د ناسرخلاصي طالب او پوهاند تره کي د پام وړ

سيد حسين پاچا

1,085

د نا سرخلاصي طالب چارواکي او پوهاند روستار تره کي د پام وړ:

تاسې چا ته قانون جوړوئ؟

زده کړه د نجونو او هلکانو يو مشروع حق دی. له بېګانه څارګرې ادارې نه د ډالۍ په توګه غوښتنه خپل ضمير ته خجالت او هم د خپل علمي – اکاديميک پرستيژ نه درناوی او هم ولس ته سپکاوی دی

ايا ستا علمي – اکاډيميک رسالت تا ته د دې اجازه درکوله چې له يو بېواکه څخه د ولس د ځوان نسل د زده کړو لپاره د ډالۍ په توګه غوښتنه وکړه، ولې؟ اصلي واکمن خو بل څوک دی

نوټ : زه پوهاند روستار تره کي ته د زړه له تله د ده علمي سټې او سپينږیرتوب ته درناوی لرم، خو ګيله من ترې په دې يم چې د دغسو ناپوه او بېلارو خلکو چې هغه هم په علنۍ توګه له زده کړې سره خپله تربګني او دښمنيپه سپکو ټکو ښکاره کوي. تورونه پورې کوي او د مدرسې او د ښوونځي ترمينځ واټن ايجادوي. ډاکټر صاحب بايد دا ځواب کړي چې طالبي تش په نوم اسلامي غورځنګ پخپله شل کلنه بېګانه جګړه کې همداسې خلک روزلي دي چې نوموړي دلته خپلې څرګندونې کړي دي؟ ايا د اسلامي امارت د ټول شل کلن مقاومت همدا ثمره او همدا محصول دی چې ټولنې ته يې وړاندې کړ؟ د کابل والي او شيرمحمد عباس ستانکزی يې يو ډول مثبتې څرګندونې کوي او شيخ خالد حنفي، نا سرخلاصی، مولوي عبدالباقي او ځينې نور يې بيا بل ډول منفي او دښمنانه څرګندونې کوي. دوی پخپلو کې هم يوه خوله او همنظره نه دي.

زه هک هېښ (حيران) د دغه سرتنبه او نا سرخلاصي خبرو ته يم چې دی وايی چې ((په والله که ورته عفوه وکړم)) او ((نه دې الله پاک دوی ته عفوه کوي)). دی سرتنبه او نا سرخلاصی څوک دی چې چا ته عفوه نه کوي؟ انبياء عليهم الصلاة والسلام  دا حق واجازه نه لري چې څوک وبښي او يا چا ته هدايت وکړي، بلکې شفاعت ورته غوښتی شي، خو هغه هم د الله تعالی په خوښه او که خوښه يې نه وي، نو نه يي شي غوښتلی. دا سرتنبه او نا سرخلاصی بايد په دې پوه شي چې شفاعت قبلونه، هدايت کونه او بښنه يوازې او يوازې د الله تعالی اختيار (واک) دی. يو څوک چې ملت ته د ښوونځيو تړلو مسوول کس د ښوولو واک واختيار نه لري، نو سوچ دې وکړي چې سرتنبه او نا سرخلاصی څوک دی؟ د ملت سر پرې خلاص دی.

من ذالذي يشفع عنده الا باذنه

  • نوح عليه السلام د خپل زوی په اړه څنګه ځواب ترلاسه کړ؟

ونادی نوح ربه فقال رب ان ابني من اهلي وان وعدک الحق …. [هود : ۴۵۴۸]

  • ابراهيم عليه السلام د خپل پلار په اړه څنګه ځواب تر لاسه کړ؟

استغفر لهم او لا تستغفر لهم ان تستغفر لهم سبعين مرة فلن يغفر الله لهم … [التوبة : ۸۰]

  • محمد صلی الله عليه وسلم د خپل تره ابوطالب په اړه څنګه ځواب ترلاسه کړ؟

انک لاتهدي من احببت ولکن الله يهدي من يشآء …. [القصص : ۵۶]

د اسلامي اسارت دغه سرتنبه او نا سرخلاصه خپل ځان د حنفي مذهب د ادعا له مخې مافوق الأنبياء او د ربوبيت په مرتبه کې ويني، کنه نو دی څوک دی چې چا ته عفوه نه کوي؟ يو څوک چې خپله شل کاله د کراييکښ قاتل په توګه د بېګانه استخباراتي جګړې لپاره جنګېدلی او هېوادوال يې وژلي وي هغه څنګه چا ته او نا سرخلاصه ملايانو ته عفوه کولی شي؟  خپل ځان دې خپله يو ځلې د خپل ايمان واسلام په هېنداره کې وويني چې دی د عفوی کولو مستحق دی او يا نه؟ له خلکو په تېره بيا له نجونو د زده کړې او له ښځو د کار حق اخېستل دا غصب دی. ايا يو غاصب او ظالم مظلومانو ته د عفوې کولو مستحق دی؟ عجيبه انصاف، نا سرخلاصي او سرتنبه ګي ده چې حق يې هم ده لاندې کړی او عفوه هم ورته دی سر زوره او نا سرخلاصی نه کوي، نو فاعتبروا يا اولي الأبصار.

که له دې احمق او سرناخلاصي نه وپوښتل شي چې د حديث موخه تحذير، احتياط او له فتنو ځان ساتنه ده نه دا چې له زده کړو او د ژوند له ټولو هر اړخيزو حقوقو د خلکو په تېره بيا د نجونو او ښځو محرومونه او په کورونو کې د هغوی بندونه او ساتنه ده. که داسې وي، نو موږ له دې قرآني احکاماتو سره څه وکړو؟

لومړی :

قل للمؤمنين يغضوا من ابصارهم ويحفظوا فروجهم ….

وقل للمؤمنات يغضضن من ابصارهن ويحفظن فروجهن ولايبدين زينتهن … [النور : ۳۰ – ۳۱]

که موږ د دغه سرتنبه او نا سرخلاصي خبره ومنو، نو موږ له دې اياتونو سره څه وکړو؟

دويم :

وقرن في بيوتکن ولاتبرجن تبرج الجاهلية الأولی … [الأحزاب : ۳۳]

په سورة الأحزاب کې الله تعالی دوه حکمه ويلي دي :

  • يو دا چې ((وقرن في بيوتکن))،
  • او دويم دا چې ((ولاتبرجن تبرج الجاهلية الأولی)).

د دې دواړو لا وضاحت او روڼوالی الله تعالی بيا په دې ډول کړی دی چې،

…. واذا سألتموهن فسألوهن من ورآء حجاب ذلکم أطهر لقلوبکم وقلوبهن …. [الأحزاب : ۵۳]

دا د ((وقرن في بيوتکن)) لا وضاحت او روڼوالی دی او،

يا ايها النبي قل لأزواجک وبناتک ونساء المؤمنين يدنين عليهن من جلابيبهن …. [الأحزاب : ۵۹]

دا لا وضاحت او روڼوالی د ((ولاتبرجن تبرج الجاهلية الأولی دی.

له بهر نه د حجاب حکم نارينه ته دی او له کوره د وتلو لپاره د جلباب اغوستو حکم ښځې ته دی. که د نجونو او ښځو په وتلو معاشره، لارې و کوڅې او ښارونه مرداريږي، نو الله تعالی ولې ورته پخپل لارښود اسماني او زموږ په مؤمن به کتاب کې لارښوونه کوي چې څه وکړي؟ ايا الله تعالی به ډېر ښه پوهيږي او که زموږ د بېګانه استخباراتو دغه نا سرخلاصی چرګوړی؟

يا دا چې :

وقضی ربک الا تعبدوا الا اياه وبالوالدين احسانا [الاسراء : ۲۳]

بيا هم د دغه نا سرخلاصي د لا پوهاوي لپاره دا بس نه ده چې رب العالمين له موروپلار سره احسان له خپل ځان سره يوځای راوړی او له پرستش (عبادت) سره هممهاله راوړی دی. همدارنګه د حديث پر بنسټ چې جنت د موروپلار تر پښو لاندې دی څنګه توجيه کوي؟

يا دا چې :

وقلنا يا ادم اسکن انت وزوجک الجنة [البقرة : ۳۵]

يا دا چې :

قد سمع الله قول التي تجادلک عن زوجها وتشتکي الی الله [المجادلة : ۱]

يا دا چې :

…امرأة فرعون رب ابن لي عندک بيتًا في الجنة …. [التحريم : ۱۱]

يا دا چې :

ولقد جاء رسلنا ابراهيم بالبشری …. ؛ وامرأته قائمة فضحکت فبشرنها باسحق ومن وراء اسحق يعقوب [هود : ۶۹ – ۷۳]

واوحينا الی ام موسی ان ارضعيه فاذا خفت عليه فالقيه في اليم …. [القصص : ۷]

او داسې نور ….

بيا د احاديثو مبارکه وو زياته برخه، بلکې يو په درې برخه له ام المؤمنين عائشې نه روايت شوي دي. ان تر دې چې راشده خليفه ګانو ته به څه ستونزه پيدا شوه، نو راتلل به او له ام المؤمنين نه به يې پوښتل او هغې به ورته لارښوونه کوله، نو دا ټول د علم برکت وو. نه امام ابوحنيفة دومره واک لرلو او نه داسې يو واکمن وو، بلکې د خپل اړوند ښار واکمن چارواکی (حاکم) يې هم مخالف وو. همداسې امام مالک رحمه الله او داسې نور درواخله. هغوی يو هم واکمنان نه ول، بلکې خپله واکمني يې پخپل علم کوله او ټول درنښت يې تر ننه د علم له برکته دی. خدای مه کړه که علم داسې مباح وي، نو بيا ولې کريمة المروزية په بيت الله، فاطمة البطائحية په مسجد نبوي (ص) او ام سيّدة المروانية په بيت الأقصی کې تدريس کولو او د وخت علماء او قاضيان او نور لوړ پوړي چارواکيو به ترې زده کړې کولې. د سفيان ثوري په روزنه کې يې مور څومره حريصه او لوی رول لوبولی دی. په جامعه الأمويه کې له ټولو په لوړه کچه تدريس ښځې کولو.

راشده خليفه ګانو ولې د خپلو ستونزو په اړه به راتلل او له عائشة المؤمنين نه به يې پوښتل او هغې به ورته د حل لاره ورښووله چې د الله تعالی پېغمبر (ص) داسې ويلي دي او هغوی په دې نه شرمېدل چې ولې له ښځې پوښتي؟

زه هک حيران دغه نا سرخلاصه او سرتنبه ته يم چې په ټوله سپين سترګۍ سره راځي او بيا نور خلک ننګوي، نو د ده سر تر پښو ناپوهي او سرتنبه ګي د بل چا لپاره دک ودليل نه شي کېدای او نه دا د ده دنده ده چې خپله بې بندوباره سرتنبه ګي، سر ناخلاصي او ناپوهي په نورو وروتپي.

زاړه يادونه

ارواښاد باچا خان د ز کال د ۱۹۸۸ جنورۍ پر ۲۰ مه له دې نيمګړې نړۍ سترګې پټې کړې.

د اسلامي امارت اوسنی د حج واوقاف وزير شيخ نور محمد ثاقب زما او هم مې د اوښي، ارواښاد شيرشاه او هم د مولوي عبدالکبير  او داسې نورو ډېرو ګډ استاذ دی. په همدې کال په دارالعلوم هاشميه کې استاذ (مدرس) وو. مولويصاحب محمدامين، مولويصاحب سيد قريش، مولويصاحب تره خېل (کشری)، دمساز مولويصاحب او عرب مولويصاحب هم هلته مدرسين ول.

زړه مې دېته بديږي چې امارت پخپله شل کلنه سرتنبه او بېګانه جګړه کې دغسې تورې او له جهالته ډکې بلاوې وروزلې چې د ده او ده ورته هم اندو  له لاسه به علم دين او د علماو طبقې ته له هر اړخيز پلوه څومره تاوان ورسيږي؟

قوله (( ودرس العلم )) أي المفترض عليك أولى وانظر من تعلم باقي القرآن .

قال في منية المفتي لأن تعلم جميع القرآن فرض كفاية وتعلم ما لا بد منه من الفقه فرض عين والاشتغال بفرض العين أولى اه.

وهو يفيد أن تعلم باقي القرآن أفضل من تعلم ما زاد على قدر الحاجة من علم الفقه ط وفيه نظر لاستوائهما في أن كال من الزائد منهما فرض كفاية بل قدمنا عن الخزانة قبيل بحث الغيبة أن جميع الفقه لا بد منه إلخ فراجعه.

ومفاده أن تعلم الفقه أفضل .

زه باور لرم چې نوموړي هډو د ردالمختار او د فتح القدير مخ هم نه دی کتلی او که نه په الدرالمختار او د هغې په شرحه ردالمختار حاشية ابن عابدين کې ځينې داسې مسالې شته چې هغه د غور او بحث وړ دي. د بېلګې په توګه يې يوه دلته لوستلی شئ :

حاشية رد المختار على الدر المختار شرح تنوير الأبصار فقه أبو حنيفة

په دې لينک يې اورېدلی شئ :

The truth about women in Islam | Shaykh Akram Nadwi

What is the main difference between men and women? | Dr M Akram Nadwi

Feminism, Islam & Muslim Women | Dr Mohammad Akram Nadwi | Cambridge Islamic College

له کريمة المروزية نه ډېرو سترو عالمانو او د پوهې ځينې شرګردانو صحيح بخاري اورېدلی او ابوذر رحمه الله به خپلو زده کړيالو (طالبانو/شاګردانو) ته ويل چې له کريمې المروزې پرته له بل چا صحيح بخاري مه زده کوئ / اورئ.

مشهور شاګردان يې :

١ -إبراهيم بن محمد بن سليمان بن فتحون أبو إسحاق،

٢ -أحمد بن الحسين بن أبي الأخطل طليطلي أبو جعفر،

٣ -أحمد بن علي بن ثابت بن أحمد أبو بكر الخطيب الحا فظ،

٤ -أحمد بن محمد بن عبد الرحمن الأنصاري أبو العباس،

٥ -أحمد بن خليفة الخزاعي أبو العباس،

٦ -الحسين بن محمد بن علي بن الحسين الزينبي أبو طالب الملقب نـور الهـدى،

٧ -خلف بن إبراهيم بن خلف بن سعد المقرئ يعرف ب ابن الحـصار أبـو القاسـم،

٨ -سعد بن علي بن الحسين العجلي الأسد أبادي أبو منصور،

٩ -عبد الرحمن بن سهل بن عبد االله بن ثغري أبو محمد،

۱٠-عيسى بن محمد بن عبد االله بن عيسى بن مؤمل الزهري أبو الأصبغ،

۱١-علي بن الحسين بن عمر بن الفراء الموصلي ثم المصري أبو الحـسين،

۱٢-محمد أبي نصر فتوح بن عبد االله الأزدي الحميدي أبو عبد،

۱٣-محمد بركات بن هلال بن عبد الواحد السعيدي أبو عبد الله،

۱٤-محمد بن سابق الصقلي أبو بكر،

۱٥-محمد بن علي بن ميمون أبو الغنائم بن الزسي ،

١٦-محمد بن الحسن بن ملوك الهاشمي،

۱٧-مرشد بن يحيى بن القاسم بن علي المديني أبو صادق،

۱٨-علي بن إبراهيم بن العباس بن الحسن النسيب أبو القاسم ،

۱٩-عبد االله بن محمد بن اسماعيل بن صدقة أبو محمد المـصري،

۲٠-منصور بن محمد بن عبد الجبار بن أحمد التميمي السمعاني أبو المظفر،

۲١ -جماهر بن عبد الرحمن بن جماهر الحجري الطليطلي المالكي الفقيه أبو بكـر،

۲٢-الحسين بن علي بن الحسين الطبري أبو عبد االله،

۲٣-هاشم بن عبد العزيز المخرمي،

۲٤-يحيى بن أحمد بن كريم بن زكريا الغضائري الدربندي،

۲٥-ملكة بنت داود بن محم د الصوفية العالمة،

۲٦-عبد الملك بن أحمد بن محمد بن عبد الملك بن المعـافى القاضـي أبـو القاسـم القزويني،

۲٧-أحمد بن عثمان بن مكحول أبو العباس،

۲٨-محمد بن الحسين بن علي بن محمد بن محمود أبو يعلى الهمذاني السراج،

۲٩-إبراهيم بن مسلم بن أيوب الرازي أبو سعد،

۳٠-حمزة بن الحسين ويقال حمزة بن سعادة أبو يعلى السبتي ثم البغـدادي المقـرئ الصوفي،

۳۱-أحمد بن محمد بن عمر التميمي أبو القاسم بن ورد.

فاطمة بنت ابراهيم بن محمود بن جوهر

فاطمة بنت إبراهيم بن محمود بن جوهر الشيخة المعمرة المسندة العابدة، أم محمد البطائحية البعلية، والدة الشيخ إبراهيم بن القريشة، وقد تقدم ذكره في الأباره.

سمعت صحيح البخاري من ابن الزبيدي، وسمعت من العلامة الحصري صحيح مسلم.

وحدثت في أيام ابن عبد الدائم، وطال عمرها، وروت الصحيح مرات.

سمع منها شيخنا العلامة قاضي القضاة تقي الدين السبكي، وسراج الدين بن الكويك، وتقي الدين بن أبي الحسن، وابن شيخنا الذهبي، وعدد كثير.

وتوفيت -رحمها الله تعالى- سنة إحدى عشرة وسبع مئة.

ومولدها سنة خمس وعشرين وست مئة.

زما استاذ دکتور محمد اکرم ندوي د ((المحدثات)) ليکوال وايی چې هغې به په مسجد النبي (ص) کې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د قبر سر لوري دېوال ته به يې تکيه کړې وه، ځکه چې بوډۍ او کمزورې شوې وه او صحيح البخاري به يې د وخت عالمانو او قاضيانو تدريسوه. که نن څوک موږ يې د پښو خوا ته پرېږدي، نو څومره خوشاله يو؟

اُم سيّدة المروانيّة

ښاغلی ندوي وايي چې اُم سيّدة المروانية به د فلسطين په مسجد اقصی کې د صحيح البخاري تدريس کولو او د وخت عالمانو او قاضيانو به ترې زده کړه کوله او په صنف کې به ورته له ۳۹۶ کسانو څخه زيات کسان ناست ول. په المحدثات کې يې د هغوی نومونه راخېستي دي.

زه په ټينګه باور لرم که دغه نا سرخلاصي او سرتنبه چېرته اعلام سيرالنبلاء للذهبي لوستی وای، نو بيا پوهېده او دغسې بېځايه اپلتې به يې نه وې ويلی چې دا خپله د ده سرتنبه ګي او نا سرخلاصي او نګه چورلټه ناپوهي جوتوي چې اړتيا يې وضاحت ته نشته.

په ايوبي ومملوکي عصري دورو کې په علم حديث کې د بيت المقدس د ښځو رول

دور المرأة المقدسية في خدمة علوم الحديث في العصرين الأيوبي والمملوكي

وقد انصب اهتمام المقادسة على العلوم الدينية بعامة وعلوم الحديث بخاصة باعتبارها مطلبا مهما لحاجة المجتمع إليها في شحذ الهمم وتقوية فريضة الجهاد في النفوس لمقاومة الغزو ً الصليبي، وايمانًا من المرأة المقدسية بقيم مجتمعها وما ساده من اتجاهات فكرية أقبلت على العناية والاشتغال بعلوم الحديث، وكان أول ظهور لمحدثات مقدسيات في الصالحية بعد منتصف القرن السادس الهجري ومن أشهرهن في هذا القرن:

– المحدثة رقية بنت أحمد بن قدامة المقدسي، وقد ولدت سنة ۵۳۶ هـ ۱۱۴۱ م، وعاشت معظم عمرها في القرن السادس الهجري، وتوفيت عام ۶۲۱ هـ / ۱۲۲۴ م، وحدث عنها من العلماء الإمام علي بن أحمد بن عبد الواحد المقدسي (۱۷).

– المحدثة رابعة بنت أحمد بن محمد بن قدامة، محدثة ذات دين وصلاح ولدت تقريبا سنة ۵۴۴ هـ/۱۱۴۹ م، وقرأ عليها وحدث عنها الإمام علي بن أحمد بن عبد الواحد المقدسي وتوفيت سنة ۶۲۰ هـ / ۱۲۲۳ م (۱۸).

ألقى تحرير بيت المقدس على يد صلاح الدين الأيوبي سنة ۵۸۳  هـ / ۱۱۸۷ م مسؤولية كبيرة على عاتق علماء الإسلام من فقهاء ومؤرخين وغيرهم، ذلك أن عروبية بيت المقدس واسلاميتها أصبحت مسألة يعوزها التجذير بعد تسعين سنة من الاحتلال الصليبي الذي عمل على تقليص الوجود العربي الإسلامي في بيت المقدس واحتوائهما (۱۹).

وسعيًا من صلاح الدين لأسلمة المدينة المقدسة وتعريبها، فقد اهتم بتعميرها وتوفير الخدمات الأساسية فيها، وأسكن القبائل العربية فيها، وأخذت المؤسسات التعليمية في الظهور، فقد أنشأ صلاح الدين وورثته أكثر من خمس عشرة مؤسسة جديدة، أكثرها مؤسسات علمية تعليمية من مدارس وخانقاوات وزوايا. وبلغ عدد المدارس الأيوبية التي نعرفها في بيت المقدس سبع مدارس هي: المدرسة الصلاحية، والأفضلية، والنحوية، والميمونية، والبدرية والمعظمية، ومدرسة للشافعية لا نعرف اسمها تقع في حي الدباغة. وبلغ عدد الزوايا التي كانت تؤدي مهام تعليمية، ثلاث زوايا هي: الختنية والجراحية (أنشأهما صلاح الدين) والدركاه. وكان ضمن المؤسسات التعليمية كذلك البيمارستان والخانقاه اللذان أنشأهما صلاح الدين. وكان البيمارستان يعلم الطب، والخانقاه تعلم التصوف. كما كان هناك مكتب لتعليم الأطفال أنشأه صلاح الدين جوار المسجد الأقصى المبارك (۲۰).

ان تر دې چې د صلاح الدين ايوبي په وخت کې هلته د تعليمي بنسټونه او همداسې روغتون، خانقاه چې هغه جوړ کړي وو او په روغتون کې به د طب زده کړې کېدې او په خانقاه کې به د تصوف او همداسې د مسجد الأقصی مبارک په څنګ کې وړوکتون ((کودکستان)) هم وو، خو زموږ د ملا محمد عمر، ملا اختر محمد منصور، شيخ هبت الله ”تصوير“ او د ملا حسن اخوند او د حامد الحق د آی ايس آی چرګوړي بيا د نجونو زده کړې زغملی نه شي.

وعلى الجانب الآخر، كان صلاح الدين من بناة النهضة ً العلمية وحماة أربابها. ويصور العماد الأصفهاني جانبًا من الحياة الفكرية في بيت المقدس بعد تحريرها من الصليبيين، يقول : ” فما ترى إلا قارئًا باللسان الفصيح، و روايًا للکتاب الصحيح، في مسألة، ومتفحصًا عن مشكلة، وموردًا لحديث نبوي، وذاكرًا لحكم مذهبي ، وسائلاً عن لفظ لغوي، ومعنى نحوي أو مقرضا بقريض، أو معرضًا بتصريح أو مصرحًا بتعريض، بتغريب أو ناشدًا بنشيد، أو مسمعًا بتغريب وتغريد (۲۱).

وفي العصر المملوكي، نال بيت المقدس اهتمامًا كبيرًا، فقد سار المماليك على نهج الأيوبيين في تشجيع العلم، والعناية بالمدينة المقدسة، فاستمر بيت المقدس – كما كان- مركزًا علميًّا مرموقًا، وليس أدل على ذلك أنه كان قبلة العلماء وطلاب العلم، بل إن من ثمار انتعاش الحياة العلمية في مدينة بيت المقدس ظهور عدد كبير من المؤلفات، والرسائل التي ارتبط ظهورها بيت المقدس (۲۲).

وكان للازدهار الاقتصادي وشيوع الأمن والاستقرار في دولة المماليك أكبر الأثر في تطور الحركة العلمية، وشهد هذا العصر حركة نشطة في تأسيس المدارس، وقد تسابق في تأسيسها السلاطين، والأمراء، والأثرياء. وبلغ عدد المدارس التي بنيت زمن المماليك في بيت المقدس وحدها زهاء خمسين مدرسة (۲۳)، وساهمت النساء الثريات في إقامة المؤسسات العلمية في المدينة في الفترة المملوكية، فأقمن في بيت المقدس وحدها ست مدارس هي:

– المدرسة الملكية: عمرها الحاج ملك الجوكندار عام ۷۴۱ هـ / ۱۳۴۰ م فوق الرواق الشمالي بالمسجد الأقصى، وأما الوقف عليها فإنه من زوجته ملك بنت السيفي قلطلقم الناصري وتاريخ وقفها ۷۴۵ هـ / ۱۳۴۴ م، والظاهر أن زوجها عمرها لها من مالها واالله أعلم (۲۴).

– المدرسة الخاتونية: تقع بباب الحديد، واقفتها أغل خاتون بنت شمس الدين محمد بن سيف الدين القازانية البغدادية، وتاريخ وقفها ۷۵۵ هـ/ ۱۳۵۷ م، ثم أكملت عمارة المدرسة المرحومة أصفهان شاه بنت الأمير قازان شاه وتاريخ وقفها ۷۸۲ هـ / ۱۳۸۰م (۲۵).

– رباط المارديني: يقع بباب حطة مقابل المدرسة الكاملية، وهي بجوار التربة الأوحدية، وقف منسوب لامرأتين من عتقاء الملك الصالح صاحب ماردين. تاريخ الوقف ۷۶۳ هـ / ۱۳۶۱ م (۲۶).

– المدرسة البارودية: تقع بباب الناظر بقرب التشتمرية، واقفتها الست الحاجة سفري خاتون ابنة شرف الدين أبي بكر بن محمود المعروف والدها بالبارودي، تاريخ الوقف ۷۶۸ هـ/ م ۱۳۶۶ م (۲۷).

 – المدرسة الغادرية: تقع بداخل المسجد واقفها الأمير ناصر الدين محمد بن دلغادر بعد أن عمرتها زوجته مصر خاتون، وبنائها في سلطنة الأشرف برسباي سنة ۸۳۶ هـ/ م۱۴۳۲ م (۲۸).

. – المدرسة العثمانية: بنتها سيدة بباب المتوضأ، واقفتها امرأة من أكابر الروم اسمها أصفهان شاه خاتون، بنيت سنة م۸۴۰ هـ / ۱۴۳۶ م (۲۹).

واستقطبت هذه المعاهد مئات العلماء، وأورد الحنبلي في ً الأنس الجليل سيرًا مختصرةً لنحو (۴۴۰) عالمًا وخطيبًا وقاضيًا ومؤلفًا، ممن عاشوا وعلموا في بيت المقدس منذ الفتح الصلاحي ۵۸۳ هـ / ۱۱۸۷ م وحتى سنة ۹۰۰ هـ/ ۱۴۹۱ م.

اسمها ونشأتها

هي أم الكرام كريمة بنت أحمد بن محمد بن حاتم المروزية،[2] عاشتlz مئة سنة وماتت بكراً، أطلق عليها المؤرخون لقب «أم الكرام» لدورها الكبير في خدمة الإسلام وعلومه، جاورت المسجد الحرام في مكة، ورحلت في طلب العلم مع والدها، وعاشت حياتها تحفظ وتروي وتتعلم وتُعلم، وتتلمذ على يدها كبار الفقهاء في عصرها، ووصفت بأنها كانت محدثة فاضلة ذات فهم ونباهة، وإليها انتهى علو الإسناد لصحيح البخاري، حيث اشتُهرت برواية صحيح البخاري وإسماعه، فارتبط اسمها باسم صحيح البخاري، فلا يكاد أحد يترجم لها إلا أشار إلى ذلك.

قال عنها الذهبي: ((الشيخة، العالمة، الفاضلة، المسندة، أم الكرام كريمة بنت أحمد بن محمد بن حاتم المروزية المجاورة بحرم الله…. وكانت إذا روت قابلت بأصلها، ولها فهم ومعرفة مع الخير والتعبد. روت “الصحيح” مرات كثيرة: مرة بقراءة أبي بكر الخطيب في أيام الموسم، وماتت بكرا لم تتزوج أبدا.))

وقال أبو بكر بن منصور السمعاني: سمعت الوالد يذكر كريمة، ويقول: وهل رأى إنسان مثل كريمة؟.

قال أبو بكر: وسمعت بنت أخي كريمة تقول: لم تتزوج كريمة قط، وكان أبوها من كشميهن وأمها من أولاد السياري وخرج بها أبوها إلى بيت المقدس، وعاد بها إلى مكة، وكانت قد بلغت المائة.

كريمة المروزية – ويكيبيديا (wikipedia.org)

په نړيواله کچه تر ټولو مؤثقه او معتبره نسخه النسخة اليونينية ده چې کريمة المروزية ليکلې ده او تر ننه يوه نسخه هم د هغې کره والي ته نه شي رسېدای. موږ لا تر اوسه په ښځو کې مدلسه نه ده موندلی، نو دی سرتنبه او نا سرخلاصی ولې له زده کړې او له ليک لوست سره دغسې کرکه او نفرت ښکاره کوي؟

Knowledge & Life of the women

Duwa of Ibrahim peace be upon him

Oh, Allah send someone from my descents as a teacher and Allah sent the prophet Muhammad peace be upon him as a teacher to this Ummah.

In the religion authority comes by the knowledge and the piety.

الحاجة شيخة باحية بنت هاشم القتيبية مکناس، المغرب

The Passing of Shaykha Bahiyyah, the Hidden Pearl of Morocco

JULY 13, 2016

شيخ محمد دانيل او شيخ دکتور ابوزيد د مغرب /مراکش پټه ملغلره بللې.

موږ له خپل استاذ شيخ محمد اکرم ندوي سره چې د ۲۰۱۶ ز کال په اپريل – مئ کې هلته تللي وو، نو له ارواښادې شيخة باحية سره مو ليدنه وشوه چې دلته په دې لينک کې يې کتلی شئ :

Sage Advice from Shaykha Bahia al-Qutbiyyah with Dr M Akram Nadwi (English subtitles)

https://www.facebook.com/ShaykhMohammadAkramNadwi/posts/shaykha-bahia-al-qutubia-of-meknes-allah-have-mercy-upon-her-accompanied-by-shay/2164292756943917/

شيخ محمداکرم ندوي پخپل کتاب المحدثات د بيوګراپي کې د هغې يادونه هم کړې ده.

University Education Under Islam

د نا سرخلاصي طالب چارواکي بېځايه څرګندونې او اپلتې

وعليکم السلام ورحمة الله تعالی وبرکاته ومغفرتهم،

مولانا ثاني صاحب محترم جوړ ياست، په خير ياست، صحت مو شه دی؟

الله پاک مو وبښه، الله پاک دې درڅخه راضي شي.

مولوي صاحب محترمه د افغانستان د اسلامي امارت او د دنيا والو او د نورو څو سر ناخلاصه په نامه ملايانو جنجال دا پر دې باندې نه دی چې وبعضې (ځينو) محدودو ښځو ډاکټرانو ته ضرورت نشته او يا دا چې بايد دوی ډاکټرانې جوړې نه شي. په دې باندې هر څوک (هر سړی) پوهيږي چې يوه اندازه ښځو / ښځينه ډاکټرانو ته ضرورت (اړتيا) شته. په بعضې تالاشيو کې ورته ضرورت شته. مثلاً ښځه د ښځې/ښځو تالاشي کوي او په ځينو (بعضې) خاصو مواردو کې چې ښځې کورو ته ورځي هلته ورته ته ضرورت شته.

په دې کې خبره نه ده.. خبره دغه ده چې دنياوال د ټول افغانستان نيم نفوس يادوي او وايی چې تاسې د نيم نفوس حقوق مو تر پښو لاندې کړي دي. ټولې ښځې راوباسي، ټول ښځې يې چې ښوونځيو (مکتبو) راويستلې ومکتبو ته  دا ټولې نه ډاکټرانې کيږي. دوی دا ټولې سپين سترګې کېدل غواړي. په دې ميليونو ښځو کې که دوی په ميليونو ښځې کوڅو ته راوباسي، نو په لکهاو لکهاو ښځې به دغسې بې ډاکټرۍ خپلو کورو ته ولاړې شي. په لکهاو نيمې به څه شی زده کړي او يا زده نه کړي. په لکهاو به پکې سپين سترګې شي. په لکهاو به انګرېزي زده کړي او په لکهاو به کمپيوټرونه زده کړي او په لکهاو به دا معاشره مرداره کړي. دا کوڅې او دا ښارونه به مردار شي. په والله که به مې په ټول عمر کې دې ځينو ملايانو ته ورته له زړه نه ووځي. په والله که عفوه ورته وکړم او نه دې الله پاک دوی ته عفوه کوي چې دوی هغه فتنه چې مبارک عليه السلام وايی : ((ما ترکت بعدي فتنة هی اضرّ علی الرجال من النساء او کما قال رسول الله صلی الله عليه وصحبه وسلم)).

ما تركتُ بعدي فتنةً أَضَرَّ على الرجالِ من النساءِ

حديث أسامة بن زيد -رضي الله تعالى عنهما- عن النبي قالما تركت بعدي فتنةً هي اضرُّ على الرجال من النساء[1]، متفق عليه.

https://hadithprophet.com/hadith-35659.html

له ما وروسته زما د امت لپاره له ښځو پرته تر ټولو سخته (اشده) يا بله غټه فتنه پاتې شوې نه ده. دوی هغه فتنه راوباسي او د کفارو ډول ورسره وهي. د دوی د حق سترګې پټې دي. دوی د خپلې خوښې (خپل خواهش) او د خپل دماغ ژوند کوي. د دنيآ کافران هم د ټولو ښځو نارې وهي او دغه سر ناخلاصه ملايان چې د حق پرده يې له سترګو څخه لېرې ده او د باطل پرده پرې ده دوی هم همدا نارې وهي. ټوله معاشره په ښځو باندې مرداروي، نو کله دنياوال او کله افغانان دا وايي چې يو څو تنې (نفره/کسه) دې ډاکټرې شي. هغوی هر يو دا وايي چې زما لور دې راووځي. زما لور بايد تعليم وکړي او زما لور ليکواله (خطنويسه) وي. زما لور بايد يو څه زده کړي. زما لور بايد دباندې خواري وکړي. زما لور بايد ځانته روپۍ وګتي. زما لور بايد ازاده وي او زما لور بايد تعليم ولري. زما بايد يوځای وځليږي. زما لور بايد دباندې راووځي. زما لور بايد په پارلمان کې کښېني. زما لور بايد په بانک کې کار وکړي او زما لور بايد په مؤسسه کې داخله شي او زما لور بايد ازاده اموخته شي. زما لور بايد روڼ آندې اموخته شي.

دا ټول فسادونه موږ ته له مکتبونو راپېښ دي.زموږ اسلام ته چې لويه ضربه رسولې ده هغه مکتب دی چې په دې هر سرتنبه او هر بادي الرأی نه پوهيږي (عالم سر نه خلاصيږي). قسم پر خدای که به بل شی وي. دا سرتنبه ملايان دي. الله تعالی به دوی ټول د قيامت پر ورځ وشرموي.

ما ته باطل باطل دلايل رامخته کوي. دغه دلايل اتلس کاله مخکې له ما سره اميانو او جاهلانو به ويل او ويل به يې چې تر ((نر ډاکټر ته ښځه ورولې او که ښځې ته يې ورولې؟))، نو ما ورته وويل چې ((يه)) نر ډاکټر ته يې ورولم، نو دا ستا غيرت مني؟

نو ما ورته وويل چې ته چې نر ډاکټر ته ښځه بندوې، نو ستا خور و لور چې لس کاله ورکه وي او ترې پرې خبر نه يې چې چا بوتله؟ چا وتښتوله؟  او چا ناروا او زنا ورسره وکړله؟ نو له دې خوا يې دا ستوني ورسره ورغولې چې لس کاله زنا ورسره کيږي په والله که به يې څوک درک معلوم کړي چې دا زنا ورسره شوې ده او که نه ده شوې؟ ستنې ورلګوي او ګولۍ پرې خوري.

دغه يونيورسيټيانې دي، دا مکتبونه دي او دا سکولونه دي چې قسم په خدای په دا ليليو دغو کې دا بوغۍ (پوکڼۍ) نه دي، دا نران چې په دغو (تناسلي آلو) اغوندي، زناګانې يې ورسره کړې وي چې په کمودو کې دا بوغۍ (پوکڼۍ) رالوېدلې وي. دا د وخت مړ سترګي انسانان په دې نه پوهيږي. نه په دې کې چُرت وهي او نه په دې کې اور اخلي. په دغسې مرداره معاشره کې رالوی شوي وي. دا علم يې د ژبې پر سر باندې وي او دا علم يې قسم پر خدای که زړه ته لوېدلی وي. بس هېڅ (يوازې) له خپل دماغ مطابق غږيږي. دوی پر دې نه پوهيږي چې دوی کوم فسادات پېښيږي؟

زموږ په مقابل کې د اسلام په مقابل کې چې څه انسانان درېدلي دي. د کفارو غلامي يې کړې ده او دوی ټول له مکتبو څځه راوتلي دي. دغه زموږ د مذهب کتابونه چې تر شا يې غورځولي‌دي او دغه باطل قاضيان چې په قضاوتو (محکمو) کې ناست ول. د دغو ملايانو دې په ذات د خدای قسم وي چې دغه ښځه خو څه کوې چې دا نر قاضيان چې زموږ په مقابل کې ولاړ ول او زموږ د مذهب کتابونه يې تر شا پرېښي وو، دوی څه شی کتلو؟

دوی چې په دغو قضاوتونو (محکمو) کې ناست ول. دوی په ردالمختار، فتح القدير او په نورو باندې فيصلې کولې؟ زموږ د دين، زموږ د شريعت او زموږ د ټول بنياد او د ټول بنسټ او د ټول قرآن دښمن که نارينه وي که ښځينه دغه مکتب دی، نو اوس ته څوک پوه کوې او چا ته څه وايی؟

موږ دغه دی لګيا يو دغومره يو ترتيب ورته برابروو چې هغه څوک پوهنتون ته ځي يا نران (نارينه) مکتبو ته ځي دغومره اجازه مو ورکړې ده چې اسلامي قانون مو ورته جوړ کړی دی. اسلامي شريعت مو ورته نافذ کړی دی، خو داسې نه شو کولی چې له يوه مخه (له يوې څلمې) به يې راباسې . داسې نه شو کولی چې ټولې نجونې به له يوې مخې راته راوځي، معاشرې او ښارونه به راته مرداره وي او خلک به يې سيلونه کوي. قسم په خدای دغه څومره تاوان چې يوه ښځه يې يوې معاشرې ته رسوي په دنيا کې يې هېڅ بل شی وررسوي لکه هومره چې يوه ښځه يې وررسوي، نو خلک په دې باندې نه پوهيږي. نه د نارينه ډاکټر خبره ده او نه د ښځينه ډاکټرې خبره ده او نه موږ داسې وچ کلک او جامد انسانان يو چې په دې باندې نه پوهيږو، خو دا څوک نه مني. وايی چې ته څوک څنګه دغه کوې؟

څو کسانې به ته ډاکترانې کوي؟ کومه يوه به ته ډاکټره کوې؟

د هغې بلې خو هم حق دی چې ډاکټره شي. د هغې بلې خو هم حق دی. د دې شيطانانو خو د خولې ځوابونه څوک ورکولی شي؟

د دوی خولې تړلی کيږي؟

وايی چې ته په پلاني ځای پينځه تنه ډاکټرانې جوړوې په هغه بل پلاني ځای کې د هغې بلې هم زړه غواړي چې ما هم ډاکټره کړه.

مشوره :

د يو مسلمان وافغان په توګه زما مشوره دغه نا سر خلاصي او سرزوري طالب چارواکي ته دا ده چې د ده اګاهانه او نااګاهانه ناپوهي او يا ځان نه پوهونه د نورو لپاره هيڅ شرعي دک ودليل او يا لاسوند کېدای نه شي. دا چې دی نه پوهيږي، نو د خپلې ناپوهۍ او سرتنبه ګۍ پړه دې پر نورو نه اچوي او نه دې خپله اګاهانه او نااګاهانه ناپوهي پر نورو ورتپي چې دا منصفانه نه ده. ساده توب يې همدا دی چې د نجونو او ښځو پر وړاندې د خپلې رخې ((عُقدې)) هغه هم د نر سالارۍ د واکمنۍ لپاره له حديث ګټه پورته کوي، خو دېته يې هډو هيڅ خيال بيا نشته او د الله تعالی حکم بيا شاته اچوي چې ((فسألوا اهل الذکر ان کنتم لاتعلمون))، نو زما مشوره ورته دا ده چې يو څوک د الله تعالی صريح حکم باندې ځان ناګاروي او د خپلې نر سالارۍ واکمنۍ ساتنې او هم د نورو د ګټو ساتنې لپاره له مذهبه ګټه پورته کوي، نو ايا ښه به ورته دا نه وي چې يو ځلې د الله تعالی د دې حکم پر وړاندې هم سوچ وکړي چې ما ورته اشاره وکړه چې هغه ځان پوهونه ده. زه پوره باور لرم چې د يو مسلمان په توګه به بيا داسې اپلتې هېڅکله ونه وايی او نه به له نجونو او ښځو له زده کړو سره رخه ((عُقده)) وپالي. دا ځکه چې دين نصيحت  دی. که زه د ده پرځای وای، نو ما به خپله انرژي پر خپل ديني پوهاوي او عصري (ساينسي زده کړو) باندې لګولی وای نه له زده کړو سره په دښمنۍ باندې.

Darul Uloom Deoband Ka Nisabe Taleem Keya Qabile Tanqeed Hai-m.salman husaini

Inqlabi Nizam E Taleem Ki Zarurat | Maulana Salman Husaini Nadwi

https://www.youtube.com/watch?v=gE_zkcK6CQY

په درنښت

سيد حسين پاچا

ملا هبت الله اخر هم راڅرګند شو

https://www.youtube.com/watch?v=SZG0P1__wBU

تاليبانو مکتب ويل کفر اعلان کړ که د انجونو وي که د هلکانو وي واي هيڅ ضرورت نشته خبرې يې واورئ

https://www.youtube.com/watch?v=ej4CgT4cUO0

شيخ حنفي نه يې بڼکې وويستلې د دې نر عالم وينا مخکې شير کړئ چې تر حنفي پورې ورسيږي

https://www.youtube.com/watch?v=jKhTtuMF4o8

د کابل والي د نجونو تعليم په هکله زبردست اعلان وکړ، زړونه يي وګټل، د شيخ خالد حنفي پوهه يي صفر کړه

https://www.youtube.com/watch?v=GjmMAiwmhcg

د پاکستان منافقانه پلان او د ډاکتر نجيب زبردسته کارنامه پاکستان څنګه د افغانستان نوم له نقشې ورکاوه؟

https://www.youtube.com/watch?v=HCpxLN0VEDE&t=1s

Maulana Muhammad Khan Sherani part 5 مولانا محمد خان شیرانی

https://www.youtube.com/watch?v=8m7TkwAncBU&t=229s

دفاع وزارت کې د ISI مهم کسان څنګه ګومارل شوي؟ کابل کې چـ.اودنې څوک کوي؟ ويډيو شيخ هيبت الله نه ورسوی

https://www.youtube.com/watch?v=oBmE6yQDiX8&t=501s

تاوده بحثونه

https://www.youtube.com/watch?v=mrMjPU8eHEc

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.