو ژبو ( پښتو او پاړ‎سي ) کې ھم کاروو، لکه ارتداد، استرداد، مردود، مرتد او نور،

د مُرتَدّ کلمه د ارتدَ یرتدُ ارتدادا فھو مرتد څخه د فاعل اسم دی او فقه کې ھغه چاته کاریږ‎ي چې لومړ‎ی مسلمان وي او بیا د اسلام څخه په کُلي یا جزوي ډول وتلی وي.

په کُلي ډول وتل په دې مانا چې یو مسلمان خپل دین پریږ‎دي او بل دین یا بې دینۍ ( الحاد ) ته واوړ‎ي لکه د جمھوریت پر مھال د پنجشیري عبد الرحمان مسیحیت ته اوښتل چې بیا د ایټالیا دولت زموږ‎ د جمھوري پنډتانو په مرسته له زندان څخه نیغ ایټالیا ته ورساوہ!

او جزوي وتل بیا ھغه دہ چې یو څوک د اسلام له کوم اصل څخه انکار وکړ‎ي، یا د مقدساتو او شعائرو سپکاوی وکړ‎ي د بیلگې په توگه د پیغمبر علیه السلام تر رحلت پس د مدینې شاوخوا عربو قبایلو کې ځینو یې نور اسلام مانه خو د زکات له ورکولو منکر شوي وو.

سیدنا حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه یې په مقابل کې جھاد اعلان کړ‎ او تر ھغې ورسرہ وجنگید تر څو یې ټول اسلام پر ومانه.

د ټول اسلام  یا یې د کوم جزء څخه انکار د ټول اسلام څخه د انکار په مانا دہ. ھمداراز د ټول قران کریم یا یې د کوم آیت او یا ان د یوہ حرف نه منل د ټول قران د نه منلو مانا ورکوي.

ځکه خو د اسلام لومړ‎ي خلیفه د نبوت د دروغژنو مدعیانو چې له ټول دین څخه وتلي وو او د یوہ جزء (زکات) نه مننونکیو تر منځ توپیر ونکړ‎، بلکې په دواړ‎و پسې یې یو شان تورہ را وایستله.

نوټ: ھغه فکري سیکولران دې پخپل ایمان و ویریږ‎ي چې لمونځ کوي، روژې نیسي، حج ته ھم ځي خو د اسلام اقتصادي سیستم ورته د اجراء وړ‎ نه بریښي یا سیاست چې د دین یوہ مھمه برخه دہ، د دین څخه جلا بولي. ځکه که د اسلام اقتصادي برخه او یا یې سیاسي نظام ور څخه بیل شي، بیا نور اسلام، اسلام نه پاته کیږ‎ي.

آیا د پاکستان پوځ مرتد دی؟

تر کومه ځایه چې ماته مالومه دہ، د مسلمانانو په معاصر تاریخ کې یواځې د غلام احمد قادیاني ډله( پرویزیان،مرزایان، لاھوریان او ترې متأثر نور شاخونه یې ھم ) د امت پر اجماع او بالإتفاق د یوہ جماعت یا ټولگي په توگه کافرہ گڼله شوې.

نورې ځینې فرقې شته چې په اعمالو او عقایدو کې یې خرافات او بدعات گډ دي خو تر اوسه پرې د اسلامي امت علمای کرامو د کفر یا ارتداد اجماعي فتوا نه دہ ورکړ‎ې.

د پاکستان پوځ کومه دیني فرقه نه دہ چې د کفر یا ارتداد مسئله یې د اھل السنة و الجماعة د عقایدو په ترازو کې و تَلو، بلکې د ارتداد مسئله  یې باید د پیدایښت، جوړ‎ښت، کړ‎نلارې، او اعمالو په تناظر او قراني ارشاداتو په رڼا کې وزن کړ‎و.

د پاکستاني پوځ جوړ‎ښت:

پاکستان انگریزانو په سیمه کې د خپلو گټو د تأمین لپارہ جوړ‎ کړ‎، ھمدا راز یې پوځ ھم.

دا په حقیقت کې د برتانوي ھند د ھاغه کافر پوځ یوہ برخه وہ چې پر مټ یې انگریزانو لومړ‎ۍ نړ‎یواله جگړ‎ہ ( ۱۹۱۸- ۱۹۱۴ م ) وگټله، عثماني خلافت یې ړ‎نگ کړ‎، ډیر اسلامي ھیوادونه یې اشغال کړ‎ل، دویمه نړ‎یواله جگړ‎ہ (۱۹۴۵-۱۹۳۹ م ) کې یې بریا حاصله کړ‎ہ، درې جگړ‎ې یې پر افغانانو مسلطې کړ‎ې.

 فقید جنرال ضیاء الحق یې په سپتمبر ۱۹۷۰ م کې په اردن کې د ملک  شاہ حسین په مرسته او یھودو په اشارہ د بیگناہ فلسطیني مھاجرو مسلمانانو  داسې قتل عام وکړ‎ چې ھغه ورځ په تاریخ کې د تور سپتمبر په نوم ثبت شوہ او ان د اسرائیلو سفاک جنرال او سیاستپوہ موشې دایان دې قتل عام ته په کتو وویل: موږ‎ په شل کاله کې دومرہ فلسطینیان و نه شو وژلای، څومرہ چې شاہ حسین او ضیاء الحق په یولسو ورځو کې ووژل… و ھلُمّ جرا!

د ھند برتانوي پوځ په لومړ‎ۍ نړ‎یواله جگړ‎ہ کې څه باندې یو میلون، په دویمه نړ‎یواله جگړ‎ہ کې دوہ نیم میلونه پوځي پرسونل د انگریزانو مرستې ته لیږ‎لي و.

که د ھند برتانوي پوځ مرسته نه وای، ښایي انگریزان پر دې نه و بریالي شوي چې په اسیا او افریقا کې د مسلمانانو دومرہ پراخې سیمې اشغال کړ‎ي، عثماني خلافت ړ‎نگ کړ‎ی او په مظلومو افغانانو ھم درې جگړ‎ې ور و تپي.

د پاکستان اوسنی پوځ د جوړ‎ښت، کردار، عقیدې، پالیسۍ او عمل له مخې د ھماغه ملعون او کافر برتانوي ھندي پوځ یوہ برخه دہ چې ان لومړ‎ي سپاہ سالاران یې ھم انگریزي جنرالان و.

جنرال فرینک والټر میسوري ( General Frank Walter Messervy ) د اگست ۱۹۴۷ م څخه تر فبروري ۱۹۴۸ م پورې، جنرال ډگلس گریسي ( General Sir Douglas ) د فبرورۍ ۱۹۴۸ م څخه تر جنوري ۱۹۵۱ م پورې.

د پاکستان پوځي استخباراتي ادارہ آی اس آی ھم د پاکستاني فوځ د مرستیال سپاہ سالار، انگریز جنرال، رابرټ کاوتوم

( Robert Cawthome ) د شیطان ذھن پیداوار دی او ھمدی یې لومړ‎ی ریس ھم و.

داسې پوځ چې انگریز جوړ‎ کړ‎ی وي، لومړ‎ي مشران یې شین سترگي انگریزان وي، په پوځي کلبونو کې یې شرابخوري، د نر ښځې اختلاط، نڅا او موسیقي ورځنی معمول وي،جنرالان یې په مالي، اداري او اخلاقي فساد روږ‎دي وي، د مراسلې رسمي ژبه یې انگریزي وي، ناسته ولاړ‎ہ، خوی، عادات، لباس، حلیه او کلتور یې د انگریز وي، لاسونه یې د بې دفاع فلسطینیانو، مظلومو افغانانو او نورو مسلمانانو په وینو سرہ وي، مسلمان گڼل یا منل به پخپلو دیني اصولو پورې خندا او یا پرې نه پوھیدل وي!

د پاک پوځ ارتداد د قران په رڼا کې:

الله عزوجل په سورت المائدہ  آیت ۵۱ کې فرمایلي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ، إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ.

ژباړ‎ہ: ای مومنانو! تاسې یھود او نصارا خپل ملگري مه نیسئ! د ھغوی ځینې د ځینو نورو ملگري دي. او که تاسې کې چا دا کار وکړ‎ نو ھغه د ھغوی ( کفارو ) له ډلې څخه دی. بیشکه الله عزوجل د ظالمانو قوم ته ھدایت نه کوي.

آیا په دې مبارک آیت کې ټول یھود او نصارا مراد دي؟

ځواب یې دی: نه بالکل نه!

ځکه چې:

۱- که مراد ترې ټول یھود او نصارا وای نو بیا به تجارت، بیع او شراء

( اخیستل، پلورل ) ورسرہ نه وہ جایزہ، نکاح به ورسرہ نه وہ روا، زموږ‎ په فقه کې به د موالاة، ذمي، مستأمِن او نورو لپارہ قوانین نه و وضع شوي!

د کفارو سرہ تجارت او معامله د څلورو واړ‎و مذاھبو په اتفاق جائزہ دہ. د پیغمبر علیه السلام زغرہ د ھغه مبارک تر وفاته له یھودي سرہ گرو وہ. پیغمبر علیه السلام د خیبر ځمکه یھودو ته د زراعت لپارہ په مناصفې ورکړ‎ې وہ، حضرت عمر رضی الله عمر خوړ‎لیو یھودو ته د تقاعد معاش ټاکلی و، و ھلُمَ جرا ……

۲- که مراد ترې ټول یھود او نصارا وي بیا به د دې آیت او د ھمدې سورت د ۸۲ آیت تر منځ مطابقت څرنگ راولو چې الله عزوجل فرمایي؟:

وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُمْ مَّوَدَّةً لِّلَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّا نَصَارَى ذَلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُونَ

ژباړ‎ہ: او خامخا لازماً به ته له مومنانو سرہ په دوستۍ کې تر ټولو خلکو زیات نژدې ھغه کسان مومې چې ویلي یې دي: بیشکه موږ‎ نصرانیان یو، دا ځکه چې په دوی کې په رښتیا عبادت کوونکي عالمان او راھبان ( زاھدان ) دي او دا ځکه چې دوی واقعا تکبر نه کوي.

۳- بیا به په سورت الروم کې د اھل کتاب د غلبې/فتحې د وړ‎اندوینې په آیت کې الله عزوجل ولې ویل؟

“ وَيَوۡمَئِذٖ يَفۡرَحُ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ “

ژباړ‎ہ: او په ھغه ورځ  ( یانې د رومیانو د فتحې په ورځ ) به مومنان خوشالي کوي.

که د المائدې په ۵۱ آیت کې مراد ټول یھود اونصارا وای، نو بیا یې پر کامیابۍ د مومنانو خوشالي څه مانا؟!

که پورته ذکر شویو دلایلو ته وگورو نو پوہ به شو چې د المائدې په ۵۱ مبارک آیت کې د نص پر اقتضاء، د یھودو او نصرانیانو څخه ھیڅکله ټول یھود او ټول نصارا مراد نه دي بلکې د قران کریم اشارہ د ھغوی کوم خاص ټولي ته دہ.

او چې داسې وي، دا به بیا کوم ټولی وي؟ قرانکریم مؤمنان د کومو یھودو او کومو نصرانیانو له ملگرتیا او دوستۍ څخه منعه کړ‎ي؟

دې پوښتنې ته د ځواب موندنې لپارہ به بھترہ وي قرانکریم کې ته رجوع وکړ‎و.

ځکه د تفسیر قاعدہ دہ چې : “القرآن يفسر بعضه بعضا” د قران ځینې برخې ځینې نورې تشریح کوي او ھمدا، د قران تفسیر په قران، د تفاسیرو تر ټولو غورہ شکل دی.

اوس که موږ‎ ھمدې مبارک آیت ته ځیر شو نو د پورته ذکر شوې پوښتنې ځواب به پکې پیدا کړ‎و!

راځئ! دا آیت د یو څه تفصیل سرہ یو ځل بیا وژباړ‎و:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا : ای مومنانو!

لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ: تاسې ھغه یھود او ھغه نصارا خپل ملگري او دوستان مه نیسئ!

بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ: ځینو یې  چې د ځینو نورو سرہ د مسلمانانو د ځپلو او ماتولو لپارہ پخپلو کې ملگرتیا، دوستي او اتحاد کړ‎ی وي.

اوس پوښتنه دا پیدا کیږ‎ي ھغه کوم یھود او نصارا دي چې د مسلمانانو د وھلو لپارہ یې ځینو د ځینو نورو سرہ دوستي او ائیتلاف کړ‎ی ( بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ)؟!

ځواب: د ناټو په ائیتلاف کې شامل کفري ھیوادونه او ملگري یې!!

وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ:

واو د عطف حرف دی او مَنُ په محل د رفع کې مبتدا او د شرط اسم دی، فا د شرط د ځواب لپارہ د ربط حرف او مِنھُمْ جار او مجرور خبر د شرط یا د شرط ځواب ( دا نحوي بحث دی، تفصیل ته پکې نه ځم )، د المائدې یو پنځوسم مبارک آیت دا برخه پخپله یوہ مفیدہ جمله دہ چې ژباړ‎ہ یې دہ:

او که ستاسې له ډلې څخه چا، د ھغوی سرہ ملگرتیا او دوستي وکړ‎ہ نو ھغه د ھغوی ( یھود او نصرانیانو ) له ډلې څخه دی؛ مانا د ایمان څخه خلاص او د اسلام څخه وتلی دی!

نو د ھمدې مبارک آیت په استناد، په کومه ورځ چې د پاکستان پوځ ناټو ته خپل ھوایي میدانونه پر مظلومو افغانانو د بمبارۍ لپارہ ورکړ‎ل؛ په کومه ورځ چې پوځ د څو ډالرو لپارہ په ډیرہ ناځوانۍ د اسلامي امارت مشران لاس نیولي په امریکا خرځ کړ‎ل؛ په کومه ورځ چې پاکستان خپل سمندري بندرونه د کفارو د جگړ‎ہ ایزو اکمالاتو او نورو لپارہ ناټو ته حواله کړ‎ل؛ په کومه ورځ چې پاکستان د طالب مجاھدینو په اړ‎ہ پټ مالومات د ناټو سرہ شریک کړ‎ل؛ او …………

….. په ھماغه ورځ د پاکستان پوځ د ایمان څخه خلاص، د اسلام څخه بیرون او مرتد شو!!!

دا زہ نه وایم بلکې ھمدا د قرانکریم پریکړ‎ہ دہ قران وایي: فَإِنَّهُ مِنْهُمْ!

إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ؛

بیشکه الله عزوجل داسې ظالم قوم ته ھدایت نه کوي.

قرانکریم ټول کفار (مشرکین) په مجموع کې نجس بللي نو ملگرتیا، دوستي، ناسته ولاړ‎ہ ورسرہ بد عمل دی او مسلمان باید حتی المقدور ځان ترې وژغوري.

سرہ له دې چې د سورت التوبه د دې مبارک آیت:  “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ” شانِ نزول خاص دی او د ھغو کفارو په اړ‎ہ نازل شوی چې مکې مکرمې ته به داخلیدل، خو حکم یې عام دی، یانې مشرکین که مقدسو ځایونو ( مکه، مدینة ) ته داخل شي او که نه، نجس دي.

بیا ھم د عامو کفارو او ھغو چې د المائدې په ۵۱ آیت کې یې ذکر راغلی، ستر توپیر موجود دی. د عامو کفارو سرہ په ملگرتیا او دوستۍ مسلمان د ایمان څخه نه خلاصیږ‎ي خو د ھغو کفارو دوستي چې د مسلمانانو سرہ د جگړ‎ې لپارہ سرہ متحد شوي وي، د قرانکریم په حکم د اسلام له دایرې څخه وځي.

قرانکریم د الله عزوجل معجِز کلام دی چې اعجاز به یې تر قیامته وي.

دا چې زموږ‎ اسلافو مفسرینو رحمھم الله تعالی اجمعین، د دې آیت ژباړ‎ہ داسې نه دہ کړ‎ې نو لامل یې دا دی چې په تیرو څه باندې دوہ زرہ کلونو کې د یھودو او نصرانیانو تر منځ شدیدہ دښمني روانه وہ.

ھغه څوک چې عیسویانو خدای یا د خدای زوی ( عیسی علیه السلام ) باله، یھودو ورته العیاذ بالله ثم العیاذ بالله، ولد الزنا ویل. د دوی تر منځ ائیتلاف تقریباً ناممکن ښکارید. او چې د ھغوی تر منځ ائیتلاف نه و، یو بل یې خپل ولي نه و نیولی نو زموږ‎ اسلافو مفسرینو به یې څرنگ داسې ژباړ‎ہ کوله؟

زہ پوھیږ‎م چې د پاکستان په پوځ کې ډیر راسخ العقیدہ د صوم او صلاة پابند، مسلمان پوځیان ھم شته خو د افرادو  مذھبي رجحان، د یوې ډلې، یو گروپ، یا یو پوځ تگلارہ او ستراتیژي نه متأثرہ کوي.

په باگرام کې میشتو امریکایي، انگریزي او د نورې اروپا پوځونو په لومړ‎ي سر کې د خپلو مسلمانو پوځیانو لپارہ مسجد تعمیر کړ‎ی وو خو د جومات تعمیر یا د اشغالگرو په پوځونو کې د مسلمانو پوځیانو موجودیت د ناټو کفري ھویت نه شو بدلولای، ھمدا راز د پاکستان په پوځ کې د مسلمانو پوځیانو موجودیت ھم په ټوله کې د پاکستاني پوځ مرتد ھویت، نه شي بدلولای!

والله المستعان

______________

حفیظ الدین پیرزادہ

د اپریل ۱۵/ ۲۰۲۴ م

لندن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.