غزل

محمداجمل کریمي

214
ترنم دي د لالي په نوم شروع کړي
کوم سړی که اصلي څکه د خوږو کړي
دا ویده جسم کې دا ویده سړی به
څوک راویښ په ویل شويو ایاتو کړي؟
د زړګي د ښیښو دغه ماتوونکي
به خدای اهل د مردارو دوزخو کړي
دا نجلۍ د زړه په جوړ کور کې اوسیږي
چې اتڼ داسې د ګوتو په سرو کړي
ما دي خدای حساب له هاغه غبارو کړي
چې ساتنه ستا د لارې د پلو کړي
که بنده چرته واکدار دفیصلو کړي
جنتونه به د لس یا شل روپو کړي
خدای که هره پرېکړه وکړي په سر سترګو
بس دا سوی”کریمي” دي د ( مڼو) کړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.