سید حسن پاچا بې ځایه خبرې کوي

  دوکتور م ، عثمان تره کی 

805

۹۰/۱۰/۲۰۲۲

سید حسن پاچا بې ځایه خبرې کوي!

 

افغانان په حق د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د مداخلاتو  نه بدې خاطرې لري. خو د پاکستان په اړه د محترم سید حسن پاچا حساسیت په یوه لاعلاجه خطرناکه رواني عقده بدل شوې چې د واقعیتونو په کشف  کې ستونزه جوړولي شي. محترم سید حسن  پاچا د طالبانو اوسني واکمني د پاکستان لاسپوسې او بې صلاحیته ګني. د یو قاطع او عمومي حکم په بنسټ باندې طالبان د پنجاب مزدوران حسابوي.  چاته اجازه نه ورکوي چې د طالب حکومت سره په سیاسي تعامل کې ورګډ شي او هغوي ته وړاندیزونه وکړي. سید حسن پاچا  د سرچوک بد معاشانو غوندې تره کي ته چې ولې د مکتب او مدرسه تر منځ د واتن د کمیدو په برخه کې وړوکې ګام پورته کړ، بد او رد وايي او د اخلاق ضوابطو نه لرې  الفاظ کاروي.

د طالبانو د تحریک په منځ کې د بهرنیانو ( د هغې جملې نه د پاکستان ) د نفوذي کسانو په شته والې کې هیڅ شک نشته.  خو د ګوتو په شمیر د استخباراتي کسانو په موجودیت تول طالب چارواکي او برحال نظام محکومول او د افغانستان په سیاسي ستیچ کې د هغې د حاکمانه حضور  څخه سترګې پټول، د هغو کسانو کار دي چې غرض لري او د فکري اغتشاش په چاپیریال کې واقعیتونه پټوي.

کله چې حسن پاچا د فکري استبداد په نشه کې حکم صادروي چې طالبان ګرده د پنجاب لشکر دي، نو د اوسني اختلاف  په برخه کې چې طالب چارواکو له پاکستانیانو سره  د اغزن تار او پاکستاني ډرون الوتکو تیریو  په برخه کې لري، څه حکم صادروي؟ پاچا صاحب په پکتیا کې د پاکستاني الوتکو د بمباریو په اړه څه وايي؟ حسن پاچا په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزات په څرګندونو کې چې په کې طالبان په سیمه کې د تروریزم د صدور په مرجع معرفي شوې وو څه نظر لري ؟

 محترم سید حسن پاچا په تره کی باندی د دې په خاطر چې طالب مشرانو ته د خیر او مصلحت  په انګیزه باندې وړاندیزونه کوي، د ادب د چوکات نه لرې لفظونه استعمالوي. خو دي پخپله په لیکنه کې طالب مخاطبوي او ورته د یو آماتور مفتي او شیخ په دریز نصیحتونه کوي . 

تره کي ته په استثنايي توګه د مشر ملا هبت الله سره د ملاقات زمینه برابره شوه. سره له دې  چې مشر ملأ د محترم سید حسن پاچا په غلط تعبیر او قاصر اند د پنجاب په سلسله مراتب اداري کې بې صلاحیته وي، خو بايد د موقع نه  د بیړنیو وړاندیزونو د وړاندې کولو څخه ګته پورته شوې واي. موږ  د دغه واقعیت  په پوهاوي سره چې طالب خپلواک دریز لري، دغه کار په ښه انداز تر سره کړ. دا احتمال شته د ښوونې او روزنې د نوې وزیر ټاکل زموږ د هغه وړاندیز پایله وي چې د انجونو د مکتبونو په اړه مو مطرح کړ. زموږ د وړاندیز وړتیا او د طالب د ادارې صلاحیت او خپلواکي  یوازې هغه کسان انکار کولي شي چې  واقعیتونو ته د غرض او جهالت د دریز څخه کتنه کوي او  ویده وجدان لري.

« پاي»

یادونه : راته محترم سید حسن پاچا داسې اړخ نه مالومیږي چې ورسره مناقشې ته دوام ورکړم. دلته د جر اوبحث پاي اعلاموم.

فرانسه

۰۹/۱۰/۲۰۲۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.