لږ څه د روښانفكرۍ په باره كې

محمد اکبر کارګر

495

فرانسوي ليكوال ريموند ارون د ”دروښانفكرانو افيون “ په نامه يو اثر لري . دا دپام وړ اثر دى . هغه دخپل دوران په سياسې ډلو چې دوخت په ايديو لوژيكو قيوداتو كې بند وو، نيوكه كوي . همدارنگه هغه په دې اثر كې ايديو لوژي او په پټو سترگو اعتقاد او باور گوتې نيسي . ريموند ارون په دې اثر كې ليكي ” چې د سياست په نسبت دانسان يو بل كار لا مهم دى اوهغه دحقيقت پلټنه ده . “ په دې اساس كه اصلي خبري ته راشو نو ويلي شو :
روښانفكر په يوه كليمه كې هغه څوك دى چې په هغه تاريخي اوټولنيز زمان اومكان كې چې ژوند په كې كوي، د انساني وضعيت په نسبت خپله خبرتيا و لري ، اودا ځان خبري(شعور ) په جبري او ضروري توگه هغه ته دمسووليت احساس ور كوي .
روښانفكر چې ځان خبرتيا لري ،مسوول دى، چې هم يې زده كړه كړې وي او هم دحقايقو دپنځولو او خلكو ته دخبرتيا وركولو رسالت ولري . كه روښانفكر خپله گټور او اغيزمن وي كه نه وي، په لومړيو پړاوونو كي ښايي لږ ترلږه دمسسوليت احساس ولري .كه داسې هم نه وي نو په وروستيو پړاوونو كې كله هم چې يو چا لوړې زدې كړې نه وي كړي نو كيداى شي د لوړو زده كړو له خاوند نه هم ډير زيات اغيز ولوبولي شي.
هغه ټولنې يا هيوادونه چې نوي له استعمار نه ازاد شول داسې پړاو ته داخل شول ،چې له يوې خوا يې دسياسي خبرتيا كچه لوړه وه او له بلې خوا پر ځان دبسيايني او اتكا له پاره د ترقۍ او پرمختگ ليوال ول. كه په كلي توگه دافريقا ، لاتيني امريكا او اسياهيوادونو ته پام واچوو په دې اصل كې ډېر لږ توپيرونه موجود دي ،نو دا سى پايلي تر لاسه كيږي چې په يو شمير هيوادونو كې انقلابي مشران دتحصيل كوونكو له منځه نه دي را پورته شوي، بلكې دټولنو له منځه را پورته شول . روښانفكر هغه څوك دى چې نن ورځ دټولني دبدلون په شرايطو كې اوله هغه خنډونو سره چې انسان ورسره مخامخ دى او هغه ناخوالي چې وروسته پاتي ټولني يعني پخواني دريمه نړئ – ورسره لاس وگريوان ده مبارزه كوي . روښانفكر كولي شي چې خلكو ته دفكري اگاهي وركولو مسووليت ولري اوټولني ته ټولنيز لوري وركړي .
سره له دې چې دلته دېوې بيلگي يادونه كوو هغه دنقش اوموثريت خبره ده ،نه خپله دروښانفكري رسالت .
ديو مشهور مذهبي لارښود او عالم په باور چې دازاد فلسفي فكر خاوند و وايي : د اوسنۍ نړۍ دروښانفكرانو دمسووليت او نقش دهغه رهبرانو او لارښوونكو نقش ته ورته دى چې په لرغونو ټولنو كې يې بدلون را ووست. په لرغونو ټولنو كې مشران لكه پيغمبران اودمذاهبو بنسټ گرو دا نقش درلوده .لكه څنگه چې وينو پيغمبران نه خو دفلاسفه وو په قطار كې وو. اونه هم دپوهانو اوتكنيسينانو اوهنرمندانو او ليكوالو په قطار كې وو .
پيغمبران زياتره دخلكو له منځه را پورته شول . اوكه دخلكو له منځه نه وو را پورته شوي نو دخلكو پسې تللي دي .نوى اشعار ، نوي ليد ،نوى حركت نوى انرژي يې دټولني دوجدان په متن كې په خپل وخت او دوران كې ايجاد كړه . همدا ستر حركت انقلاب اوريښه لرونكي او نوې ريښه جوړوونكي اوبدلوونكي كار ددې سبب شو چې يوه ارامه اومنجمده ټولنه ددې رسالت د ترسره كولو له لاري بدلوونكي لورى غوره كړي . د ټولني په ژوند كې بدلون را وستونكي عقايد اوهمدارنگه دليد په بدلون اوان د فرهنگ اوان برخليك كې بدلون را منځ ته كړي .
خبره ناسمه ونه گڼل شي چې موږ په ټولنه كي دموثريت اونقش په باب دا يادونه وكړه . روښانفكر په اصلي مانا له هغه طبقي يا افرادو څخه چې مغزي اوفكري كاركوي عبارت دى . روښانفكر قشر يا طبقه دهغه بيلابيلو ډلو څخه چې فكري كار كوي لكه :
ښوونكي ،استادان ، دقضا اوعدالت له پاره وكيلان ، سياست پوهان دگوندونو مشران ،ورځپاڼه ليكوال ، شاعران ،ليكوالان مجسمه جوړوونكي ،هنرمندان ،اداري كاركوونكي داكتران اونورو دادبياتو اوانساني علومو نور پوهان فلاسفه ،مورخين اونور داسې ټول انتلكتويل گڼل كيږي .
خو هغه كسان چې محدود فكر نه لري ،دوگم نه وي اومتحجرانه فكر نه كوي . روښانه اوازاد فكر كوي اود خپل هيواد زمان اوموقعيت اوهغه مسايل چې هيواد يې ورسره مخ دي اومطرح دي وپيژني اوشننه يې وكړي په دې ډله كې شميرلى شي .
روښانفكر په معاصر مفهوم سره دمدرنيته او داولسمي اواتلسمي پيړيو محصول دې .يوه ځانگړنه يې داده چې دمذهبي قيوداتو او بنديزونو پابندي نه لري په اروپا كې دغه قشر وكړاى شول چې ځانونه له كليسا نه وژغوري ، ازاد فكر وكړي ازادي يې دقيوداتو په بدل غوره كړه البته نه كفر دمذهب په ځاى .
په كلي توگه روښانفكر داستبداد ،تبعيض او حاكم قشر سره ضديت لري ،داسې حاكم قشر چې دېوې ډلي دحكومت تمثيل كوي .
روښانفكر په اروپا كې په اولسمه پيړۍ په داسې شرايطو كې راپورته شول چې فيوداليته مناسبات حاكم وو . حكومت هم دمذهب په نامه حاكم وو . په دې اساس اروپاېې روښانفكر طبقه يا قشر دمذهب ضد اويا غير مذهبي كيږي . دكليسا سره مخالفت كوي دپاپ سره ضديت لري . دا ځكه چې د كليسا اصول د ناجايزه اشرافي فيودالي كليسايي حاكميت ممثل گرځي .
ژان پل سارتر : د ځمكي پر مخ دوزخيانو اثر په سريزه كې وايي :
”عالم دانسان دسعادت هوسايني دتقويت فراغت اوامكان بخښوونكي تشريح اوتوجيه كوونكي دى . اوپه نهايت كې واقعيتونه كشفوي .خو روښانفكر وايي : بايد همداسې نه بلكې هغه ډول وي. عالم څراغ جوړوي دلاري اوبي لاري له پاره . خو روښانفكر لاره ورښې اوسفر ته يې را بولي اودسفر سرمنزل ورښۍ . خپله دقبيلي لارښود او دكاروان سرغندوې دى. دلته ده چې كله عالم د جهل او ځورولو وسيله كيږي . روښانفكر په خپل ذات كې داړتيا له مخې دتورتم اوظلمونو نفي كوونكي وي كه علم قدرت دى روښانفكري رڼا ده . “
خو راځوپه لنډو عباراتو كې زموږ په هيواد كې دروښانفكر حالت څنگه دى ؟
په هيواد كې روښانفكري يو اوږده ماضي لري . دا ماضي له هغه وخته چې له يوې خوا دازادې غوښتني او استعمار ضد غورځنگونه را پورته شول او له بلي خوا دترقي اوپرمختگ جريان هم چټك شو . كه زيات ماضي ته اود ټول دوران بيلگو ته ولاړ نه شو . اوسني معاصر جريان باندي تماس نيسو .
په وروستيو كلونو كې په هيواد كې خبرتيا او ازاده خبره كول نقد كول دود شول . سره له دې چې زموږ په هيواد كې روښانفكر ان له پخوا په دستگاه پورې تړلې وو . دې كې شك نشته چې همدا فكتور دروښانفكر هغه اصالت اورسالت تر خپلو شعاعو لاندې راولي ، يعني په زغرده خبره نه شي كولي په ډاگه حقيقت نه وايي اونه خو د دستگاه ناكردۍ او نادودي اوناسمي كړني په ډاگه كولي شي . يعني په ټوله كې يو ډول محافظه كارۍ ته پناه وړي .
خو په دې موجوداتو سر بيره وروستي جريان هغه حد اقل باسواده كسان چې خبره يې درلوده او خبره يې كولي شوه ، هغه ټول جارو شول ، هواته پورته شول او بيرته ځمكې ته را نغلل.
خو يو شمير كسان چې په هيواد كې پاتې شول . دوې له خپل هنر نه كار واخيست . دوى له هغو غلاوو ، بډو او چورتالان چې تر مخه يې كړي وو د دې له پاره چې هغه وساتي او نوې دستگاه ته سر ټيټ كړي يو ډول داسې كس ته ورته وو چې لكه داپيونو په نيشه چې بوخت خو په واقعيت كې دوې هډو دروښانفكري په لاره هم تللي نه وو . همدا كسان وو چې يو مهال چې گټه يې وه دروښانفكري اكټ كاوه خو په نوى دور په راتلو سره يې ډير ژر څېره بدله كړه . ژان پل سارتر دې كسانو ته قلابي روښانفكران وايي:

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.