ملک بهار خان شیراني 

لیک: جمیل ارین 

791
ملک بهار شیراني د سهېلي پښتونخوا د شیراني د تاریخي سیمې یو نومیاتی غازي وو. نوموړی په کال ۱۸۹۵ز کال کې د شیراني ولسوالۍ په کړمه کلي کې زېږېدلی وو. نوموړی د ملک ترکو کړمانزی زوی او د ملک ساکو کړمانزیي نمسئ وو. چې کله نوموړي سترګې پرانستې هغه وخت ټوله پښتونخوا د بریتانوي استعمارګرو په منګولو کې شکنجه وه او ولس د مریتوب ژوند کاوه ، شاغلی ملک بهار د خپلې قبیلې کړمانزیي مشر وو ځکه له لومړی ورځې څخه له بریتانیوي دولتي مامورینو سره پر قامي ستونزو باندې جرګو مرکو کولو ته اړو وو خو نوموړی کله هم فرنګي ښکیلاکګرو ته په درنه سترګه ونه کتل تل به یې کرکه زینې کوله او د وړ وخت په انتظار وو ترڅو د وطن د استقلال لپاره له فرنګي اسعمارګرو سره جګړه وکړي او ظلم او جبر د فرنګي نظام له منځه لاړ شي دا کار ډېر وخت ونه نیو او ډېر ژر د ډیورنډ لیکې دواړو لورو ته د استقلال جګړه پیل شوه او د نوموړي نیمګړۍ ارمان بشپړ شو.
د ملي خپلواکۍ جګړه ـ
چې کله په کال ۱۹۱۹ ز کې غازي امان الله د افغانستان د استقلال جګړه پیل کړه نو دلته په پښتونخوا کې هم پښتنو قبیلو خپله وسلواله مبارزه ته زړه ښه کړو ترڅو وطن د فرنګ زورواکو له خوني منګولو ازاد کړي . د سهېلي پښتونخوا د ژوب په سیلاني ځای سیلیازي کې د بریتانوي استعمارګرو خلاف شیراني قبایلو هم یوه تاریخي جګړه وکړه، په یاده جګړه کې ملک بهار شیراني د خپلې قبیلې کړمانزئی له لښکر سره په ګډه برخه درلوده، په دغه څو ورځنۍ جګړه کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واویښته او وروسته فرنګي ځواکونه پر شا وتمبېدل او شیراني ځوانانو د سر په بیه له خپلې منطقې څخه ساتنه وکړه.
تاریخ شیراني  لیکوال  پوهنمل اطلس خان شیرانی لیکي چې :  په یاده جګړه کې مشو خان شیراني، باښک کړمانزی او  ډېر نور پښتانه مشران او ځوانان شهیدان شول او نور ګڼ شمیر ټپیان شو په ټپیانو کې د ملک بهار شیراني کشر ورور “ستانه دار کړمانزی” هم وو. تر جګړه وروسته ملک بهار د فرنګیانو باغي وو. نوموړي د موسیٰ خیل تحصیل په مشهوره جګړه کې ھم له نورو شیراني مبارزینو سره برخه درلوده او فرنگي ته درنه مرګ ژوبله واړوله. دا نوموړی غازي د کال ۱۹۳۵ز په شاخوا کې په خدایي مرګ مړ شو او دوه زمن د خلیفه امیرخان او ملک اخترجان شیراني په نوم پاتې شو.
د ملک بہار کړمانزئی کورنۍ چې په اټل کهول باندې مشهوره ده اوس هم په خپل پلرني ټاټوبي کړمه شیراني کې استوګنه ده.
اروا یې ښاده او یاد یې تل پاتې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.