سوله

ویساء ساپی

703

سوله د لوی څښتن تعالی امر او خوښه ده چې د بشریت خیر او ښېګڼه پکې نغښتې ده، د نړۍ د ټولو هېوادونو د پرمختګ او سوکاله ژوند لومړنی دلیل سوله او سوکالي ده چې په خورا زحمتونو یې ترلاسه کړي او اوس د سولې په شتون د تکميل دنيوي ژوند څښتنان دي. زمونږ ګران هېواد افغانستان د روانې جګړې او د سولې په نشتون کې د بدمرغیو او ورانیو سره مخ دی چې جبران کول یې کلونه وخت غواړې ترڅو د نورې نړۍ د انسانانو په څېر د ژوند خوبیانو ته لاسرسى پيدا کړو، مونږ په جګړو کې دنګ قامتونه، وياړلي ککرۍ، تنکي بچي، ګلالي ماشومان، پلرونه او ميندې، ښايسته ښارونه، ودان کلي او بانډې، ټولګټې بنسټونه، ښوونځي، لارې، سړکونه او داسې نور ډېر مسايل له لاسه ورکړي دي خو لا اوس هم وخت زمونږ څخه د لاسه ندی تللی او کولی شو چې په اسانۍ سره سوله ولرو او د روښانه ژوند په لور پرمخ ولاړ شو…

د سولې تعریف:
سوله په مطلق معنا سره د جنګ او شخړې ضد او د جګړو نشتون ته وایي او په عامه معنا کې سوله اصلاح، سمون او د فساد ضد ته وايي، همدارنګه سوله د خصومت، اختلاف او نزاع د نابودۍ په معنا دی اوپه اصطلاحي معنا کې سوله د ټولو هغو خوبیانو لرل دي چې بشریت ورته اړتیا لري او د ټولو هغو بدیانو نه لرل دي چې د انسانیت له معناوو سره په ټکر کې وي، لکه څنګه چې سوله ګڼ شمېر معنا او تعریفونه لري نو دلته یې د بېلګې په ډول د یو تعریف یادونه کوو:

١ سوله داسې تعریفوی:
سوله د د هغه تړون څخه عبارت دی چې د دوو متخاصمو اړخونو ترمنځ اصلاح او سمون رامنځته کوي.

سوله يو ټولنيز مفهوم دی او په داسې يو حالت اطلاق کيږي چې د افرادو، ګروپونو او دولتونو منځ کې د جگړې، جنجال او خشونت امکان له منځه ولاړشي. او ډ ټولنې وګړي پرته له وېرې او ترهې په نورمال ډول په انساني ټولنه کې ژوند وکړلې شي. امنيت د سولې له مهمو لاس ته او نو څخه دی او لازم او ملزوم دي. که سوله وي امنيت به وي، که سوله نه وي امنيت به نه وي. همدغه راز امنيت هم يواځې فزيکي امنيت نه دی، رواني امنيت، اقتصادي امنيت، د کار او حقوقو د تامين امنيت، کورنۍ او ټولنيز امنيت، او نور.
که چېرې دغه ټولو ساحو کې امنيت تامين نشي د سولې د راتلو انتظار هم بېځايه دی ځکه همدغه موارد جنجال او جګړو ته لار هواروي.

د سولې ارزښت:
سوله کې خیر دی؛
سوله کې د سوکاله ژوند ټولې خوبیانې تړلي دي؛
سوله کې ژوند دی؛
سوله کې پرمختګ شته؛
سوله کې مینه شته؛
سوله د افغان ولس هغه چيغه ده چې لا اوس هم ندى اورېدل شوى؛
او داسې نور …

د سولې د ترلاسه کولو لارې چارې
۱) د قومونو په اتحاد او اتفاق کې سوله ترلاسه کېدلی شي؛
۲) د ښوونیز نظام په تقویت کې سوله تړلی دی چې پخپلو اولادونو تعلیم وکړو ترڅو د جنګ له ټولو ريښو څخه خبر وي
2) د ولسونو په منځ د ملي ګټو لومړیتوب لرل؛
سوله په ټولنه کی هغه وخت تامين کيږي چی ټولو وګړو ته په نړيواله کچه منل شوي حقوق او ازادی ورکړئ شي او ټولنه کی عدالت پلی شي.
سوله هغه وخت ټيګيږي چی د ټولنی هر وګړۍ ځان مصئونه او د حکومتونو په تعين کی خپله رائ وکاروله شي تر څو ځان په سياسي ډګر کی فعاله او برخمن وبولي.
سوله په يوه ټولنه کی هغه وخت ټيګيږي چی قانون حاکم شي.او قانون پياده کول لومړيتوب ولري.
سوله هغه وخت راتلی شي چی په درسته معنا د بيان آزادي وجود ولري.
واقعي سوله هغه وخت رامنځته کيږي چی سياست له دين څخه جدا وبلل شي.

3) د ښځينه وو ګډون په سوله کې د یو سیاسي او ملي بهير په توګه د سولې بهیر په چټکتیا کې ګټه لرلی شي؛
4)په سوله کې د ځوانانو ونډه
په تاريخ کې ځوانان د يو انقلابي نسل توګه تل خپله ونډه لکه لمر روښانه ټولې نړۍ ته ثابت کړى دى او د ټولنې په سوکالۍ کې يې اغيزناک حرکتونه لرلي دي. ځوانان د قوي هوډ، ځوانې انرژۍ، پوهې او پوره همت څښتنان دي چې کولى شي په سوله کې هم ګټوره ونډه ولري.
په هره سيمه کې چې زمونږ د قلم څښتنان دي او يا رسنپو ته لاسرسى لري په ډېرې اسانۍ کړلى شي چې له فکري بدلون سره رښتينى سوله په هېواد کې ټينګ کړي او خپل ولس له کړاوونو وژغوري.
اوس وخت راغلى چى بايد ټولو په يوه اواز دسولى لپاره اواز پورته کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.