منم چې فقیر او بې وزله ملت یو

ویساء ساپی

353
منم چې فقیر او بې وزله ملت یو
منم چې مجبور او لاچاره ملت یو
منم چې په غمونوکې ډوب او یوبل ته ملامت ملت یو.
اما په یاد ولری باوجود ددې ټولو نیمګړتیاو مونږ زړور،باغیوره او باغیرته ملت یو ځکه چې مونږ هر یرغلګر او ظالم په ګوڼډو کړی او هغوی چې په ټوله نړی دحکومت او امپراتوری خوبونه لیدل دلته مو ورته ککری خاوری کړی.
مونږ دنړی قدرتونه چې ځیني هیوادونه یې نوم نه شي اخستی خو دلته مات کړی او خپل غیرت مو ورته په ګوته کړی.
مونږ ورته عبرتناکې ماتۍ ورکړی او دامو ثابته کړی چې دغلیمانو لپاره یو ملت او یو قوت یو.
خو پدې هم اعتراف کوو چې زمونږ هر دریم کس نن سبا خیرات ته ناست او د  ژوند مخته وړلو لپاره له زرګونو کړاونو تیریږی.
هرکور مو شهید لری او هر کور مو دکونډو دکړیکو شاهد دی.
هرکور مو یتیم لری او دهرکوره دباباجان دنشتون ارمانونه راوځي.
مونږ دهرکور پوره وړی یو او دهریتیم قرضدار.
انقلابونو ترټولو لوی درس دا راکړه چې مونږ نړیوال قدرتونه مات کړل خو ځان مو جوړ نکړه او یو متحد ملت نه شوو.
درنښت
ویساء ساپی

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.