الفرد نوبل

خدیجه عزیزي

707

تاسې دې ورځو کې د نوبل جایزې اړوند ډېر خبرونه اورئ، خو ایا تاسې پوهېږئ چې نوبل څوګ و او ولې د هغه په نامه جایزې ورکول کېږي؟

آلفرد نوبل د سويډن هېواد اوسیدونکی، کیمیا پوه، ستر مخترع او کارخانو لرونکی و. نوموړي ۳۵۵ اختراعګانې په مختلفو برخو کې کړې وې چې له زیاتو څخه یې په نظامي برخو کې ګټه اخیستل کېده. د نوموړي مهمه اختراع د دینامیت وه، چې په جګړو کې په چاودیدونکو توکو کې ترې کار اخیستل کېده. نوبل د خپلو اختراعاتو د ګټې له لارې په ۲۰ هېوادونو کې بېلابېلې کارخانې رامنځته کړې او له دې لارې یې ډېره شتمني ترلاسه کړه.

یوه ورځ نوبل خپل د مرګ خبر په ورځپاڼه کې ولوست، اصل کې د نوبل ورور مړ شوی و خو ورځپاڼې ته غلط معلومات رسیدلي و او هغوی فکر کړی وه چې آلفرد نوبل مړ شوی دی. جالبه داده چې په ورځپاڼه کې راپور لیکونکي د آلفرد نوبل مړینه “د مرګ سوداګر ومړ” تر سرلیک لاندې لیکلې وه او د هغو مړو ماشومانو تصویر یې هم خپور کړی و چې چاودیدونکو توکو له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

که څه هم نوبل دغه توکي چاته د زیان رسولو په موخه نه وه اختراع کړي او د هغه موخه له دغو توکو څخه د معادنونو کشف او کیندل و خو دا هېوادونه و چې له دغه توکو څخه یې په جګړو کې ګټه پورته کړه. نوبل ددغه خبر په لوستلو ډېر ناهیلی شو او په دې فکر کې شو چې له مرګ وروسته به یې خلک څنګه یادوي.

هماغه و چې نوموړي خپل د شتمنۍ پنځه نوي فیصده د نوبل بنسټ ته جلا کړه او خپل وصیت کې یې دغه شتمني د نړۍ هغو پوهانو/اشخاصو ته ډالۍ کړه چې د کړنو له کبله یې بشریت ته ګټه رسېدلې وي.

د نوبل وصیت له مخې دغه جایزه د یو ځانګړي پروسیجر له لارې، هرکال د فزیک، فزیالوژي، کیمیا، طبابت، ادبیات او سولې برخه کې وړ اشخاصو ته ورکول کېږي. دغه جایزه کې د سرو زرو یو مېډال، ډيپلوم او یو میلون ډالر شامل دي.

یادونې: په دې وروستیو کې د اقتصاد برخه هم ور اضافه شوې او دارنګه د پيسو مقدار مختلفو کلونو کې کم او زیات شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.