په افغانستان کې له مرګونو پيښو سره څه ډول چلند کیږي؟

شرف الدین عظیمي

546

دا په بیا بیا ځلي تکرار شوي، چې کله په یوه سیمه کې چاودنه کیږي، انسانان وژل کیږي، ټپيان کیږي یا ذهني شوک وي نو بیا ګڼ شمیر ټولنیز بنسټونه لکه کورنۍ، رسني، دولت او عام خلک د یادو مړو، زخمیانو او پاتې خلکو فلمونه او عکسونه اخلي او خپل مانورونه، تجارتونه او موخې پرې پوره کوي او په قربانیانو بیا، بیا جسمي او رواني ضربې واردوي او د څو ساعتونو او ورځو په موده کې هر څه هیروي.

دا په یاد ولرئ چې له پيښو پاتې شوي انسانان طبیعي وګړي دي تیږې نه دي او هغه څه پرې تېرېږي، چې موږ یې کله هم نشو احساسولی او درکولی. له پيښو پاتې شوي وګړي له یوه سخت اروايي حالت سره مخ کیږي او په څلورو احساساتو، کړنو، جسمي او معنوي برخو کې ضربه وینې، چې له عاطفي اړخه د غم احساس، ډار، وحشت، شوک، ویرې او تحریک مننې او له بل اړخه په فعالیتونو کې د بدلون، په اړیکو کې د ستونزې او ناتوانۍ او په هوساینه کې له ستونزو سره مخ کیږي، له جسمي اړخه هم د وینې له جګ فشار، د زړه له درد، په اشتها کې بدلون او له معنوي اړخه په ایمان د بې اعتمادۍ، له خدای سره په غوصه او د ژوند د مانا له ستونزې سره مخامخ کیږي.

ترټولو لویه مرسته دا ده، چې لومړی: د یادو خلکو په زخمونو مالګې ونه دوړو او هسې قضاوتونه او بحثونه پيل نه کړو او یوازې په دې فکر وکړو، چې په یوه سیمه کې یو انسان یا یو شمېر انسانانو ته زیان رسیدلی او کومو مرستو ته اړتیا لري او موږ څه ورسره کولی شو، نه دا چې په خپلو احساساتی کړنو د یادو وګړو غم نور هم ډېر کړو.

دویم مورد چې تر ډېره د دولت دنده ده هغه د طبي او اروايي خدمتونو چټکه او بیړنۍ مرسته ده او دا ډول روغتیایي مرستې تر نورو هغو تکړه روغتیايي ټیم ته اړتیا لري، چې اوسنی د عامې روغتیا وزارت دا امکانات او ټیم نه لري په ځانګړي ډول دا اروايي مرستو په برخه کې په دې برخه کې له ځینو موسسو مرسته غوښتنه او د اوږد مهال لپاره د دولت په اډانه کې یوه ټیم باندې فکر کول لازم دي ځکه دا لومړۍ او وروستۍ پيښه نه ده.

درېیم: هغه وګړي چې له یوې پيښې او بلا راوزي سره له دې چې کړنې یې طبیعي دي، خو ناببره او ناسمې وي په داسې یوه حالت کې یی د خپلوانو، امنیتی ځواکونو او روغتیایي کارکونکو ډېرې حوصلې ته اړتیا ده، ځکه د دوی هره خبره، تروه، ټنده او پټکې او سټکې د قربانیانو په حالت نور هم بد اغېز شیندلی شي، موږ باید په دې ځان پوه کړو چې په قربانیانو کې دغه ډول چلند ډېر وخت نه اخلي او زر کمیږي او له مینځه ځي او زموږ مرستې ته اړتیا لري.

څلورم: په یادو حالتونو کې تر بل هر اقدام اروايي مرستې ډېرې ګټورې دي په ځانګړې ډول که هغه په ډلییز ډول وي د یادولو وړ ده که په یادو ټيمونو کې د مطرح، مشهورو او پیژندلوشویو خلکو ګډون هم وي لکه: یو عالم، ورزش کار، هنرمند او بل داسې مطرح او ولسي وګړي ځکه په دې کسانو تر دولتي چارواکو ډېر اعتماد کیږي او د خلکو په مینځ کې د منلو وړ وي او په زخمونو یې تر بل هر چا ښه مرحم کیښودلی شي.

پینځم: مرستې او خیر ښیګنې باید ټول انساني، د احساساتو په نظر کی نیولو او معنوي اړخ ولري او په شهرت طلبۍ، برترۍ، ځان ښودنې، غرور او فیسبوکي عکسونو تمامې نشي.

شپږم او وروستی: قربانیان چې هر څومره په ټولنیزو برنامو، میلمستیاو او د دعاګانو په پروګرامونو کې ښکيل شي له دوی سره مرسته کولی شي، چې خپل احساسات کنټرول، غم هېر، ژوند سره پاتې او بیرته زر خپل عادي چارو ته ور وګرځي.

په پایله کې ویلی شو، چې که یادې مرستې ترسره شي دا به له قربانیانو سره تر ټولو ښه او کمه مرسته وي او په پاتې کسانو کې به مو هم د راتلونکو ستونزو مخنیوی کړی وي او یوه روغه ټولنه به مو هم رامینځ ته کړي وي کوم، چې هلته انسانان د یوه او بل په غم کې ځان شریک بولي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.