هنري هستونه او سمبوليزم

محمد اکبر کارګر

438

هنر ،راز ،رمز او سمبول سره ډېر تړلي اواخښلي مفاهيم دي . ټول دانسان دذهن ،احساس او عاطفي پيداوار دى . په همدې اساس کله چې د هنر اويا خلاقه ادبياتو شعر او داستان په باب خبري کوو، اويا دلويو شاهکارونو مسايل را پورته کوو ، نو په يو ډول دډولونو له سمبول اورمز سره مخامخ کيږو . دا ځکه چې سمبول که له يوې خوا لوستونکي اويا ليدونکي په فکر کې اچوي نو دهغه دښايست خوښوني اولذت دونيا هم رنگينه کوي دانسان خيال او تخيل ته هم لاره پيدا کوي . سمبول په طبيعي توگه په هنرونو کې له ښايست او ښکلا سره اړه لري .
دادموند برک خبره ده چې وايي دانسان ذهن يو ډول خلاق قدرت لري چې هغه خپله دانسان پوري اړه لري. دا خلاقه اوهستونکي قدرت په دوه برخو کې را برسيره کيږي ،يو دشيانو اوپديدو د ذهني انځورونو او بيا څرگندونوسره د ليوالتيا په بڼه چې دحواسو له لاري پرې پوهاوي پيدا کيږي، او په بل عبارت دځانگړي او جلا نظام له مخې په يو نوي سبک اوميتود سره د دغه انځورونو يو ځاى کول او ترکيب دى چې همدا خلاق قدرت دتخيل په نامه ياديږي . هغه شيان چې ذکاوت اوقريحه ،خيال اونو ښت اودهغو په څېر نوميږي ټول له همدې ځواک سره اړيکه لري . ار.ال برت .تخيل .۳۹مخ
دکالريج له نظره هنري اثر هغه سمبول دى چې دجهان اوطبعيت اودانسان دفکري نړي ترمنځ يو منځگړي او واسطه ده . نقد او ښايست پيژندنې ارزونه او دهنري خلاقيت کړنه دواړه په يو ډول په سمبول دتجربې بدلول دي ، چې دتخيل دقدرت له لاري تر سره کيږي .خو دا پوښتنه را ولاړيږي چې دا مساله دنقد په رامنځ ته کيدو اوانتقادي عمل کې څه گټه او ارزښت لري ؟ د دې پوښتني دځواب له پاره کالريج عقيده لري چې د دې کار گټور تيا نه يوازې منتقد ته بلکي خپله شاعر ته هم زياته ده .. دخيال اوتخيل ترمنځ توپير په ضمني توگه يو ډول سمبوليکه ليد توگه هم لري . هماغه اثر ۷۹مخ

په دې اساس که سمبول په هنر اوادبياتو او ادبي خلاقه ژانرونو کې دخيال او تخيل په اوږو بار و نو تل يې په هنرې اثارو کې دپسول اوگاڼې حيثيت پيدا کړي دې . هم دتفکر دپنځوني له پاره او هم دښايست اوسينگار له پاره اغيز درلوده .
ديونانيانو له پاره دهومر شعر تل داسطورو بنسټ اودسمبوليکو مانا گانو راسپړونکي بلل کيده . ديوناني متفکرانو له نظره دهومر په حماسي منظومه کې د پيښو اوکارونو شرح اودخداى گوټو اوقهرمانانو دويناوو را نقلول دنړي اوکايناتو په اړوند دمهمو کليدي مفاهيمو جوړوونکي ، او دطبيعي ځواکونو دزړبيلگو جوړوونکي و . دهومر په لارښوونه يې دوه گوني دځمکي اواسمان دتوپير په بنسټ پيژندله . ظاهري مانا گاني يې ځمکي اوباطني مانا گاني يې اسمان ته نسبت ورکولي . باطني مانا دهغه څه چى را ظاهر کيدل پيژندله . په ادبي بحثونو کې يونانيانو د هايپونيا ( ) کليمه دبنسټ په مانا يا هماغه باطني مانا دتمثيل يا اليگوري په مانا کاروله .
افيرينش وازادي ۲۸ مخ
وايي چې افلاتون هم دپټو يا نا ليدونکې مفهوم د مانا په شته والي باندې دهومري باورونو پيروي وکړه . ان کولاى شو همدا ټکي د «ايديه » دپيدايښت دمفهوم سرچينه دهغه په افکارو کې وگنو . په دنني يا باطني مانا گانو باندې دشتون دباورونو په دليل سره د دې سببب شو چې افلاتون جمهوريت کې دخيالي اوشاعرانه داستانونو روايت په خپله فاضلي مدينه يا ارماني ښار کې منع کړي .
. » ۳۰مخ ارسطو دپويتيک يا دشاعري فن په رساله کې کښلي دي :
«تاريخ ليکوال ،له هغه مهاله چې پيښې وايي چې په واقعيت کې رامنځ ته شوي دي اوبل شاعر دى چې خبرې يې د هغو پيښو اووقايعو په باب دي چې کيداى شي رامنځ ته شي .له دي امله ده چې شعر دتاريخ په نسبت ډير فلسفي دي ، اوهم يې مقام لوړ دى. دا ځکه چې شعر زيات له کلي امر نه حکايت کوي . حال داچې تاريخ له جزيي کار کيسه کوي
اوس که له څنگنيزو خبرو تير شو او بيرته دهنر لړۍ را ونيسو نو ويلې شو چې :
هنري هستونه يو ډول لوبه ده . لکه څنگه چې ماشومان اويا تر زياته حده بالغ کسان له خوبونو ،لوبو او نورو کړنو له لاري خپل خپگانونه جبيره کوي، داسې کسان هم شته چې ډير سخت دردونه او دموسيقي ،انځور گري، ډبرتوږلو،او شعر له لاري بيانوي اوهغه مزاحمه انرژي له دي لارې له منځه وړي .
د اروا پوهانو په عقيده هنر د فيض سرچينه هماغه دانسان فطري شور او يا جنسي شور دى . هنرمند اوازونه ،الفاظ اونور رنگونه دخپلو خپگانونو بستر گرځوي اود ډول ډول ميکانيزمونو په مرسته ځپل شوي انرژي بدلوي.هغو ته تعالي ورکوي او د نرمو سمبولونو په توگه يې ننداري ته وړاندې کوي.
تردې ځايه
د اوتو رانک په نوم يو اروا پوه خو لا وايي چې دهنر اوادب مضامين داديپ دعقدې له شور نه سرچينه اخلي. له فرويد نه تر مخه دتيک په نامه يو بل پوه اوهمدارنگه فيلسوف شوپن هاور دهنر اوجنسيت تړاو پيدا کړ.رومانتيک شاعران اوليکوال هم د ذوقي هيجاناتو جنسي سرچينه وپيژندله رحمان بابا په عارفانه انداز وايي:
زه عار نه لرم په عشق کې له پيغوره
بې پروا يم دستۍ په څېر له اوره
ږدي په خوله دسمندر مهر دمومو
څوک چې ما منع کوي دعشق له شوره .
يا په يوبل ځاى کي وايي :
چې حاصله مې له حسنه روښنايي شوه
شپه او ورځ لکه آفتاب په لار روان يم
ستا په زلفو په رخسار پسې رحمان يم بې وطنه
مسافر دهندوستان و خراسان دى زما روح .
هبل وايي : زه دخپل هنر ډيره مهمه دنده د خپل دروني ژوند سمبوليزاسيون گڼم .» د زلبن په نامه يو بل اديب او څېړونکي هم وايي : « هنر سر ترپايه سمبوليزم دى »
کيداى شي انځور گري دبشري هنر ځلا وبولو . دا ځکه چې: سمبوليزم دبشري تفکر اساس دى . اود سمبوليزم ډير مهم اساس بصري سمبوليزم يعني خطونه او رسمونه اوهغه علايم دي چې په سترگو ليدل کيږي . دانسان باصره حس له نورو حواسو ډير فعال دى . ابتدايي انسان بصري سمبوليزم له اوازډوله يا صوتي سمبوليزم نه تر مخه دپام وړ وبلل اوپه رسم اونقش سره يې ساده شکلونه اوخطونه وپيژندل . له دې امله ډير ژر دانځور گرۍ په فن اوهنر وپوهيده .
په لومړيو پړاوونو کې چې بشر فکر اوخبري کولي نو انسان له دې امله چې له رنځ اوعذاب نه لږ واټن ونيسي د خوښې وړ يو لړ جنسي خاطرې ياد ته راوړلي اودهغو دڅرگندولو له پاره يې يو ډول اوازونه اوحرکات څرگندول چې دنڅاه او نندارې ته ورته وو.دا تکراري الفاظ دشعر او موسيقي سريزه وه . دالوتونکو له اوازونو تقليد اودطبيعي عواملو اوازونه دموسيقي او خبرو پيلامه شوه . خو دشعر اوموسيقي زيات خوند په دې کې دې چې دواړه دجنسي فعاليت په څير له وزن اواهنگ نه برخورداره دي .
کله چې دژبي (صوتي ) سمبوليزم پر مخگ وکړ نو دتکامل لاره يې ونيوله ، په دې ډول ادبياتو داساطيرو او افسانو ځاى ونيو .
په کلي توگه ناروغه هنرمند هغه محرومه انسان دى چي له خپلو دردونو کړيږي اود درملني پسى سرگردانه دى . هڅه کوي چې دپوهي او مهارت له لاري خپل دردونه را بهر کړي اوخپل روان له هغه زهرو پاک کړي . پسيک اناليستان دهنرمندانو دبيوگرافي له لوستلو دې پايلي ته ورسېدل چې هنر دهنرمند دژوند له انعکاس پرته بل څه نه دى اوهنري مخلوقات دخلاقو هنرمندانو استازيتوب کوي .
ديوه پوه او فيلسوف په نظر:
«هملت دشکسپير تجسم ، ورتر دگويته استازى دى. شارلوت برونته چې يو وخت دخپلې مدرسي په مدير عاشق و په خپل داستان کې ښوونکي سره دزړه راز وايي . ژرژ ساند چې له خپل کوروالي يې رضايت نه درلود زياتره دکوروالي په باب ليکي . الفرد دوموسه او هاينريش هاينه چې دعشق دشهيدانو په نامه ياديږي له غمه ډک شعرونه يې ويلي دي بالزاک هم له غمونو سره لاس وگريون و . اودفقر او لوږي اوغريبي په باب ليکني کوي . »
پسيکاناليستان هڅه کوي چې دسترو ليکوالو وشاعرانو هنري اوفلسفي اثار د اديبانو او هنرمندانو اوفلاسفه وو دژوند دهېنداري په توگه وبولي .
وايي چې ناروغه هنرمند هغه له درده اوکړاوه ډک کس دى چې دخپلو دردونو دپټولو له پاره چيغي وهي ، اودزړه راز وايي . خو څرنگه چې دخپلوتکليفونو او قيوداتو اوعوارضو سره پردې دى نو د نورو په نظر دهغه دردونه پردي اوبيگانه دى ، پيام يې خلک زړه سوى اوهمدردي ته را بولي . له دي امله ده چې هنر دانسان دوجود دژورو مکنوناتو روښانه ژبه ده . نه زړيږي . هر وخت اوهر ځاې دفهم وړ ده اودانسان دروان روښانه لاره ښئ. دهنرمند په باب دا خبره هم صدق کوي چې وايي : هنرمند سره له دې چې يو ناروغ دى نو دځان طبيب هم دى .
نور بيا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.