شاعر: عبدالمجيد پل

محمداجمل کریمي

795
تاسو تجربه وکړئ کله چې په مجلس کې یو څوک ساده غږیږي هغه ته خلګ ډېر غوږ نیسي ځکه ساده خلګ همېشه په زړه کې هم هغسې ساده وي چاته یې کینه په زړه کې نه وي نه له چا ډاریږي او په سپینه او پاکه خبره باید سړی نه له چا وډار شي او نه هم خپله خبره بدله کړي.
مقصد مې دادی چې دغه ډول پاک او ساده خلګ چې کله د شعر ډګر ته راځي او شعر لیکي د دوی شعر هم دده غوندي په ځان سپین لباس غوړوي که هرڅو کڼه ګوڼه هم شي دی به لکه سپین غمی روښانه او ځلېدونکی وي.
مثال یې زه درته په خوږ یار محترم(عبدالمجید پل)صیب درکوم چې کټ مټ لکه پورته مثال ساده غږیږي او خبرې یې هم ساده او پاکې دي.

لیکوال: محمداجمل کریمي
شعر ته له زړه ګوري او لولې یې هغه ده چې دده خپل شعر هم د خلګو په زړونو کې داسې لارې کوي لکه د ونو په وچو پاڼو کې چې د باران اوبو لاري کوي او هرې خوا ته یې ورسره وړي.
د محترم(عبدالمجید پل)صیب شعر هم له زړه نه د ګُرم پیټې همداسې لرې کوي.
تاسو یې دغه لاندې بیتونه ولولئ
څومره سنګ دلو ته مو زړونه ورکړل
زړونه مو څه په تورو شپو وخوړل
چا په روپو باندې ایمان راوړی
چا ایمانونه په روپو وخوړل
د دوکتورۍ او ماسټرۍ کدرونه
په قاچاقي لارو کې سپو وخوړل
پل
پرتني بیتونه څومره له زړه لیکل شوي دي
څومره درد ناکه انځور لري څومره د ټولنې ترجماني پکې شوې چې دا یو له زړه پاک او با احساس سړی لیکلای شي.
اول بیت کې شاعر د دور هغه خلګ یادوې چې د چا د زړه خیال دومره هم نه ساتي لکه څوک چې یې د جیب د ائینې ساتي.
تاسو ګورئ کله چې زموږ په جیب کې هنداره وي نو په هم هغه اړخ څنګ نه وهو ولې چې هغه د جیب هنداره چې قیمت یې لس یا شل روپۍ دی ماته نه شي.
خو د دور بې احساس خلک د شاعر په خبر د سړي د زرهاوو احساسات او د ملینونو زړه په نه خبره داسې مات کړې لکه یوه وړه کوکۍ چې یې ماته کړې وي.
دوهم بیت کې شاعر هغه کمزوري عقیدې رسموي چې د دو یا دری رپو په خاطر داسې
ویلې شي لکه یوه وړه لوټه چې اوبو ته سړی واچوي په یوه شېبه کې یې کلک والی سره ولاړ شي.
دریم بیت د نن سبا هغه انځور دی چې زموږ په ټول تاریخ یې سوال پیدا کړی.
موږ هغه قدرونه چې په کلونو کلونو مو جوړ کړل او ومو رسول ترڅو ددې ټولنې څراغونه شي.
خو افسوس د وخت جبر هغه دومره بې قدره کړل چې غوښې یې هم چا خاورو ته ونه سپارلې او دسپیو د خوارک شول.
محترم(عبدالمجید پل)صیب نه یوازې د اولس درد په اوجود کې احساسوي بلکې معشوقه هم لري چې هغه یې نورې هم د شعر جامې له ګرده ورته ټک وهي.
تاسو یې دغه غزل ته لږ سم وګورئ.
ته خو زما روح او وجود دواړه یې ملګرې
‏بیا دې هم په ضد باندې ولاړه یې ملګرې
دومره ډېر الوت څوک د غرور په وزر نه کړي
چېرته د اسمانه پورته لاړه یې ملګرې
‏دا په سپین خالي کاغذ د څاڅکو رټې وینې
دا زما د زړه کیسې دي ژباړه یې ملګرې
زه لکه ساختونه دې ښځلو کې سېځلی
ته لکه تاویذ زما په غاړه یې ملګرې
ځه بلا دې واخلمه بلا دې ترېنه خلاسه
بس خالي پرې ګوته ږده او غواړه یې ملګرې
پل
پورتني غزل کې شاعر څومره صادق دی
اول بیت کې له ملکرې(معشوقې) نه څه په عاجزۍ ګیله کوي چې ګواکې ماته دومره ګرانه یې لکه زړه .
کله چې انسانه زړه لرې کړې تش کالبوت پاتیږي.
خو ته بیا هم هغه خپل ضد نیولې یې او زما د درک در سره فکر نشته.
دوهم بیت کې ورته د پېغور په رقم ګیله کوې چې ستا غرور که دومره وي نو ته چرته لږ هم اسمان پورته شوې یې؟
هی نو دا دریم بیت کې دغه نوښتګر شاعر څه انځور کاږي.
‏دا په سپین خالي کاغذ د څاڅکو رټې وینې
دا زما د زړه کیسې دي ژباړه یې ملګرې.
دا هغه منظر دی چې زخمونه دي دومره حد کوي چې رنګ د وینو دي د قلم له څکو وځي.
او شاعر دلته خپلې ملګرې(معشوقې)ته فرمایي چې هم دغه زما د لیک کرښې چې وژباړې بیا نو زما د زړه کیسې پېژنې.
دا وژباړه چې اخلاص مې درمعلوم شي.
څلورم بیت څومره عالي فرمایي.
تاسو به لیدلې وي کله چې موږ ناروغ شو بیا اول ډاکتر تجربه کړو وایو چې ګواکې ناروغي ده خو که ښه نه شو بیا نو په څاښت او تعویز عقیده کوو چې ګواکې کومه ناپاکي(دپېریانو اثر)به وي.
نو دلته هم شاعر هغې ته ځان لکه د څاښت مُهم ګڼل خو کله چې هغه وسوځل نو شاعر ته احساس وشو چې دومره نه وم درته مُهم
خو بیا هم شاعر ته هغه لکه تعویز چې خلګ یې کلونه کلونه په غاړه ګرځوي داسې محترمه ده.
اخیري بیت کې بیا هم شاعر خپل احساس ورته ژباړي چې څومره درسره اخلاص من یم
ځه بلا دې واخلمه بلا دې ترېنه خلاسه
بس خالي پرې ګوته ږده او غواړه یې ملګرې
محترم(عبدالمجید پل)صیب
له غزل ور اخوا سپین شعر هم کله کله لیکې چې ښه رنګ ورکوي.
تاسو یې دغه سپین شعر هم لږ درسره وزغمئ.
هو راغلم !
ستاسو تر وره راغلم!
د لمر او د سپوږمۍ له محبته مې زده کړل
چې لمړی لمر پرې وځي
سر د ځمکې په مړوند کېږدي!
سپوږمۍ د رواجونو ټول بنګړي مات کړي
او په ډېر غرور را پورته شي
پیکي ته داسې شړق ورکړي
چې له رخساره یې
‏د حجاب نقاب پر ځمکه پرېوځي
زلفې یې داسې وشیندل شي
ته وا د اسمان په شنه لمن خال خال واوره پرته ده
مګر د تورې شپې هغه راز وساتي
چې دا تر سهاره د لمر د سترګو نه
بلې خوا سترګې نه اړوي
رو رو پسې روانه وي
ترڅو لمر ته بېرته لاس ورکړي
او راپورته یې کړي.
پورتنی سپین شعر هغه منظر رسومي چې موږ یې هره ورځ وینو
شاعر فرمایي چې کائینات څومره په انسانانو مین دي
لمر سپږمۍ خپلو کې دومره میَن دي چې یو په بل پسې درومې ترڅو د ځمکې مخلوقاتو ته خدمت وکړي او فایده ورکړي.
نو شاعر دلته خپلې معشوقې ته فرمایي چې موږ هم باید داسې یو له بله سره مینه ولرو ترڅو مو له مینې نور هم ګټه واخلي.
ستړې کوم مو نه د محترم(عبدالمجید پل)صیب په شعرو که درته غږېدم نو په ناستو ناستو به راباندې ورځې شپې ترې وي.
دغه بیتونه یې هم د زړه په ژبه ولولئ.
که مې یو دوه ځلې نور هم تېر باسې
ماته به لا ښه شي چالاک به مې کړې
لمره که رنګ په مازیګر بدلوې
که توره شپه شوم خطرناک به مې کړې
که دې په زړه کې رسم کړی هم اوم
لاس به راکش کړې پرې او پاک به مې کړې
پورتني بیتونو کې خبرې جایزې نه بولم ځکه داسې رنګ لري لکه په توره شپه کې چې سره سکروټه باد ته خاندې.
داسې دغه بیتونه هم واضح او ریڼه دي.
نو محترم(عبدالمجید پل)صیب ښه شاعري کوي د نني عصر ځوان شاعر دی.
په شعر کې کتابونه خبرې کیږي.
هیله ده چې زما الفاظو به یې رنګ ته د غُبار تېل نه وي اچولې.
همداسې دي د شعر د ښاپېرۍ یار پاتې شي ترڅو موږ ته نوي نوي او ښایسته ښایسته بچي راوړي.
درنښت: محمداجمل (کریمي)
بلوچستان”حب”ښار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.