روژه، زه او نظم

محمداجمل کریمي

129
اذانونه راته ژاړي په ویر ویر دي
ویل شوې بیا داستا له چوپ تصویر دي
زه کوڼ کړی یمه خپلو دوو لاسونو
چې را ایښي مې له پاسه په غوږونو
وای! تکلیف کې یم بیخي زیات په تکلیف کې
تلاوت راباندې وکړه د لفظونو
په لالي به خود تاوان د تاواني یم
لکه شل سړی د خپل ځان ازاري یم
له ما څه غواړي مزې او اتڼونه
زه خو یبلې پښې په اور ږدم قدمونه
ورځ ته باید غېږه ورکړم په ماښام کې
او د شپې باید چې وشمارم قبرونه
زه مې څه کړمه دا سوي اندامونه
نه را غاړوتې نه مې شوې زړګونه!
نه د شور پاتې او نه د خاموشي یم
لکه شل سړی د خپل ځان ازاري یم
په بلۍ دي انتظار کړي شمالونه
لږ را وخېژه خوږیږي مې زخمونه
ستړی ستړی د درد غږ ته په نڅا یم
په لاسو کې مې ایتا دي دسمالونه
ښا! ته چرته؟ یې په اړخ راسره اوړي
فریادونه،ماتې هیلې،ارمانونه
زړه مې چوي وای! نیولی ناروغي یم
لکه شل سړی د خپل ځان ازاري یم
نه ډېوه شوې نه رڼا شوې،نه سپوږمۍ شوې
لاړې لاړې د بل غېږې ته پردۍ شوې
په چا مړه شوې او په چا باندې ژوندۍ شوې؟
ناخبره شوې،ړنده شوې،او ګونګۍ شوې
یوه بلا زما د ټولې زندګۍ شوې
یو سبب مې ددې لویې بربادۍ شوې
درپسې لکه په اور کې یم ستي یم
لکه شل سړی د خپل ځان ازاري یم
په انځور کې مې دوه سترګې راځي پتي
یعنې زه یمه بې هرڅه او بې ګټې
“کریمي” به د جنت په ویاله ناست وي
که یې ستا په زولفو ووهلې ګوتې
همدغه فکر کې غرق یم مست باغي یم
لکه شل سړی د خپل ځان ازاري یم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.