د شاعر، لیکوال، ژور نالیست عرفان الله بیدار سره مرکه

پتانه ژوند

1,154

د شاعر، لیکوال، ژور نالیست او د یوالي ادبې بنسټ مشر عرفان الله بیدار سره مرکه

   د ټپو باچا
زما ژوندون همداسي ښه ده
خلکو دا برکلي مې زړه ده
د یو چا یو نظر یو څه ده
جانان مې سترګې او باڼه ده
ځکه یې ټول عمر په سترګو ګرځومه

مرکه کونکې پتانه ”ژوند”

پتانه ژوند: سلامونه محترم عرفان الله بیدار صیب: که په لومړی سر کې د دعوت لوستونکو ته خپله معرفي وکړۍ د وطن د کوم ولایت نه یاست  چیرته اوسۍ او زده کړي مو کله او تر کومه حده  په کومه څانګه کې تر سره کړي دی؟
عرفان الله بیدار: بسم‌الله الرحمان الرحیم
نوم خو مې تاسو لیکلی د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ یم دم ګړۍ جلال اباد ښار کې ژوند کوم
زده کړې مې  تر ډیره ننګرهار کې کړي د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی نه ١٣٩٧ کال فارغ شوی یم .

پتانه ژوند: بیدار صیب: کله او څرنګه مو شعر ته مخه کړه او لومړی شعر مو کله ولیکه؟
عرفان الله بیدار: د شاعرانو سره ملګرتيا او سیمیزو او نړیوالو رسنیو سره ادبي خپرونو کې پراخې ونډې او د شعرونو مطالعي شعر لیکل راوښودل.
لمړنی غزل مې ١٣٨٥ کال کې ولیکه .

پتانه ژوند: ستاسو شاعري ما لوستې ده واقعاً هم ډېره  خوندوره شاعري کوۍ زیاتره غزل ده بغیر د غزل نه په کوم بل ژانر کې هم لیکل کوی لکه نظم، لنډي کیسې او داسي نور ؟
عرفان الله بیدار: دقیقاً ما غزل ته ډیر وخت ورکړی لامل یې دا دی چې زه غزل سره ځانګړې علاقه لرم اما تر څنګ یې نظم هم پالم ادبي ټوټو کې هم ګوتې وهم ورسره څنګ کې تنظیه شعرونه او د شاعرۍ د پیل نه تر اوسه ورسره ټپیزې هم لیکم زما د ټپیزو مینه وال ما ته د ټپیزو د پاچا خطاب کوی.

پتانه ژوند: زیاتره شاعران  اوس یوه بدله شاعري کوي لکه لنډکي شعرونه هیکو دجاپان ادب ازاد شعر .ستاسو نظر زیات په څه ده یعني شعر کې مو  کوم ډول شاعری زیاته خوښیږې او ایا دا ډول شاعري یا لیکل به د ادب په ډګر کې ګټور ثابت شي؟
عرفان الله بیدار: زما له نظره که پښتو ادب لپاره هر ډول خواري شوې وي باید د پامه ونه غورځول شي زه خپله د غزل سره ځانګړې علاقه لرم اما دا په دې مانا نه ده چې زه پرته له غزل نور څه نه لولم

پتانه ژوند: بیدار صیب غزل څه ته وایی که لږ توضح راکړۍ مننه؟
عرفان الله بیدار: غزل د عربۍ د قصیدې د تشبیب الفاظ دي چې پۀ هغې کښې شاعر د خپلې مینې او عقیدت اظهار کوي

پتانه ژوند: بیدار صیب که دا راته ووایاست تراوسه په چاپې بڼه اثار لرۍ؟
عرفان الله بیدار: نه تر اوسه چاپي اثار نلرم اما که ژوند یاري وکړه ډیر ژر به د شعر په مینه والو دا زیری هم وکړم

پتانه ژوند: بیدار صیب تاسو د شعر ویلو په څنګ کې د ژورنالیزم د لارې هم خدمت کوئ کله او څنګه مو ژورنالیزم ته مخه کړه اوس  هم د کومې رسنۍ سره کار کوئ؟
عرفان الله بیدار: په ١٣٨٤ کال کې مې د صفا په نوم یوې سیمه ییزې راډیو  سره کار پیل کړ د سیمه ایزو خبرونو او راپورونو  تر څنګ مې ادبي او د لوبو خپرونې هم مخ ته وړلې او له ښه مرغه اوس یې هم همدې راډیو کې کوربه یم.

پتانه ژوند:  فکر کوم تاسو حکومتي دنده هم مخته وړه که د دعوت مېډیا لوستونکو ته لږ معلومات ورکړۍ د دې دندي په اړه؟ مننه
عرفان الله بیدار: په ١٣٩٩ کال د ننګرهار ښاروالۍ کې د شوراګانو او مجالسو د مدیر په صفت مقرر شوم د اسلامي امارت د راتلو سره سم د ننګرهار د نرخونو د کنټرول مدیر وټاکل شوم اما د درې ورځینۍ دندې وروسته د اسلامې امارت د تصفیی د کمیسیون لخوا دندې نه په دې منفک شوم چې ٢٠١٤ کال کې مې د یو افغانی شرکت سره د هغې وخت د طالبانو د مسول په اجازه د ننګرهار په هوای میدان کې یو کال ډریورې کړې وه فعلاً کومه رسمي دنده نلرم.

پتانه ژوند: محترم بیدار صیب: له دومره شته مصروفیتونو سره نور هم په کومو ادبي فعالیتونو او هڅو بوخت یاست؟
عرفان الله بیدار: د ختیځ ادبي بهیر سره چې د هیواد په سطحه یو پیژندل شوی ادبی بهیر دی د اړیکو مسولیت راپغاړه دی

پتانه ژوند: بیدار صیب ستاسو نه مخکې او یاستاسو نه وروسته ستاسو په کورنۍ کې کوم بل څوک هم شاعري یا د ادب ډګر کې ول یا شته؟
عرفان الله بیدار: سره له دې چې زه یوې لوستې کورنې کې پیدا شوی یم  اما له ما وړاندې زمونږ کورنۍ کې چا شاعري نه ده کړې، هیله مې ده چې راتلونکی نسل مو دا لار تعقیب کړي.

پتانه ژوند: بیدار صیب! د ننګرهار ملي رادیو به یو اعلان کاوه چې ننګرهار د ګلو هار د علم او ادب زانګو واقعت هم چې ننګرهار د ادب زانګو ده . په ننګرهار کې زیات ادبي بهیرونه وجود لري، چې یوه ډېره مشهوره مشاعره هم لري د نارنج ګل مشاعره چې د پسرلي په راتګ سره ترسره کیږې که د دې مشاعرې په اړه راته ووایاست. څرنګه تیره شوه سږ کال څنګه وه د نورو کلونو په پرتله. تاسو ګډون کړی وه کنه؟
عرفان الله بیدار: دې کې شک نشته چې ننګرهار د ګلو ښار دی. تاسو ته بهتره معلومه ده چې ننګرهار د تاریخ په اوږدو کې د علم او ادب ټاټوبی پاتې شوی او په هر موسم کې بهار بهار وي سږنۍ نارنج ګل مشاعره د تیرو کلونو په پرتله کم رنګه وه سره له دې چې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې هم ښه نه لمانځل کیده همدا تیر کال مونږ ختیځ میشتو د یوالي د ادبي بسنټ ډبره په دې پار کیښوده چې نارنج ګل وژغورو په همدې کال د لرې ولایتونو او کوزې پښتونخوا د خفه شوو شاعرانو لپاره مو  ولسي نارنج ګل مشاعره تر سره کړه، چې سلګونو شاعرانو او د شعر مینه والو په کې برخه واخیسته مونږ پلان درلود چې هر کال به د دولتي نارنج ګل وروسته ولسي نارنج ګل هم لمانځو اما د نظام د بدلون سره سږکال ونه توانیدو طمع مو ده چې راتلونکې کې دې لړۍ ته دوام ورکړو  پټه دې نه وي چې د یاد بنسټ موقتي مشري تر اوسه زما په غاړه ده.

پتانه ژوند: که د ژوند اوسنۍ وضعیت نه راته ووایاست اوسني کوم وضعیت چې حاکم دي  زیاتره وطنوال د ډیرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي په دې لړ کې لیکوالان، شاعران، ژورنالیستان هم د شته ستونزو سره لاس او ګریوان دي ستاسو  وضعیت څرنګه تیریږي  ایا راضي یاست؟
عرفان الله بیدار: منم چې په ټوله کې افغانان د اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي زه هم د خپلې کورنۍ سره دا ستونزې زغمم اما ناشکره نه یم ځکه چې مسلمان باید په هر حال کې د الله ج نه راضي وي.

پتانه ژوند: بیدار صیب. موږ چې ستاسو سره د مرکې په اړه اړیکه وکړه تاسو د یو سفر یادونه وکړه. ومو ویل چې د هیواد نه بهر په سفر کې یم. که لوستونکو ته د دې سفر په اړه معلومات ورکړۍ سفر مو چیرته او کوم هیواد ته وو اوس بېرته وطن ته راوګرځیدلي یاست که لا هم بهر یاست؟
عرفان الله بیدار: سره له دې چې ډیری افغانان  پاسپورتونه نلري او یا یې خپل وطن کې اسانه نشي ترلاسه کولی نو څنګه به بهرنۍ ویزه تر لاسه کړي زه هم د همدې جملې یم د یو سخت او تاواني پړاو وروسته په دې وتوانیدم چې پاکستان ته لاړ شم دغه سیاحتي سفر مې دوه موخې درلودې اول غوښتل مې د چکر تر څنګ پاکستان کې د کوم کار غم هم ځان ته وکړم تر څو د کورنۍ لپاره حلاله نفقه برابره کړم
اما پاکستان ته په راتلو مې د مختلفو دلالیلو له امله پلان بدل شو دم کړۍ تنها چکر ته ادامه ورکوم او ډیر ژر به خپل هیواد ته بیرته ستون شم.

پتانه ژوند: بیدار صیب که شخصي پوښتنو ته راشو فکر کوم واده خو مو شوی دی دا راته ووایاست چې یو واده مو شوی که دوه ‘ او څو اولادونه  لرۍ؟
عرفان الله بیدار: له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې ډیری رشتې ماشومتوب کې تړل کیږی
د داسې رشتو تړل د خوشحالۍ پر ځای د غمونو زیږنده وی زه هم د ورته بدمرغې ښکار شوی یم
یو واده لرم دوه ځامن او یوه مې لور ده.

پتانه ژوند: محترم بیدار صیب.که ستاسو نه ستاسو ښکلې شاعري واورو. خوښ به شو مننه.

عرفان الله بیدار: حتماً
غزل

بل به مې څنګه په زړګي باندې اورونه نه وي
چې پسرلی وي او ستا  زلفو کې ګلونه نه وي

که په مظلوم  رانه سبا ته پورته کیږي خدایه
بهتره داده چې دې ما پورې لاسونه نه وي

اړ یې چې غم له سودا وکړې په غمجن بازار کې
د خوشحالۍ چې په کې سره دوکانونه نه وي

ورورولي ښه ده خو ولاړه ده مدام په حساب
جار له یارۍ نه چې یې کور کې حسابونه نه وي

د ګټې ځای کې یې جیبونه جوالونه شي خو
د تاوان ځای کې یې کالیوو کې جیبونه نه وي

هر یو کولی شي چې ډک یې کړي زما له وینې
که  قلمو د شاګردانو  کې  رنګونه نه وي

وصال خو څه زه د بیلتون تیارو نه هم خوند اخلم
بیداره چا ویل چې په مینه کې خوندونه نه وي

عرفان الله بیدار
____________________
تنظیه شعر

د شاه اسلام غوندې کلار مه کېنه!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
را خپره شوې کولرا، ننګرار کې
خلک د نسه دي اشنا، ننګرار کې
دېګ بخار به شي ډېر زر به یې واورې
ورکه دا ځکه ده بریښنا، ننګرار کې
چا دولتي زمکې کړې ګړوم ته ښکته
چور دی له څیرمې ده تالا، ننګرار کې
نه امي بچ دی، نه ملا دې ټېل کې
چارماري کیږي بې ګناه، ننګرار کې
د وسلوالو موضوع پریږه پر ځای
کلدارې بندې نه کړې چا، ننګرار کې
د پارلمان ډوزن وکیل راغلی
لارې چې بندې دي هر خوا، ننګرار کې
جوزا کې مه راځه میزان کې راشه
ګرمه وي ډیره بیا هوا، ننګرار کې
د شاه اسلام غوندې کلار مه کېنه
اصلاحات راوله پاچا، ننګرار کې 
کور دې اباد د میرام ګل ملک وي
سپینه مدام کوي وینا، ننګرار کې
دغه چې بوس بادوي، دا چارواکي
بیداره ټول دې شي تبا، ننګرار کې

عرفان الله”بیدار”

پتانه ژوند: بیدارصیب. ډېره مننه چې د دعوت بلنه مو ومنله که اخیر کې راته ووایاست څرنګه مو وکولای شوای یو بریالی شاعر یا ژورنالیست شۍ ځوانان څرنګه کولای شي په خپل ټاکلي هدف کې بریالي شي پیغام مو څه ده ورته؟

عرفان الله بیدار: هیله کوم مننه باید زه له تاسو وکړم چې زه مو د مرکې جوګه وبللم که هر ځوان په ځان اعتماد ولري کولی شي چې د مور او پلار د دعا او مشورو په برکت ځان په اسانه خپل هدف ته ورسوی زما د بریا راز همدا دی
تاسو ته بهتره معلومه ده چې زه  په سفر یم  څنګه چې لازمه وه ستاسو پوښتنې مې هغسې جواب نکړې که کومه تیروتنه رانه په لیکلو کې شوې وي ستاسو او د مرکې د لوستونکو نه بخښنه غواړم
د یو ازاد اباد خپلواک او ځان بسيا افغانستان په هیله

No photo description available.

May be an image of 1 person

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.