پوتین له اوکرایین د بېلتون غوښتونکو سیمو خپلواکي په رسمیت وپېژندله

560

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د اوکرایين د دوو جلا شويو سيمو خپلواکي په رسميت پېژندلې ده.

د روسیې ولسمشر د خپل ملي امنیت د چارواکو په مخ کې نژدې یو ساعت خبرې وکړې او ویې ویل چې اوکرایین د یوه هېواد په توګه ریښتینی تاریخ نه لري، چارواکي یې په فساد تورن کړل او ویې ویل چې د اوکرایین د دوو جلا شویو سیمو خپلواکي به په رسمیت وپېژني.

ښاغلي پوتین د اوکرایین په ختیځ کې د دونیڅک او لوهانسک د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو یو سند لاسلیک کړ او د روسیې له پارلمان یې وغوښتل چې دغه سند تصویب کړي.

د روسیې مشر ټینګار وکړ چې دا پرېکړه باید ډېره مخکې شوې وی.

د روسیې ولسمشر لږ وروسته له هغه وينا وکړه چې کرملین په یوه بیان کې ووېل چې ولادمیر پوتین پرېکړه کړې چې په اوکرایین کې د دوو بیلتون غوښتونکو سیمو خپلواکي په رسمیت وپېژني چې د روسیې په ملاتړ بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې دي.

د کرملین په بیان کې ویل شوي چې ښاغلي پوتین د فرانسې او جرمني مشرانو ته ویلي چې غواړي د اوکرایین په ختیځ کې د دونیڅک او لوهانسک سیمو د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو فرمان لاسلیک کړي.

دې پرېکړې ته په غبرګون کې سپینې ماڼې ویلي چې ولسمشر بایډن به یو امر صادر کړي چې له مخې به یې له اوکرایین نه په جلا شویو سیمو لوهانسک او دونیڅک بندیزونه ولګول شي.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ويلي، “د کرمېلن له خوا د ازادو جمهوريتونو په توګه د دونيڅک او لوهانسک په رسميت پېژندنه يوه قوي او ګړندي غبرګون ته اړتيا لري، موږ به له خپلو متحدينو سره په همغږۍ ګامونه پورته کړو”.

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن هم د ولسمشر پوتین پرېکړه وغندله او هغه یې له نړیوال قانون نه څرګنده سرغړونه وبلله.

ښاغلي جانسن ويلي، “ولادمیر پوتین اعلان کړی چې روسیه دوه جلا شوې سیمې لوهانسک او دونیڅک د جمهوریتونو په توګه په رسمیت پیژني، دا په ښکاره له نړیوال قانون نه سرغړونه ده. دا په څرګند ډول د اوکرایین له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نه سرغړونه ده”.

د دونیڅک او لوهانسک د خپلواکۍ منلو په اړه د ولسمشر پوتین پرېکړه په سیمه کې د سولې خبرو ته د پای ټکی ږدي. ویل کېږي چې په لوهانسک او دونیڅک کې وار دمخه ګڼ شمېر خلکو ته روسي پاسپورټونه ورکړل شوي دي.

لوېدیځوال اندېښمن دي چې روسیه به اوس د بیلتونپالو تر کنترول لاندې دې سیمو ته خپل پوځیان واستوي، خو داسې ښکاري چې د لوېدیځوالو دا اندېښنه په حقیقت بدلېدونکی دی ځکه چې د لوهانسک او دونیڅک د خپلواکۍ منلو په اړه د ولسمشر پوتین په فرمان کې راغلي چې روسي وسله وال ځواکونه به د سوله ساتنې په موخه له اوکرایین نه په جلا شویو دې دوو سیمو کې ځای پرځای شي.

bbc.com/pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.