ټرمپ پر سي ان ان ټلویزیون عریضه کړې ده

380

رسنۍ وايي چې د امريکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سي اېن اېن ټلويزيون عريضه کړې او ۴۷۵ ميليونه ډالره تاوان يې ترې غوښتی دی. اسوشيټيډ پرېس وايي چې ټرمپ پر سي اېن اېن دا عريضه تېره شپه د فلوريډا ايالت اړوند د درفورت لادرډيل سيمې يوه محکمه کې کړې ده. ټرمپ ويلي چې يادې ټلويزيوني شبکې يې حيثيت زيانمن کړی د دوی يوه اصطلاح يا لوی درواغ يې له ۲۰۲۱ کال راهيسې ۷۷۰۰ ځلې خپره کړې ده. ډونالډ ټرمپ له سي اېن اېن ټلويزيون سره توده دښمني لري او د دې شبکې د ډيرو راپورونو په اړه يې د لویو درواغو او جعلي خبرونو اصطلاحات کارولي دي. سي اېن اېن وايي چې د ټرمپ د عريضې په اړه تبصره نه لري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.