د پوهنتون آرمان یې ونړیدو

شهاب ســـروری

1,511

له ګران پلار جان او خوږې مور څخه مې هم په بار بار د کانکور په آزمویښتی امتحان کې د کامیابۍ د دعا غوښتنه کول.
همیش به مې د ژوند دا ستره هیله دوی ته ویل: “چې کاش ډاکتره شم او د خپل وطنوالو خدمت په وړیا ډول وکړم.
مور مې همیش راته تسلیت راکوو ویل یې زینب لور جانې ان شاءالله چې د ژوند په دې لار کې به د همیش کامیابي په برخه وي ځکه چې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې د کړې.
د مور دې خبرو به زه دومره خوشحالولم چې حد نلري.
د جمعې مبارک شپه ټوله مې په ویښه تر سهاره تیره کړه، ټوله شپه مې له لوی خدای ج څخه زما او د زما د ټولو همصنفیانو د کامیابۍ سوالونه کول.
د سهار لمونځ مې وکړو دوه پیالې چای مې په بیړه بیړه وخوړو ډیره تلوسه مې وه چې باید زر تر زره ولاړم شم د کانکور د آزموینې ځای ته.
مورکۍ مې په تندي ښکل کړم د پلار جان په لاس ګټلې پیسی چې مورکۍ مې په څو دسمالونو کې تاو کړې وې شل افغانۍ ترې د کرایې لپاره راواخیستې او په دیره خوشحالۍ مې ترې رخصت واخیست.
د آزموینې ځای ته په رسیدو سره مې ولیدل چې اکثره همصنفیانې مې راغلې وې، ستړی مشی مو وکړل او یو ځای سره کیناستو تر څو د څو شیبو لپاره مجلس وکړو.
مور یې کیسه کوی وایی: په دې ورځ یې زړه کې نوې هیلې پیدا شوې وې، څو ځله یې د شپی د پلار له وړاندې راته وویل مور جانې او پلار جانه که لوی خدای ج داکتره کړم د خپل دځوریدلی ملت درمنله مفته کوم، دې خبرې یې ما او پلار ته عجیبه تازه روحیات راکول.
د زینب پلار چې لاسي کراچۍ یې درلوده هر سهار به وختي په وږي نس له کوره وتلی وو، او د خپل اولاد او کورنۍ لپاره یې حلاله روزي پیدا کول.
مور یې وایې: دا ورځ عجیبه د غم او درد ورځ وه هیڅ نه پوهیدم چې علت یې څه دی؟
له یوې خوا مو غریبۍ زړه له تورو وینو ډک کړی وو او له بلې خوا د ننۍ غمجنې ورځ له ګڼو تشویشونو سره مخ کړې یم.
نیم نیم کار مې وکړو، ولاړم اطاق ته غوښتل مې چې په څه آرام وکړم،
د سهار شاوخوا اته اته نیمې بجې وې، تلیفون مې راواخیست غوښتل مې د زینب لورکۍ پوښتنه وکړم چې څه یې کړي؟
مګر په خواشینۍ سره چې تلیفون کې مې پیسې نه وې.
له ډیره زړه تنګونه مې تلویزون ونیولو د تلویزون له نیولو سره مې سم د یو دردوونکې پیښې خبر تر غوږو شو، ځیرکه شوم، د تلویزون غږ مې ښه لوړ کړو ګورم چې د معصومو خویندو او وړونو بې روحه جسدونه د تلویزون په پرده ښکاره شول، چې د سیمې خلکو د چاودنې له ځایه شفاخانو ته انتقالول.
زړه مې درب درب شروع کړو، زینب لورکۍ مې سترګو ته ودریده، موبایل مې راواخیست مګر د پیسو د نه درلودلو له امله مې بیرته په مات زړه تلیفون کیښودلو، پر مخ مې د بی وسۍ اوښکو لارې جوړې کړې،
زر ولاړم د همسایه کره، غوښتل مې د هغې په موبایل زینب ته زنګ ووهم، کله مې چې زنګ اوکې کړو نو د کمپنۍ لخوا راته ویل شو، ستاسو ډایل کړې شمیره د اوس لپاره خاموش ده مهرباني وکړۍ وروسته تماس ونیسۍ، د زړه درزا، تشویش او خفګان مې نور هم مخ په ډیریدو شو،
په نه زړه ماتو هیلو اوښکو سترګو بیرته کور ته ستنه شوم.
د ناقراره زړه له امله بیا ولاړم د همسایه دوی کره غوښتل مې زینب او د هغې پلار ته زنګ ووهم مګر د زینب موبایل بیا هم خاموش وو، پلار ته مې یې زنګ ووهلو، مګر له بده مرغه چې په بیا بیا یې راباندې موبایل بندولو، دا چې ولې؟ هیڅ نه پوهیدم !
بیرته په مات زړه کور ته ستنه شوم.
شاوخوا لس بجې وې، له سترګو مې د بی وسۍ اوښکې لا هماغسې جاري دي.
طاقت مې بیخی ورک وو، د زینب د راتلو په انتظار کې به کله کوڅې ته کله سرای ته او کله به هم اطاق ته ولاړم.
شاوخوا یو ساعت مې انتظار وکړو مګر د زینب هیڅ درک معلوم نشو.
له ډیرې بی وسۍ ستړې شوم او په اطاق کې څملاستیدم، ښه په چیغو چیغو مې لوی خدای ج ته وژړل.
له ښه ځنډ وروسته مو د کور د دروازې د خلاصیدو غږ تر غوږو شو. خوشحاله شوم فکر مې کولو چې زینب لورجانه مې راغله، خو خبره نه وم چې راغله نه بلکې رایې وړه.
ور پاڅیدم چې وګورم څوک دی، ګورم ډله خلک چې یو کټ یې هم په اوږو دی او یو بې روحه په وینو لړلۍ جسد پکې پروت دی، خدای خبر چې له خولې به مې څه ډول چیغه ختلې وي،
له مقابل لوری صرف راته همدا چیغې وهل کیدې “مورې! خدای ج دې د زړه صبر درکړې، یوازې صبر…
د الله ج رضا به همداسې رضا وه”
ډله کسانو هغه کټ چې پکې یو په سرو وینو لړلۍ او بې روحه جسد ایښۍ، زموږ د کور په برنډه کیښود، زه په مات زړه اوښکو سترګو او ماتو هیلو د کټ خواته نږدې شوم، ګورم چې زینب لور جانه مې د مکتب په تورو جامو او سپین ټیکری کې په سرو وینو کې ډند په داسې حالت کې پرته ده چې د بدن هیڅ کوم ځای یې هم د وحشي، کافر په چاودنه کې جوړ ندی پاتې شوی، تیکه، تیکه پارچه پارچه وجود په کټ پرته وه، چې نه یې څه ویلۍ شوۍ او نه یې څه کړلی شوی.
زه نوره په ځان نه یم پوه شوې او په ساعتونو ساعتونو د بی روحه جسد تر څنګ بی هوښه شوې ومه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.