د سترګو ارواپوهنه

1,350

د ارواه پوهني علماوو د خپلو څیړنو په نتیجه کي دا ثابته کړي چي انسانان ۷٪ خپل باطني او رواني خواهشات په ژبه سره نورو ته وایی او پاتی ۹۳٪ باطني او اروانی خواهشات په انسانانو کی پټ وی چی هغه کولای شو د انسان له ظاهری اعضاو او افعالو څخه تعبير کړو چی یو له هغو څخه سترګي هم دی.
د سترګو ۱۶ حرکتونه
1: چپ طرف او لاندي کتل
هغه خلک چي دا ډول کتل کوي دوي په ځان کم باوره وي په محیط کي پر نورو خلکو هم باور نه کوی، او د هر کار په تر سره کولو کی شکمن او زړه نا زړه وي.
۲: ښي طرف او لاندي کتل
هغه خلک چي دا ډول کتل کوي دوي همیشه د نورو سره ضد لرونکي وی په هره موضوع کي خپل ضدیت څرګندوي تل انتقاد کوي او هڅه یي دا وي چه خپله خبره په نورو ومني، پر ځان انتقاد نه شي زغملاي او قصد اخستونکي وي.
۳: پورته او لاندي نظر یا کتل
کوم خلک چي پورته او لاندی کتل کوي هغوي مینه ناک وی، خیالی عاطفه او مینه خوښوي، همدارنګه دوي د طبیعت ښکلا په مینه او محبت کښي ویني.
۴: ښي طرف او پورته کتل
دا ډول خلک خیالي رواني حالت لري او تل خیالی ژوند خوښوي او راتلونکي ته خوشباره وي.

۵: چپ لوري ته کتل
دا ډول خلک نسبت ټولنیز یا اجتماعي ژوند ته فردي ژوند خوښوي او له مجهول شیانو څخه ویره لري لکه مینه او محبت.
۶: ټیټ یا لاند کتل
داسي حرکت د رواني ستړیا په وخت کي له انسان څخه صادریږي دا ډول خلک تل ځان خجالت ګڼي او نه غواړي نورو ته زیان ورسوي.
۷: پورته کتل
که یو څوک پورته کتل کوي ظاهراٌ د هغه په څیره کي تکبر او غرور معلومیږي خو په حقیقت کي برعکس ده دا ډول خلک خاکساره او اخلاقي روانی حالت لری.
۸: هر لوري ته نظر اچول یا کتل
کله چي یو څوک د خبرو پر مهال هر لوری ته ګوری دا ډول خلک همیشه فعاله او متحرک وي ټمبلي او ځاي پر ځاي کښیناستل یي نه غوښیږي او امکان ددي شته چي حسد او کینه هم ولري.
۹: په نیمه خلاصو سترګو کتل
دا ډول خلک هوايي رواني حالت لری، تل د مسو‌ءلیت احساس نه کوي او چي هر چیرته چي وی بی باکه او بی پرواه وی.
۱۰: د سترګو په کونجونو کی کتل
د سترګو دا حرکت د نورو پر وړاندی د مینی له کبله له انسان څخه صادریږی او له خلک سره د کومک کولو اراده لری.
۱۱: په یو اړخ کتل
هغه خلک چي دا ډول کتل کوی همیشه خطر ناک وی ځکه امکان ددی شته چي نورو ته زیان ورسوي پرته له دي چي کومه شخصي دوښمني ورسره ولری. همدارنګه پرته له دي چي مقابل لوري پری پوه شي دوی یی غیر مستقیم څاري او د هغه په اړه معلومات ځانته حاصلوی.

۱۲: په کوچنیو یا راټولو سترګو کتل
دا ډول نظر پر ژوره مینه او عاطفه باندی دلالت کوي او د سترګو دا حرکت نسبت ژبی ته ډیر اغیزناک دي چی پواسطه سره یی انسان کولای شی په یو دقیق نظر د مقابل لوری احساسات په لرزه راولي.
۱۳: که دسترګو حرکت هر اړخیز وی او دواړې سترګی په پوره توګه خلاصی وی
دا حرکت د انسان پر ویره او خوف باندی دلالت کوی، دا ډول خلک په ژوند کی د ارامئ احساس نه کوی ، د بد خبر په اوریدو ناارامه کیږي او د دښمن پر وړاندی تل ځان ناکام ګڼي.
۱۴: په نیمه پټو سترګو لاندی کتل
دا ډول نظر د انسان پر ژور خفګان او غم باندی دلالت کوی.
۱۵: په عادی توګه مستقیم کتل پرته د سترګو له حرکته
هغه اشخاص چي دا ډول کتل کوی هغوي د مایوسئ او نااومیدئ په روانی حالت کی قرار لری او په دی فکر کی وی چی خپلو هیلو ته نشي رسیدلای، کله یی چی پر حق تیري وشی ډیر زیات ځوریږي او د انتقام اخستلو په فکر کي نه وي.
۱۶: که د سترګو نظر چپ یا ښي لور ته وی او نرمه خندا هم ورسره مل وي
دا ډول کتل د سخریی مفهوم ورکوی معنی دا چي مقابل لوری ته ظاهراً خاندی خو په باطن کی له هغه سره پټه دښمنی لری او خپله بریا سل فیصده د مقابل لوری په ناکامی کي ویني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.