ودانۍ جوړونې

ډيپلوم انجينېر اسدالله ملکزی

630

د كېفيت له نظره د ژوندانه د اسانتېاو د اكمال په لور د نړۍ په پرمختللو هېوادونو كې د پوهنې په هره څانگه كې څېړنې كيږي، او په مهندسۍ كې د دې څېړنو په بركت حتى د زلزلو په وړاندې د مقاومو استوگنځېو سترولو دپاره ، د مثال په توگه په جاپان كې، ستر گامونه پورته كړى شوي دي.

د علمي اساساتو په بنسټ په پرمخ تللو هېوادونو كې علمي مؤسسو د حكومت له خوا د ټولنيز عدالت په بنا د تصويب شوو مقراراتو په چوكاټ كې  د ودانيو د جوړونې د پاره خاص اوصول ټاكلي دي ، د دغو اصولو سره سم د ودانېو هرې برخې تعميراتي موادو څرنگوالي دپاره خاص معېارونه (نورمونه) تعين شوي دي.

زمونږ هېواد افغانستان سره د ۲۰۰۱ كال نه را په دې خوا د بيا ابادونې په برخه کې د پرمخ تللو هيوادونو له خوانه په ملياردونو ډالره مرستې وشوی. دا چې څومره د دغې مرستې څخه ګټه پورته شوی، ددې په برخه زه څه نه شم ويلای. دا چې زه خپله يو انجينېر يم، نو زما د خپل علمي څانګې معلوماتو په بنسټ دومره ويلی شم، چې د ۲۰۰۱ کال را په دېو خوا په ښارونو كې ځاى ځاى په لوى لاس د زورواكانو له خوا دشخصي استوگنې دپاره ېا سوداگريز  فعاليتونو دپاره ودانۍ گانې جوړې شوي او ېا د جوړېدو په حال كې وي، او ېا د دولتي مؤسسو له خوا بېلو بېلو تصدي گانو ته د ودانيو د سترولو كار سپارل كېدي، دا چې د ودانېو تعميرول باېد د ښارجوړولو د ېو عمومي پلان (ماستر پلان) په چوكاټ كې د عامه حفظ الصحي مقراراتو په نظر كې نيولو سره صورت ومومي او په سترولو كې ېې كارول شوى ساختماني مواد د دولت له خوا ټاكل شوو كېفي او كمي معېارونو سره مطابقت وكړي، ېو ضروري امر دى،  او د خلكو په خدمت كې ېو سالم حكومت ېې هرچېرته ضرور نظارت وكړي او هېڅ چاته  دا اجازه ورنه كړي چې د ودانېو په جوړلو كې د ټاكلي قانوني سټنډرډڅخه سرغړونه وكړي. په كار دي چې د افغانستان دولتي مقامات، که دا اوسنی نظام هم دې، د ښار او كلو جوړلو په عمومي پلان طرح كولو باندې د هېواد د چاپېرېالي شراېطو په نظر كې ساتلو سره  كار پېل كاندي، په دې كې شك نه شته چې د داسې ېو پېچلي او عظيم الشان پلان طرح كول د عامه خدمتونو د هرې څانگې متخصصينو(د مهندسانو، دبېلوبېلو څانگو انجېنيرانو او اقتصادپوهانو نه نيولى اېن  د عامه حفظ الصحې متخصص ډاكټرانو پورې) د گډې او متواز نې همكارۍ په نتيجه كې ممكن كېدلى شي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.