شربت ګله د (افغان ښځې) سېمبول

عبدالغفور لېوال

0 1,656

د شربت ګلې د سترګو جذابیت او نړیوال شهرت پرځای پریږدئ ! هغه اوس د ( افغان ښځې) د سېمبول په توګه پېژندل کیږي.
پاکستان د هغې په نیولو، سپکولو او ځورولو، غواړي افغان ملت ته پېغور ورکړي :
ستا ښځه، ستا ناموس او ستا حیا زما په لاس کې ده !
دا زه یم چې ستا پرده، حیا او عزت هغه ډول ګډوم، چې زه یې غواړم. درنول او سپکول یې زما په لاس کې دي.
اې غیرتي ټوپکواله !
د غیرت او ناموس دارۍ په بنګاوه مسته افغانوژونکیه !
تاریخ او ویاړونه دې څنګه یادولای شې؟ چې شربت ګله دې، د پنجابي کوتک تر دربا لاندې د بې کسۍ تر ټولو سختې شیبې تېروي.
شربت ګله خو نه سیکولره وه، نه کمونیسته او نه هم سرلوڅې، دا خو د کډوالو د کېمپ یوه خواره محجوبه او بېخبره (عاجزه، کډه، تورسرې، مال، کوچ، اوزه، د اولادونو مور، کوروالا…. ) وه .
هغوی به له ځانه سره څه فکر کوي، چې د همدې هېواد د استخباراتو په فرمان خپل هېواد ته باروت، اور او مرګونه راچلوي؟
کاشکې پوهېدلای شوای، چې د پنجاب په فرمان جنګېدونکي به اوس د خپل ملي ناموس داسې برخلیک ته څه ډول پرتوګ ګنډي؟
یو دلیل خو به یې دا وي، چې پروا نه کوي، پاکستان یو مسلمان هېواد دی او مسلمان حق لري، زموږ په ناموس هر ډول لوبه وکړي….؟!
ایا تر دې وروسته به ځينې دې باورته ونه رسیږي، چې په خپل هېواد کې له ولږې، بې کورۍ او بې کارۍ څخه مرګ، سل ځله په پاکستان او ایران کې تر داسې بې عزته او بې غیرته ژونده ښه او غوره دی؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply