افغانستان د رواني روغتیا په برخه کې د یوه ناورین پر ژۍ ولاړ دی

1,132

د رواني روغتیا نړیواله ورځ؛ “افغانستان د رواني روغتیا په برخه کې د یوه ناورین پر ژۍ ولاړ دی”

نورګل شفق او عبیدالله حسام

بي بي سي

د ماشومانو ژغورنې سازمان یا سېف د چېلډرن وايي، افغانستان د رواني روغتیا په برخه کې د یوه ناورین پر ژۍ ولاړ دی.

دغه بنسټ ویلي، اقتصادي کړکېچ او د لسیزو جګړې د افغان ماشومانو پر روان خطرناک اغېز کړی دی او په وینا یې، ګڼ ماشومان په شپو شپو وږي وېده کېږي، خپلې کورنۍ ته د ګټې وټې کولو لپاره ښوونځي پرېږدي، روغتیايي اسانتیاو ته د نه لاسرسي له کبله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي او راتلونکي ته یې ډېره لږه تمه ده.

دغه سازمان نن دوشنبه (د اکتوبر لسمه) د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل تازه رپوټ کې همدا راز ویلي، په افغانستان کې رواني درملنې ته لاس رسی کم دی او پرې اخته هرو څلورو وړو او لویانو کې یې یوازې یو درملنه ترلاسه کولای شي چې ډېری یې ښايي په بشپړ ډول روغ هم نه شي او پر دوی د رواني ناروغۍ اغېزې تر اوږده مهاله پاتې شي.

د سېف د چېلډرن اټکل له مخې، په ټول افغانستان کې شاوخوا څلورنیم میلیونه ماشومان او لویان رواني‌ درملنې ته اړتیا لري خو سږ کال یوازې څه باندې یو میلیون او ۳۰۰ زره کسانو درملنه ترلاسه کړې ده.

د سېف د چېلډرن موندنې ښيي چې په هرو څلورو نجونو کې یې یوې کې د ژور خپګان او تشویش نښې موندل شوې او له هرو درو یې دوو ماشومانو ورته ویلي چې بې سېکه شوي، ډارېږي او تر پخوا ډېر خپه او غصه کېږي.

“هڅه کوو هېڅ کس د فقر، شرم او جغرافیايي محدویت له کبله له درملنې پاتې نه شي”

روغتیا

د عکس سرچینه،MOPH

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت هم د دې ورځې د نمانځنې پر مهال ویلي چې د افغانستان نیمايي وګړي د بېلا بېلو لاملونو له کبله له مختلفو رواني فشارونو سره مخ دي او په خبره یې، رواني درملنې ته یې پام ډېر کړی دی.

د دغه وزارت مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي ویلي، په تېر ۲۰۲۱ کې تر دوه میلیون ډېرو کسانو په دغه هېواد کې رواني درملنه ترلاسه کړې ده.

ښاغلي غیاثي همدا راز ویلي، دوی ژمن دي‌ چې اړو کسانو ته روغتیايي خدمتونه ورسوي او په وینا یې هڅه کوي هېڅ کس د فقر، ننګ یا شرم، جغرافیايي محدودیتونو او یا د نورو عواملو له کبله له درمنې پاتې شي.

دغه وزارت د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې په دې برخه کې دې خپل خدمتونه او مرستې ډېرې کړي.

تر دې مخکې د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي وو چې په افغانستان کې پر رواني ستونزو د اخته کسانو شمېر په کم ساري ډول په زیاتېدو دی.

په کندهار، هلمند او هرات کې د دغه سازمان او په کابل کې د رواني روغتیا شفاخانې د شمېرو له مخې ویل شوي وو چې د رواني درملنې مراجعان زیات شوي دي.

د کندهار یوه روغتون ته تېر 2021 کال کې شاوخوا 2800 کسانو د رواني ستونزو له امله مراجعه کړې وه، خو د روان کال په اته میاشتو کې د مراجعینو شمېر څه باندې څلورو زرو ته رسېدلی چې ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د زیاتېدو لامل یې بیکاري، اقتصادي ستونزې، له زدکړو محرومېدل او له حالاتو وېره بلل شوې.

“ډېری مراجعین مو ښځې او د پخواني حکومت امنیتي کارکوونکي دي”

عظيمي

د عکس سرچینه،SHARAFUDDIN AZIMI

اضطراب، وېره او بې باوري، نا هیلي، د وزن چټک بدلون، د خوړو بدلون، د خوب کموالی او ډېرې اندېښنې د ذهني ستونزو اصلي نښې بلل کیږي، چې د ذهني فشار او په اوږدمهاله حالت کې ځان ته د ضرر رسولو او ان په سخت حالت کې د ځان وژنې فکرونو پیدا کېدو لامل ګرځي.

د روان درملنې د یوه خصوصي مرکز مسول او د ارواپوه شرف الدین عظيمي وايي، د ده مرکز ته تر اويا سلنې ډېر مراجعین ښځې او نجونې دي، چې ډېرو یې خپلې دندې او عايد يې له لاسه ورکړی. په دویمه کچه د پخواني حکومت د امنیتي ادارو کار کوونکي دي.

په کابل کې د رواني صحت روغتون، چې د رواني ناروغیو د درملنې ترټولو لوی مرکز دی. سرطبیب یې ډاکټر خواجه قدرت الله صدیقي بي بي سي ته وویل، په وروستیو کې دې روغتون ته د ښځینه مراجعینو شمېر زیات شوی او ځوانان په تېره بیا نجونې په سترس د اخته کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

ښاغلی صدیقي وايي، “پخوانۍ شمېرې چې موږ لرو، په نارینه وو کې د سایکو او ښځو کې د ډيپریشن نښې ډېرې وې، خو اوس چې موږ ګورو په عمومي ډول په مساوي توګه یعنې پنځوس پنځوس سلنه مخکې روان دي، د نارینه وو پرتله د ښځو رنځ ډېر دی، په ځانګړې توګه تاسې فکر وکړئ څه باندې یو میلیون له اووم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې زده کوونک دا ټولې د ځوانۍ د بشپړولو په حالت کې دي، دا تر لوړ عمره کسانو ډېرې له ګواښ سره مخامخې دي.”

وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې د هېواد ۴۸ سلنه وګړي د ژور خپګان په ګډون په رواني ناروغیو اخته دي او د دوی له ډلې د ۲۶ سلنه کسانو ستونزې تر نورو جدي دي چې ورځنی ژوند یې ورته اغېزمن کړی دی.

د طالبانو د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې یوازې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په دغه وزارت کې اته سوه زره رواني ناروغان ثبت شوي دي.

د چارواکو په وینا، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تېر کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله په رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر څو برابره زیات شوی دی.

د چارواکو په وینا، له 2021 راهیسې، نږدې 200 متخصصین د رواني درملنې مشورې په برخه کې روزل شوي او په مختلفو روغتونونو کې مراجعینو ته رواني مشورې ورکوي.

ډاکټران او ارواپوهان ټینګار کوي چې د فشار او رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر تر هغه څه ډېر دی چې په روغتونونو کې ثبتیږي، ځکه د دوی په وینا ډېری خلک دا کار د شرم خبره ګڼي او د ځینو ټولنیزو او کلتوري مسائلو له امله د درملنې لپاره ډاکټرانو یا د رواني درملنې مرکزونو ته مراجعه نه کوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.