شمشتۍ او ګربت

ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی

1,934

شمشتۍ (سنګ پشت) او ګربت (عقاب)

ټولې شمشتی داسې هوښيارې نه دي، لکه هغه شمشتۍ، کوم چې د سوی څخه يې مسابقه وګټله. دا يوه بله شمشتۍ وه چې ډېره مايوسه او ورو ورو په سختۍ روانه وه، کله نا کله به يې پورته مرغانو ته کتل. لاره ډبرينه وه، او نه يې شو کولای چې ډېر وړاندې وګوري، اسوېلی يې وکړ او د ځان سره يې وويل: « څنګه به ښه وای، چې زه يوه مرغۍ وای او په شين اسمان مې الوتنې کولای.»

د لارې په سر پر يوې غټې ډبرې يو ګربت ناست وو او د کانفرانس ورځپاڼه يې لوستله. شمشتۍ راغله او ورته يې وويل : « اخ، ښکلی ګربته! ته کولای نه شې چې ماته الوتنې رازده کړې؟»

ګربت ورځپاڼه د مخ نه لرې کړه او ويې ويل : « چټياټ مه وايه، شمشتۍ الوتلی نه شي، که نه نو تاسې به شمشتۍ نه وای.»

شمشتۍ وويل : « زه به خپل کوښښ مې وکړمه.»

ګربت په قهر وويل : « غواړې چې دا لنډې پښې دې په هوا کې وشټوی؟ ځان مه شرموه.»

خو شمشتۍ ډېره ناراضه شوه او د زور او فشار نه يې کار واخست، خوله يې خلاصه کړه او په رمباړو يې پېل وکړ، هغه وو چې بل اخره ګربټ ورځپاڼه کښېښوده او ويې منله.  ګربت شمشتۍ په خپلو پنجو کې ونيوله او پورته والوت. کله چې ګربت د يوې درې يا نالې سر ته ورسېد، نو بيا شمشتۍ ته يې وويل : « اوس نو ته چې د مرغانو په شان کېدل غواړې، نو اوس دا لنډې پښې دې لکه مرغانو په شان وښوروه.»

هغه وو چې ګربت شمشتۍ يې ايله کړه. شمشتۍ د وېرې خپلې لنډې پښې دې خوا او هغه خووا وهلې، خو هيڅ کومه ګټه يې ونه کړه. چړق شو چې پر ځمکه ولوېده او نور خوځېدلې نه شوه.

ګربت وويل : « همداسې نور هم؟.»

پوهان وايې:

« هغه چاته غوږ شی، کوم چې هغوی ښه پوهيږي،

که نه نو ته به ناپوه پاتې شي  او تا نه به هيڅ جوړ نه شي.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.